د ”ملي تاریخ فلسفه او پښتونولي“ کتاب بیا چاپ شو
18.03.2014 10:30د ډېرو غوښتنو لامله او د ګران هیواد د اوسني حساس او نازکو حالاتو په نظر کي نیولو سره د ”ملي تاریخ فلسفه او پښتونولي“ کتاب ، د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد لیکنه د درېیم ځل لپاره بیا چاپ شو. هیوادوال کولای شي دا کتاب د (پي ډي ایف) په بڼه د (www.haddadfarhad.info) ویبپاڼې نه ډاونلوډ او ولولي . همدارنګه ددې کتاب چاپي بڼه په پېښور کې د ښاغلي امام الدین ساپي د خپرونو له مرکز نه چې ددې کتاب په چاپولو کې ډېرې مرستې کړي دي لاس ته راوړئ.
موږ په دې عقیده یو چې د نوې نسل له پاره به ددې کتاب ویل ، په پښتونولي پوهېدل او په دې هکله نورې څېړنې کول یو ښه او اغېزناک ګام وي. په دې کتاب کې د هغو افغاني مشرانو او د دوی د کارنامو په اړه هم څرګندونې شوي چې د تاریخ په اوږدو کښې يې د افغانستان مشرتابه کوله او په ملي او نړیواله سطح پېژندل شوي دي. زموږ هیله داده چې د خپلو ملي مشرانو لاره خپله کړو او د یو پرمختللي او یوموټې افغانستان په لور په عملي توګه کار وکړو.