د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان ښوونیز نظام جامعة الصالحات ،اشرف المدارس یادنوي نسل؟

پوهندوی آصف بهاند 08.03.2014 20:53

په افغانستان باندې له جګړې نه د رازیږیدلوسونامي ګانو ناوړه اومنفي تاثیرات زموږد ټولنیزژوند دهرې پاڼې په هره کرښه کې ترسترګوکیدای شي.دلته خبره دافغانستان په ښوونیز نظام اوپه دې نظام کې پر شته مرضونواوستونزو باندې ده. بحث مود ښوونیزنظام په دایره کې د اشرف المدارس ( جامعة الصالحات ) په نامه دیوه بل ګل؟ په غوړیدو دی. داسې ګل او داسې مدرسې چې هرڅه دافراطیت اوتشدد په خم کې رنګوي.
په اسلام کې دراغلواصولوله مخې، پرته له شکه چې اسلام دتشدد دین نه دی؛ خوکله چې دین له سیاست سره غوټه کړای شي اوله هغه نه سیاسي موخو ته درسیدو له پاره استفاده وشي،نودین نه د سواستفادې زمینه برابریږي،چې دا کارله بده مرغه اوس ښه په مزه روان دی اوزموږ په هیواد افغانستان کې دډیرو ډلوپالیسي همداسې ده.
د افغانستان په کندوز ولایت کې د اشرف المدارس (جامعة الصالحات )په نامه دنجونوښوونځی یا دیني مدرسه،دښوونې اوروزنې وزارت له اجازې پرته په جلا پروګرام سره زده کوونکي روزي، سپینه به یې وایو پایله یې بنسټ پالنه اوځانوژنه ده. همدا اوس دا لړۍ د بهرنیوکړیو د اهدافو د ترسره کولو له پاره د خاموموادو د تولید د یوې فابریکې حیثیت لري.
د دغو دیني مدرسوتاریخ ته که لږه پاملرنه وشي دا هم د بهرنیانوسوغات دی چې په زوره یې مسلما نان اوبیا په ځانګړي ډول افغانان ورپورې وهلي دي، داسې یې ورپورې وهلي دي چې استمالیدونکي یې په ښه سترګه ورته ګوري اوحتی ثواب یې ګڼي.اوپه دې ډول ځان،خلک اوهیواد دبربادۍ کندې ته ورپورې وهي.
یونظر داسې دی چې د دغودیني مدرسو ریښې دهندوستان له دیوبند نه راپیل کیږي،چې داهم دبهرنیانویعنې انګریزانو سوغات دی.اوس چې د هرځانمرګي ریښه تعقیب شي سریې مدرسې ته رسیږي اودا ټول د مدرسې تولیدات دي.دغه مدرسې څه ډول رامنځ ته شوې؟
دانګریزاونو په مقابل کې د هند د خلکو د آزادۍ غوښتنود مبارزاتوپه لړکې له ۱۸۵۷ م کال نه تر ۱۸۶۷م کال پورې په هند کې مسلمانان دانګریزانو له خوا دومره وځپل شول چې قتل عام یې کړل اوله جوماتونونه يې نظامي بارکونه جوړکړل،چې دډهلي جامع جومات هم په کې شامل و. همدا وخت د هند مسلمانان ډیرضعیف شول او په دوو ډلو وویشل شول. دواړوډلوزدکړې ته مخه کړه. لومړنۍ ډلې دعلیګړپوهنتون بنسټ کیښود،دویمې ډلې ددیوبند مدرسې بنیاد پیل کړ. دیوبندیانو په افراطي ډول وپتیله چې نوي نسل ته داسې مذهبي زدکړې وښيي چې دغربي اوهندو رسم ورواج څخه پاک وي.(۱)
د وخت په تیریدوسره د تشدد په لمن کې د دغومدرسو دایره دومره پراخه شوه چې په سیمه کې په یوه لوی قوت باندې تبدیله شوه. بیا وروسته  انګریزانو،امریکایانو اوعربانوپه دې موخه مرستې ته ور ودانګل چې دهمدې مدرسه اي افکاروله خاوندانونه د کفر دراپرزولو په نامه دخپلواهدافو د ترسره کولو له پاره استفاده وکړي چې هغه د شوروي په نامه دیوه قوت په ګونډو کول و.
