د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لطف‌الله‌خيرخوا صیب لیکنه او د شهادت ورځپاڼې ګواښ‌لیک!

احمدشاه‌عادل 11.03.2014 12:09

د ښاغلي لطف الله خیرخوا له نامه سره تقریباً له پنځه شپږو کالو راهيسې اشنا یم. په ګڼو مجلو، ورځپاڼو او برېښناپاڼو کې مې يې خواږه شعرونه او ژورې لیکنې لوستي. دا نو له خیرخوا صیب سره زما فرهنګي یوه اړخيزه رابطه وه؛ ځکه یوازې ما پېژانده، له شاعرۍ او لیکوالۍ يې ګټمن کېدم، هغه لا نه پېژندم. بیا مې یو مهال ورسره له نژدې ولیدل، دا لرې رابطه په فرهنګي رابطې بدله شوه، لیکنې مو سره تبادله کولې، فرهنګي ناستې ولاړې مو سره لرلې. پنځه کاله هم کافي موده ده، چې یو انسان سړی وپېژني.
خیرخوا صیب د تنکۍ ځوانۍ پر مهال د پښتو د یوه خوږژبي شاعر او د ځانګړي سبک خاوند لیکوال په توګه راڅرګند شو. دا مهال به یې اکثراً په لرې پښتونخوا کې د مهاجرو قلموالو او لیکوالو په مشاعرو او غونډو کې د یوه شاعر او لیکوال په توګه ګډون کاوه. زما يې دا غزل ډېر خوښ دی، چې ما ته پکې هسې د «ورور» ځانګړي طبیعت ته اشاره ښکاري:
هـره آييـنـه بـانــدې غبـــار دی پــه دې ښـــار کــې
عقل د هـوس پـه مـی خـمــار دی پـه دې ښـار کـې
دا دمحبــت د خـپلـــوۍ تـار دی پــه دې ښــار کې
شرم د جـذبـو حـسين اظـهار دی پـه دې ښـار کـې
پــــت پکـــــې ارزانـه لـه کــوټـه لالـه خـــرڅـيـــږي
داسې يو بې ننګه غوندې کار دی په دې ښار کې
بـريښـي چـې ګـوهـر او خرموره پکـې يـو شـان دي
پروت چې د زړګي غمی په لار دی په دې ښار کې
ژونــد لکـه چــې خپلــه معـنا نـه ورکـوي ښــکاري
داسـې چـې ايمـان له سـره ځـار دی په دې ښـار کـې
دلتــه کــې هيڅـوک د چــا خيـرخـوا نـدی ملګــرو
او هـر سړی د هـر سړي نګار دی په دې ښـار کـې!!
د خیرخوا صیب لیکنې مې عموماً په فکري او دعوتي برخو کې لوستي دي. له یوې مودې راهيسې چې د نن‌ ټکي اسیا وېب‌پاڼې د خیرخوا صیب په ګډون یو شمېر لیکوالو ته د کالم لیکنې دریڅې پرانيستي، خیرخوا صیب هم د یوه تکړه کالم لیکوال په توګه منظمه کالم لیکنه پیل کړه، چې دې کار سره يې نن ټکی اسیا هم زما لپاره داسې پاڼه کړه چې هر سهار سر ورښکاره کوم.
خیرخوا صیب د همدې کالم «نکات» په یوه کړۍ کې د مجاهد ورور ګلبدین حکمتیار پر وروستي لانجمن او متناقض دریځ –چې له هلاله یې په ټاکنو کې ملاتړ وکړ- نقد کړی او د «باطل نظام او اصلح کاندید» تر سرلیک لاندې يې د ورور حکمتیار پر دریځ خبرې کړي. رښتيني کالم لیکوال د چا بې ځایه ستاینې او مدحې نه کوي. که يې وکړي، ایله د هماغه ګوند یا شخص یو څو ګرَو شوي لوستونکي له ځان سره وساتي او نوره ټولنه بیا د دې لیکوال لیکنه نه لولي؛ ځکه ځان پکې نه ویني او یوازې د یوه خاص جهت ستاینې او صفتونه هر چاته په زړه پورې نه وي. بله دا چې زما په نظر به خیرخوا صیب ځکه دا جرئت کړی وي، چې حکمتیار صیب خو ماشاءالله ډېر تکړه لیکوال دی، یوازې لیکوال هم نه، مفسر، محدث، عالم، ادیب، قانونپوه، شاعر، فیلسوف، مورخ او بیا په وروستي تحلیل کې یو داسې سیاستوال چې تل پر جمهوریت، ټاکنو او د خلکو د خوښې پر نظام ټینګار کوي. حکمتیار صیب خو لیکوالۍ کې بې بېلګې دی او تکړه لیکوال طبعاً نقد نه یوازې دا چې په ډېره سړه سینه مني، بلکې په ډېرې خوښۍ یې ښه راغلاست کوي او بل دا چې ولې خیرخوا صیب پرې نقد کړی لامل یې شایددا وي چې حکمتیار صیب خو سیاست کې هم داسې سیاستوال دی، ډیموکراسي او د خلکو خوښه واک ته د رسېدو یوازينۍ مشروع لار ګڼي؛ ځکه خیرخوا صیب هم زړور نقد کړی.
