د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی ښوونیز کال او په مورنیو ژبو زده کړې

احمدجان تڼی 23.03.2014 12:01

۱۳۹۳ کال پیل شو.
په هیواد کی په میلیونو زده کونکي ښوونځي ته ځي.
بزګران په کروندو او باغونو کی خپلو چارو کې زیاتوالی راولی. هیواد شین زرغون کیږي.
سږنۍ پسرلی د نورو پسرلیو سره توپیر کوي.
سږني پسرلی کې د افغانستان د اولسمشری او د ولایتی شوراګانو له پاره ټولټاکنی تر سره کیږي.د افغانستان د اساسی قانون له مخې هر پنځه کاله وروسته د اولسمشری او ولایتی شورا ګانو له پاره ټولټاکنی تر سره کیږی .
د دیارلسو کلونو واکمنی وروسته به د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزی به د ټولټاکنو له لاری ، واک بل نوماند ته چی د خلکو ملاتړ تر لاسه کوي ، واک وسپاری.
نږدی یوولس تنه د اولسمشری څوکۍ له پاره نوماندان دی چی دوه تنه ترې تیر شوی او اوس نهه تنه پاتي دي.
د افغانستان خلک به د اولسمشری څوکی له پاره یو وګړۍ غوره او د ولایتی شوراګانو غړي به وټاکی. په دی کی شک نه شته چی دا دواړه جلا جلا پیښې دي . خو دواړه پیښې یو له بله غیر مستقیمي اړیکي لری.
د اولسمشری څوکۍ هر یو نوماند د ښوونی او زده کړو په هکله خبری کوي خو د زیاترو د خبرو څخه دا جوتیږی چی دوی هم به د کابل ارګ د اوسنی واکمنانو په شان پالیسی لری.
دکابل ارګ اوسنی واکمنان په دي ویاړي چی ددی شمیر زده کونکی ښوونځیو ته تګ د دوی لاسته راوړنه ده.
خو د افغانستان خلکو ته واقعیتونه جوت دي. په هغه مهال چی اوسنیو واکمنو کړیو د داکترنجیب الله د استعفا څخه وروسته واک تر لاسه او په خپل منځو کی یی جګړی پیل کړې : په ټول افغانستان کی یوه ښوونځي هم فعاله نه و.
د ښوونځیو په ودانیو کی په تنظیمونو پوری تړلی وسلوالې ډلی ځای په ځای او د جګړو له امله پکی بی ځایه شوی کورنی اوسیدې. د لوړو زده کړو موسسو دروازی تړلی وې.
د کابل پوهنتون سمبال کتابتون او د فارغ شوو محصلانو تعلیمی اسناد په بشپړه توګه د اوسنیو واکمنو کړیو له خوا له منځه یووړل شول . چی اوس د هغه دورو فارغان په خپلو اسنادو پسی سرګران ګرځی مګر د لوړو زده کړو وزارت د دوی اسنادو د شتون په هکله انکار کوي. او له دې لارې لوی فساد ته لاره هواره کړيده.
د کابل ادارې اوسنیو زیاترو چارواکو د پوهنی سره خپله دښمنی د تنظیمی جګړو په وخت کی ښه ثابته کړي ده.
مګر د شرایطو په بدلون او دنړیوالی ټولنی په راتګ سره د همغه ډلو زیاترو کسانو خپلې بڼې بدلی او د اروپایی ډوله دریشیو او نیکټایو په اغوستو سره یی دا ښکاره کړه چی ګویا دوی عصری خلک او د هغه په اړخ کی د معارف پلویان دی .
همغه کړیو او ډلو چی په ټول افغانستان کی یی د معارف او پوهنی دروازی تړلی وې اوس ځانو ته د پوهنی اتلان وایی. دوی په تیرو دیارلسو کلونو کی د کابل اداری د نوي تعلیمی کال د پیل کیدو له امله په کابل کی سترې غونډې جوړي کړي او چارواکو هم په دې هکله ځینی ارقام وړاندی ، د کابل اداری مشر ورته سر خوځولی دی او په دی غونډو کی ناستو کسانو د لاسونو په پړکولو سره هغوی بدرګه کړیدي .