اودا دی اوس حالات داسې بدل شوي چې په سیمه اوجهان کې ځینې سیاسي ـ نظامي کړۍ خپلواهدافوته درسیدوپه غرض همدا- امریکا اواروپا تقویه کړي - مدرسه والا بیرته ددوی(امریکا،اروپا) پرضداستعمالوي اود استعمال میدان یې ورته بې صاحبه افغانستان ټاکلی دی. اوس ددې اور لمبې دومره مرګونې شوې دي چې دا دی ټوله نړۍ ورنه په ویره کې ده.
زموږ په هیوادافغانستان کې زموږد اولس دبیسوادۍ اوناپوهۍ نه په استفادې سره دهمدې مدرسو څپې د نوي ټوپکي نظام په راتګ سره، د دیني تعلیماتوپه نامه،دومره ډیرې شوې دي چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته د یولوی خطر بڼه لري. ددې زمینه چا برابره کړه؟
 دا د امریکايي او غربي دیموکراسۍ ترچترلاندې،د اسلامي دولت په دایره کې د بربادۍ هغه پروګرام دی چې له دیارلس کلونو راپه دې خوا پیل شوی دی.اوس یې کنترول د دولت؟ له واکه هم وتلي دی، پرې خبرهم نه وي چې چیرې اوڅه وخت اوڅوک داسې مدرسې جوړوي .ښه مثال یې په کندوزکې « جامعة الصالحات » نومې مدرسه ده.
اوس دلته دا پوښتنې مطرح کیږي چې:
ولې یې جوړه کړه؟
چا دڅه له پاره جوړه کړ؟
څوک یې تمویلوي؟
مسولیت یې دچا پرغاړه دی؟
پایلې یې څه دي؟
له دې مدرسې خلاصیدونکي چیرې جذبیږي اوڅه کوي دکارساحه یې کومه ده ؟
دا اودې ته ورته نورې داسې پوښتنې چې زموږ په وطن کې د نوي نسل دروزنې په برخه کې دجدي پاملرنې اوپوښتنې وړ دي.
څو ورځې کیږي چې په میډیا کې په کندوز ولایت کې دیوې خپلسرې مدرسې درامنځ ته کیدواوپروګرامونو،هلته تلونکوزده کوونکو،درسي موادو،څه حلال اوڅه حرام ګڼي،اویولړنوروهغوخبروباندې بحثونه اوتبصرې روانې دي چې په رښتیا هم زموږد وطن د نوي نسل په آبادۍ اوبربادۍ کې د پاملرنې وړ رول لوبولای شي.
ما په خپلو مقالو اولکچرونوکې په تکرارسره ویلي دي: ترهغه ځایه چې زه په افغانستان کې دننه اوله افغانستان څخه دباندې د افغان ماشومانوپه ښوونه او روزه باندې خبریم، ددې ښوونې اوروزنې منفي اړخونه ترمثبتودا ډیر دي،په تیره په افغانستان کې دننه. دهمدې دلیل له مخې ما ټینګارکړی دی او ټینګارکوم چې زموږ ښوونه اوروزنه معیوبه ده، باید سمه اوجدي پاملرنه ورته وشي.
ډیرخلک ښايي ووايي چې : ښه کاکا یا ښه صاحبه! دغه ستونزې خوشته، موږیې هم وینو، ددې دحل له پاره کومه لارښوولای شې که نه؟ څولارې زموږ په مخ کې پرتې دي، پرکومه لار ولاړ شوچې له دې جنجالونواوستونزونه خلاص شو؟
زه خپله ځکه ځواب ورته لرم چې ما په خپلوټولوهغومقالواوبحثونوکې دې ستونزو ته د حل دلارې پیدا کول په نښه کړي دي چې ما د نوي نسل دښوونې اوروزنې په برخه کې لیکلې دي اواوس هم په ویبپاڼوکې پرتې دي.ددې مقاولو سرلیک دي:
پردی چاپیریال اود مهاجروکوچنیانواوځوانانود زدکړې مسآله چې اوه برخې یې خپرې شوې دي اواوس هم د افغان جرمن اوټول افغان په ویبپاڼوکې زما په نامه(آصف بهاند)په بیل کړای شويوآرشیفونوکې پرتې دي.
