د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجیم کې د اسلام او مهاجرت په هکله ټولپوښتنه

یاقوت خان شينواري 04.04.2014 11:53

مټرو ورځ پاڼې د اپرېل په دریمه په بلجیم کښې یوه سروې خپره کړې او په هغې کښې ېئ د بلجيم دشمال د برخې د خلکو چې ( فلامس يا فلاندرن ) نوميږي د خلکو
ټولپوښتنه د اسلام او مهاجرت په هکله نشر ته سپا رلې ده . زه په کښې ګوتې نه وهم
په هم هغه شکل ېئ ستاسې په مخ کې ګدم . مټرو رځپاڼې ليکلي چې د فلاندرن
۰ ۵ سلنه ځوانان اسلام داروپا دپاره د اټوم بم څخه زيات خطر ناک بولي .
۷۵ سلنه زاړه کسان چې عمرونه تر اتیا کالو ور اخواه دي دوي اسلام د اروپا لپاره
د اټوم بم څخه هم زیات خطرناک بولي . پوښتنه داده چې داټوم بم څخه بل کوم شے
زیات خطرناک کیدے شي ؟ . ۲۵ سلنه بیا وائ چې مهاجرین زمونږ د ډډ( تنې )
چینجي دي ، د دوی استدلال دا دے چې دوی کار نه کوي او که کوی هم په پټه يئ
کوي او ټیکس نه ورکوی . دسوسیال پیسې خوري ، په شفاخانو هم بار دی . دوی زیاته وی چې مسلمانان الکحل ( شراب ) حرام ګڼي خو دوی شراب خوري د شرابو او
تماکو يئ غټې غټې مغازې جوړې کړي . دوی د غله لاس غوڅول جایز بولي خو
خپله هر قسم غلا ګانې کوي . دوي د اروپا د بوای فرینډ ګرل فرینډ سسټم حرام ګڼي
خو په هر قسم زنا ځان وراچول خپل حق ګڼي . مسلمانان روژه فرض ګڼي او اروپایان يئ قدر کوی خو بلجیمیان په مټرو ، ټرام ، بس او ټرېن کښې اوبه څخل هم
حرام بولي .خو مسلما نا ن د روژې په مبارکه میاشت کې په ټرام ، مټرو ، او بسونو
کښې د ورځې لمخې الکخل څښي . عزیزانو اوس لږ قضاوت پکار دی وکړۍ چې
بلجیمیان ريښتيا وائ او که مونږ پخپله د اسلام د اصلي روح څخه مخ ګرځولے دی ؟. مسلمانان د مسلمانۍ دعوې کوی خو د مسلمانۍ کار ونه نه کوی او اروپایان دروغ نه وايئ . د دوی ورځپانې ، ټيوي چنلونه ، راډیوګانې چې زمونږ په حکله څه لیکي دا د وی حق دی چې وې لیکي . خو دافسوس ځائ دادے چې مسلمان ترې
عبرت نه اخلي . یو وخت داسې هم تیر شوےدے چې په هسپانیه کې دمسلمانانو پاچاهي وه ، اسلامي راج و حکومت و او په فرانسه کښې د دوی حکومت و په هغه وخت کښې
د فرانسې واکمنو په کلبونو کې د ښځو نڅول شروع کړل او د هاسپانیه مسلمان حکمران ته چا اطلاع ورکړه چې فرانسویانو داسې بد عمل د ښځو سره شروع کړے
دے . عزیزانو دا تاریخي خبره ده . د هسپانې پاچا د فرانسې پاچاته یو خط ليږي
او په هغه خط کښې داسې لیکي چې مونږ ته اطلاع رارسېدلې ده چې تاسې د ښځو
د غفت او عزت سره لوبې کوۍ . فلهاذا مونږ د تاسې سره څو تړون لیکونه لرو او
هغه دا چې په پټه او غلچکي ډول به یو په بل تعرض او حمله نه کوو . نو تاسې تیار
اوسۍ مونږ به ډېر ژر تاسې ته ستاسې د دې بد عمل سزا در کړو . عزیزانو : کله
چې د فرانسې واکمن ته دا خط ور ورسېد د همهغې ورځې څخه يئ د ښځو کلبونه
بند کړل او ورسره يئ ښځې دې ته اړ کړې که چیر ته کومه ښځه په کوم ضروري
کار پسې بازار یا شفاخانې ته تلل غواړي نو هغه به په مکمله پرده کښې وي .
هغه هم پاچاهان او مسلمانان و چې د ترقۍ عزت او دبدبې انتها ته راسېدلي و .
او مونږ هم مسلمانان یو چې د ذلت رسوائۍ کندې ته پرېوتي یو لږ شان په خپل ګرېوان کې سر ښکته کول خو پکار دي . نور بیا انشآلله .