د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا په ټاکنو کې د حزب اسلامی ګډون بریا ده! او که تسلیمیدل؟!

احمدالله سیلاب 19.02.2014 20:58

آیا په ټاکنو کې د حزب اسلامی ګډون بریا ده؟!! او که تسلیمیدل؟!!
څو ورځې مخکې مې له یو ملګری نه واوریدل چې د حزب اسلامی افغانستان امیر حکمتیار په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حزب د سیاسی کمیټې د پخوانی مشر قطب الدین هلال ملاتړ وکړ او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې ټول باید هلال ته خپله رایه ورکړي ترڅو چې په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شی او د افغانستان راتلونکی ولسمشر وټاکل شی، کله مې چې دغه خبر واوریده یقینا چې باور مې پرې ونه کړ ځکه چې څو میاشتې مخکې ما خپله له بی بی سی سره د هلال غږیزه مرکه واوریدله او خبریال ډیر کوشش وکړ چې د هلال له خولې دا خبره راوباسې چې حکمتیار له نوموړی سره موافق دی او کنه؟! خو هلال به خبره یوې خوا او بلې خوا ته اړوله چې زه اوس هم حزب ته متعهد یم او په افغانستان کې یو حزب دی هلال ډیر کوشش وکړ چې د حکمتیار د ملاتړ په اړه کومه خبره ونه کړي، خبریال هم ډیر بلا ؤ آخر یې را ټینګ کړ بالآخره هلال ورته وویل چې نه دا زما شخصی کار دی او زه په خپله په ټاکنو کې برخه اخلم او د افغانستان راتلونکی احتمالی ولسمشر یم، زه به هغه کارونه وکړم چې حکمتیار صیب یی غواړی نو خبریال ورته وویل چې دا څنګه خبره ده چې ته د حکمتیار له طرفه نه یې را استول شوی او دا هم نه منې چې نوموړی له تا سره موافق دی او بیا وایې چې زه به داسې یو حکومت جوړ کړم چې حکمتیار ته به هم د منلو وړ وي؟!
په هر صورت هلال پدې قانع نه شو چې حکمتیار یې ملاتړئ دی،که حقیقت ووایو پدغه وخت کې اکثره حزبی پلوه مخلص مجاهدین پدې سره ډیر خواشیني شول چې ولې هلال د حزب په نماینده ګی ځان نوماند کړی دی؟! ځکه چې دوی دولس کاله د امریکایانو او د اوسني حکومت په مقابل کې سخته وسلواله مبارزه وکړه، په زیاته پیمانه شهیدان او ټپیان شول سربیره پردې مالي قرباني یې هم ورکړې نو بیا ولې د دوی دولس کلنه مبارزه د چوکۍ په مقابل کې په سیند لاهو شي؟! کله چې حکمتیار د اکثریت حزبیانو سخت مخالفت ولید، نو د خپل عادت له مخې یې د هلال نوماندي په ډیرو کلکو ټکو وغندله، او د حکمتیار په شمول څو لوړ پوړو حزبی چارواکو د هلال نوماندی د هغه شخصی نظر وباله او زیاته یې کړه چې هلال ډیر مخکې استعفا وړاندې کړې ده نوموړی اوس مهال د حزب اسلامی افغانستان ګوند لخوا څخه له خپلې دندې معزول شوی دی او په هیڅ صورت هلال د حزب نماینده ګي نه شی کولای.
