د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهیوادروان بهیردرڼواوعادلانه ټاکنو ضمانت کولای شې

شاه ولی ارین 26.03.2014 10:33

دا یوڅرګند حقیقت دی چې په یوملک کې ټاکنی ددموکراسی یا ولسواکی اصلی اومحوری رکن اوپه حاکمیت کې دټولوهغه هیوادوالوچې دټاکنوشرطونه پوره کولای شې ګډون اوبرخه اخیستل اساسی دنده،حق اود رڼواو عادلانه ټاکنودمشروعیت یو بنسټیزشرط بلل کیږی.                                                                     زما په اند دافغانستان اوسنی بحران ترهغه خورا ډیرژوردی کوم چې ورباندی غږیږو.ټاکنی موږته حیاتی ارزښت لری.اما په دی هم باید سره پوه شوچې په اوسنیوشرائطوکې نه دیوایډیال ټاکنوامکانات شته او نه هم نسبی ارمانی داسی ټاکنی چې یومشروع حکومت او نظام تری رامنځ ته شې.                                    که چیری بی پری ،علمی،اخلاقی اوانسانی قضاوت وکړوایا زموږدهیواد اوسنی شرائط درڼوانتخاباتودپاره جوګه کیدای شې؟زه خو وایم نه،هیڅکله.                                                                                غواړم پرهغولاملونواوفاکتورونویوڅه رڼا واچوم چې دټاکنودقانونیت او مشروعیت دپاره یې اړین بولم.
- دیوی ټولنی دعینی اوذهنی شرائطوسمون دتاکنودپاره دولس عام پوهاوی اودهغوی د ټولنیزاوسیاسی شعور لوړوالی،دټولنی د روان بهیرسره برابره دموکراسی اودهمدی دموکراسی دماهیت نه د ټولنی دوګړوښه عینی  درک دځان دټاکلواویا بل ته درایوورکولوپه هکله.په داسی یوهیواد کې چې څه دپاسه دری لسیزی دیوی تپل  شوی جګړی په اورکې ګړیدلی وی اوټولی مادی اومعنوی شتمنی،سیاسی،اقتصادی اوټولنیزنهادونه ګډوډ او ټولنیزمیلیتی اوقومی بنسټونه له طبعی اواصلی افغانی حالت نه د ملی اوبین المللی دښمنانود توطیواولاسوهنو په نتیجه کې په کلی ډول زیانمن اوله منځه تللی وی اویا دوسلوالو،جنګسلارو،مافیایې قاچاقبرانوپه ولکه کې هیواد اواوګړی یې ګروګان وی څنګه به وشی کولای چې په خپله اراده اوخوښه چاته رایه ورکړی.             دهیواد ددموکراسی کورنی ښامارانواوبین امللی مدافعینوچې په حقیقت کې ددی هیواد اصلی دښمنان دی له پیله دبن دکنفرانس تیګه دهیواد دبربادی اوددی غمیزی ددوام دپاره کږه کیښوده ،دهیواد واک یې دڅوغلو اوهیوادپلورونکوکسانوپه ولکه کې چې ګویا دا کسان دپښتنو،تاجکو،ازبکواوهزاره ورونو نمایندګان دی په غیرعادلانه انډول ددوی تر منځ وویشل اوپه یوجنګ ځپلی هیواد کې یې پرته دشرائطوپه نظرکې نیولو سره دغربی یوازی په نوم دموکراسی اوازپورته کړ،چې دغه په نوم دموکراسی دهمغه پیل نه تراوسه صرف دټوپکمار،جنګسالار،مافیایې حلقواو دهغوی دبین امللی پلویانوپه ګټه دیوی وسیلی او وژونکی وسلی په توګه  دبی وزلی ولس پرضد کارول کیږی ،داداری فساد په لوړه کچه موجودیت ،دکار نه شتون،دخوراکی توکه د ارزښت لوړوالی دهیواددمحصولاتودقیمت ټیټ والی اودبازارونونه شتون دهیوادداوګړوژوند دومره دستونزو سره مخ کړی چې دی ته اړوزی خپله رای د۵۰ یا۱۰۰ډالروپه مقابل کې وپلوری. اوس نوایا دیوملی اووطن پال شخصیت دپاره درڼواوعادلانه ټاکنودګټلوامکانات لیدل کیږی؟.
