د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مبارک دمارچ اتمه؟

پوهندوی آصف بهاند 08.03.2014 14:52

هرکال چې دښځې ورځ،دمور ورځ اویا په ښځوپورې اړوند بله کومه ورځ رارسیږي اویادیږي،ما ته دغولولو،تیرایستلواوپرښځوباندې دترسره شوواوروانوظلمونودانځورولو له پاره دلغاتولښکرراروان وي اوراته وايي چې دا دی موږ تیاریو،موږوکاروه،ددې موجود( ښځګلې ) دغه اوسنی حالت ورباندې انځورکړه او...
له نن نه پخوا،ما ترخپلې وسې پورې دښځوله پاره په بیلابیلوپلمواومناسبتونو،شعرونه اومقالې لیکلي اوخپاره کړي دي.دغونږدې تیروکلونوکې یې دوې نمونې دا دي:
1-http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/naimi_a_aula_gulona_swazi.pdf
2-http://tolafghan.com/posts/27143
خو نوردښځوپه باب له څه ویلو اوپردوی باندې دروانوظلمونوله لیدلو اوانځورلونه ستړی یم،شرمیږم او...
هرځلې چې په چاپي اوانځوریزوخپرونوکې،ویبپاڼواویا دمخکتاب په پاڼوکې:
ــ په روزګان کې د پزپرې کړې عایشې،
ــ په بغلان کې د نوکانو اوویښتانو ایستلې اوپه انبورسره دبدن دغوښوشکیدلې سحرګلې،
ــ په کندز کې دژب پرې کړې منیژې،
ــ په کونړکې دغاړې پرې شوې شبانې،
ــ په هرات کې دشونډ پرې کړې ستارې،
ــ دافغانستان په بیلابیلوسیمو،په تیره هرات کې دلسګونوځوانوښځواونجونوځان سوځونې،
ــ او...
دقرباني شووښځواونجونوخبرونه لولم اوانځورونه یې ګورم،داسې شرمیږم چې غواړم پاس توکړم چې لاړې مې بیرته پرخپل مخ راولویږي.هرځلې مې چې دیادوښځواونجونوانځورونه ترسترګو کیږي،سترګې ورنه اړوم،ښکته ګورم اودشرم خولې راباندې راماتیږي،
دیوه نارینه په توګه،
دیوه افغان په توګه،
دیوه انسان په توګه،
داسې فشار راباندې راځي لکه چې څوک غرونه راته پرسر باروي اوتردې فشارلاندې ځان هیڅ راته ښکاري.
چیرې مې دچا دمخکتا ب پاڼې سره اړولې چې دڅووم ځل له پاره دپزپرې کړې عایشې،پزپرې کړی انځورپه مخه راغی.سخت حالت راباندې مستولي شو،داسې مې انګیرل چې په مځکه ننوزم او...
دهماغې شیبې حالت مې دیو آزاد شعرپه قالب کې،پرښځوباندې دافغاني ظلم په دایره کې دیوې راګیرافغان میرمنې دزړه دتل غږپه ډول،دکلماتوپه جامه کې انځورکړی دی اودادی دسږني ۲۰۱۴ کال دمارچ داتمې په پلمه یې خپروم:

                                         مبارک دمارچ اتمه ؟     

چا څه وکړل،چا ونه کړل
که وبد اوکه یې ښه کړل
زه بې څه کړم،اوس یې وکړل
چا مې غوښې په انبور
چا غوږونه په بیاتي
چاهم پزه په چاړه
چاهم شونډې په چاکو
چا ویښتان منګول کې یوړل
چاهم ګوتې رانه پرې کړې
چالاسونه چا هم مټې وریبلې
چا هم پښې په تبرګي
چابندونه رانه غوڅ کړل
چامې غاړه،چامې مراندو
اورګونوکې لوګډ کړ
چا بدله په څاوري کړم
چا پولغوهم له غوایي کړم
چا هم خرڅه په پردي کړم
چا هم زهردژبې راکړل
اوچا ...
بل څوک نه و،
نه دښمن اونه پردي وو
دا مې خپل،دا مې عزیزدخپل کاله و
یا مې ورور،یا مې هم پلاراویا میړه و
بیا به کوم یو،په کوم مخ پاس راته ګوري
بیا به کوم په کوموسترګوراته وايي:
چې خورجانې
اومورجانې
ښځې جانې !
داګل واخله،دا ګل ستا دی
دمور ورځ
دښځې ورځ دې مبارک شه ! ؟؟؟

                                      ۱۴،۰۱،۲۰۱۴