بله مقاله چې ما پرهمدې ستونزو بحث ورباندې کړی دی هغه « زموږتعلیمي نظام اود جهادي کتابونولړۍ » نومیږي چې د۲۰۱۳ کال د پنځمې میاشتې په نیماي کې چاپ شوه(۲)
پردې موضوع باندې چې دنوي نسل اونوي افغانستان له پاره ډیره جدي ده، له نورالبشرنوید( ۳) اوآصف بهاند نه پرته،بل هیڅ چا غوږ ونه ګراوه.
« دجهاد کتاب » داسې ترتیب شوی چې نوی نسل د بربادۍ یعنې انتحارله پاره باید داسې آماده شي چې مصرف او وخت ورباندې ضایع نه شي، کتاب یې چې ولوست،په هرځای کې چې وي ځان الوزلوته چمتوکوي اوپه اصطلاح جنت ته د تګ لاره ورته پرانستل کیږي، ماشوم د جهاد په کتاب پسې لیواله ګرځي چې وې لولي،ځان والوزوي اوژر ځان جنت ته ورسوي.
چې ددې پروګرام چلونکو به څومره کوچنیان،ځوانان اوخلک تباه کړي وي،څوک نه پوهیږي؛ او اوس دا دی دهغې ډرامې بله برخه ستیژ ته راوړل شوه: ( جامعة الصالحات).
پخوا به دښوونې روزنې لارویانواوځینوسیاسي اشخاصود حل لاره دا ګڼله چې انتحاریان له پاکستان څخه رالیږل کیږي، په پاکستان کې باید دینې مدرسې وتړل شي، اوس دا دی نه یوازې هغه مدرسې ونه تړل شوې اولکه د لړم بچې هره ورځ یې زیږوي او رالیږي یې، بلکې له روانې دیموکراسۍ نه په استفادې سره ستاسوپه خپل کورکلي اوښارکې یې همدغه مدرسه داسې درته جوړه کړه چې عام خلک خولا څه کوې چې په خپله دولت له استخباراتوسره سره ورباندې خبرنه دی اوداسې یې وده کړې چې یوازې په کندوزکې په یوه مدرسه کې شپږزره نجونې ور روانې دي.
داشرف المدارس خبرد لومړي ځل له پاره ما په بي بي سي کې په انځوریزه بڼه ولید ( ۴) اوپه رښتیا ورته حیران شوم چې یا پاکه ربه په دې وطن کې څه روان دي اوپایله به یې څه وي. وروسته له هغه بیا هم په بي بي سي فارسی کې په لیکلې بڼه د اشرف المدارس په باب مالومات راغی (۵) اوبیا له کابل نه خپریدونکې« هشت صبح » (۶) ورځپاڼې دبي بي سي په حواله له خپلوتبصروسره خپورکړ،چې لنډیز یې داسې دی:
« داشرف المدارس په نامه مدرسه څلورکاله مخکې په کندوزکې د مولوي عبدالخالق اومفتي سراج الدین  په نامه د دې ولایت د با نفوذه ملایانوله خوا جوړه شوې ده او اوس شپږزره نجونې په هغه کې درس وايي. د دین اوسیاست ګډوله کومه ښوونه اوروزنه چې د کندوزپه اشرف المدارس مدرسه کې روانه ده، د افغانستان له فرهنګ او په افغانستان کې له رایجو دودونوسره په مغایرت کې ده. په دې ښوونه اوروزنه کې زده کوونکوته ویل کیږي چې د رادیواوریدل، د تلویزیون لیدل،عکس اخستل حرام دي؛ د ځینو ورځولکه: دمور ورځ، د ښوونکي ورځ،دنوی کال ورځ،دزیږیدو ورځ اوله کوره د باندې د ښځوکارکول حرام دي.اشرف المدارس د اوس له پاره په کندوز، تخار اوبغلان کې څانګې لري. چلونکي یې په نظرکې لري چې ورته مدرسې د افغانستان په نورو نهو ولایتونوکې پرانیزي.
