د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

محمد اسحق شهباز 19.03.2014 13:22

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

خپور چی په جبین خیالی اوربل کړی
په دا ټول کاله به بیا ګرانی اوربل کړی
چی په سترګو د رنجو ګوډی را تیر کړی
په کاږه کتو د خوار زړګی رټل کړی
چی په شونډو د مفتون وینی کړی پوری
په مسکا دی د عشاقو زوریدل کړی
چی دی ورځی د کمان په شان کږی کړی
په بڼو دی د غمجن زړګی ویشتل کړی
په جبین چی دی زلفانی تار په تار شی
د سپوږمی غوندی اوریځ کی ځلیدل کړی
چی دی خلاصه په خندا وړه خولګی کړی
د لاله د ګل غوټی یی غوړیدل کړی
زینتی نتکی چی و ټومبی په پوزه
په ګلبرګ باندی شبنمه ښکارول کړی
تا چی تاو په سپینه غاړ رنګین امیل کړ
د رقیب هسی په دار باندی وژل کړی
تور حریر چی دی حجاب د ګل بدن کړی
د الماس غوندی په کان کی ښکاریدل کړی
ته چی راغلی د شهباز تاریک خانی ته
ګلی شمع می د زړه یی رڼیدل کړی