د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تحول ورځپاڼه: د ملت بېلابېل قشرونه سره يو کېږي

سيف الله ساپی 25.02.2014 08:08

 

تحول ورځپاڼه:
د ملت بېلابېل قشرونه سره یو کېږي

 

سیف الله ساپی

د جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات جبهه هم د پیر سید احمد ګیلاني د ملي اسلامي محاذ په څېر د ډاکتر اشرف غني احمدزي په څنګ کې ودرېده او په دې ډول له ډاکتر احمدزي څخه د افغانستان د لویو پیرانو او لویو جهادي ډلو ملاتړ یقیني شو. تر دې دمخه د افغانستان د اسماعلیه فرقې د پیرانو او مشایخو کورنۍ هم له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

 پیرانو او مشایخو نه یوازې په افغانستان کې بلکې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې مهم نقش لوبولی دی. تاریخونه راته وایي چې په ګڼو موردونو کې پاچهان د دوی په مټ او د دوی په دعا د سلطنت تختونو ته رسېدلي دي. اوس چې د دموکراسي زمانه ده او هر څوک د رایې حق لري، نو هم په انتخاباتو کې او د ملت د برخلیک په ټاکلو کې د مشایخو له نفوذ او تاثیر څخه انکار نه شي کېدلای. 

 پیر صاحب سید احمد ګیلاني د حضرت عبدالقادر ګیلاني علیه رحمه لمسی دی. حضرت قادر جیلاني په افغاني ټولنه کې د پیران پیر او د لوی پیر په نوم شهرت لري. رحمان بابا ته په یوه منسوب بیت کې لولو چې:

 زه رحمان چې غشي ولم خطا نه ځي

 په بغداد کې مې کامل کامل پیران شته

د ادبپوهانو په نظر له کاملو پیرانو څخه منظور حضرت عبدالقادر ګیلاني ( رح) او د هغوی د درانه خاندان نور پیران او مشایخ دي.

 دغه راز حضرت صبغت الله مجددي هم د اسلامي دنیا د ډېر لوی عالم او عارف حضرت احمد سرهندي ( رح) لمسی دی چې د هند په نیمه وچه، افغانستان، منځنۍ اسیا او نوره اسلامي دنیا کې د حضرت مجدد الف ثاني په نوم شهرت لري. حضرت مجدد الف ثاني ته د اسلام د تاریخ په دویمه زرۍ کې د اسلام د مبارک دین د ژغورونکي په سترګه کتل شوي دي.

 که افغانستان ته راشو نو په زغرده ویلای شو چې د پیر صاحب او حضرت صاحب کورنیو زموږ په معاصر تاریخ کې د خلکو تر منځ د اتفاق او وحدت د راوستلو، د سولې د ټینګولو  او خلکو ته د ارشاد په کولو کې خورا لویه برخه لرلې ده او کله چې جهاد لازم شوی دی نو همدې مشایخو خلک جهاد ته رابللي دي او د هېواد د  استقلال په ګټلو کې  او د محمدي غرا شریعت په حمایت کې یې د ولس هدایت او رهنمايي کړې ده.

د مسلمانانو په تاریخونو کې ډېر ځله راغلي دي چې حضراتو، مشایخو او پیرانو د حکومتونو په جوړولو او د اسلامي ټولنې په خوندي کولو کې اصلي نقش لوبولی دی. تاریخونه وایي چې د سلطان محمود غزنوي په کامیابیو کې د حضرت خواجه ابومحمد چشتي د دعاګانو برخه وه. دغه راز سلطان معزالدین غوري ته حضرت معین الدین چشتي علیه الرحمه دعا ګانې کړې وې چې بري یې په نصیب شول. په تاریخونو کې دا هم راغلي دي چې دا نظام الدین اولیا و چې علاوالدین غلجی یې د ډیلي د تخت څښتن کړ.

 مونږ له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه د مشایخو د تر ټولو لویو کورنیو حمایت نه یوازې په سیاسي لحاظ ډېر مهم ګڼلای شو بلکې په معنوي او روحاني لحاظ یې هم باید د ډاکتر اشرف غني احمدزي د پلویانو لپاره یو لوی زیری وبولو.

 تر اوسه پورې داسې ګومان کېده چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټیم اصلي تکیه په تعلیم یافته ځوانانو او روشنفکرانو ده خو له دغه ټیم څخه د پیر صاحب سید احمد ګیلاني او حضرت صاحب صبغت الله مجددي ملاتړ او د ملي اسلامي محاذ او د ملي نجات د جبهې د لویو جهادٍي ګوندونو حمایت وښودله چې نه یوازې تعلیم یافته ځوانان بلکې مشایخ او اکثره مجاهدین هم د ډاکتر اشرف غني احمدزي پلویان دي. یاده دې وي چې ځینو نورو مهمو جهادي او اسلامي تنظیمونو هم د ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي د کاندیداتوري ملاتړ اعلان کړی دی. د مثال لپاره به د ( حرکت ملت اسلامي ) ګوند یاد کړو چې د تېرې شنبې په ورځ یې د زرګونو کسانو په لویه غونډه کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي له ټیم څخه خپل حمایت اعلام کړ. په دې سربېره د جهاد په کلونو کې  د افغانستان د دیني علماوو تر ټولو لوی تنظیم یعنې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشرانو او لیډرانو هم د حمل د شپاړلسمې نېټې په انتخاباتو کې له ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

 دغه تحولات نه یوازې د انتخاباتو په نتیجو باندې ډېر اثر لري بلکې په افغاني ټولنه کې د مختلفو قشرونو تر منځ د اتفاق او وحدت د واضحو علایمو په سترګه ورته کتلای شو. کله چې د عصري علومو له یوه لوی استاد څخه لوی مشایخ ملاتړ وکړي او کله چې ځوانان او د قوم مشران د یو بل په څنګ کې ودرېږي او په یوه لاره روان شي، دا د ملت تر منځ په ټینګ وحدت او د افغان ولس په دوراندېشۍ باندې دلالت کوي.

 اوس ډېر امېد شته چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم به نه یوازې انتخابات وګټي بلکې ملت به هم سره یو موټی او واحد وساتي او کله چې د ملت د مختلفو اقشارو په منځ کې وحدت او اتفاق ټینګ وي نو د جنګ، ناامنۍ او بېوزلۍ له بلاګانو سره مقابله او مجاهده اسانه کېږي.