- بله اړینه موضوع درڼواوعادلانه ټاکنو دپاره دیوه سیاسی خپلواک نظام شتون اودهیواد داساسی قانون په چوکاټ کې دټاکنودخپلواک کمیسون اوشکایتونودکمیسون بی پریوالی اوپه ټاکنوکې یې دهیواد والواو مدنی ټولنو،سیاسی ګوندونو،ټولنیزواوفرهنګی ټولنونظراوڅارنه به نظرکې نیول مشروعیت ورکولی شې.که سوال داسی مطرح کړوچې ایا دهیواد دغه نظام یومشروع نظام یا حاکمیت دی؟.په داسی یوهیواد کې چې دبهرنیو هیوادونوپه زرګونه نظامی ځواکونه دهیواد دملی ګټوپرخلاف دهیواد دکمزورتیا،قومی اختلافاتوته دلمن وهلو دجنګ اوافغان وژنوددوام دپاره موجودوی دایوبربنډ اشغال نه دی.اودیومزدورنظام په شتون کې چې دټا کنو ټول لګښت دبهرنیانوله خواورکول کیږی ددوی داجنټ او یا دحاکم نظام دملاتړپرته بل کاندید دوړلوشانس لرلی شې.
 - بله ډیره اساسی او حیاتی موضوع درڼو اوعادلانه ټاکنو دپاره په هیواد کې دسرترسری سولی او امنیت شتون اودهغو هیوادوالوبشپړګډون دی چې دټاکنودشرائطوسربرابروی.د۱۳۹۳کال په ټاکنوکې دګډون ارقام چې دټاکنودکمیسون اونورونهادونو له خوا ښودل شوی داپه ډاګه څرګندوی چې دغه ټاکنی مشروعیت نه لری.که چیری داسی اټکل وی چې په هیواد کې ۳۰ میلیون اوګړی ژوند کوی نود۱۵میلیونونه زیاته برخه خوباید په ټاکنو کې ګډون وکړی .همدا ډول دهیواد دامنیتی ارګانونو،دټاکنودخپلواک کمیسون دریځونه او دټاکنودسیمه ایزوڅانګوتوپیری رپوټونه دا څرګندوی چې دهیواد په اکثرو ولسوالیوګې امنیت شتون نه لری چې دا په خپله دحاکم نظام د ملاتړکاندی دپاره ددرغلیولارهواروی .
ګرانوهیوادوالوټاکڼی یوضرورت دی اوس بله لارنه شته په ټاکنیزوسیالیوکې دکاندیدانوهویت،شخصیت او پخوانی کړنی اوسنی موقف اوموقیعیت ښه په زیراوپاملرنه وګوری همدا اوس ستاسو دبیت المال نه ستاسو دوینوپه قیمت ددی فاصد نظام له خوا دیوشمیرکاندیدانوپه ګټه کار اخیستل کیږی.هڅه وکړی،په ټاکنو کې بشپړګډون وکړی که ضرورت اومجبوریت دی ته اړویستی چې دګوم کاندید نه ډالری واخلی ،سره له دی چې ښه کار نه دی ولی بیا هم کله چې درایو اچولودصندوق مخ ته دریږی دوجدانی اوانسانی دریځ به نظر کی نیولو سره ِغله،ټوپکمار،جنګسالارته رای مه ورکوی پاک اوملی شخصیت ولټوی اوکه نه وی په بدترینو کې نسبی بد ته رایه ورکړی.
                          من الله توفیق