د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قضاوت یې تاسو وکړئ

اوبرنګ ستانکزی 02.04.2014 11:12

دا لندن دی او زه توریالی ورک، تاسو زمونږ غږ د بی بی سی له راډیو څخه اورئ، ګرانو اوریدونکو، اوس تاسو ته وړاندې کوو ستاسو تر ټولو خوښ پروګرام (ځانګړې مرکه)، پدې پروګرام کې مونږ سره ټیلیفون له لارې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالې د بر کلي مولا احمد جان په لیکه کې دی، ملا صاحب په کلي کې یو مخکښ لارښود ګڼل کیږي، خلک لدوی سره د ورځنیو مسائلو د حل او د راتلونکي ژوند د ښه کولو په اړه پوښتنې او د لارښوونو غوښتنې کوي او مولا صاحب هم ماشالله وړیا مشورې ورکوي.

د ځانګړې مرکې پروګرام ته ښه راغلاست مولا صاحب.

مولا صاحب: الله اکبر، مننه راډیو صاحب، آه!!! وبخښه ورک صاحب.

ورک: مولا صاحب!!! زمونږ اوریدونکو خپلې پوښتنې د ای میل لارې مونږ ته رالیږلي، که مو اجازه وي نو پیل به وکړو؟

مولا صاحب: ای میل یې لا څه شی دي؟ بخښنه غواړم داسې کوم کتاب مونږ په مدرسه کې نه وو ویلی، هسې نه چې ځواب ونلرم ورک صاحب.

ورک: هاها مولا صاحب ډیر توکي یې، ای میل یعنی د کمپوټر له لارې یې خط استولئ، راځو اولې پوښتنې ته.
پوښتنه: اوس مهال توریرزم د افغانستان تر ټولو لوی غم دئ، څرنګه د توریرزم مخنیوی کولئ شو؟
مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک: ډیره ښه ده ملا صاحب!!! راځو بلې پوښتنې ته.

پوښتنه: د ځانمرګو بریدونو په اړه ستاسو څه نظر دئ؟

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک: ښه نو!!! هممم، راځو بلې پوښتنې ته.

پوښتنه: مونږ ګورو چې زمونږ په ګران هیواد کې مسلمان مسلمان وژني، دواړه طرف ته زمونږ خپل افغانان یو بل وژني، څرنګه چې زمونږ ټولنه کې د کلي مولا د ټولو مرضونو دارو ګڼل کیږي، نو تاسو د داسو پیښو د مخنیوۍ لپاره د مذهبي مخکښو رول څرنګه په ګوته کولی شئ؟

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک: مولا صاحب!! نه ښايي چې لږ نور وضاحت هم ورکړئ!!! ښه!! همدومره بس دئ؟ د سر ښورونه مو یعنی همدومره یې بس ده، راځو بلې پوښتنې ته.

پوښتنه: په نړۍ کې د مسلمانانو شان او حیثیت د نورو مخ ته ورځ تر ورځه ټیټیږي، آیا داسې ویلی شو چې په دې کې مونږ ګرم یو یا پدې بدنامۍ کې هم ټول د پردیو لاس دئ؟

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک: مولا صاحب!!! دا خبرې دې د رایونډ د تبلیغیانو څخه یادې کړي که دې کوم کتاب ورپسې لیدلای، هر څه چې وي خو ښه دلچسپه شخصیت لرې، اوس در څخه اقتصاد په اړه پوښتنه کوم چې ځواب دې بدل کړم، هاها. راځو بلې پوښتنې ته.

پوښتنه: د افغانسان اقتصاد ډیرې ضربې لیدلې، اوس هم د اوروپا او امریکا په پیسو چلیږو، ستاسو په اند داسې کومې نورې لارې شته ترڅو افغانستان وکولای شي پخپلو پښو ودریږي.

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک له ځانه سره: وای وای مولاګیه!! رښتیا دې هم له دین څخه دې هوا جوړه کړې، ترڅو د چا لاس ته ورنشي، کاشکې پروګرام نیغ په نیغه نه وای، که نه نو ورځ دې بیا ښه نه وه.

راځو بلې پوښتنې ته.
پوښتنه: راتلونکې اونۍ د ایډز د ناروغۍ پر ضد نړیواله ورځ لمانځل کیږي، ستاسو په اند د دې کرغیړن مرض د مخنیوي په اړه څه باید وشي.

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک له ځانه سره: یا الله!!!
ورک: راځو بلې پوښتنې ته

پوښتنه: داسې کوم اسلامي اصول دي چې په مرسته یې مسلمان کولای شي خپلو دنیاوي مسائلو ته د حل لاره ومومي؟

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکمل دین دی په کوم کې چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب راز پټ دئ.

ورک: مولا صاحب هغه خو صحیح ده، د هغو اصولو وضاحت خو وکړئ، کوم داسې اصول دي چې په مرسته یې خپلو سټونځو د حل لاره موندلای شو؟

مولا صاحب: زما په اند که مونږ اسلامي قوانین د خپل ژوند شعار وګرځوو، په قرآن او حدیث به بشپړه توګه عمل وکړو، نو دا شخړې به پخپله حل شي، اسلام یو مکم ......... .

ورک: صاحبه!! زه درسره سل په سلو کې موافق یم، بالکل دې خبره صحیح ده، زه وایم همغه اصول چې ته یې یادوې، د هغو په اړه لږ نور وضاحت راکړه چې کوم دي هغه؟

مولا صاحب: دا ستاسو ډیر غلط کار دئ، سره د دومره تعلیمه بیا هم د چا خبره په بشپړه توګه نه اورئ او مخکې لدې چې خبره ټوله وشي، د سړي په ستوني کې یې وچه کړئ، ځکه خو مو دا ورځ ده، زه دا وایم چې اسلامي اصول د خپل ژوند شع ....... .

ورک: منم یې مولا صاحب!! ما ته اصول وښایه د کومو اصولو خبره چې ته کوې.
مولا صاحب: څه وایې؟ ته لاتراوسه پدې نه پوهیږې چې اسلامي اصول څه دي؟ یا ته دا ویل غواړې چې داسې کوم اصول هیڅ شته دی نه؟ ولاحول و لا قوه ... ورک صاحب ستاسو په ایمان مې شک پیدا شو.
ورک: مولا صاحب!!! زما ایمان پوخ هم دی او پوره هم، ځکه چې واده هم لرم!! زما پوښتنه دا وه چې ....
مولا صاحب: ورک صاحب!! پریږده دا دنیوي پوښتنې، هغه پوښتنې وکړه د کومو پوښتنو ځواب چې په عالم برزخ کې غوښتل کیږي.

ورک: مولا صاحب!! زما ایمان انشالله چې پوره دئ، پدې اخروي مسائلو به که خدای غوښتل بل کله مرکه وکړو، ما یواځې دا پوښتل چې .....

مولا صاحب: زه د داسو خلکو پوښتنو ته ځواب نه وایم کوم چې اسلام په حیث د یو جامع او کامل دین نه ګڼي، ستاسو پشان خلکو له وجې امت مسلمه پدې ناوړه حالاتو کې ښکیل دی، د غربي تعلیم حرص تاسو نه اسلامي اصول هم د یاده ویستي دي، لعنت دې وي پر داسې تعلیم او تو لعنت دې وي ستاسو پشان د عقل خاوندانو ته!! لاړم در څخه الله دې په صراط مستقیم برابر کړه.

ورک: محترمو اوریدونکو!! راتلونکې اونۍ کې به مو له نویو میلمنو سره بیا غږ واورئ، تر هغه مهاله مو خدای ته سپارم.