د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مهاجر زړه

عبدالحفيظ ملیار 01.04.2014 00:29

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پریږده مه پوښته زما دا مهاجر زړه
له وطن او کلي لری مسافر زړه

د زخمونو په ویالو کې يي مه لامبه
ارام پریږده دا مظلوم او درپه در زړه

اوبه شوی لکه واوره باور وکړه
هجران وخوړه زما نه لکه غر زړه

امیدونه ارمانونه اوبو ویوړل
په اخر عمر شو پاته بې ثمر زړه

د جنګونو طوفانونه په مونږ راغلل
خو په مونږ باندې ونسو د بشر زړه

زه یم دلته زړه مې هلته دا ځه وشول؟
رانه وړی زمونږ کلي کې ګدر زړه

زړه مې غواړي ورته هره لحظه ورشم
الوتلی ورته نشي بی وزر زړه


ګران وطنه ته لیلا یی تل یادیږې
ستا ښایست له مانه وړی په هنر زړه

د وصال په طمع ړوند حفیظ ملیار شوم
بې اختره راته پاته شو ځیګر زړه