د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه شوه چې ځینې غولونکې څېرې بربنډې شوې!

نیکمل یون 20.03.2014 11:29

د هېواد سرګردانونکي حالت ولس په ګرداب کې راګیر کړی. کله چې یوڅوک را ولاړ شي خپل احساسات د هېواد یا ملت په هکله څرګند کړي، هېوادوال پرې ډېر ژر باور کوي، چې دادی د ولس خدمتګار را پیداشو! خو له بده مرغه لږ شمېر ددوۍ چې په لاندې ډول ترې یادونه کېږي هغه غولونکې څېرې وې چې د افغان ولس په ځانګړي توګه د پښتنو احساسات یې ځان ته راړولي وو، خو ښه شوه چې ددوۍ غولونکې څېرې د زلمي رسول په ملاتړ سره بربنډې شوې.
عصمت قانع چې ظاهرآ پښتون ولس ته هغه څوک ښکارې ده چې ګواکې قانع صیب د افغان ولس په ځانګړي توګه د پښتون قوم د حقوقو مدافع دی، کمال ناصر اصولي چاچې د پښتو دعوه کوله او د قانونیت او د عدالت غوښتونکی یې ځان په ولسي جرګې کې راپېژنده، جنرال عبدالرازق چې ځان به یې د هېواد ساتونکی بله، طوفان وزیري چې ځان به یې په رسنیو کې تل راڅرګندوه او د فساد، بې کفایتۍ او د بې عدالتۍ پر وړاندې به یې خبرې کولې او وحید عمر چې ځان به یې ځوان سیاستوال ګڼه او ډېموکراټیکو ارزښتونو ته به یې ځان ژمن بله، خو سل افسوس چې دوۍ هېڅکله داسې نه ول!
    •    دوۍ که په رښتیا پښتو ژبې ته ، د هېواد د دري خوږې ژبې ترڅنګ، کار غوښتلی چې د لوی اکثریت غوښتنه ده نو له داسې یو ټیم څخه به یې حمایت نه کوه چې  حتا نه زلمی رسول، نه مسعود او نه سرابي په پښتو ژبه پوهېږي بلکې د پښتو ژبې ورکولو پسې راوتي!
    •    دوۍ که د قانون حاکمیت غوښتی نو د هغو حکومتي چارواکو ( حامد کرزي، زلمي رسول ... ) تداوم هغه هم په منفي جهت به یې نه غوښته چې د اساسي قانون ۹۲ مادې یې نقض کړي!
    •    دوۍ که عدالت غوښتی نو له هغه ټیم سره به نه وه چې دیارلس کاله یې د خاموش اکثریت په خوله بالښت اېښودی او وينې یې ور زبېخي!
    •    دوۍ که پرمختګ غوښتی نو له هغه ټیم څخه به یې حمایت نه کوه چې د نړیوالې ټولنې بیلونونه ډالر یې په خپلو شخصي جیبونو کې ور واچول او د کابل ۹۰۰ میلونه ډالر یې عیش او نوش کړل!
    •    دوۍ که ښایسته سالاري غوښتی نو له هغه ټیم څخه به یې حمایت نه کوه چې نوماند یې له طب پوهنځۍ څخه فارغ دی او حتا د خبریال دوه دقیقې پوښتنې ته له کاغذه ځواب وايي او د مرستیالانو پوهه یې تر ده هم جدآ تر پوښتنې لاندې ده!
    •    دوۍ که اسلامي ارزښتونو ته وفادار وی د هغه چا ملاتړ به یې نه کوه چې حتا د پيغمبر سنت یې ندي پرځای کړي او تر ۷۲ کلنۍ مجرد دی!
    •    دوۍ که د هېواد ثبات غوښتی نو د احمد ضیا مسعود په مشرۍ او شتون کې به یې د نظار شورا حاکمیت نه غوښته څوک چې د هېواد اصلي بربادونکی بلل کېږي!
