د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بالونه دې چېرې ایښي ؟ یوه لنډه کیسه

یوسف هېواددوست 15.02.2014 23:05

لیکوال :عرفان نظر آهاری
ژباړونکی : یوسف هېواددوست
الوتونکې د انسان پر اوږو کېناسته .انسان په حیرانتیا سره الوتونکې ته وکتل او ورته یې وویل :خو زه ونه ،نه یم او ته نشې کولای زما پر اوږو ځاله جوړه کړې .
الوتونکې وویل :زه د، ونو او آدمیانو توپیر په ښه توګه کولای شم، خو کله په  الوتونکو او انسانانو کې راڅخه تېروتنه وشي.
انسان وخندل او دا یې نظر ته یوه ستره تېروتنه راغله .
الوتونکې وویل : رښتیا ولې دې بال وهل پرې ایښي ؟
انسان د الوتونکې په موخه پوه نشو ، خو بیا یې هم وخندل .
الوتونکې وویل : نه پوهیږي چې پاس آسمان کې څومره ستا ځای خالي دی ؟ انسان نو نور ونه خندل .او بیا یې د خپلو خاطراتو په ژور تل کې څه شی ورپه یاد کړل ، هغه څه چې نه پوهېد څه دي ؟یو لرې آبي ، یو ډېر زړه راښکوونکی هسک .
الوتونکې وویل : له تا سربېره  ، نور داسې الوتونکي هم پېژنم چې بال وهل یې هېر شوي .دا سمه ده چې الوتنه  یو الوتونکي ته اړینه ده ، خو چې تمرین ونه کړي هیریږي یې .
الوتونکې دا وویل او والوتله .انسان په الوتونکې پسې شو ، تر هغې چې سترګې یې پر یو ستر آبي ونښتلې او ور یاد شو چې  یوه ورځ د هغه پر سر ددغه ستر ابي نوم ، آسمان و ،  دې وخت کې زړه تنګۍ ته ورته کوم څه یې دننه ګوګل کې څپې ووهلې .
هغه وخت و چې خدای د انسان پر کوچنیو اوږو لاس کېښود او ویې ویل :په یاد دې دي چې ته مې له دوو بالونو او دوو پښو سره پیدا کړی وې ؟ځمکه او هسک ستا لپاره و ، خو تا آسمان و نه لید .
رښتیا ګرانه ! بالونه دې چېرې ایښي ؟
انسان پر خپلو اوږو لاس کېښود او هلته یې د کوم څه شي  خالي ځای  احساس کړ.بیا یې نو د خدای په غېږه کې سر کېښود او ویې ژړل !!!!!