د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمحبوبیت راز

الحاج انجینیر سید رقیب شاه هاشمي 01.04.2014 00:30

په طبعی ډول هرڅوک غواړی چی دزړونومحبوب اوسی اوخلک هغه ته احترام وکړی ،محبوبیت نه یواځی داچی امنیت منځ ته راوړی بلکه دزړه ارامش منځ ته راوړی . ډیرکسان که په ټولنه کې دهرنوم ،حیثیت اومقام خاوندان دی خوغواړی چې په شکل داشکالو دخلکوزړونه خپل کړی که په رښتیا دخلکو زړونه په لاس کی ولری نوپه دی معنی دی چی په زړونو حکومت کوی باطنی غلامی په ظاهری غلامی بدلیږی اونااګاه ،کورکورانه له هغه پیروی صورت مومی .
دزړونودلاس ته راوړلودپاره دمختلفوطریقواویا مختلفوشیانو استفاده کوی ځینی کوښښ کوی چی دنیک کارپه کولودمهراومحبت پواسطه دخلکوزړونه خپل کړی.بیاځینی دمال اودولت په مصرف دخلکوزړونه خپلوی اودابلیس په شکل ددروغووعدی ورکوی اوپه فریب اونیرنګ سره دخلکودزړنوپه جلب کی کوښښ کوی اوپه دی ترتیب مستبداوفرعونی دولتونه منځ ته راوړی اوخلک خپل غلامان جوړ وی .
اصولاًانسان سره چی محبت وشی کوښښ کوی چی دمحبت ځواب په محبت ورکړی اوکه څوک هغه مال اوتعلیم ورکړی ځان دهغه غلام بولی په طبیعی ډول دهغه چاعلاقمندګرځی چی خدمت یی هغه ته کړی اوپه دی ډول دهغه احسانمندوی. که څه هم پوهیږی چی په غلطه لارروان دی همداشیطانی خدمت دزړونوپه جلب او جذب کی رول لری خوداسی محبت دوامدارنه وی.
زمونږپه پښتنوکی یوښه اواسلامی خاصیت ،الهی امانت،په عهدوفا ده .وفاعبارت دی له هغه اعمالوڅخه چی یوانسان متعهد کیږی چی داخلاص مایه ګڼل کیږی چی ددوکسانواویا دوټولنواخلاقی کلیمه ده یواجتماعی پیمان دی .په نوروملیتونوکی عهدپه قلم اوامضاء دی خوزمونږدخلکوپیمان په ژبه دی که دژبی ترڅنګ لاس (قول)هم ورکړونوپیمان امضا‌ء اوټاپه شوی هم دی .
زمونږددی ښه خاصیت نه ځینی سواستفاده کوی ،ظالمان اوخاینان چی لاسونه یی په وینوسره دی په شکل داشکالودټولنی دمتنفذینو سره یوځای کیږی اودعامووګړوتعهددنارواکاراویانامعقول شخص دپاره اخلی اوپه اصطلاح په خلکو تجارت کوی دمال اودارایی په زورکوښښ کوی چی جلب اوجذب وکړی چی دی ته کاذب محبت وایی .
دیوی ټولنی دټولنیزواړیکودکلتوری اوټولنیزواړیکومشارکت دمو خوپه پوره کولوکی مهم دی په اوسنی ټولنیزسیستم کی داعضاودهمکاریوسطحه دفزیکی پیسوپه تبادله کی ټیټ راځی په دی معنی چی څوتنه فزیکی دارایی اوقدرت ته رسیږی اوعام خلک دملک صاحب،یا قوماندان صاحب دتعهداتوقربانی دی .
اعتماددټولنیزوسرمایه لوړه اوعالی ترینه سرمایه ده داعتمادخبره په افرادو انسجام اوهم غږی سبب دی .خودانقلاب پنځه دیرش کلونه ځینی بی لاری کړیدی دپردیوغلامان اولاس پوڅی شویدی اودخلکوداعتمادسطحه ټیټه راغلی چی دشخص تعهددټولنی پر وړاندی بدقولی منځ ته راوړی ډه .