له دې لیکنې سره سم، د شهادت په ورځپاڼه کې چې په پېښور ښار کې د پاکستان د پوځ د مرکز (بالاحصار) له شا خپرېږي، د خیرخوا صیب په لیکنې داسې کرښې خپرې شوې، چې نه یې د خيرخوا صیب پوښتنې ځواب کړې وې او نه یې کوم په تول برابر بحث کړی و. د هغې مقالې لیکونکی داسې برېښي، چې د خیرخوا صیب په نقد راپارېدلی وي. بې ځایه تورونه یې پورې کړي وو. ځینو دوستانو ویل، چې ملا ولي الله او ملا عبدالله دواړه د مجاهد ورور ګلبدین حکمتیار نوی مستعار نومونه دي. مګر زه له دې شکونو سره په څو دلایلو موافق نه یم:
لومړی دا چې د لیکنو استدلال خوار او قلم پڅ و، او حکمتیار صیب خو ماشاءالله له بلا نورو موهبو ورهاخوا د نړۍ په کچه پیاوړی لیکوال دی-آثار یې تر سلو اوښتي-، هغه خو داسې خوار استدلال کله هم نه کوي؛
دویم دا چې حکمتیار صیب خو د جهاد په تودو سنګرونو کې د اور او باروتو په منځ کې په خپل کمپیوټر کې په کتابت او مطالعې روږدی دی، کله یې طاقت کېږي چې ولس له خپلو عالمانه تحقیقاتو او پنځونو بې برخې کړي؛ نو په دغسې بې ځایه تورونو او تومتونو کله د ډېرو موثقو تحقیقاتو قيمتي وخت ضایع کوي؛
درېیم دا چې حکمتیار صیب خو ستر شخصیت دی او خيرخوا صیب خو سره له دې چې شاید قلمي قوت او شعري خوږلن یې له حکمتیار صیبه زیات وي؛ مګر د حکمتیار صیب د زوی پر ځای دی او بله دا چې حکمتیار صیب وايي چې «حزب د هر مجاهد کور او سنګر دی» نو خیرخوا صیب خو هم مجاهد دی او حزب چې د خیرخوا صیب کور او سنګر شو، نو طبعاً به یې حکمتیار صیب کوربه وي، چې مېلمه ته خو کله هم حکمتیار صیب داسې بې ادبي نه کوي؛
څلورم دا چې پر دې خو ټول پوهېږو، چې خیرخوا صیب خوږه شاعري کړې، پخه لیکوالي يې کړې، د تفسير شریف په څانګه کې د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتونه ماسټري لري. سربېره پر دې د پراخې مطالعې او پتمن او درانه شخصیت خاوند دی؛ خو بیا هم انسان دی، کېدای شي خطا ترې وشي او په نړیواله کچه د یوه ستر رهبر او عالم او نړیوال پېژندل شوي محقق سیاستوال پر دریځ نیوکه وکړي، نو حکمتیار صیب خو لږ تر لږه دومره پوهېږي چې له ځوانانو او محصلینو سره ځان برابر نه کړي؛ ځکه دا خو يې په ملي او بین المللي کچه منل شوي او پېژندل شوي شخصیت ته ستره ضربه رسوي.
