د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکی ولسمشر به څوک وي؟

عظيم درانی 15.03.2014 11:25

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ښکاره خو همداسې ده، ځکه د ولسمشرۍ په راتلوونکو ټولټاکنو کې عام خلک او سیاسي ډلې د نړیوالو د لاسوهنې له امله هېڅ ډول اندېښنې نه څرګندوي، په داسې حال کې چې په تېرو دوه ټاکنیزو پړاوونو کې دغه ډول اندېښنې ډېرې وې.
د راروان دریم پړاو په ټاکنو کې بیا ولسونه او سیاسي ډلې له دې امله په اندېښنه کې دي، چې موجوده ولسمشر (کرزی) به لاس ونه نیسي او هڅه به وکړي ټاکنې د داسې یو شخص په ګټه تمامې کړي، چې دی ورسره ارګ ځنې ونه شړل شي.
ډېر شمېر اندېښمن فکر کوي، موجوده ولسمشر د ټاکنو یوې داسې ګډې وډې پروسې ته ګوتې شماري چې د پایلو د نه منښت له امله به يې بله (بده پایله) تر يوه وخته د اوسني نظام ځنډ وي.
که له دې اندېښنو راتېر شو او فکر وکړو، چې د ټاکنو په ملي پروسه کې به هېڅوک درغلي او لاسوهنه ونه کړای شي او یوازې ولسونه به د خپلو رایو په مټ خپل راتلوونکی ولسمشر غوره کړي، نو بیا هم سړي ته هغه متل وریادېږي: ((چې په اخور دې لوی شي غاښونه يې مه ګوره)).
تاسې لوستونکي به ګورۍ، چې په دې زمانه کې او د دریم پړاو ټاکنو ته په رسیدو ډېر وګړي د ګرمو کمپاینونو يوه خیټه ډوډۍ او خپله رایه د ارزښت له مخې سره نه شي توپیر کولی.
خو ټول وګړي به خپلو رايو سره داسې چلند نه کوي او زیات وګړي به د فکر په کولو سره د ولسمشرۍ لپاره د ولاړو کسانو په منځ کې خپل راتلوونکی مشرغوره کوي، دوی به د اوسني جمهور رییس په اشارو داسې څوک نه ټاکي چې د دیارلسو کلونو په تېرېدو سره يې د امنیت يوه وړه نښه ولس ته ونه ښودله.
د امنیت یوه وړه نښه خو پرېږده، چې لیدل شوې نه ده، د پراخې بې غورۍ له امله يې د خپل واک په ټوله موده کې خپل والیان، ولسوالان او نور چارواکي په ولسونو وساتل، اوس چې ولس دیارلس کلنو بدبختیو نه د وتو په حال کې دی، حالات تر دې راغلي، چې د یوې میاشتې په تېرېدو په ولسوالیو کې د کمپاین څرک نه لیدل کېږي او ټول ولسونه په خاموشۍ د خپل ورک برخلیک په فکر کې دي.
دوی که په سرونو يې دټوپکوالو د شپېلیو سیوری نه و او د رايو په محلونو کې د بمي چاودنو اوازونه نه وو، نو غواړي هغه څوک د ولسمشر په توګه غوره کړي، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې يې د فساد له امله څېرې د لاروهوونکو شکل نه وي غوره کړی.
دوی غواړي د هر ډول درغلۍ په نه شتون کې داسې یو څوک وټاکي، چې د ډلو ټپلو او حزب بازیو پر ځای يې د علم، لوړ فکر او غوره کړنلارو نوم تللی وي، داسې څوک چې د خپل راتلوونکي واک موده د چور او تالان په ځای د هېواد موجوده خلکو او راتلوونکو نسلونو ته د ښه ژوند جوړولو په پلانونو تېره کړي.
نو راځۍ که په رښتیا هم راتلوونکی ولسمشر د خلکو په رایو ټاکل کېږي، په پاتې څو ورځو کې د ولسمشرۍ ولاړو نوماندانو ترمنځ فکر وکړۍ، دا د څو ورځو فکر چې ولسونه د اوږدې مودې لپاره له بدبختیو ژغوري، باید د یوو لسو کسانو ترمنځ د مشرتوب د غوره او منل شوو معیارونو پر بنسټ وي.
دا د څو ورځو فکر به د ولسمشرۍ د نوماندانو د لویو قراردادي غونډو، بې علمه شعارونو او د بې علمۍ په همدې شعاري غونډو کې د غوړې ډوډۍ او مشروباتو له مخې نه وي او که داسې وي ټولو هغو وګړو ته چې خپلې رایې به کاروي، د هغوی رايې د غوره راتلوونکي زيری نه شي ورکولی.
یوه بله مهمه خبره چې د ټاکنو تر ورځې ټول فکرونه یوې غوره پایلې ته ورماتوي، دا ده، چې د ټولنې هر وګړی خپله د ښه او بد په اړه فکر وکړي، په دې اړه په فکر کولو کې قوم او خېل پرېږدي، ځکه که داسې وشي او هر وګړی خپل فکر وکړي، نو په دې ډول به د قومي مشرانو په نوم ګڼ غله د دې وخت پیدا نه کړي، چې وګړي د بې علمه نوماندانو په پیسو او ډوډۍ وپلوري.
یوه وروستۍ خبره، کله مو چې د ولسمشرۍ لپاره په ولاړو یوولسو کسانو کې فکر وکړ او یوازې د علمیت له زاویې مو سره توپیر کړل، نورو ښو بدو پسې يې مه ګرځۍ، ځکه بیا مو کار اسانه کړی او يوازې په تېرو دیارلسو کلونو کې يې واکونو، کارونو او فسادونو ته وګورۍ.
تر دې ځایه چې راورسېدلئ او په تېرو دیارلسو کلونو کې مو د یوولسو ښاغلو واکونه، کارونه او عملونه پرتله کړل، نو هماغه څوک ترې غوره کړئ چې د ولس د ښېګڼې یوه وړه هڅه يې کړې وي.