د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جلال اباد کې اصلاح ادبي بهير پرانستل شو

عبدالصبور مبارز 11.02.2014 12:08

اصلاح ادبي بهير چې د جوړېدو چارې يې نږدې دوه مياشتې مخکې پيل شوې وې د روان ۱۳۹۲ لمريز کال ددلوې تر ۱۷ پورې پای ته ورسېدې او په همدې نېټه يې ياد ادبي بهير د پنجشنبې په ورځ ماسپښين په ۲ بجو د ننګرهار اطلاعات او کلتور رياست د غونډو په تالار کې پرانېسته.
پرانستغونډه د پيژندل شوي ژوزنالستانو نورحبيب حبيبزي او سلطان عزيز عزام په وياندويۍ او د قاري عبدالله نوري په تلاوت سره پيل شوه.
د ياد ادبي بهير مسؤول محمد ګلاب توحيديار غونډې ته پرانستې وينا واوروله چې په خپلو خبرو کې وويل، ادب د يو ملت ژوندي ساتلو لپاره اړين دی که يو ملت ادب ونلري هغه ملت مري همداراز يې د ياد ادبي بهير په موخو او اهدافو هم رڼا واچوله.
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست په نمايندګۍ د ننګرهار مجلې مسؤول مدير استاد امرالله اميد خبرې وکړې استاد د جمعيت اصلاح او اصلاح غږ راډيو څخه مننه وکړه چې ادب يې هم له ياده ونويسته او پدې برخه کې يې هم خپل ګامونه اوچت کړل استاد د ياد بهير سره د هر اړخيزې همکارۍ وعده وکړه او دا يې د ټولو مسلمانانو شريک کار وباله.
د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مسؤول استاد عبدالرحيم صراف هم ياد بهير ته وينا وکړه استاد په خپلو خبرو کې وويل، چې دا د هر مسلمان مسؤوليت دی چې اسلام په درست او کامل شکل وپېژني او بيا په هر اړخيز ډول هغه عملي کړي اسلام په هره برخه کې لارښوونې لري او د ژوند هېڅ داسې برخه نشته چې اسلام ورته لارښوونه ونلري چې يو دهغې جملې نه ادب او شعر دی چې دا برخه هم اسلام له ياده نه ده ويستلي، استاد وويل: هغه کار چې خطيب يې د منبرله لاری کوي شاعر او اديب يې د خپل شعر له لاری کولای شي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی ابراهيم همکار هم ياد ادبي بهير ته خپله وينا واورله استاد پښتو ادب ته په اشاره کولو سره وويل: کله چې مونږ د پښتو ادب پاڼې اړوو نو هغه نومونه په کې ډېر په سترګو کيږي چې د هغوي رابطه د اسلام، قرآن او حديثو سره وه همدارنګه که شعر په اصلاح او په سمه توګه وکارول شي نو د يوی ټولنې راتلونکی تضمينولی شي.
د جلال کوټ ادبي بهير په نمايندګۍ د ياد بهير مسؤول ارشاد رغاند خبرې وکړی رغاند په خپلو خبرو کې وويل: دا ډول ادبي بهيرونه جوړول زمونږ د ټولنې لپاره ډېر اړين او د وخت تقاضا ده او ټول ادبي بهيرونه بايد له يو بل سره همکاري وکړي او په تفاهم سره مخکې لاړ شي تر څو د ټولنې د رنځ دوا شي او خپل اهداف په سمه توګه لاسته راوړي.
د هيواد تکړه ليکوال او شاعر يوسف غيرت هم ياد ادبي بهير ته خپله وينا واوروله غيرت صيب له جمعيت اصلاح او اصلاح غږ راډيو نه مننه وکړه چې په داسې حالاتو کې چې زمونږ ادب او شعر له چارچوبه وتلی او بلې لوری ته روان دی دوي داسې يو نيک اقدام وکړ او زه په دی هيله يمه چې اصلاح ادبي بهير به د ادب او شعر لپاره يو چوکاټ جوړ او اصلاح طرف ته به يې بوځي.
په ياد ادبي بهير کې د شعر او ادب په هکله يو درس هم په نظر کې نيول شوی وو چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون استاد دکتور نجيب الله صالح وړاندی کړ او د شعر او ادب په فلسفه، تاريخ او د اسلام له نظره ادب او شعر باندې يې رڼا واچوله.
د غونډې په پای کې آزاده مشاعره هم په نظر کې نيول شوی وه چې شاعرانو وروڼو په کې په ډېره مينه برخه واخيسته د يادولو وړ ده چې د اصلاح غږ راډيو خوږ ژبي ترانه خوانانو جواس سودي او محمد غوث نوري هم په خپلو خوږو غږونو د بهير ګډونوال ونازول.
پټه دې پاتې نه وي چې جمعيت اصلاح افغانستان همېشه د ټولنې د اصلاح په موخه دا ډول پروګرامونه په لاره اچوي تر څو د ټولنې هر قشر د اسلام په جامه سنبال وي او بيا اسلام ته خدمت وکړي.
د ياد ادبي بهير پرانستې غونډه د ماسپښين په ۴ بجو د مولوی صیب محمد اسماعيل مشفق په دعايه سره پای ته ورسېده.