    •    دوۍ که اعتدال غوښتی د هغه چا ملاتړ به یې نه کاوه چې خارق العاده بې کفایته وي او د بې کفایتۍ په افراط کې تر غوږو ډوب وي!
    •    دوۍ که له نړۍ  سره ښې اړیکې او په بهر کې د افغانانو له حقوقو دفاع غوښتنی، د هغه چا ملاتړ به یې نه کاوه چې په افغانستان ګاونډیو یرغل وکړ او افغان مهاجر په بهر کې ورټل شول خو دې ښاغلي د بهرنیو چارو وزارت په دوره کې قسم کړی وه چې د افغانستان آواز به نړۍ ته نه وچتوي! حتا د وزارت په ټوله دوره کې صرف دوځله را ښکاره شوی! او له نړۍ سره یې اړیکې تر دې حده ورسولې چې اوس نړۍ زموږ په بهرني سیاست تمسخر کوي!
    •    دووۍ که په رښتیا یو څوک له شاهي کورنۍ نه غوښتی چې په ولسواکۍ کې مردود عمل دی خو بیا هم دوۍ ولې له سردار نادر نعیم څخه خپل ملاتړ و نه ښود چې د شاهي کورنۍ اصلي غړی دی!
    •    دوۍ که جنګ سالاران نه غوښتی نو ولې یې د نظار شورا چې د هېواد او ددې ملت اصلي بربادونکي دي ملاتړ او د قدرت دوام یې د ضیا مسعود په مشرۍ غواړي؟
کله چې له دوۍ پوښتنه وشي که رښتیا د هېواد او ملت سرلوړي او پرمختګ غواړۍ نو بیا ولې د هغه ټیم ملاتړ نه کوی، چې نوماند ولسمشر یې د نړۍ ستر مفکر او ملي ویاړ دی، لوړه تجربه، ښه شالید، ښه پلان او ښه اراده لري یعنې ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی؟  ددې پوښتنې په ځواب کې بیا دوۍ لاندې غیر واقعي او منطقي دلایل راوړي:
    •    ښځه یې عیسوي ده! دا پداسې حال کې چې ددې ستر ملي ویاړ او نړیوالې څېرې ښځه لبنانۍ مسلمانه ده چې د شهید ملي اتل سردار محمد داود خان په حکومت کې یې د افغانستان تابعیت اخیستی. ایا دوۍ په دې نه پوهېږي چې کله یو چا تابعیت واخیست نو له هماغې شېبې یې د ټولو افغانان په څېر یو شان حقوق او وجایب لري؟ او ایا دوۍ په دې نه پوهېږي چې یو مسلمان ته کافر ویل مسلمان د اسلام له چوکاټ څخه بیرون وباسي؟
    •    په ټیم کې یې غیر متجانس افراد او ډلې راټولې شوي! ایا دوۍ په دې نه پوهېږي چې افغانستان د غیر متجانسو افرادو او ډلو هېواد دی؟ دا ښو لا ملي ویاړ دی چې یو څوک وشي کولی غیر متجانس افراد او ډلې په یوه پلټفورم راټول کړي.
