د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آزادی یعنی څه؟

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 23.02.2014 20:39

د آزادئ ټکئ هغه کلمه ده چی نن سبا د هرچا په خوله ښکته پورته کیږی، هرڅوک یی غواړی او هر څوک یی هیله مند ده ولی معنی یی ښایی د بیلابیلو وګړو په اند بیله وی او همدا د معنی بیلتون ده چی انسانی ټولنه په بیلابیلو ډلو ټپلو ویشی.
د آزادئ معنی ښایی د ځنې وګړو په اند دا وی چی د انسان زړه هرڅه غواړی نو له کوم خنډ او بندیز پرته یی د کولو واک ولری. هیڅ کوم قانون یا مقام یی مخه ونه نیسی او پدی اړه د هیڅ ډؤل قانون یا مقام د لارښودنی منلو ته اړ نه وی. پدی معنی آزادی د نړئ په مخ ښایی هیڅ شتون ونلری او که فرض کړو چی انسان دی همداسی آزاد وی نو پدی صورت کی د انسان او یو وحشی ځناور تر منځ توپیر له منځه ځی او انسان نه داسی یو څاروئ جوړیږی چی بل د هیچا حق او عزت ته درناوئ نه کوی او څه یی چی زړه غواړی هغه کوی. خپله ګېده له هری ممکنی لاری څخه ډکوی، خپله جنسی اړتیا له هر ډؤل قانونی او اخلاقی مسولیت او خنډ پرته پوره کوی او دی ته ورته نوری ټولی چاری څنګه یی چی زړه غواړی سر ته رسوی.
دا چی له یوی خوا دا ډؤل آزادی د انسان او یوه ځناور ترمنځ توپیر له منځه وړی او له بلی خوا د انسان او ځناور ترمنځ د توپیر شتون اړین ده لدی کبله انسان اړ ده چی خپل ټول کړه وړه د یوه قانونی چوکاټ د ننه تنظیم او لدی چوکاټ څخه بهر له څه کولو څخه ځان وژغوری. ددی ډؤل قانونی چوکاټ په غوره کولو کی انسان په الهی او بشری دواړو قوانینو کی آزاد ده او کولئ شی چی هغه قانونی چوکاټ پخپله خوښه غوره کړی د کوم د ننه چی باید هغه د ځمکی په مخ ژوند وکړی، د خپلی خوښې د قانون د غوره کولو وروسته هغه آزاد نه بلکه خپل غوره شوی قانون ته مسول او ځواب ویونکئ ده.
د قانونی چوکاټ د همدی غوراوی په بنسټ انسانی ټولنه په لاندی دری ډلو ویشل کیدای شی:
لمړئ هغه انسانی ټولنه چی خپل ټول کړه وړه په بشپړ ډؤل د الهی قانون په چوکاټ کی د ننه کوی، هغه څه کوی چی الهی قانون یی ورته د کولو امر کوی او له هغه کړو وړو څخه ځان ساتی چی الهی قانون یی تری منعه کوی. دا ډله انسانی ټولنی ته بشپړه مسلمانه ټولنه وایی پدی معنی چی دا ډله انسانان د بشر له خوا د جوړ شوی قانونی، کلتوری او نورو بندیزونو څخه آزاد مګر د الهی قانون د چوکاټ څخه آزاد نه بلکه د سرغړونی په وخت الهی قانون ته مسول او ځواب ویونکی دی.
دوهمه ډله هغه انسانی ټولنه ده چی الهی قانونی چوکاټ یی نده غوره کړئ، ځان ته پخپله قانون جوړوی، د خپل جوړ شوی قانونی د چوکاټ د ننه خپل کړه وړه تنظیموی. دا آزادی که پدی معنی ومنو چی یواځی پخپله خوښه د جوړ شوی قانون په چوکاټ کی خپل کړه وړه تنظیموی نو ورته آزاده انسانی ټولنه وییلئ شو مګر که له بل لیدلوری څخه ورته وګورو نو دا ډله هم لږ تر لږه د یوه قانونی چوکاټ په داخل کی مسول او نوموړی قانون ته ځواب ویونکی ده نو پدی بنسټ یی آزاده انسانی ټولنه نشو منلئ. دا ډله انسانی ټولنه الهی قانون ته ځان مسول نه ګڼی، الهی قانون نه منی، یا په الهی قانون کی وخت په وخت پخپله خوښه بدلون راوړی لدی کبله دی ډلی انسانی ټولنی ته بی دینه (سیکولر) ټولنه وییل کیږی.
دریمه ډله انسانی ټولنه هغه ده چی دوی ددی دوه قوانینو تر منځ منځغاړی دریځ لری، پدی معنی چی د الهی او بشری قوانینو د یوی ګډولې په چوکاټ کی خپل کړه وړه سر ته رسوی. د دوی قانون د الهی او بشری قانون یوه ګډوله وی. یو لړ کارونه یی د الهی قانون په رڼا کی تنظمیوی مګر په نورو کړو وړو کی الهی قانون ته پام نه کوی یا یی نه منی. د بیلګی په ډؤل الهی قانون یواځې دینی ارکانو د بیلګی په ډؤل مونځ، روژې، زکات، حج او دی ته ورته نورو چارو پوری محدود ګڼی او په نورو چارو د بیلګی په ډؤل اقتصادی، سیاسی، بهرنئ پالیسئ او دی ته ورته نورو چارو کی د بشر له خوا جوړ شوی نور قوانین پلی کوی. یا په نورو ټکو دین او سیاست بیل ګڼی، دولتی چاری د الهی قانون څخه آزادی ګڼی. ددی ډلی انسانی ټولنی په اړه که کره څېړنه وشی په حقیقت کی دا ټولنه ترټولو ډېره له آزادئ بی برخی ښکاری ځکه دوی مجبور دی چی خپل کړه وړه د یوه قانونی چوکاټ په ځای په دوه قانونی چوکاټونو کی تنظیم کړی. دا ډله وګړی له یوی خوا الهی قانون او له بلی خوا بشری قانون ته مسول او ځواب ویونکی دی.
پورتنیو څو ټکو ته په پام سره سړئ وییلئ شی چی هیڅ انسان اصلا په بشپړ ډؤل آزاد نده او که انسان په بشپړ ډؤل آزاد ومنو نو په حقیقت کی هغه له انسانی ډلی څخه بهر او د څارویو په ډله کی شاملیږی. نو دا پوښتنه په ځای پاتی کیږی چی آزادی یعنی څه او آزاد انسان څوک او چېرته ده؟
په درنښت.