هغه زده کوونکي چې د دې مدرسې له نظامي ډوله اصولوسرغړونه وکړي،تنبه کیږي. په تعلیمي نصاب کې دشاملومضامینواصلي مآخذونه اوسرچینې هغه کتابونه یاد شوي دي چې یوازې دمرګ زیری ورکوي اود انسان وجود له ډاره سره نښلوي. د ځینونومونه یې دا دي:
دقبرعذاب
دمرګ منظر
دبهشت ګاڼه
او... (۷)

پاسني یاد کتابونه په زرګونې ځلې زموږد خلکو دتیرایستلو اوله ژوند څخه دمنحرفولواوډارولو له پاره په ګاونډیوهیوادونوکې یا په عمدي ډول اویا په تجارتي بڼه چاپ شوي او افغانستان ته راوړل شوي دي. د آخرت دښه کیدوپه نیت اود ثوا ب دګټلوپه نامه څومره چې خرڅ شوي هغه خرڅ شوي، نوربیا وړیا هم ویشل شوي دي.ما په خپله یې په کابل کې په بیلابیلو سایزونو، بیلابیل چاپونه لیدلي دي، خو وروسته له نولس سوه دوه نويم (۱۹۹۲ ) کال نه دا لړۍ نوره هم تنده شوه اود دې کتابونواودې ته ورته نوروکتابونو بازار تود شو.   
د دې مدرسې مسولین په دې ویاړي چې زده کوونکي خپلې ګاڼې خرڅوي اوپیسې یې ښوونځي ته ورکوي. مدني فعالانواو د دولتي ښوونځيو زده کوونکو بي بي سي ته ویلي دي چې د دې مدرسې زده کوونکي له نورو خلکو سره په چلند کې یوازې لاندې دوې جملې تکراروي:
ــ ته کافرشوې،
ــ دا حرام دي(۵)
دبي بي سي د رپوټ له مخې په افغانستان کې ۱۳۰۰  نا ثبت شوې دینې مدرسې فعالې دي چې دولت ورباندې کنترول نه لري(۴) ټول هغه شاګردان چې په دې مدرسې یا دې ته ورته نوروهغومدرسوکې د دغسې درسي نصاب په دایره کې د زدکړو له پاره ناست دي، د دوی په غوږونوکې څه شی ورپوف کیږي. دا هغه څه دي چې په عمدي ډول د بهرنیانو له خوا زموږ د نوي نسل اوپه نږدې راتلونکې کې د ټولو افغانانواوټول افغانستان د بربادۍ د بنسټ د ډبرې حثیت لري ،اودشمن داسې هوښیار دی چې لکه دلستوڼي مار په خپل کور کاله کې او د دین په جامه کې خپل هدف داسې پرمخ بیايي چې زموږ ځینې خلک یې د دیني خدمت په نامه هرکلی کوي،جامې(حجاب) یې دخپل کلتور په نامه مني او ویاړ پرې کوي اوپه دفاعیه کې یې نیغ ولاړ هم وي.
کله چې دغه زده کوونکي له دې مدرسې څخه فارغ شي نومسولین یې په ویاړ سره خپلو کلو ښارونولیږي . دهغو اهداف مالوم دي چې زموږ دخلکو په تیره نوي نسل بربادي ده، که یې مخه ونه نیول شي نو...
د دې کار پایلې به ډیرې منفي اوتباه کوونکې وي. داسې تباه کوونکې څپې لري لکه سونامي چې په اندونیزیا اوجاپان باندې راغله،هغوی خوبه یې په خپل پیاوړي اقتصاد بیرته ورغوي، خو که زموږپه خلکواوپه تیره نوي نسل کې که دا مرض بیخي عام شو، بیا ورنه خلاصیدل مشکل نه، بلکې نا ممکن کاردی. د افراطیت په دغه مرض باندې زموږ د نوي نسل اخته کیدل زه یوه تباه کوونکې سونامي بولم.هیله ده په هره بڼه چې کیږي،مخه یې ونیول شي.