کله چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وخت په رانژیدې کیدو شو د حکمتیار ټولې خبرې سرچپه شوې، مخکې به یې په هر ویډیوئی او لیکلي پیغام کې دا خبره تکراروله چې په هیڅ صورت به د خارجي ځواکونو په شتون سره په ټاکنو کې ونډه وانخلي، خو دا ځل بیا په داسې ګډوډو سره سر شو چې اکثره هغه کسان چې له سوشل میډیا سره هیڅ تړاو نه لري او یا ورسره نابلد دي که چیرته د حکمتیار اوسنی خبرې ورته وکړې نو کیدای شی چې جګړه درسره وکړي خاصتا هغه پخواني حزبیان چې د روس په وخت کې یې د نوموړی تر قیادت لاندې جهاد کړی دی، نه پوهیږم چې حکمتیار ولې پدې آخر کې خپل استقامت له لاسه ورکړ، او دومر زر یې پښې وښویدې؟! اوس د نوموړی شخصیت تر پوښتنو لاندې راځي آیا د حکمتیار دولس کلنه مبارزه په ناحقه وه او که د افغانستان اوسنی حکومت اسلامی شو چې نوموړی په ټاکنو کې برخه اخلي او خپلو پلویان تشویقوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او هلال ته خپله رایه ورکړئ.
ډیر د تأسف ځای دی چې پدې وروستی پړاو کې یې تسلیمیدو ته غاړه کیښودله، تر دې نه به دا ډیره ښه وای چې د اشغال په اول وختونو کې یې دا کار کړی وای یو خوا به د نوموړی د چوکۍ ارمان پوره شوی وای او بل به په سلګونو هیوادوال د نوموړی تر قیادت لاندې نه ؤ شهیدان شوي، او تر ټولو مهمه به دا وه چې د مجاهدینو ترمنځ به خپلمنځي جګړې منځته نه وې راغلې، او هم به د افغانستان مجاهد ولس د اربکیانو له ناوړه کړنو څخه په امن ؤ ځکه چې په هر ولایت کې د اربکیانو لوړ پوړي چارواکي د حکمتیار مخکیني پلویان دی اوسمهال هم ځان حزب ته منسوبوي او حکمتیار خپل امیر بولي که نور هیڅ نه وای شوی نو د اربکیانو له شره خو به خلاص ؤ او خبره به ډیره صفا شوې وه دښمن او دوست خو به سره معلوم شوی ؤ.
دا چې لیکنه ډیره اوږده نشي اوس مو پام راګرځوم یوې عجیبې ډرامې ته چې د حزب د لوړ پوړو چارواکو له لوری جوړه شوې ده چې په لاندې کرښو کې به وړاندې شی، کله چې حکمتیار د هلال نوماندي تأئید کړه نو اکثره حزبیان ورنه نارازه شول حتی تردې پورې چې ډیر حزبیان یې اوس هم نه مني چې حکمتیار د هلال ملاتړ کړی دی ځکه چې دوی ډیر مخلص دي او د حکمتیار په مخکینیو فریبونو باندې غولیدلی دی نو دا به څنګه ومني چې دومره لوی شخصیت چې تر پرون پورې یې نارې وهلې چې د کابل حکومت د امریکایانو لاسپوڅي دی او په هیڅ صورت به د حکومت په چارو کې برخه وانخلي نن به څنګه داسې وکړي؟! دوی ملامت هم نه دی ځکه چې هر ځل د دوی په اند په حکمتیار پسې کومه خبره شوې ده دروغ ثابته شوې خو که حقیقت ووایو په حکمتیار پسې چا له ځانه کومه خبره نه ده کړې بلکې دا د نوموړی ناوړه سیاست دی چې یو کار د خپل لوړ پوړ چارواکی په واسطه وکړی بیا انتظار باسي که چیرې یې پلویان مخالفت ښکاره نه کړی نو بیا یې تائید کړی او که مخالفت ښکاره کړی نو بیا یې رد کړي نو ځکه دوی ته دا هسې تورونه ښکاري خو بیا هم باید د حکمتیار له مخکینیو تیروتنو څخه عبرت واخلي او د نوموړي په دوه مخی سیاست باندې ځان ښه پوه کړي او له نوموړی څخه خپل برأت اعلان کړي.
