د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي ځواکونو د شهیدانولو په اړه د مدني ټولنې د همغږۍ مركز اعلاميه

د مدني ټولنې د همغږۍ مركز 08.03.2014 14:57

له يوې اوږدې مودې را هيسې متاسفانه بهرني ځواكونه په خپلو ړندو بمباريو كې افغان پوځ او ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې همدغه مساله د افغان دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د سختو ناندريو او اختلافاتو لامل هم ده. سره له دې چې افغان چارواکیو بیا بیا د دغسې غیر مسوولانه عملیاتو او بمباریو د درولو غوښتنه کړې، خو بهرنیو ځواکونو د دولت دې غوښتنې ته هم هیڅ پام نه دی کړی.
د مدني ټولنې همغږۍ مركز د څرخ د وړمې ورځې بمباري او دې ته ورته غیر مسوولانه پوځي عملیات په كلكه غندي، په دغسې بریدونو کې د وژل شويو پوځيانو كورنيو ته تسليت وايي او له بهرنيو ځواكونو غواړي چې د داسې اقداماتو څخه په كلكه ډده وكړي چې هيڅ توجيه نه لري.
همدارنګه د مدني ټولنې همغږۍ مركز په دې سخته اندېښنه ښيي چې څه موده وړاندې په كونړ او د بدخشان په وردوج كې پر افغان ځواكونو د پاكستاني استخباراتو په مرسته د بريد پر مهال له دوى نه د هوايي مرستې غوښتنه وشوه خو مرسته ورسره و نه شوه. ظاهراً پلمه دا وه چې افغان چارواكيو د دوى پر بمبارۍ بنديز لګولى دى، خو د پروان په سياه ګرد او د لوګر په څرخ كې بیا بمباري كېږي چې افغان ملكي وګړو او يا پوځ ته مرګ ژوبله اړوي.
د مدني ټولنې همغږۍ مركز له بهرنيو ځواكونو غواړي چې په دې اړه بايد خپله پاليسي شفافه او د افغان ولس له غوښتنو او ګټو سره همغږې كړي، كه دغسې ړندې بمبارۍ دوام وكړي افغان ولس به له نړيوالې ټولنې څخه بشپړ بيزار كړي.
په درناوي

د مدني ټولنې د همغږۍ مركز
مشرتابه شورا
د 1392 د كب 16 مه