زه د افغانستان د ښوونې اوروزنې په برخه کې ځان مسول ګڼم اوددې برخې د یومسول  په توګه په زغرده وایم چې د وطن، خلکواوښوونیزنظام د لا فاسدیدواولا بربادیدوپه خاطرباید خپل غږاوچت کړم او ووایم چې: د ټولنیزژوند په هیڅ برخه کې افراطیت ښه نه دي،په تیره دنوي نسل په ښوونه اوروزنه کې. هیله ده چې نوربادرده فرهنګیان ،سیاسیون اوپه ځانګړي ډول د ښوونې اوروزنې د ډګر مسولین په هرممکن ډول چې وي، زما دغږملتیا وکړي څو د دغه افراط مخه ونیول شي.
موږ افغانانود ژوند په هره برخه کې دومره افراط کړی دی چې اوس کار له کاره تیر دی هر څه مو بد نامه کړي دي. موږ د خپلې ژبې حتی توري بد نامه کړي دي: رفیق ،ملګری،برادر،ورور،انډیوال،بریت،ږیره خولۍ پکول انقلاب او...
دهمدې دلیل پراساس زه دخود سانسورۍ په دایره کې د « مترقي ښوونې اوروزنې » توري نه شم کارولی. که زه ووایم چې مترقي ښوونه اوروزنه،منظور به دا وي چې هغه ښوونه اوروزنه چې په ورځني ژوند کې،په پرمختګ کې،له نورې دنیا سره دتمدن په کاروان کې دیوځای کیدو اوسیال کیدو کې په درد وخوري. که مې دا وویل ،سمدلاسه کمونست اوسورکافر کڼل کیږم اوسرمې هم د وهلو دی.
دا ښکاره خبره ده چې هیڅ مسلمان د اسلام دپیروئ اود اسلام د زدکړې مخالف نه دي،خوددیني تعلیماتو ترنامه لاندې دا ډول افراطیت چې د دښمن د پروګرامونوله پلي کولوسره مرسته کوي،نوی نسل او وطن بربادوي، زه یې په کلکه مخالف یم. د دینې مدرسو داسې پروګرامونه چې انسان دې له ټول ژوند نه لاس په سرشي، داهم سم نه دي. دین داري به  کو،خونه داسې چې زموږدینداري زموږد ځان او وطن دبربادۍ په بیه تمام شي.    
په بی بی سی کې د دې مدرسې دعکسونواوګزارش په خپریدوسره دا موضوع د ډیرو قلموالود پام وړ وګرځیده،هشت صبح دبي بي سي دخپرو شوو اسناد پر بنسټ خپله سیاسي مسا له ورسره ګډه کړه او دا یې د آی اس ای کار وباله چې تر ډیره حده له امکانه لرې نه ده.
یوزیات شمر زړه سواندو قلموالوپه بیلابیلو آدرسونوکې خپل غږاوچت کړ. له هغې ډلې نه پیاوړي اوپرکاره مورخ داکادیمسین کاندید اعظم سیستاني،ډاکترعبدالله کاظم،ملالۍ موسی نظام په افغان جرمن ویبپاڼه کې، په ډیر زړه سوي سره دا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول وګڼل. له دې سره سره چې زه دیادوښاغلو اوآغلوله خبروسره موافق یم، خوزما له پاره دا مسآله د ښځود حقونوتر پښو لاندې کیدونه ورآخوا بله لویه مسآله هم ده. دا د یو وطن د ښوونیز نظام فاسدیدل اوبربادیدل دي. د داسې مدرسوجوړول چې په خلکوکې په ځانګړي ډول په ځوانانوکې دافراطیت تباه کونکي تخم شیندي،چې هرچا کړی وي،که خپل وي که پردي ، دا زه د افغانستان د ښوونې اوروزنې په کرونده کې د یوه زهرجن تباه کونکي بوټي کرل او وده ګڼم.