څو د ګوتو په شمیر حزبی لوړ پوړو چارواکو اوس د حکمتیار ناوړه کړنې ته بله بڼه او انګازه ورکړې ده تر څو که وکولای شی چې پدې سره خپل پلویان له لاسه ورنه کړي، او خپله ماتې ورباندې پټه کړي هغه داسې چې په خپل فیسبوک پاڼه کې یې د حکمتیار خبرې را اخیستې دي چې کټ مټ به یې تاسې ته کیږدم:
( د حزب اسلامی لپاره په انتخاباتو کې برخه اخیستل د مبارزې یو بل ډګر ته د ننوتلو معنی لری نه دښمن سره د روغې جوړې، حزب اسلامی دا د هر افغان دنده ګڼي چې په سیاسی ډګر کې هم دښمنانو، پردیپالو، او مفسدینو ته ماته ورکړي او په دې ډګر کې د دښمن داسې مقابله وکړي لکه په تودو سنګرونو کې چې مؤمن مجاهدین د هغوی مقابله کوي.
که افغانان وتوانیږی چې په راتلونکو انتخاباتو کې د امریکا منصوبه شنډه کړي او ارګ ته د یوه سر سپارلی امریکایی مزدور د رسیدو مخه ونیسي او د هغه پر ځای داسې څوک بریالی کړي چې امریکایانو ته ووایي خپلې کډې بار کړئ افغانان په خپل هیواد کې بهرنی ځواکونه نه مني.
داسې نوماند ته رایه ورکول به یقینا داسې وی لکه د امریکایانو پر مخ کلکه څپیړه، ارزښت به یی دومره وي لکه پر امریکایی قطارونو په سنګر کې د ناستو مجاهدینو ډزې او د هغوی ټانګونه په ماینونو الوزول.
حزب اسلامی خپلو غړو ته دنده سپارلې ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه چا د بریا مخه ونیسي چې امریکا یې د ارګ په کرسۍ د کینولو هڅه کوي، باید د مفسدینو، وطن پلورونکو او هر هغه نوماند د بریا مخنیوی وکړي چې د بهرنیو ځواکونو په مزید پاتې کیدو، امریکا ته د اډو په ورکولو او د جګړې پر دوام ټینګار کوي ).
اوس به دیته راشو چې څرنګه یو د سلیم عقل خاوند دا منلی شی چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د شفافې وي او هیڅ قسم درغلی به پکې ونشي پداسې حال کې چې هیواد د صلیبي ځواکونو تر مکمل یرغل لاندې دی او هر څه د دوی په خوښه ترسره کیږی که ولسمشر دی که وزیر، والی، او نور....... یو هم د دوی له اجازې پرته یو معمولی کار هم نشی کولی او نه د دوی په خلاف خو لا څه کوې چې د خوښې نه بغیره یوه کلیمه هم نشی تلفظ کولای لکه څرنګه چې د سولې شورا ویاند شهزاده چې صرف شیخ اسامه ته د شهید کلیمه استعمال کړيده نو ټول یې په خلاف نارې وهي چې باید له دندې ګوښه شي نو دا څنګه امکان لري چې حکمتیار د قطب الدین هلال څخه داسې ولسمشر جوړ کړي چې امریکایانو ته ووایې چې نور مو له افغانستان څخه کډې بار کړئ پداسې حال کې چې اوسنی حکومت ټول د امریکایانو په ډالرو باندې ولاړ دی که د یوې میاشتې د ټولو حکومتي چارواکو تنخوا ورنه کړی نو په دوهمه ورځ به حکومت په ټپه ولاړ وي، آیا داسې څوک به هم پیدا شی چې نن ورځ په افغانستان کې د هغه کاندید مخه ونیسې چې د امریکا له لوری ټاکل شوی وي او د حکومت واګي د امریکا په لاس کې وي؟! لکه څرنګه چې د اوښ وتل د ستنې تر سپم مستحیل دي نو د حکمتیار نظر بغیر لدې څخه بل هیڅ معنی نه لري.