د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا زلمی رسول به ۵.۵ فیصده رایه تر لاسه کړي؟

نیکمل یون 06.03.2014 12:30

ښه خبره داده چې تیرې ورته واقعې او یا منل شوي ماډلونه په پام کې ونیسو، ترڅو رېښتینې یا نسبي په واقعیتونو ولاړ او نسبي منل شوی تحلیل د یوې موضوع په هکله وکړو. پر همدې بنسټ، د تیرو ټاکنو نوماند حامد کرزی له اوسني نوماند زلمي رسول سره  پرتله کوو څو دا ثابته کړو چې ایا زلمی به وشي کولی حتا ۵.۵ فیصده رایه تر لاسه کړي؟
۱: د استاد برهان الدین رباني جمعیت اسلامي، د استاد سیاف دعوت اسلامي، د صبغت الله مجددي نجات اسلامي، د پیر ګیلاني محاذ اسلامي، د موسی هوتک حرکت اسلامي، د جنرال دوستم جنبش اسلامي، د استاد محقق او استاد خلیلي وحدت اسلامي، د منصور نادري پیوند ملی ګوند، د ارغندیوال حزب اسلامي افغانستان، د ډاکټر انوار الحق احدي افغان ملت، د اسماعیل یون ملي تحریک، د تیرو حکومتونو څخه راپاتې ګوندونو او... چې په حکومت او ولس کې پراخ نفوس لري، ملاتړ له حامد کرزي سره وه، خو زلمی ددې یوې ډلې ملاتړ هم له ځان سره نه لري بلکې یواځې د حزب اسلامي شپږمه برخه چې حکمتیار سیاسي دوکانداران بللي او کوم خاص ولسي ملاتړ هم نه لري له زلمي نه ظاهرآ ملاتړ کوي.  
۲: د بلخ والي نه بغیر، د ټولو والیانو، وزیرانو، ولسوالانو او... د خپلو مرستیالانو ملاتړ د حامد کرزي سره وه، خو زلمي سره د څو محدودو والیانو، وزیرانو او ولسوالانو ملاتړ دی. د بیلګې په توګه، نه ورسره د مالې وزیر، نه ورسره د اقوام او قبایلو وزیر او نه ورسره د صحت عامې وزيرې ملاتړ شته . . .
۳: له کرزي سره د پښتنو تقریبآ د ټولو قبیلو لکه نیازيو، ستانکزيو، هوتخیلو، خروټو، ناصرو او... ملاتړ وه ، خو زلمي سره د پښتنو یوه لویه قبیله هم نشته.
 ۴: حامد کرزی برحاله ولسمشر وه نو ځکه ډېری په دې فکر وه چې د نوموړي د ګټو چانس زیا دی نوځکه ډېرو کوښښ کوه چې رایه ورته ورکړي ترڅو په راتلونکي حکومت کې ځای ولري خوس اوس له زلمی رسول څخه صرف څو معامله ګرو ملاتړ کړی نوځکه حتی د محسوسه رایو کټولو امکان یی هم نشته.  
۵: په تیره دوره کې ډېرو غیرو اپوزېسیونو او پښتنو فکر کوه، چې د ولسمشر اصلي سیال ډاکټر عبدالله دی او که چیرې ګټونکی شي د هیواد حالت به بیخي بله خوا ولاړ شي نوځکه حامد کرزي ته یې رایه ورکړه، خو اوس ټول فکر کوي چې مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني دی او سیال یې بیا هم ډاکټر عبدالله نو ځکه غوره ګڼي چې رایه په زلمي ضایعه نه کړي.
۶: د حامد کرزي ولسي ملاتړ زیاد وه، پوهه یې لوړه ده او ملي او بین المللي اعتبار یې څو برابره زیاد وه نو ځکه په ملي کچه یې نسبي زیاد ملاتړ  لره خو زلمی له دې ټولو خصوصیاتو خالي دی او حتا د هېواد په ملي او رسمي ژبه خبرې نه شي کولی.  
۷: په تېره دوره کې دومره درغلي شوې ، چې بیا به د هېواد په تاریخ ې دومره درغلي ونه شي. اوس هېوادوال ډېر ویښ شوي، نړیوالې ټولنې څارونکي به ډېر زیاد وي او د سیالو نوماندانو قوت ډېر لوړ دی (داکټر اشرف غنی احمدزی او داکټر عبدالله عبدالله) نو ځکه دا به هم ګرانه وي چې ووایو زلمی به په درغلیو حتا شپږم ځای خپل کړي.
۸: له حامد کرزي سره په تیره دوره کې د غربي هیوادونو اړیکې تر دې کچې بې خونده نه وې لکه اوس چې حتا اعتبار یی سفري نقطې ته راغلی چې هیڅکله به غربي نړۍ دې ته زړه ښه نه کړي چې د حامد کرزي د خوښې (مشکوک) نوماند ملاتړ وکړي.
۹: دا سمه ده چې د زلمي رسول لمړی مرستیال د نظار شورا غړی دی خو دا باید ومنو چې نظار شورا د جمعیت اسلامي ګوند یوه شاخه ده خو دواړو د نظار شورا او جمعیت اسلامي ګوند له ډاکټر عبد الله څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او تر کومه ځایه چې د تاجک افغانانو د رایو موضوع ده، کله چې عبدالله عبدالله ، یونس قانوني، قسیم فهیم، عطا محمد نور او... وي احمد ضیا ته صبر دی نو ځکه خو دا ښاغلی نشي کولی چې حتا له پنجشیر نه ۱۲۰ رايي راوړي او دا باید هم په پام کې ولرو چې د تاجک افغانانو ډېره رایه ډاکټر اشرف غني احمدزي او استاد سیاف ته روانه ده او د زلمي رسول دویمه مرستیاله هغه څوک ده چې د محقق او خلیلي په شتون کې حتا د هزاره افغانانو دوه سوه رایي هم نشي راوړی.
ددې ټولو امکاناتو او ځواک سره سره، حامد کرزي ۴۹ فیصده رایه تر لاسه کړه او ټاکنې دویم پړاو ته و غځیدې نو اوس به کومه معجزه کیږي چې د کرزي د خوښې (مشکوک) نوماند یعنې زلمی رسول به حتا ۵.۵ فیصده رایه ترلاسه کړي؟!؟!