قلموال کومه اجرایه قوا په لاس کې نه لري چې پرخلاف یې څه وکړي.ټول هغه سیاسیون اواداري مسولین(په تیره دمعارف وزارت) چې اوس عملا د کارونو واګي په لاس کې لري، باید د  دې پروسې د درولو له پاره عملي اقدام وکړي.
البته دا مدرسه ځینې مدافعین هم لري چې د دې مدرسې درسونه او د دغوشاګردانو دجامو آغوستل خپل کلتور ګڼي. ښاغلي مدافع په یوه مقاله کې د بي بي سي دا کار تیروتنه بللې ده اوویلي یې دي چې ولې یې د دې ښاغلي کلتور؟ ته په بده سترګه کتلي دي(۸) زه ددې ښاغلي ( ک.رنځور، چې په اغلب ګومان مستعار نوم به وي) د مقالې اودفاعیې په برخه کې څه نه وایم چې خبره اوږده نه شي، یوازې په ډیرې عاجزۍ سره عرض ورته کوم چې زه نه د بي بي سي کارکونکی یم اونه دفاع ورنه کوم، یوازینی مقصد مې دا دی چې نور زموږهیواد وال له افراطیت نه راواړول شي، نور زموږ نوی نسل د افراطیت اوتشدد دلارې لارویان نه شي. بیا زه دې ښاغلي ته دکلتورپه باب یوه لنډه یادونه کوم اود کلتور دښې پیژندنې له پاره یومآخذ ورته ښیم، ځکه چې دی کلتوریوازې په جامواوعقایدوپورې راخلاصه کوي.
دکلتوریافرهنګ یو تت شانتې انځورداسې ښوولای شو:
  د انسان دپیدایښت له پیل نه ترنن پورې، د ژوند په ټولو مادي اومعنوي برخوکې دبشریت لاس ته راوړنوته کلتور ویل کیږي،چې دنړۍ اوژوند دپیژندنې په برخه کې کارول کیږي. زه دې ښاغلي نه هیله کوم چې دکلتوردسمې پیژندنې له پاره د« کلتورپوهنه » ترسرلیک لاندې اثرحتمآ ولولي.( ۹ )
بیا هم وایم چې زه نه له بي بي سي دفاع کوم اونه بل کوم مقصد لرم،زما پرداسې خلکوزړه سوځي چې دا جامې خپل کلتورګڼي، دغه کلتور له کومه راغی؟ دغسې کالې چې څوک يې خپل کلتور اواسلامي حجا ب بولې، داسې چې یوخوځنده موجود اوه، اته متره ټوټه پرسر اچولې وي،

                                                     (۴)


                                                     (۴)                      
هیڅ ځای یې نه ښکاریږي، څوک څه پوهیږي چې تردې پردې لاندې دا متحرک موجود څوک دی؟ دا خپل دی که پردی؟ دوست دی که دښمن؟ نارینه دی که ښځینه؟ کورنی دی که بهرنی؟ په داسې حال کې چې په همدې روانه ورانونکې جګړه کې یوارنه، دوه وارې هم نه، بلکې په لسهاووځلې ترښځینه جامو اوپه اصطلاح اسلامي حجاب لاندې نارینه ګان اوبهرنیان دعامو خلکود وژنې اوزموږدوطن دورانولوله پاره رالیږل شوي دي. د جګړې دا ناروا ډرامه به ترڅه وخته روانه وي اود اسلام د دفاع په نامه به د بهرنیانوله شومواهدافونه افغانان قربانیږي.