سږ کال هم ورته موضوع ده د کابل د ارګ ( تلونکی) مشر د نورو کلونو په شان په مخالفینو غږ کوی چی د زده کړو په بهیر کی خنډونه رامنځته نکړي. او د هیواد زده کونکی پریږدی چی ښوونځیو ته ولاړ شی . په مقابل کی مخالفین هم وایی چی دوی د ښوونځیو په تړلو کی لاس نه لری.
د پوهنی چارواکو هم د هغه شمیرو له مخی چی ورته اړونده څانګه یی برابروی د ښوونځیو او زده کونکو د شمیر په هکله نوموړي غونډی او رسنیو ته راپور ورکوي او بیا په اړخ کی په تاسف سره دا خبره کوی چی نږدی پنځه سوه ښوونځی تړلی دی او په هیواد کی په میلیونو زده کونکی لاتر اوسه ښوونځیو ته نه ځي .د پوهنی چارواکي په دی غونډه او رسنیزو راپورونو کی د ځان په ښودلو سره زیار باسی چی د خلکو پام خپلو فعالیتونو ،کارونو او هڅو ته راواړوی.
خو دا نه وایی چی دا نږدی پنځه میلیونه ماشومان د پښتنو او په تیره بیا د کوچیانو ماشومان چی تر ډیری اندازی د پوهنی د چارواکو د لږکار له امله د زده کړو پاتی شوی دی . د ښوونځیو ته د تګ له پاره کوم تدبیرونه په نظر کی نیولی دی . دوی یوازی پړه په مخالفینو وراچوي .
په داسې حال کی چی په دومره زیات شمیر سره د ښوونځیو څخه د زده کونکو پاتې کیدل او په سلګونو ښوونځیو بند پاتی کیدل د چارواکو په بی پروایی دلالت کوي . که نه کیدای شول نوموړی ستونزی ته اغیزمنې د حل لارې پیدا کړل شوی وای .
همدارنګه نوموړي چارواکي دا نه په ډاګه کوی چی د هغو زده کونکو ته چی ښوونځیو ته ځی په کوم شمیر یی په مورنیو ژبو زده کړي کوي او څومره یی په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بی برخې دي ، او دوی په دی هکله کوم پلانونه لری تر څو چې په مورنیو ژبو د زده کړو شرایط برابر کړي .
د افغانستان خلک په دی پوهیږی په دی شمیر زده کونکو ښوونځیو ته تګ ، د زرګونو ودانیو جوړول ، د کابل اداری لاسته راوړنه نه ، بلکی دا د نړیوالی ټولنی د فشار او د میلیاردونو ډالرو د مرستو نتیجه ده. چی بیا هم د پوهنی لوړ پوړو چارواکو و نه شول کولای د نړیوالی ټولنې د پوهنی په ډګر کې د ډیرو سخاوتمندانه مرستو څخه ګټه واخلی .
یو شمیر د حالاتو څیړونکی او خلک په دي باوردی چی د پوهنی او لوړو زده کړو چارواکی په خپله د کابل اداره په هیواد کی د زده کړو په بهیر کی یو خنډ بولی . اوسنی اداری په ډیرو ساحوکی خنډونه راپیدا کړی دی:
• په مورنیو ژبو باندی د زده کړو په لاره ناغیړي او خنډ ،
• بی کیفیته ، په درد نه خوړونکی او سر خوږونکی ( د دینی مضامینو په غیر) تعلیمی نصاب
• د هیواد په سطح په نا انډولیزه توګه د پوهنې پروګرامونه
• په میلیونو ماشومان ښوونځي ته د تګ څخه بی برخې دي
د وروستیودری ستونزو په هکله به وروسته لیکنه وشی خو په ټولو کی د په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د حق نه پلی کیدل تر ټولو مهم او د خلکو پام یی ځانته اړولی دی.
اوس مهال د هیواد په میلیونو پښتو ژبی ، ازبکی، ترکي ، بلوڅی ، شغني ، پشه یی ، نورستانی ژبو ویونکي زده کونکی په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بی برخي او په دوی باندی بله ژبه تپل شوی ده چی له دې امله د هیواد بشپړ اکثریت زده کونکی او د دوی میندې او پلرونه کړیږي.
