د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ اود لنډیود ثبتولوستونزه ۴

پوهندوی آصف بهاند 15.02.2014 23:07

                              لــه مــلاجـــانــه تــمـــه نـــــه شــــــي
                             دین یې دکان کړ،غنیمت ورته راوړینه
                             وطــنـــه تـــه بـــه کــــلــه جـــوړشــې
                          زما په زړه کې دې راجوړکړل سل درزونه
 
دلنډیوتکاملي سیرته که وکتل شي لیدل کیږي چې پخوا به مین اودرد لیدونکي بنده خپل درد اوغوښتنه دلنډۍ په جامه کې ویله،غره،ځنګله،دیواله اوکمره به اوریدله اوډیرلږبه دچا په ذهن کې خوندي شوه؛خواوس چې کوم مین اودردمن خپل درد اوغوښتنه مطرح کړي،قلم،کاغذ،کتاب،رادیو،تلویزیون اوکمپیوترکې ثبتیدای شي اوترټولوپورې لا په یوه لنډه شیبه کې رسیږي.له زړه اوذهن نه کاغذ ته،بیا دنوروخلکوغوږونوته،له کلي نه ښارته ،له ښارنه ښارونواوهیوادونوته اوبیا ټولې نړۍ ته،له پټې کلیوالي مینې نه دښار ښکاره عشق اوغږونوته،له ښکاره غږونونه ،ایمل،فیسبوک اوکمپیوترته.کمپیوترته یې چې پښه ورسده،بیا نوله ضایع کیدونه ژغورل کیږي.
په تکرارسره بایدوویل شي چې لنډۍ باید ثبت اوخوندي شي،خونه دشخص په نامه،ځکه چې لنډۍ دټولوخلکومال ګڼل کیږي.په هر وخت کې دلنډۍ ثبتول یوضروري اواړین کاردی،خونه په خپل نامه.دلنډیوتکاملي سیر داسې دی چې له ګودره راغله اوپه فیسبوک دریدلې ده.څنګه چې تاریخ ثبتیږي،همداسې لنډۍ هم باید ثبت شي اودامکاناتوتروسه دې دفولکلوردقوانینوپه چوکاټ کې دا کارترسره شي.
دلته ددې خبرې یادول ډیراړین ګڼم چې په دې ورستیوکې د « ټپیزه » په نامه یونوی شعري ژانرسر راپورته کړی دی.ددې آزادشعردهربند په وروستۍ برخه کې لنډۍ یا دلنډۍ وروستی نیم بیتی را اخستل کیږي.پوهاند دکتورمجاور احمد زیار ځان ددې آزاد شعر« ټپه » باني اوموسس ګڼي.(۲۶)دا ادعا یې په خپل اثر« پښتوبدلمیچ ( پښتوشعرڅنګه جوړیږي؟) » کې کړې ده اوبیا یې د « پښتو ټپيزه دجاپاني هایکوترڅنګ یومنلی نوی شعري خیل دی » ترسرلیک لاندې مقاله کې،چې د دوه زره دولسم کال دمارچ په اتمه( ۰۸.۰۳،۲۰۱۲) په افغان جرمن ویبسایت کې خپره کړې ده،دټپیزې په ابداع اومهم والي باندې ټینګارهم کړی دی.
خوپه یوه ډیره تازه لیکنه کې ښاغلی فرید احمد تسکین ددې نوي شعري ژانر( ټپیزه ) نوښتګرډاکترحنیف حیران بللی دی.( ۲۷)
دلته مادغې موضوع ته ځکه څنګځنې اشاره وکړه چې په دغه آزاد شعر(ټپیزه) کې لنډۍ یادلنډۍ یونیم بیتی را اخستل کیږي.دا چې څومره فرهنګیان به له لنډۍ نه ددې ډول پوراخیستنې اوکارونې سره موافق وي اوڅومره به مخالف وي،دا به راتلونکوکې مالومه شي.زه د اوس له پاره دټپیزې دنوي ژانر اوپه هغه کې دلنډۍ اختلات باندې څه نه وایم،ځکه چې دا یوجلا او اوږده بحث ته اړتیا لري.
دلته ددې خبرې یادول اړین ګڼم چې زه ددې دعوا نه لرم چې دا څیړنه به له هره اړخه بشپړه وي.دې اصل ته په پام سره چې:« هرچیرې چې کار شته،هلته تیروتنه هم شته »؛دې څیړنه کې به هم خامخا اشتباه وي،ما خپله وسه دخپلولاس لرلو موادواوامکاناتو په چوکاټ کې وکړه.د اوس له پاره ما همدومره وکړای شول.دا اوږده پروسه ده،هیله ده چې نورقلموال یې هم پسې وغځوي.
زه خپلې هڅې نه درووم،جاري یې ساتم،که دلنډیو دثبتولودطریقې دڅرنګوالي په برخه کې چا کوم مثبت څه راسره شریک کړل اویا زه چیرې ورباندې ورپیښ شوم،هغه به هم ددې بحث یوه برخه وګرځوم،که مې دلنډیو داسې چاپي ټولګې لاس ته راغلې چې ما په دې بحث کې معرفي کړې نه دي،هغه به لوستونکوته وروپیژنم،دنویولنډیودټولولوهڅې به نورې هم ګړندۍ کوم اوله نویوبحثونواوتبصروسره به یې ددې سلسلې په نوروبرخوکې وړاندې کوم.
ددې مقالوپه لیکلوباندې ما ښایسته اوږده موده تیره کړه،دهمدې مودې په اوږدوکې مې دغه لاندې لنډۍ ثبت کړي دي چې زما له نظره نوې دي.که دچا له پاره تکراري وي،زه ورنه بښنه غواړم اوکه دچا له پاره نوې وي،په ډیره مینه اولورینې سره یې ورته دلوستلو له پاره مخ کې ږدم:
کابل يې وران کړوران یې مه وای
لاس دې یې مات شي چا چې ویشتي راکټونه