هغه ښاغلي چې دا ډول کلتورغواړي، باید په دې پوه شي چې دغه ډول کالي اوحجاب نه اسلامي کلتوردی اونه د افغانانورواج سره اړخ لګوي. داسې حجاب یا کالي چې د یو انسان هیڅ ځای دې ښکاره نه شي، هغه وخت د بهرنیانوله خوا زموږ پرټولنې باندې وتپل شول چې خپل جاسوسان یې په کې پټول. یعنې دا حجاب او دا ډول کالي زموږ نه، بلکې وارداتي کلتوردی. د لومړي ځل له پاره له ۱۸۳۹م کال نه وروسته انګریزانودهغوکسانوله پاره جوړ او ور واغوستل چې دعامو وګړوله منځه یې د دوی له پاره جاسوسي کوله. ددې له پاره چې هغه جاسوس ونه  پیژندل شي، نو بوقرې یا همداسې حجابونه به یې اغوستل (۱۰)  
هغه څوک چې دغسې حجاب خپل کلتور ګڼي او دفاع ورنه کوي، د دغوکرښوله لوستلونه وروسته که په کورکې قرآن شریف لري، پاک الله دې حاضراوحضور وګڼي اوپه مقدس قرآن دې لاس کیږدي او ودې وایي چې د ده په کور،کلي اومالت کې اوپه خاص ډول د ده د پلار په کورکې د ده مور چې دی ورنه پیدا دی اود لوموړي ځل له پاره یې سترګې په همدې مقدس اوپاک موجود( دده مور) لګیدلي دي، دهغې همداسې جامې په تن وې اوهیڅ ځای یې نه ښکاریده؟
د دغسې کلتوراوافراطیت نه دفاع کول اود افراطي افکارو پلوي کول او د هغودودول، اسلام ته، انسان ته،افغان ته، افغانستان ته، کلتورته اوجهان  ته جفا او خیانت نه دی؟ ترڅوپورې به د نورو ډولونوته څڼې اړوو او روا  ناروا پروګرامونه به یې د خپلو هیواد والو اود خپل وطن د بربادۍ په بیه تطبیقوو.د خدای پار دی له دې کارونولاس واخلئ، خپل کور،کلی وطن اوعقیده مه خرابوئ!
په څونورومقالوکې ما د حل لارې له پاره د نورو لازمو شیانوترڅنګه د نظام بدلیدل غوښتي وو. دا افراطیت له همدې ټوپکي حکومت سره راغلی دی،اوس خپل اوج ته رسیدلی دی، دغه شان مدرسې یې زموږټولنې ته یوه له زهرو ډکه ډالۍ ده، ټولنه اوخلک یې تباه کړي دي، دهرې ستونزې لکۍ همدې ته رسیږي؛ځکه نوزه دنظام د بدلون وړاندیز بیا تکراروم، په تیره په افغانستان کې ښوونیز او روزنیز نظام باید بدل شي، له سره جوړ شي، داسې جوړشي چې دنوې نړۍ دپرمختګ د کاروان ټول اړین مسایل یې په لمن کې موجود وي.
مآخذونه:
۱-کریستیانا لیمب،دافغانستان یادښتونه،ژباړن:محمدزبیرشفیقی،میوندخپرندویه ټولنه،۱۳۸۳ کال،۱۱۲-۱۱۳ مخونه.

۲http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_as_zemonj_talimi_nezam_ao_jehadi_ketaboona.pdf
3- http:/www.bbc.co.uk/Pashto/interactivity/3512/50/125013_ss-nawed-jihad-book.shtml
4-http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2014/03/140301_k02-kunduz-madrasa-photo.shtml
5- http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2014/02/140228_k05_fundamentalism_girl_are_growing.shtml
6- http://8am.af/1392/12/12/denger-ashraf-almadares-rigid/
7- http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2014/03/140301_k02-kunduz-madrasa-photo.shtml
8- http://tolafghan.com/posts/28951

۹- (کلتورپوهنه،لیکوال:ب،ی،کانونینکه اوم . ګ بلدریوا،ژباړه دوکتورلطیف بهاند،د۲۰۰۰م کال چاپ،ناشر:دافغانستان علمي تحقیقاتي مرکز،)
۱۰- نعیمي محمد ابراهیم،اولاګلونه سوځي،چاپ ځای:دانش خپرندویه ټولنه،۲۰۱۲م کال،۲۲۲مخ