له هغی نیټی را پدی خوا چی د کابل دربار باندی پارسی ژبه واکمنه شوي ده د هغې مهال را پدی خوا په رسمی او تعلیمی ډګرونو کی په پښتو او نورو ژبو باندی د زده کړو په لاره کې د ټاکل شوی پلان له مخې مخنیوی شوی او د رسمیاتو څخه پښتو ژبه ایستل شوي ده.
د کابل اوسنی ارګ هم د پخوانیو دربارونو په دوام سره په تیرو دیارلسو کلونو کې په ټول قوت سره هڅه کړی چی په مورنیو ژبو باندې د زده کړو په لاره کې خنډونه راپیدا کړي .
که څه هم د کابل اداره او د هغه د پوهنې چارواکو په ښکاره توګه په مورنیو ژبو باندی د زده کړو مخالفت نه شي اعلان کولی دا ځکه چی دا افغانستان د اساسی قانون ، د ملګرو ملتونو د سازمان په اوصولو کې پرې ټینګار شوي دی. خو په عمل کی د هیواد د تنکی نسل په وړاندې دا ستره جفا کړيده .
د کابل اداری د کړنو څخه دا ښکاره کیږي چي ارګ له خوا په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د مخنیوی دنده په غیر مستقیمه توګه ( د خلکو په اصطلاح په شفاهی توګه ) چارواکو ته سپارلی شوی ده تر څو په هیواد کی په مورنیو ژبو د زده کړو د حق غوښتونکو غږ چوپ او دا بهیر ودروي.
د افغانستان د اساسي قانون د بشري حقوقو او د ماشوم حقوقو سره سم د افغانستان ټول ماشومان دا حق لري چې په مورنیو ژبو سره زده کړه وکړي.
ددې حق تامینول د اولسمشر او د پوهنې د چارواکو دنده ده چې زده کونکو ته ، کتابونه په مورنیو ژبو سره تیار او ښوونکي ورته په مورنیو ژبو باندې لوست ورکړي.
د هیواد تلونکی اولس مشر ښاغلی حامد کرزي په تیرو دیارلسو کلونو کې په خپلو ټولو ویناو کې په هیواد کې سترو او واړو ستونزو ته اشارې کړي او د نوموړو ستونزو د حل له پاره خلکو ته ژمنې ورکړيدي.
خو ښاغلی حامد کرزي په تیرو دیارلسو کلونو کې په یوه وینا کې هم دې ته اشاره نه ده کړي چې د هیواد ټول ماشومان د برابرو حقوقو لرونکي دي او دوی د اساسی قانون او نړیوالو قوانینو سره سم دا حق لري چې په خپلو مورنیو ژبو باندې زده کړې و کړي .
د پوهنی چارواکی د اساسی قانون دی اصل ته پاملرنه نه کوي چی د هیواد ټول وګړي د برابر حقوقو ، امتیازاتو او مکلفیتونو لرونکی دی او په مورنیو ژبو زده کړه د ملګرو ملتونو د منشور سره سم د هر زده کونکی حق او ددی سبب کیږی چی د زده کړو کیفیت لوړ او د زده کونکی له پاره په زده کړو کی اسانتیا را منځته کیږی.
د خلکو په باور د کابل د ارګ ( تلونکو واکمنانو ) پالیسی او سیاست په واقعی مانا سره په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی تشکیل کاوه .
ښایي د ارګ څخه د تلونکی اولس مشر ته دا ښه جوته وه چې یو زده کونکی په مورنۍ ژبه په اسانی سره لوست زده کولی شي او هم د هغه استعداد وده مومي . او د بلې خوا ښوونکی هم کولای شي چې زده کونکی په لږه موده او په اسانی سره په لوست پوه کړي.
مګر په دریالسو کلونو کې ښاغلی کرزي په دې هکله کوم د لیدنې وړ ګام نه دی پورته کړی. بلکی په دی موده کې په میلیونو زده کونکی د ډيرو ستونزو سره مخامخ ساتلي دي.
د پوهنې وزارت دا مستقیمه دنده وه او ده چي په مورنیو ژبو باندی د لوست زمینه برابره کړي خو له بده مرغه ددی وزارت لوړ پوړو چارواکو ددی اصل څخه سترګی پټی کړي او په ډی ډول یی په مورنیو ژبو باندي د زده کړو مخنیوی کړي دی.