    •    جنګ سالار دوستم ورسره دی! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې بغیر د سردار نادر نعیم له ټیم څخه نور په ټولو ټیمونو کې جنګ سالاران شته البته د عام ولس په وینا ځکه چې د محکمې حکم نشته! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې له پښتنو وروسته په افغانستان کې د ازبکو حق کاملآ له پښو لاندې شوی کوم چې نسبت له نورو ورونو قومونو پښتنو سره ډېر نژدې پاتې شوي؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې همدا دوستم تقریبآ ټولو ازبکانو ورونو او خویندو ته د معنوي پلار حیثیت لري؟ ایا دوۍ په دې نه پوهېږي چې ډاکټر نجیب الله دوستم، دوستم کړ، صبغت الله مجددي د خالد بن ولید لقب ورکړ، برهان الدین رباني ورته د مشر زوۍ خطاب وکړ او حامد کرزي د پوځ اعلی قوماندان وټاکه او هر ځل یې دده حمایت ته سترګې په لار وې؟
    •    کمونستان ورسره دي! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې همدې کمونستانو ته د حامد کرزي عدلې وزارت د فعالیت جواز ورکړی؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې هر څوک چې تابعیت ولري او اساسي قانون یې منلی وي مساوي حقوق او وجایب لري؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د تحول او تداوم ټیم سره ۵ جهادي تنظیمونه، ټول ملت پاله او ولسواک ګوندونه او د ولس غوث اکثریت د تحول او تداوم په ټیم کې دي؟
    •    احساساتي او افراطي برخورد کوي! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې هغه څوک به څنګه افراطي او احساساتي وي چې نړۍ ورته د نړیوال وګړي مډال ورکړی وي؟ د نړۍ په کچه دویم مفکر وي؟ او آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د دیارلسو کلونو کومې لاسته راوړنې چې دي لکه ملي پیوستون، مخابراتي شبکې، افغاني بانکنوټونه، د امنیت انتقال او... د همدې ملي ویاړ او نړیوالې څېرې له برکته دي؟ دا کوم عقل مني چې په احساساتو او افراطي برخوردونو دې دا ملي لاسته راوړنې لاسته راغلې وی؟
    •    ښه ټیم نه لري او حکومت نه شي جوړولی! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې دې ټیم سره لکه معین مرستیال، صدیق پتمن، انوار الحق احدي، حنیف اتمر، حمید الله فاروقي، ګل پاچا مجیدي، جبار قهرمان، اسماعیل یون، عبدالرحیم پښتونیار او... ورسره دي چې حکومتي ټیم څه بلکې بې مثاله فوق العاده ټیم جوړولی شي؟ البته ددې جنابانو هدف به له ټیم نه داوي که چېرې مارشال قسیم فهیم وفات کېږي نو قانوني شته، که چېرې برهان الدین وفات کېږي نو صلاح الدین شته او که نور هېڅ څوک نوي جنرال جرئت، حفیظ منصور، جنرال بسم الله، جنرال سالنګي، جنرال بابا جان او ... خو شته چې کولی شي تر ابده د اکثریت خاموش په ستوني ناست وي او د اعتدال په نوم ګرمې ګرمې معاملې ورسره وشي!
    •    تاجک یې لمړی مرستیال ندی! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د افغانستان نور قومونه هم حق لري چې د ولسمشر مرستیالان شي؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د پنجشیر وړه دره نشي کولی چې د افغانستان د تاجکو استازي توب وکړي؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې په ولسواکۍ کې دا خبرې مردودې دي؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې کوم رسم چې حامد کرزي راوړی وه یعنې لمړی مرستیال د پنجشیر وي غلط کلتور شوی؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي که چېرې مرستیالي مختلفوقومونو ته ولاړه شي نو ولس مشر باید حد اقل ۱۰ مرستیالان ولري؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د پنجشیرانو مدافعین زیاد دي، دوۍ ته اړتیا نشته چې د هغوۍ حقوق دوۍ وغواړي؟ او آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د تاجکو ورونو او خویندو نسبي ډېره رایه له ملي ویاړ او نړیوالې څېرې سره ده؟
دوۍ په دې ټولو ښه پوهېږي خو دوۍ ته شخصي ګټې، قبیلوي تعصب، بې کفایتي، فساد، خپل سري او د افغانستان پایښت په ګواښ کې غورځول ورته له هرڅه مهمه دي څو خپلې شخصي او د بهرنیو غلیمو کړیو اجنډاوې پلې کړي.
دوۍ اوس هم کولی شي چې خپل انساني، اسلامي او ملي وجیبه ترسره کړي او د تحول او تداوم له ټیم سره یوځای شي ترڅو دا هېواد آباد او سرلوړی شي او ددوۍ تور مخونه سپین رنګ خپل کړي.