د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په اړه دمصور بنسټ مطبوعاتي اعلامیه

مصور بنسټ 20.02.2014 11:57

د فبروري یویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده، د ۱۹۵۲ کال  د فبروري په ۲۱ پاکستانیو پولیسو ګڼ بنګالي محصلین له خپلې ژبې څخه د ننګې او دفاع له امله ووژل. د ۱۹۹۹ د نومبر له ۱۷ راهیسېهر کال دفبروري ۲۱  په بېلابېلو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د فبروري یویشتمه د افغانستان په څېر جګړه ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو ته د ژبو او زده کړو د ودې او پالنې لپاره ښه زېری او الهام لري، ځکه په افغانستان کې لا هم ژبو ته  د یوې سیاسي پدیدې په سترګه کتل کېږي. سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې حکومت د ژبو د ودې په پلان ا وفعالیت مکلف دی، خو لا هم په دې برخه کې کوټلي او عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
په افغانستان کې لا هم د ژبو پر وړاندې بې غوري، تربګني او ناانډولي موجوده ده. له همدې امله لا هم د پلازمېنې په ګډون په ګڼو لویو ښارونو او ولایتونو کې ګڼ ماشومان په خپلو مورنیو ژبو له زده کړې څخه بې برخې دي. د هېواد د اساسي قانون پرخلاف لا هم په ښوونځیو، ادارو، خپرونو او رسنیو کې هر څه په یوه خاص ژبه دي، د پښتو ژبې په ګډون ګڼې نورې افغاني ژبې  او د هغو ویونکي د دغو ناانډولیوله امله له خپل حق نه بې برخې دي.
په مورنۍ ژبه زده کړه هم د ماشومانو حق دی او هم یوه مهمه اړتیا، ځکه که کتاب، ښوونکی او تدریس په مورنۍ ژبه وي، نو زده کوونکي چټکه زده کړه کوي، د کلیمو زېرمه یې بډایه کېږي. درسي  موضوعات ژر اخلي او ښه یې تعبيروي،د نورو ژبو زده کړه ورته اسانېږي،په تفاهم او پوهاوي کې پياوړی کېږي،IQیې لوړه روزل کېږي، له زده کړې ښه او پوره ګټه اخلي، او له نړيوالتوب سره اسانه تطابق کولای شي.
که زده کړه په مورنۍ ژبه وي، نو زده کوونکي پر ځان باور پیدا کوي، له اروایي عقدو خوندي وي، لوړ احساساتي لياقت (EI)پکې روزل کېږي،د ناکامۍ او محروميت له احساس څخه خلاص وي،متوازن او حوصله لرونکى شخصيت ترې جوړېږي.
مصور بنسټ په افغان حکومت په ځانګړي ډول په پوهنې او اطلاعاتو و کلتور وزارت غږ کوي چې د ژبو  متوازن پرمختګ ته پام وکړي او افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبو د زده کړو او رسنیزو خپرونو د اورېدلو او ننداره کولو اسانتیاوې برابرې کړي.