ددې په اړخ کې د افغانستان د پوهنې چارواکي تل په سیمینارونو کې په دې ویاړي چې څومره ښوونځی یې جوړې کړي د څو د ودانیو کارونه بشپړ شوي او څومره ته اړتیا ده .
د پوهنې چارواکي غواړي خلکو ته په ډاګه کړي چې دی نیت لري چې ټول ماشومان ښوونځیو ته ولاړ شي او ددوی له پاره د زده کړو له پاره اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی د ښوونکو د معاشونو د لوړولو او هغوی ته د کورنو د پاره د نمرو د ورکولو په هکله غږیږي .
خو تر اوسه د پوهنې وزیرانو او یا ددوی مرستیالانو دې ټکي ته ګوته نه ده نیولي چې تر اوسه په افغانستان کې څو میلیونه زده کونکی په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې دي.
د افغانستان د پوهنې وزیرانو تر اوسه په یوه کنفرانس کې هم نه دي ویلي چې په مورنیو ژبو زده کړه څومره د یوه ماشوم له پاره د اهمیت وړ ده. په دې هکله خو د پوهنې وزارت کړنې په نشت حساب او څه چې دي هغه د خلکو د تیر ایستلو د پاره دي.
دا ښکاره خبره ده چې د پوهنې چارواکي د ماشومانو او زده کونکو دا روا حق ( په مورنیو ژبو زده کړه باندی په تیرو دیارلسو کلونو کې د سترګو د پټولو له امله) تر پښو لاندې کوي .
تر اوسه د افغانستان د پوهنې وزیرانو او یا د هغوی مرستیالانو د افغانستان نکشه مخې ته غوړولي نه ده چې وګوري. چې د افغانستان په کومو سیمو کې خلک په کومو ژبو باندې خبرې کوي او چیرې ژوند کوي . تر څو د هغو ښوونځیو ته په اړوندو ژبو باندې کتابونه ولیږل شي .
ایا دوی ته دا جوته ده چې په شمال کې څومره زده کونکي په پښتو ، ازبکي ، ترکمنی، شغنی، عربي ، ترکي ، او نورو ژبو باندې غږیږي.
ایا د کابل اداری د پوهنی وزارت چارواکو دی ته پام کړی دی چی د فاریاب ، هرات ، بادغیس ، فراه ، نیمروز ، کندز، بغلان ، بلخ او نورو ولایتونو چی زده کونکی یی بشپړ اکثریت په پښتو خبری کوی هلته څو په پښتو ژبه ښوونځی موجودی دي ؟
د کابل ښار او د ولایت د ولسوالیو بشپړ اکثریت زده کونکي په پښتو ژبه خبرې کوي خود کابل په ولسوالیو کې ښوونځۍ هم پښتو ژبه زده کړه هم په نشت حساب ده.
د پوهنې په ډګر کی د چارواکو کړنې په دی مانا دي چی د کابل د اداری په نظر پښتو ژبی ، ازبک ژبی ،بلوڅي ژبی ، پشه یی ژبی ، شغني ژبی ، ترکمني ژبی ، نورستاني ژبی زده کونکی په افغانستان کی دوهمه او ټیټه کتیګوری زده کونکی دي چی د نورو زده کونکو سره برابر د زده کړو په ډګر کې حقوق نه لری.
د پوهنی د چارواکو دا ډول سیاست په خپله د اساسی قانون او د بشری حقوقو خلاف عمل دی او خلک چارواکو ته د درندی سزا غوښتونکی دي.
د پوهنې وزارت د راز راز موضوعاتو په هکله مختلف سیمینارونه جوړوي خو تر اوسه یې د زده کونکي له پاره په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې د اهمیت په هکله کوم سیمینار نه دی جوړ کړي . د پوهنې چارواکو دا ټکی زده کونکو او یا د هغوی میندو او پلرونو ته نه دی په ډاګه کړی چې په مورنیو ژبو زده کړه د زده کونکو له پاره څومره اهمیت لري.
تر اوسه د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته داسې په ټینګه لارښوونه نه ده شوي چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو له پاره لازمې اسانتیا برابرې کړي.
په دې ډول په نوموړو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې چارواکي دې ټکې ته پاملرنه نه کوي چې د دوی زده کونکي په مورنیو ژبو د زده کړو حق لري . دوی نه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو له پاره زمینه برابروی او نه په دې هکله د پوهنې وزارت ته په دې هکله کوم وړاندیز کوي .