واضح کول غواړم چی په قول باندی عمل اویانه عمل اخلاقی جنبه ده دعهداوپیمان تړل حقوقی جنبه لری مثلادیوچاسره چی دولتی ،تنظیمی ،حزبی اویا کوم بانډ دی زورور دی مجبوریاست قول کو وچی هغه ته به رایه ورکوو خودعمل په وخت کی دپردی ترشا خپله رایه چاته ورکووچی نیک صفات ولری که څه هم قول اوژبه مونه ده کړی خورایه ورکوو داکارزمونږپه پوهی دلالت کوی خو په پټوسترګوکورکورانه حرکت زمونږپه ناپوهی دلالت کوی دبلی خواپه کومه ټولنه کی چی اخلاقی اصول دقانون داحکاموڅخه معتبردی په دی ټولنه کی ستر اجتماعی کارونه په ساده ګی صور ت مومی خوتعهد اوپیمان چی په لوړه سطحه صورت مومی ټولنه داعتماد اوارامش په لوربیایی .
دقرانکریم له نظره نړیوال اوواقعی محبوبیت بل څه دی :
که څوک غواړی دخلکوسره خپله اړیکه ټینګه کړی اولین قدم دادی چی دالله ج سره خپله اړیکه اصلاح کړی په قرانکریم کی لاری اوګودری په ګوته شویدی که قدم په قدم یی عملی کړودرب محبوب ګرځواودخدای ج اووګړوترمنځ اړیکی دمحبت اړیکی ګرځی .په حقیقت کی دالله ج اوشخص ترمنځ داصلاح لاره دقرانکریم اوپیغمبرص سنت اوسیرت دی چی دمحبوبیت اثارد خلکوپه زړونوکی ځای دی چی شخص اویا ټولنه ځان وژنی خوسنګرنه پریږدی .ایمان اوعمل دمحبوبیت راز دی دخلکواو شخص ترمنځ.
که په ټولنه کی یوطرف دقضیه دنیرنګ اوخیانت طریقه په مخ کی ولری اوتهدید کوونکی عوامل منځ ته راوړی دمقابل طرف نه دوفا تعهدانتظاربایدولرو؟
یوقدم ترشاځوتیرمضمون (ټولنیزی اړیکی ) ګورودشخص داعمالو ترازوشاهین ګورواوخپله فیصله کوو ایا کافر،منافق، فاجر ، خایین ،فاسق ،ظالم ،عهد ماتونکۍ ، قسم خوړونکۍ ، جاهل ،دروغ ویو نکی،اشرار ،بخیل ، متکبر،فرومایه ،غلطیو،اشتباهاتو،ستم ګریو، احسان فراموش،دمینی دښمن ،حرفوی قاتل ،دهم جنس ګرایی ترویج کوونکی سره څه وکړو؟
انسان دانسانیت په مقام کی دهر قول ،عهداوپیمان چی په هرقالب اوشکل کی وی که په ژبه وی اوکه په لیک کی اخلاقی که حقوقی اوقانونی جنبه ولری دوعدی په کولوباید پابند اووفاداروی .
دقرانکریم له نظره که وغواړی شخص ارزیابی کړوباید دهغه پخوانی کړنی ،رفتاراوکردارداخلاقی اصولوپربنا عدالت،صداقت ،اوامانت داری په چوکاټ کی دافرادودارزیابی لپاره معرفی کوی .(ال عمران ایاة ۷۵-۷۶ )
نودمسولانوپه انتخاب کی لازمه ده چی دامانت داری مسله ته خاصه توجه ولرولکه څنګه چی دښځه په انتخاب کی ،دخزانه دار په انتخاب کی دکارګراوکارګزارپه انتخاب کی دانتخاب معیارونه په نظرنیولوسره دعهداوپیمان دی .
انسان چی اخرت نه منی ،په هیڅ اخلاقی اصولوپابند نه دی اوکه اخرت هم منی خوایمان یی سست دی ،نفسانی اوشیطانی وسوسی ،دنیاپرستی موجب ګرځیدلی دی چی په الهی امانت ،اودخلکوپه امانتونوکی خیانت وکړی اوبی تقوایی خپله پیشه کړی مومن انسان په اخلاقی معیارونو اوامانت داری پابندوی اوکوښښ کوی چی دامانت داری په لاره کی ځان تیریدنه دصالح مخکښانولارده .
دعدالت ،صداقت اوامانت داری عنواوین باید تعریف شی ددین علمااودروانشناسی علمادی هرموضوع وڅیړی ښه تبصری لیکنی اوموعضی دی وکړی ترڅودخلکواذهان خلاص اودسالم رهبری اودوطن دابادی لپاره اماده ګی وی که ژوند باقی اوو هریوبه جلاجلاوڅیړو