جانانه سمه امریکا یې
هم ملامت یې،هم زارئ درته کومه
 

وړاندې ګلباغ نه ډزا ډوزشو
دآسمــايــي لــه څـــوکــووختــل دودونـــــــــه

خاونده بیا دسکر غږشـــــــو
ورسره سم بیا کابـــل جان ژړا کـــویـــــنـــه

بیا ټوپکي وحشیان ښکاره شول
هریوقدم خپل دانســان پــرستوني ږدیــنــه

چې وحدتیان دوستمیان یوشول
بیا به تالا کړي کورا کور زلمي سرونه

کوردې سپیره شه ټوپکیه
چې دې سپیره کړل دکابل شینکي باغونه

پرکابل ږیرې راغلې خدایه
بیا به تالاکړي تورپیکي هسک اورمیــــږونه

دږیرورو لښکر راغی
تیارې خورې شوې،رڼا اوښکې تویوینه

مسافرته شوې،خواره زه شوم
خواره دې مورشه چې سفرته دې لیږینه

سیاسي واک کې دانوردي
توروداغونوته دې موږنیولي یونه

توروکارغانوتوپکیانو
خدای موتباه کړه چې کابل موتباه کړنه

دکابلیانودې خدای مل شي
چې پرې راتوی شول ږیرور،تور اورمیږونه

آسمايي بیا په ژړا سرشو
چې یې قتلیږي لورا لور زلمي سرونه

په رڼوګوري ورته ژاړي
کابلیان نه شي خلاصوي زلمي سرونه

سګرته اوس به دې لمبه کړم
جانان زما دی خولګۍ تا ته درکوینه

که دې زما دیدن یادیږي
فیسبوک دې خلاص کړه په خندا ولاړه یمه

په مادې ټول کلی خبرکړ
په تا دې یودادا خبرشوزړه دې چوینه

که دې زما دیدن په کاروي
فیسبوک دې خلاص کړه زه آنلاین ولاړه یمه

زما جانان ترکوچوسپین دی
له ډنمارکي سره نوکردی تور به شینه

جانانه ستا مزه ګۍ نه شته
دوه یې ګړنګن اویوزانګوکې زنګوینه

جانانه ستا مزه ګۍ نه شته
زما همځولي یې تخرګ کې ګرځوینه  

دمداریانو استا کاره
توره مدیره کږه خوله دې پیژنمه

له ما نه پاتې شوې کابله
که لوټه لوټه دې الماس شي څه بې کړمه

خاینه ګوردې کیناراب شه
چې لوی واړه دې په خولګۍ بولې کوینه

له اشارونه مسیجۍ شوه
مسیج مې نه زده یاري خاورې ایرې شونه

دیارمې سیمه غرنۍ ده
چې موبایل یې اوس آنتن نه ورکوینه

یارمې دغرونواستوګن دی
چې موبایل یې اوس آنتن نه ورکوینه

فیسبوک دې خلاص که ځوانیمرګ شې
دا څلور ورځې اتظار ولاړه یمه

لاس دې شل شوی دی که څنګه؟
چې ځواب نه شته دی زما دمسیجونه

په موبایل کې بې چارج نه وي
اتومات وايي یاردې نه کړي ځوابونه

که دې زما څیره یادیږي
سکایپ کې مې ګوره په خندا ولاړه یمه

په سکایپ کې راغلې برابره
د « و » او« نه » به راته وايې ځوابونه

دیدن دې سکایپ کې راولیږه
هرڅه وړیا دې دسکایپ نه شته قیمتونه

حال دې مسیژ کې راولیږه
لارې کوڅې له ملایانوډکې دینه

حال دې فیسبوک کې راته کیږده
پردی وطن دی مزدورۍ کې اخته یمه

حال دې مسیج کې راته کیږده
دلته ډنمارک دی،مزدورۍ کې اخته یم

چې ټوپکیان راغلل کابل ته
خوشالي لاړه کوراکورګرځي غمونه

کابله لاړې دبل چا شوې
دناچارۍ شپې په بل ملک سبا کومه

دی به په کوم وطن دیره وي؟
زه ساده ناسته دراتګ تمه لرمه

ملک دې روزي شه ډنمارکیه
