د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل پوهنتون نوم کرزي د ځان له پاره پټ کړی

نظرمحمد مطمئن 11.03.2014 12:24

د کابل حربي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم په نوم ونومول شو،  له دي مخکې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون د استاد رباني په نوم سره نومول شوی وو. کرزي صاحب ممکن د کابل تاریخي پوهنتون نوم خپل ځانته ساتلی وي، چي که دی مړ شي د کابل پوهنتون دي دده په نوم ونومول شي.
د طالبانو او اسلامي حزب وار لا پاتي دی، اوسنی دولت کوشش کوي چي د هغوی تر راتګ پوري د علمي او تاریخي ځایونو نومونه ژر ژر تبدیل کړي،  تر څو د ملا دادالله ، ملا عبیدالله او ملا بورجان دا ډول د ښاغلي حکمتیار،  استاد فرید او نورو له پاره ځایونه پاتي نه شي.
د کمونسټانو د وخت هم ډیر کسان مړه او ځيني یې مرګ ته انتظار دي،  هغوی به هم د ببرک کارمل ، ډاکټر نجیب الله او نورمحمد ترکي په نومونو پوهنتونونه وغواړي،  دا ډول د سلیمان لایق،  شاهنواز تڼي او رشید دوستم له پاره هم سر له اوسه باید حکومت او دهغوی خواخوږي فکر وکړي، چي علمي ځایونه ورڅخه خلاص نه شي،  داسي نه چي د دوی له پاره بیا تاریخي ځایونه پاتي نه وي تر څو د دوی په نومونو ونومول شي.

حضرت صبغت الله مجددي هم د مرګ په بستر پروت دی، ارګ ته يې ځای ناستي آمين جان آغا په یخ ژمي کې د اسلام آباد څخه کابل ته راغلی دی، پیرسید احمد ګيلاني، استاد سياف او د کابل حزب غړي هم تر اوسه ژوندي دي، دوی به هم يوه نه يوه ورځ مړه کيږي، ددوی له پاره هم د علمي او تاريخې ځاينو لټه په کار ده، تر څو ددوی تر مرګ وروسته يې په رسمي ډول په نومونو ونومول شي.
دکمونسټانو حکومت ، د مجاهدینو د حکومت په  لومړۍ دوره او دا ډول طالبانو د تاریخي او علمي ځایونو احترام وکی هر څه یې په خپلو نومونو او حالت پریښودل.

ښاغلي کرزي د نورو تاریخي ویاړونو لکه لویه جرګه، قومي اربکيان او  قومي مشرانو تر سپکاوي وروسته دعلمي ځایونو سپکاوي ته هم ملا تړلي ده.
څومره به ښه وای چي د مارشال زامنو او خواخوږو د قسیم فهیم له شتمني څخه د زړه او شکرې د ناروغیو د تداوي مجهز روغتون د هیواد مرکز کابل کي د مارشال په نوم جوړ کړی وای، چي دهغو ناروغانو درملنه به پکي کیدله د کومي ناروغي څخه چي د دوی پلار ومړ

د ډیر شرم خبره خو داده چې د ولسمشر میرمن د ماشوم د زيږيدو له پاره د ډاکټرانو په مشوره هند ته ليږل کيږي، او هلته د ولسمشر لور په هندې روغتون کې پيداکيږي، او د هندې روغتون سره يې د پيدایښت نيټه او ځای ثبت کيږي.

د هيواد نورې ميرمنې چې بهرنيو هيوادوو ته د تګ له پاره لګښت نه لري، ډیری يې د ماشومانو د زيږون په وخت کې مري، آیا شرم نه دی چې دهيواد لومړۍ میرمن دي په خپل هيواد کې د تداوي له پاره ډاکټر او روغتون ونه لري.


د علمي او تاریخي ځایونو د نومونو بدلون او دغه ډول د ځینو کسانو په نومونو يادول پرته له شکه په راتلونکي کي ستونزي پیداکوي.
افغان حکومت، افغان روڼ آندې او سیاسي ګوندونه باید چي په دغه ډول حساسو او نازکو مسایلو کې له ډیر احتیاط او غور څخه کار واخلي