د پوهنې چارواکو ته اړینه وه چې لومړی په ټول افغانستان کې ( د ولایت ، ولسوالی او کلیو په سویه )د مختلفو ژبو ویونکو زده کونکو کره شمیر ځانته جوت کړي. او د هغې دقیقی احصایې له مخې کتابونه نوموړو ولایتونو ته ولیږل شي.
په دې ډول په هیواد کې په زرګونو روڼ اندي شته چې په مورنۍ ژبه د زده کړو په اهمیت پوهیږي او دا وینی چې لدې امله د هیواد د میلیونو زده کونکو سره بې ساري جفا کیږي خو دوی هم ځانونه پرې کاڼه ساتي.
د خلکو په باور د کابل ارګ او یو شمیر متعصبی ډلی او د پنجاپ مزدور کسان نه غواړي چې د هیواد زده کونکي په خپلو مورنیو ژبو زده کړې وکړي . د دوی موخه داده چې لدې لارې د میلیونو زده کونکو استعدادونه او روحیې ووژني. او په دې ډول د یوه پرمختللی افغانستان مخه ونیسي.
دا یو جوت حقیقت دی چې زیاتره لویو متخصصینو او پوهانو لومړنې او یا ټولې زده کړې په خپلو مورنیو ژبو سره کړي دي.
د ویلو وړ ده کله چی ښاغلی محمد حنیف اتمر د هیواد په اولسی جرګه کې په مورنیو ژبو د زده کړو د خپل پلان په هکله خبری وکړی د ولسي جرګې د زیاترو غړو ملاتړ یی تر لاسه کړ.
خو کله چی په وزارت کی یی دنده پیل کړه داسې ښکاریده چی د په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د اصل څخه په شا شوی وی نو لدی امله یی دا بهیر په یوه پلمه او بله پلمه شاته غورځوه.
کله چی د خلکو د زیات فشار سره مخامخ شو . نو له دی امله یی په نمایشی توګه د کابل په ښار کی په مورنیو ژبو د زده کړو د څو ټولګیو په جوړولو سره دا بهیر پیل کړ.
ده د خپلی دندې په مهال دا بهیر یوازی په څو ښاري ناحیو او کابل کی محدود وساته او له دی امله یی په مورنیو ژبو د زده کړی د اصل تحقق د خنډ سره مخامخ کړ.
د ښاغلی محمدحنیف اتمر له خوا ددی دندی په پریښودو سره خلکو باور کاوه چی نوی وزیر به د پخوانی وزیر په پله روان او دا بهیر په لا نور هم تقویه کړي. مګر داسی نه شوه .ده په پارلمان کی په خپلو خبرو کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د بهیر د تقویی او تحقق خبره له پامه وغورځوله او په دی ډول یی په ډاګه کړه چی هغه نه غواړی دا بهیر مخته بوزی.
د پوهنی چارواکو په تیرو شپږو کلونو کی هڅه وکړه هغه ځوانان چی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو له پاره ډیر فعال و، په مختلفو لارو سره د دا ډول فعالیت څخه په شا کړي.
ویلی شو په مورنیو ژبوباندی د زده کړو هغه کمزور بهیر چی د ښاغلی محمدحنیف د پوهنی د وزیر له خوا پیل شوی و، د نوي وزیر په راتګ سره ځای په ځای ودرول شو.
خو کله چی نویو چارواکو و لیدل خلک په مورنیو ژبو د زده کړو غوښتونکی دي ، نو یی په راز راز تیر ایستونکو ویناو او مرکو سره هڅه وکړه چی دا مسله د لږ اهمیت لرونکی وښیی او کله وار دی مسلی ته سیاسی رنګ ورکړي او ووایی چی د ملی یووالی له پاره دا بهیر زیانمن وبولي .
خو دا چارواکی په دی نپوهیږی چی که چیری د هیواد د ټولو وګړو حقوق په برابره توګه تامین نه شی او ورته په یوه سترګه ورته ونه کتل شی په هغه هیواد کی مایوسی را منځته کیږی او ټولنه د ماتیدو سره مخامخ کیږي.