زما په کلي ټوپکیان غوبل کوینه

هرچاته خپل وطن ګلزاردی
ما ته ګلزارکړې دکابل سپیره ډاګونه

وطن مې لویشت په لویشت خطرشو
خدای ناترسوډیرکرلي دي ماینونه

اخوان اشرار،ابرار به نه شي
که په کعبه کې زروار وخوري قسمونه

له ملا جانا نه تمه نه شي
دین یې دوکان کړ،غنیمت ورته راوړینه

زیړه به یم بیا به شنه نه شم
نا مرد په دښته یک تنها پرې ایښې یمه

ته دې عکسونه را ایمل کړه
هرسات بې ګورم،که په دارمې خیژوینه

ځوانانولوست ته ځان چمتوکړئ
تیاره خوریږي ټوپکیان راغلي دینه

دا ټوپکیان خوښاماران دي
چې تیاره غواړي درڼا کوي قتلونه

هرږیره وریولوی ښاماردی
خلک یې چیچلي روغ به نه شي په دمونه

تا چې کوڅه کې ټوخی وکړ
زه په توده بړستن کې نیغه کیناستمه

خوب کې کابل سره ویده شم
چې رابیدارشم په پردي وطن کې یمه

ایمل دې راغی ته رانغلې
خلاص به دې نه کړم بې دیدنه ایملونه

په زنکدن مې ځان حاضرکه
وروستی دیدن دی زه یې تاسره کومه

خاونده دا به دې رضا وي
چې دځوانۍ عمرماسکوکې تیرومه

خاونده دا به دې رضا وي
چې باقي عمراروپا کې تیرومه

دا خپله زدکړه راته اورشوه
له جاهلانونه په چل کې ځان ساتمه

دافیسبوکي یاران دې نور دي
خوشې لیکنوته دې زه نیولی یمه

دتوروغروتوره ښاماره
چې دې چیچلم خبرکړی به دې ومه

جانانه راشه په فیسبوک کې
چې په بیغمه زړه دې وکړم دیدنونه

ته دفیسبوک په څپوراشه
زه به دې وکړم ښه بیغمه دیدنونه

دفیسبوک مخ کې ځان ښکاره که
زه دې بشره خپل کمپیوترکې تل ساتمه

ته دفیسبوک آینه کې راشه
زه خوش نصیبه دې هردم زیارت کومه

جانانه راشه چې آنلاین شو
بس په خبروبه ښه تش کړوخپل ډک زړونه

که دې زما دیدن یادیږي
فیسبوک ته لاړ شه مخامخ ولاړه یمه

ته دې فیسبوک کې ځان څرګند کړه
زه به ګیډۍ ګلان په لاس ولاړه یمه

عکس دې راولیږه ایمل کې
چې په لیدویې رانه کډه شي غمونه

فیسبوک کې ځان راته ښکاره کړه
چې مې غمونه د ټول عمرکډه شینه

پخوا ګودر و اوس فیسبوک دی
فیسبوک کې نه شته دګودرنرم بادونه

آذان په ځنډ کوه طالبه
زه دجانان غیږې ته اوس ورسیدمه
 
آغه تیره چوړکۍ مې راوړه
چرګې،چرګان ټول ټوغکي نیولي دینه

دلته سترۍ د ویرپرتې دي
هلته دلۍ راته دغم ولاړې دینه

سودخوپه شرعه ناروا دی
په ما روا دی چې څلورښځې کومه

هغه تیره چوړکۍ مې راوړه
دا ټول چرګان مې ټوغکي نیولي دینه

حلالولی یې هم نه شم
ګرده چرګان مې ټوغکي نیولي دینه

ته په فیسبوک کې عکس کیږده
چې هرسهاردې په لیدوزیارت کومه

زما نصیب کې جانان نه شته
که دتعویزپرځای ملاپرغاړه کړمه

په زړه مې ته،پلمې مې نورې
کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه
 
جانان زما په سرجانان دی
که زه یې پریږدم دکوڅوملنګ به شینه

څومره ساده اوس عاشقي شوه
په اِس اِم اِس کې کار کوژدې ته رسوینه

له مانه پاتې شوې کابله
