افغانستان او تاجکستان داقتصادي همکاریو پنځم پروتوکول لاسلیک کړ
16.03.2014 14:33افغانستان دگاونډي هېواد تاجکستان سره داقتصادي همکاریو پنځم پروتوکول لاسلیک کړو.
دغه پروتوکول دتاجکستان په مرکز دوشنبې کې ددواړو هیوادونو دلوړ رتبه هیئت له لورې لاسلیک شو.
دافغانستان له لورې داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دافغان پلاوي مشرې کول او دواړو خوا دوه ورځې په هغه مادو جرو بحث وکړو چې ددواړو هیوادونو دسوداګرو لپاره ستونزمني وي .
دتاجکستان دټرانسپورټ وزیر خیرالله اسا زاده او پلاوي یې دافغان پلاوي سره ترموافقي وروسته پروتوکول لاسلیک کړو او ډاډ یې ورکړو چې تاجکستان به دګاونډې او دوست هیواد افغانستان سره په خپلو ژمنو وفا کوي .
ددغه پروتوکول له مخې به دواړه هیوادونه دسوداګرۍ ، ټرانزیټ ، لوړو زده کړو ، ګمرګات او بیمي ، داوبو او انرژۍ ، معدن او پطرولیم، مخابراتو ، ټرانسپورټ ، کرني ، روغتیا او نورو ګڼو برخو کې لازمې مرستې اوهمکاري کوي .
دافغان پلاوي مشر او داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دتاجکستان هیواد دمسؤلینو غوښتنه وکړه په هغه ژمنو کلکه وفا وکړي چې په پرتوکول کې ورته ځاي ورکړل شوي دي.
ښاغلي ارغندیوال وويل ددې پرتوکول په لاسلیک کولو سره به دافغانستان دسوداګرولپاره دتګ راتګ ، ټرانزیټ اونورو برخوکې ګنې اسانتیاوي رامنځته شي .
همدرانگه دافغان پلاوي مشر او داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دتاجکستان هیواد دولسمشر امام علی رحمانوف سره لیدنه وکړه .
په دغه لیدنه کې دافغان پلاوي مشر او داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دتاجکستان له ولسمشر غوښتنه وکړه چې دپروتوکول په عملي کولو کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي او ددواړو هیوادونه ترمنځ اقتصادي همکاري لا پسی پیاوړي شی اوهغه افغان چې په تاجکستان کې یو لړستونزې باید ستونزې یې حل شي .
دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال ته ډاډ ورکړو چې په تاجکستان کې دافغانانو ستونزې به حلوي ، دپرتوکولو په عملي کولو کې به هلې ځلې کوي او دنوروز په جشن کې چې په افغانستان کې لمانځل کیږي برخه اخلي .