د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"اسلام او نړيوالتوب" تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شو

ژمن/ ژمن 14.02.2014 11:01

دغه عملي کنفرانس ته ګڼ علما، علمي شخصيتونه او سلګونه ځوانان د ګډون لپاره ورټول شوي وو.
د کنفرانس پيل د پاک کلام په څو مبارکتو اياتونو سره وشو او د پرانستې وينا لپاره يې د دغې ټولنې مرستيال عبدالهادي زماني دريځ ته وغوښتل شو.
نوموړي په اوس وخت کې د نړيوالتوب په نوم د غربي ټولنې د هڅو تر سيوري کېدونو چارو ته په اشارې سره وويل چې کفري نړۍ په دې لټه کې ده ترڅو اسلامي ټولنې د کاذب نړيوالتوب تر اغېز لاندې د بربادۍ لومې ته وتړي: (( غربي ټولنو د اقتصادي، سياسي او فرهنګي نړيوالتوب تر نامه لاندې د اسلامي نړۍ د اشغال هڅې روانې کړي؛ مګر اسلام يو نړيوال دين دی او د هر قوم، ملت او ټولنې دپاره يې د يو شان اصولو وړنديز کړی دی.))
د نظراباد د علمي او فرهنګي ټولنې مشر قاضي محمد حقيار ژمن ته په خپلو خبرو کې د دغه رنګ کنفرانسونو جوړول د اسلامي ټولنو د بيدارۍ لړۍ وښوده او زياته يې کړه چې دوی هڅه کوي له دې لارې نړيوالو ته ښيي چې اسلام يو تمدن او د ټول انسانيت لپاره خير غوښتونکی دين دی.
د کنفرانس لومړي وينا وال د ننګرهار پوهنتونو د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد منګل شېرزاد اسلام او نړيوالتوب په دوه اړخونو ووېشه ۱- فکري او عقيدوي ۲- سياسي اړخ.
هغه زياته کړه: ((دا دين د ټول عالم لپاره رالېږل شوی؛ ځکه ورته رحمت ويل شوی دی، د اندلس او هسپانيا څخه نيولې آن د نړۍ تر ګوټ ګوټ يې د ورورولئ غږ کړی دی.))
ديني عالم دوکتور عبدالبصير بصيرت بيا اسلام د اوسنيو پرمختګونو سرچينه ګڼله او ويل يې چې دانساني فلاح دپاره يې ۱۴ پېړۍ وړاندې داسې څه پېش بيني کړي چې نن يې هم انسان له مطالعې ګټه اخلي: ((اسلام د تمدن، نرمښت، انسانولۍ، اخوت او همدردۍ دين دی، همدا علت دی چې د ټولو انسانانو حقوق په کې خوندي دي.))
مولوي عبدالقهار اسلام د نړيوالۍ عزت سرچينه ګڼله او دا يې يو عملي دين ګڼه: (( هر هغه قوم چې سوال وکړي الله پاک يې په بدبختۍ اخته کوي او هېڅکله نجات نه شي موندلی، نن چې اسلامي نړۍ د بدبختۍ له ستونزو سره مخ ده علت يې د اسلام نه پلي کول دي.))
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون بيا اسلام د عدالت بنسټ او د هر انسان د حقونو ضامن يې ګڼه: ((اسلام د نړيوال اخوت غوښتونکی او د انسانيت سربېره يې د حېواناتو حقونه هم معلوم کړي دي؛ خو نن چې اسلامي ټولنې په بدمرغۍ اخته دي، دا ټول د مسلمانانو د بې اتفاقۍ لامل دی، يو مسلمان د بل د وژنې په هڅه کې دی؛ مګر همدا مسلمانان که سره يو شي نو هېڅ کفري ځواک به يې مات نه کړی شي.))
استاد ناصر حليمي اسلام او نړيوالتوب د قرانکريم په ساينسي څېړنو کې تر څېړنې لاندې نيولی و او ويل يې: (( د قرانکريم ۹۵۰ ايادتونه چې د غربي ساينس پوهانو لخوا تر څېړنې لاندې نیول شوي دي، ټولو ثابته کړې چې قران يو رښتينی کتاب او هغه څه يې چې له لومړي سره ويلي اوس هم تر څېړنې وروسته حقيقت ثابتوي.))
نوموړي انساني ستونزې يو له بل سره تړلې ګڼلې او ددې ډول ستونزو د حل لپاره يې قرانکريم بشپړ ځواب ويونکی ګڼه.
ياد کنفرانس چې د دريځ چارې يې د برهان الدين سيرت او ميرويس رحماني لخوا پرمخ بيول کېدې ګڼو نورو علمي شخصيتونو هم په کې ويناوې وکړې، د سهار په ۱۰ بجو پیل او د غرمې شاوخوا ۱۲ نيمې بجې په دعايه سره پای ته ورسېد.