د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم یوډېرخطرناک دی/ شهوتپال که شهرتپال ؟

احمد شاه حقوقي 01.04.2014 14:19

ویل کیژي چې ناروغان خو دواړه د درملنې وړدي.خو دشهوتپال علاج اودرملنه د نکاح په صورت کې په څلوروښځو سره کیږي یواځې فکر او اند به یې د نفقې او اولادونو او دځان ساتنې او ښه خوراک وي ترڅو چې وکولای شي د څلورو کورودانو فطرتي او ذاتي غوښتونو ته ځواب ووايي ، دا امکان هم شته چې خپلو کورنو ته د یو اتل په شکل د ځان ښودنې په موخه کله ناکله شهرتځپلو سره هم ودریږي خو دا کله ناکله وي دومره د اندېښنې وړ نه ده .
خو آآه آآه او سل آهونه د شهرتپال ناروغۍ ته، داسې مهلکه او ساري ناروغي چې  دشهرتپالنې ناروغي ده چې د مرګ تر ورځې د زنکدن ترمهاله یې د چتي غوندې د ونې په یو منډه ارام او قرار نه پریږدي ، روا او ناروا ،ښه او خراب ، خوږ او تریخ نه ګوري خو چې دی باید په هرمجلس کې د سترخوان نقل وي . ځکه چې که نوم یې یاد نشي یا څوک ورته د صاحب په نامه غږ ونه کړي نوپه هغه ورځ بیا تودې تبې نیولی وي . لوړ اسمان او پراخه ځمکه ورباندې تود تنور وي.
چاپسې چې شهرت ځغلي هغوي ارام او قرار وي او د وخت په تېرېدلو خپله رڼا او برېښنا یې لا ارادي خلکو ته ښکاري خوڅوک چې دشهرت پسې منډې وهي نود جسمي ناروغیو په اخته کېدوکې یې سمدلاسه یا څه وخت ورسته هېڅ شک نشته لکه: د وینې فشار، ذهني تنګوالی، شکر،لالهاندي او ....   او د دې ترڅنګ به په روحي ناروغیو هم اخته شي لکه تکبر، ریا، حسد . دا خو لا څه چې د خپلو معتقداتو او روحانی ارزښتونو نه هم ورتېرشي او د ازادخیاله لقب ځانته په وړیا واخلي . خوخیردی
د الله په رضا په به ورته درملنه وښایم چې له دې ټولو بدبختیو خلاص شي :
۱: د پخوانو زورورو او مټورو تاریخ دې وګوري او اوس دې د هغوي جغرافیوي موقعیت ولټوي چېرته دي؟
۲: هر وخت دې د خپل زړه لپ او دپ غږ ته ځير شي چې هغه ورته څه پیغام لري؟
۳: هره ساه چې اوباسي او ننباسي،واک او اختیار یې د دې په لاس کې دی؟  
۴: څومره معنوي اومادي حقونه چې یې د شهرتپالنې په لاره کې د نورو خلکوترپښو لاندې غوبل کړي، ورته بخښل کیږي؟
دې سوالونه ته ځواب اصلي درملنه ده.