نو بیا ګواښ چا کړی؟
د ملا ولي الله او ملا عبدالله پر لیکنو سربېره په شهادت ورځپاڼه کې د «لطف الله خير خواه که شرخواه ته يو څو توصيې» تر سرلیک لاندې څو کرښې کاږل شوي. اصلاً دا څو کرښې د تبصرې وړ نه دي؛ ځکه لیکونکی هسې د ورځپاڼې یو مخ تور کړی، زه یې «لیکنه» نه شم ګڼلا. ان د ملا عبدالله او ولی الله له لیکنو نه یې هم استدلال پڅ او لیکل خوار دي. دا چې ولې يې یادونه کوم، لامل یې دا دی چې ولې د شهادت په څېر پُر تيراژه ورځپاڼه، چې په پاکستان کې کم سارې ورځپاڼه ده، ولې د داسې خلکو کرښې خپروي چې لږ تر لږه د لیکوالۍ استعداد نه لري. که یې د لیکنو کمبود وي، نو کولای شي لکه تنویر مجله او بله-چې نوم مې هېر دی- په څېر د حکمتیار صیب علمي او ډېرو عالي کتابونو ته مخه کړي، یوه لیکنه یا مرکه یې هم پښتو خپره کړي او ورسره جوخت یې یوه پاړسي ژباړه هم نشر کړي، تر څو پاڼې تورې کړي. حزب اسلامي غوندې ګوندونو کې چې هر څومره انشعابونه راشي، غړي ترې ولاړشي، خپه شي،  خو بیا یې هم نشریات نه خوارېږي؛ ځکه داسې پُرکاره رهبر لري، چې د یوې ورځپاڼې یا خپرونې د بلا کارکوونکو تشه ډکولای شي، دومره لیکنې او علمي تبحر کې دا کمی کله محسوسېدای شي.
کله کله داسې ګومان کوم، چې ښايي دا کرښې د محترم انجینر صیب ګلبدین حکمتیار کشري زوی، چې فېسبوک کې يې خبرې وینم، خام هلک دی، کمزورۍ لري، حبیب الرحمن نومېږي، دا هم د هغه لیکل دي. حبیب الرحمن نامی ځوانکی خو رښتیا هم خام دی، ګيله هم نه ده ترې په کار. شاید د شهادت ورځپاڼې کتنپلاوي د هغه دا کرښې د دې لپاره خپرې کړې وي، چې تشویق شي او د پلار په څېر يې نړیوال پېژندل شوی لیکوال شي؛ خو زه وایم د ده پلار ځای څوک نه شي نیولای، هغه هم د حبیب الرحمن په څېر خام ژڼی! ښه دا ده چې د پلار له عالمانه لیکوالۍ پیروي وکړي تر څو د نقد لیکلو اداب او اخلاق زده کړي. څه چې د اندېښنې وړ ده، هغه دا چې د دغو کرښو په لومړۍ پرګراف کې کښل شوي: «ستا خوله ډيره وړه ده ډيرې لوئې او درنې خبرې چې (انجام ئې خطرناک وي ) تا سره نه ښائي.» له همدې کرښې يې هم ښکاري، چې جلالتماب حکمتیار صیب ورسره موافق نه دی، ځکه هغه خو د نقد طرفدار لیکوال او ادیب دی، هېڅکله نقد بد نه ګڼي او هغه په داسې ګواښ‌لیک خو یې په هېڅ صورت نه ځوابوي. بله دا چې ګلبدین حکمتیار صیب خو د علمي تبحر تر څنګ بیا ډېر زړه سواندی، با حوصله، ځیرک، هوښیار، بل منونکی او د پراخې سینې څښتن لیډر او لیکوال دی، هغه کله هم داسې احمقانه خبرې نه لیکي. دا کېدای شي د شهادت ورځپاڼې د مسئولینو خطا وي، کمتجربګي به یې وي، ښه به شي، له حکمتیار صیبه به رسنیز کارونه زده کړي.
او ښاغلی خیرخوا....
خیرخوا صیب باید همداسې د خپل فکر او خپلې عقيدې له غوښتنو سره سمې خپلو لیکنو او شننو ته دوام ورکړي، ویې غځوي؛ ځکه لوستونکي وېره لري، هسې نه خدای مه کړه د شهادت ورځپاڼې ګواښ حقیقت ته ورلنډ نه وي او د خیرخوا صبیب له «نکاتو» لوستونکي بې برخي نه کړي. زه هیله من یم چې خیرخوا صیب دا ګوښ جدي ونه نيسي، ځکه موثق والی يې نه دی زبات شوی، د حکمتیار صیب خو په هېڅ صورت نه دی، ځکه هغه دومر سپک الفاظ، پڅ استدلال او ماشومانه قلم نه څرخوي؛ نو چې د ګلبدین حکمتیار صیب موافقه پکې نه وي، بیا خو نو په هېڅ صورت د اندېښنې وړ نه ده، کاروان تېرېږي...
د قدرمن لطف الله خیرخوا صیب د کالمونو د غځېدا په هيله!
په دې امېد چې زموږ ټولنه د نقد ادب او اخلاق زده کړي!