د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان په بن ښار کې د ارواښاد مموزی د جنازی خبرتيا

نظرمحمد سلطانزی 02.03.2014 16:02

انالله وانا الیه راجعون  
 
دافغانستان دپوهنې اوروزنې وزارت دپلټنې ریاست پخوانی ر‌ئیس لیکوال اوملي شخصیت ارواښاد محترم عبدالمحمد مموزﺉ له ډیری مودی دورپیښی شوې ناروغۍ له کبله دفیبروري په ۲۶ نیټه دآلمان دبن په ښار کې په حق ورسید .
دارواښاد مموزی صیب خدمتونه او ملي روحیه دښوونې اوروزنې په ساحه کې ټولو روڼ آندو افغانانو ته جوته ده. ارواښاد مموزﺉ صیب په هجرت او جلاوطنۍ کی هم دوطن په ناورین کې خپل ملې دریځ روښانه ساتلی وه.
دمموزی صیب دکورنۍ پاتی ټولوغړوته درب العالمین څخه دجمیل صبرغوښتونکی او مرحوم مموزی صیب ته فردوس جنت غواړم.
دمموزی صیب دجنازې مراسم دجمعې ورځ دماسپیښین په یوه بجه دفیبروری دمیاشتی په ۲۸ نیټه ۲۰۱۴ کال دجمعې دلمانځه داداکولو نه وروسته دجرمنی دبن په ښار کی واخیستل شوه.
دارواښاد دمموزی صیب جنازه دسه شنبې په ورځ دمارچ میاشتې په څلورمه نیټه         (۴ مارچ) دروان کال ۲۰۱۴ دماسپښین په دریوبجو دفرانکفورت هوايي ډکرڅخه دکابل هوايي ډګرخواته انتقال کیږي اود چهارشنبې په ورځ دمارچ میاشتې په پینځمه نیټه (۵ مارچ ) دافغانستان په وخت دسهارپه نهوبجو(۹ بجې ) دکابل هوايي ډګرته رسیږي . دجنازې دمراسموداداکولونه وروسته دارواښاد دمموزي صیب جنازه دمیدان وردګوولایت نرخ ولسوالی په پلرنۍ هدیره کې خاوروته سپارل کیږي . 
 
  تلیفوني اړیکې :
0093 797 455 807