په یوه هیواد کې ملي یووالی هغه مهال ټینګ کیږي چې د هیواد ټول خلک او وګړي د برابرو حقونو لرونکی واوسي. د افغانستان د اساسی قانون سره سم په هیواد کې هیڅ څوک په بل چا باندې امتیاز نه لری .
همدارنګه چارواکی زیارباسی چی د خپلو ډنډورچیانو له لارې نورې نوي فرضیی رامنځته کړي .
په کابل ښاراو د هیواد په نورو سیمو کې لیدل شوي دي چې زیاتره زده کونکي نه شي کولای په بله ژبه د لوست په مفهوم پوه شي نولدې امله لوستونه ورته ستړي کونکي کیږي او بالاخره دې ته اړ شوي چې ښوونځۍ پریږدي. په دې ډول دا دهیواد د زیاترو زده کونکو د استعدادونو د وژلو یوه لازه ده چې د کابل د چارواکو له خوا مخې ته بیول کیږي.
د افغانستان زیات شمیر کتونکي په دې باور دي چې په دې هیواد کې د لوړو زده کړو اداره د داسی کسانو په واک کې ده چې په مورنی ژبه باندې د زده کړو له حق سره برسیرن چلند کوي . په ډیرو د لوړو زده کړو په موسسو کې یوازې په پارسي ژبه تدریس کیږي .
همدارنګه د لوړو زده کړو اداره اکثریت علمي اثار په پارسي ژبه تیاروي .
د افغانستان خلک د لوړو زده کړو د ادارې د اوسنیو مشرانو څخه په رسمي ژبو د زده کړو د برابرولو او د هغې له جملې څخه په پښتو د زده کړو د شرایطو د برابرولو څخه هیڅ کومه توقع نلري.
دا به ډیره ښه وي چې په لوړو زده کړو موسسو کې زده کړې هم په مورنیو ژبو تر سره شي .
او که داسې نه کیږي نو په ټولو لوړو زده کړو موسسو کې دې زده کړې په نړیوالو ژبو لکه انګلیسی تر سره شی دا ځکه چې د نړیواله ژبه د زده کونکو له پاره په درد خوري. په دې ډول سره زده کونکي کولای شي خپلې علمي سویې ته لوړوالی ورکړي.
که چیرې زده کونکي په خپلو ژبو باندې زده کړې وکړي دا ددې سبب کیږي چې نوموړي استعدادونه وده مومی د هغوی ژبې تقویه کیږی خو له بده مرغه د کابل د ادارې چارواکي داسې لازې او چارې خپلوي چې د نورو ژبو لکه د پښتو ، ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه یي ، نورستانی ، شغني ژبو د ودې مخنیوي وشي.
دا د ویلو وړ ده چې د ځینو کړیو د تو طیې یوه برخه دا ده چې غواړي په افغانستان کې پښتو ، ازبکي ، ترکمني ، پشه یي ، نورستاني ، شغني ، نورستاني ژبې کمزوري کړي او دې ته زمینه برابره کړي چې افغانستان یو ځانګړی افغاني هویت د لاسه ورکړي..

که زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د شرایطو برابرول د دولتي چارواکو دنده ده نو له بلې خوا د زده کونکو میندې او پلرونه هم دندې لري چې د خپلو ماشومانو د زده کړو د بهیر څارنه وکړي او په دې هکله دې ته پام وکړي چې په مورنی ژبه باندې د زده کونکی له پاره لوست څومره اهمیت لري او لدې امله دوی ته اړینه ده چې چارواکو باندې فشار راوړي تر څو په دې لازه کې د زده کونکو له پاره د دوی طبعی او قانوني حقوق ورکړل شی.
داسی ښکاری چی ټول زده کونکی دې ته تیار دي چي د ښوونځیو څخه د اعتراض په توګه راووځي تر څو د پراخو لاریونو په کولو سره د کابل فاسد دربار دی ته اړ کړی چی د دوی له پاره په مورنیو ژبو د زده کړو حق ورکړي.
همدارنګه د هیواد د پوهنی پلویانو ته ( چي په مورنیو ژبو د زده کړو پلویان دي ) اړینه ده چی په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلی . دوی د اولسمشری څوکی هغه نوماند ته رایې ورکړي چی په مورنیو ژبو د زده کړو ، د لوړکیفیت نصاب او د متوازن معارف پلوی دی رایی ورکړي