که لوټه لوټه دې الماس شي څه بې کړمه

مآخذونه:
1-http://spinta.de/PDF/maqalat/Landay%20jahanbine%pashton1.pdf
                          پښتو لنډۍ،دافغانستان دعلومواکاډیمي،پښتوټولنه،۱۳۶۳ ل کال 2-
3-http://spinta.de/PDF/maqalat/Landay%20jahanbine%pashton2.pdf
    لیمه (له ماسکونه خپریدونکې مجله)،پرله پسې لسمه ګڼه،۱۹۹۹کال،۳۰- ۳۱مخونه4-
                امروز(له ماسکونه خپریدونکې مجله)،پرله پسې دویمه ګڼه،۲۵-۲۶ مخونه 5-
6-http://spinta.de/PDF/maqalat/PPLoo1.pdf                                             
                          ینس اِنه فولدسن،سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه،پیۍور،۲۰۰۰ م کال 7-
                  کابل (مجله)،دافغانستان دعلومواکاډیمۍ خپرونه،۱۳۸۶کال،۱-۲ ګڼې،۱۷مخ 8-
                  کابل(مجله)،دافغانستان دعلومواکاډیمۍ خپرونه،۱۳۸۶کال،۷-۸ګڼې،۶مخ 9-
               پښتولنډۍ،داستادعبدالروف بینوا په زیار،دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۸۷کال – 10
                                     پښتولنډۍ،دافغانستان دعلومواکاډیمي،پښتوټولنه،۱۳۶۳کال ــ 11
غلجی محمداجان(ټولونکی)،نننۍ لنډۍ(دناکراره کلونوټپې)،۲۰۰۲م کال،دمقدمې ز مخ ــ 12
       صدیقي عوض الدین،ویښې جذبې،روغ توپانونه(دجهادي لنډیوټولګه)۱ټوک،۱۳۷۰ــ13
14-http://www.hewad.com/landay/rafi.htm                                               
15-http://www.hewad.com/landay/hakimi.htm                                         
       16-http://www.hewad.com/landay/stanekzai.htm
       17-http://www.hewad.com/landay/nazari.htm
       18-http://www.hewad.com/landay/halimi.htm
       19-http://www.hewad.com/landay/zadran.htm
       20-http://www.hewad.com/landay
       21-http://benawa.com/pashto/landay/7.php
       22-http://www.zarlakht.net/fullcontent.php?id=6502
         23http://afghannang.com/index.php?option=com_content&amp:task=
view&amp:id=25…                                                                                                  
24-http://khost-web.net/index.php/2010-04-14-17-48-11/landay/2398-q
25-http://picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/PashtoLandey/TartebAbdulQadirMasoud
       زیار،پوهاند دکتورمجاوراحمد،پښتوبدلمیچ(پښتوشعرڅنګه جوړیږي؟)،دانش خپرندویه-26 ټولنه،دویم چاپ،۲۰۱۰زکال،۲۷۵ مخ
27-http://www.taand.com/archives/17891
                                                              
                                                                   دڅلورمې برخې پای