د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو جرګه: د شمال او پنجشېر شوراګانو افغانانو ته جګړه اعلان کړې ده

هېوادپال افغان 26.03.2014 21:42

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د مارچ په ۲۳-مه نېټه د روسيې د پلازمېنې په څنډه کې د هېوادپالو افغانانو بېړنۍ جرګه ترسره شوه. په دې جرګه کې در ۵۰ ډېر په مسکو کې مېشتو افغان زده کړیالو، سیاسي او ټولنیزو څېرو ګډون کړی و.

جرګه د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون د استاد پامير زیارمل په بلنه راټوله شوې وه. د جرګې په پرانېستونکې وینا کې استاد زیارمل د میرویس نیکه په مشرۍ د کندهار په کوکران سیمه کې د جرګې په اړه په زړه پورې څرګندونې وکړې. نوموړي د کندهار او د مسکو د جرګو ورته والي ته نغوته وکړه. ښاغلي زیارمل داسې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه: ((درې پېړۍ وړاندې ګورګین میرویس نیکه ته پیغام ولېږه او ورڅخه یې وغوښتل، چې خپل لور ده ته ورکړي. میرویس نیکه وویل، چې هیڅکله خپله لور پردي ته نه ورکوي او دا یې د ټول ولس سپکاوی وګاڼه، خو د وخت د ګټلو لپاره یې خپله یوه مینزه د ګورکین حرم ته ولېږله. له دې څخه وروسته میرویس هوتک په ډېره بېړه د مانجي په سیمه کې، چې د کندهار د شمال-لوېديځ په ۲۰ میلۍ کې پرته ده، لویه جرګه راوبلله او د ملي پاڅون پرېکړه وشوه. د کوکران د سیمې اوسېدونکي تر نن ورځې پورې وايي، چې د هغه مهال مشرانو د ګورګین او د هغه د ټول پوځ د له منځه وړولو پرېکړه له دې کبله وکړه، چې ګورکین د پښتنې پېغلې غوښتنه وکړه)).

له دې څخه وروسته د جرګې یوه برخه وال د پورتنۍ وینا په رڼا کې وویل، چې له بده مرغه په مسکو کې د افغانانو پر ناموس تېری کېږي. هغه په بشپړه توګه په مسکو کې د پنجشېر او شمال شوراګانو له خوا د رزما هونکي په نامه افغانې پېغلې ته د جنسي تېري د ګواښونو ګزارش ورکړ. ګواښونو هغه مهال پیل شول، کله چې رزما هونکي د مسعود او نورو هېوادپلورو له خوا د کابل د ولسي وګړو وژنه وغندله او هغه يې یو مجرم وباله.

د جرګې په بله برخه کې پامیر زیارمل هغه لاسوند وړاندې کړل، چې د شمال شورا مشر سید عباس قریشي د ده د وژلو ګواښ او د کورنۍ د غړو سپکاوی یې کړی دی. نوموړي دا لاسوند هم وړاندې کړل، چې د پنجشېر شورا مشر رحیم لنګري ده ته اخطار ورکړی دی او په پر له پسې توګه ګواښونو ور ته کوي. ده همدا راز د ټېلېفون ثبت شوې خبرې وړاندې کړې، په کومو کې چې د پنجشېر د شورا د لنډغړو له خوا ده ته د مړنې ګواښ شوی دی.

د روسیې د دوستۍ د پوهنتون زده کړیال په خپل وار وویل، چې د شمال او پنجشېر شوراګانو غړي په پوهنتون کې افغانان ځوروي او قومي شخړو ته لمن وهي. هغه په ټينګار وویل، چې نور افغانانو په مسکو کې سپکاوی نه شي زغملای او باید ژر تر ژره اړین ګامونه پورته شي.

په مسکو کې مېشت افغان سپین ږیري په خپله وینا کې د ځوانانو یووالی او وسپنیز هوډ وستایه، خو د دې تر څنګ یې دا هم وویل، چې هره پرېکړه باید په سړه سینه وشي او قومي شخړو ته لمن و نه وهل شي. سپین ږیري ډېره کړه، چې د شمال او پنجشېر شوراګان د افغانستان د شمال د پتمنو خلکو استازيتوب نه کوي. هغه داسې خپلو څرګندنو ته ادامه ورکړه: ((قریشي زه له افغانستان څخه پېژنم. هغه ځان ته سید وايي، خو په حقیقت کې د هغه هویت څرګند نه دی. زموږ د واکمۍ په مهال داسې ګنګوسې وې، چې هغه یو ایرانی دی. لنګري په خپل ټول ژوند کې دوه پلا پنجشېر ته تللی دی. دوی ټول د ایران او پاکستان د استخباراتو جاسوسان دي. په مسکو کې د مسعود د مړنې تلین د ایران د سفارت په پیسو لمانځل کېږي. تاسې وګورئ، له ایراني ډيپلومات څخه پرته په محفل کې بل ډيپلومات ګډون نه کوي. حتی د افغانستان د لوی سفارت کولتوري اتشه شینواری نه ورځي، خو ایرانی ډيپلومات په لومړۍ لیکه کې ناست وي)).

د جرګې ګډونوالو په یوه خوله ټبریزو، سیمه ییزو او ژبنيو کرکو ته لمن وهل په کلکه وغندل او دا یې وویل، چې د شمال، جنوب، غرب او یا شرق په نامه ټولنې جوړول او هېوادوال وېشل د منلو وړ نه ده. ګډونوالو په ټینګار وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او څوک د وروڼو په منځ کې د اور بلولو حق نه لري. دوی همداراز وویل، چې د یوه افغان سپکاوی د ټولو افغانانو سپکاوی دی او سپکاوي کونکو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

د ناستې په پای کې وویل شول، چې په مسکو کې ټولو لنډغړو ته باید د عبرت درس ورکړل شي، ځکه چې دوی د زور له ژبې څخه پرته په بله ژبه نه پوهېږي او دوی افغانانو ته جګړه اعلان کړې ده. جرګې لاندينۍ پرېکړې وکړې:

- د روسیې امنیت ساتونکو ارګانونو ته مراجعه کول
- د لنډغړو له خوا د جګړې بلنه منل
- ټولو ګواښ کونکو ته سخته سزا ورکول
- په میاشت کې یو ځل راټولېدل او وضعه څارل

د ویلو وړ ده، چې په ناسته کې د کونړ، پکتیا، خوست، کندهار، وردګ، کندز، فراه، لوګر او کابل ځوانانو او مخورو برخه اخیستې وه.