د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم ټاکنیز ټیم، د هیواد د ژغورنې او بدلون تګلار لري؟

سرلوڅ مرادزی 07.02.2014 12:11

د ټولټاکنو په تړاو:
د ټاکنیز کمپاین د پیل په لومړۍ ورځ، د ښاغلي اشرف غني د ټیم په یوه لیکل شوې وینا کې لولو« ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم »، یانې لوی څښتن تر هغو د یوه قوم برخلیک نه بدلوي چې قوم يي پخپله بدل نه کړي.
البته د الهي دا حکم، افغانانو لپاره چې د لسیزو راهیسې بې شمېره دولتي او بېلابېلو ټولنیزو ستونزو، د پاڼ او ګړنګ پرموړګه درولي، هغه پخه لارښوونه ده چې زموږ په پیر کې يي د پلیتوب یوازینۍ او منل شوې لار، ملي ټولټاکنې ګڼل کېدای شي.
که افغانان په ریښتیا له خپل تریخ ژوند څخه په تنګ وي او بدلون يي غواړي داسې څه یوازې د ټاکنو په مټ ترسره کېدای شي.
د نورو ولسونو او ملتونو په توپیر چې هلته دوه یا درې تنه د ولسمشرۍ څوکۍ ته په ټاکنو کې دریږي او وګړي مخکې له مخکې د نوماندانو او د هغو د تګلارو په اړه خبرتیا او پوهاوی لري، خو افغانان باید له بده مرغه د ولسمشرۍ له ۱۱ تنه نوماندانو څخه چې یو اضافي رقم دی، یو تن د خپل ولسمشر پتوګه وټاکي. په داسې حالاتو کې افغانانو ته چې د امنیت او په نورو برخو کې زیاتې او څرګندې ستونزې لري او زیات شمېر يي نالوستي دي، د ۱۱ تنو د ژوند لیک، تګلارو او ژمنو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کول اسانه کار نه دی، خو دې سره سره دوی باید ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل مدني حق او رایه وکاروي.
په دې برخه کې یوازینی فکټور چې د نوماندانو په پېژند کې افغانانو سره مرسته کوي، د ډيری نوماندانو د کړچار تېر شالید دی. ډیری نوماندان زړې څېرې دي او په موجوده حکومت کې واکمن کسان تېر شوي. دغه کسان د واک پرمهال د قانون په پلیتوب، ښې حکومتوالۍ او د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګېدو کې ناکام پاتې شوي. په دې سربېره له دوی څخه د یو څو تنو لاسونه د افغانانو په وینو ککړ، په اداري فساد اخته، د نیشه توکو په قاچاق روږد او د اشخاصو د ځمکو او بیت المال په لوټ کې ښکېل پاتې شوي.
کله چې د ټاکنو په کمپاین کې ددغه شان څېرو ویاندان د دوی د تېر کاري ریکارد، شخصیت او تګلارو په اړه له انصافه لیري اواضافي خبرې کوي او هغه ډېر پړسوي، سړی ته د ملانصرالدین د خره کیسه رایادیږي. ( ۱ )
په ټولیزه توګه ۱۱ تنه نوماندان، د دوی ټیمونه او تګلارې په درې برخو ویشلای شو:
۱ــ د ادامې او تحول ټیم ۲ ــ د موجوده وضعې د ساتلو او چپرځای ( پښه پرځای = عسکري اصطلاح ده ) ټیم ۳ ــ د موجوده بدې وضعې د لا بداوي او خرابۍ ټيم.
۱ ــ هغه نوماندان او د هغوی تګلار ده چې غواړي، د افغانستان تېرې لاسته راوړنې او بریاوې وساتي او بل پلو پرهغو بسیا نکوي او د هیواد د لاپرمختګ او بدلون لپاره ځان ژمن بولي. دوی خپلې تګلار ته د ادامې او تحول نوم ورکوي.
موجوده نظام چې جوړښت يی په بنسټیزه توګه له ۲۱ پیړۍ راپیلیږي، په ټوله کې یو شمېر لاسته راوړنې او بریاوې لري چې سترګې ترې نه شي پټېدای. خو بلخوا دا دولت هیواد کې د امنیت ، قانون د پلیتوب ، اداري فساد، خپلو اتباعو ته د کار او په نورو برخو کې ډېرې نیمګړې او پاتېګړې لري چې سمون، رغون او بدلون ته زښته اړتیا لري. که په موجوده نظام کې څو محدوده مافیايي کړۍ او معلوم الحاله څېرې چې په مونډیزه توګه، د نظام د نیمګړتیاوو او خرابیو پيټي، د دوی پر غاړه دی یوې خواته کیږدو، په دولت او نظام کې لس ګونه زره نور کسان کارکوي چې د ددوی د لاس په تڼاکو او د تندي پر خولو د نظام ماشین ګرځي. د نظام بریاوې او لاسته راوړنې په دوی پورې اړه لری او هیڅوک يي له پامه نه شي غورځولای. بلخوا دا بریاوې افغانانو سره یوځای د نړیوالو دوستانو د زامنو او لوڼو په سرښندنو او پانګو، ترلاسه شوي او افغاني میړانه به نه وي چې ددغو دوستانو له مرستو او ملاتړ سترګې پټې شي.
د نظام له موجوده بریاوو څخه ننګه، د هغو ساتنه او لابډاینه د ادامې او تحول د تګلارې د پلویانو لومړۍ دنده ده. خو ددې تر څنګ د ادامې او تحول تګلارې بنسټګرښاغلی اشرف غني « د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی» په نوم خپله یوه لیکنه کې په دې اړه داسې زیاتوي« د نني ځوان، سیاسي او اقتصادي نسل او ټولو هیوادوالو رسالت دادی چې په تدبیر، زغم او واقعیت ته په کتو اوسنی نظام په یو باثباته او ولسواکه نظام بدل کړي چې د تېرو ناوړو پېښو مخنیوی وشي او داسې شرایط رامنځته شي چې هغه کې د سولې، هوساینې، سوکالۍ، پرمختګ او ملي یووالي په باب د افغانستان د نجیبو خلکو هیلې او غوښتنې پر واقعیت بدلې شي. BBC »
البته دا باید هم وویل شي، لاسته راغلې بریاوې کورنیو او بهرنیو شونتیاوو ته په پام بیخي ناڅیز اوبلخوا ډېر فرصتونه له لاسه وړیا تللی چې جبران يي ناشونی دی. همداراز نه ښايي لاسته راوړنې له بریده زیاتې وستایل شي او هغه وپړسول شي.
نن شېبه، افغانانو ته د ژوند په ټولو برخو کې سترې ننګونې او لويی ستونزې مخې ته پرتې دي. افغانستان پخپل تاریخ کې له سخت پړاو څخه تیریږي. ددې پړاو لویه ځانګړه د ترهګریزه جګړې پای، سولې ته پوریوتل، د امنیت ټینګښت ، د افغانانو پوخلاتوب، خپل هیواد ته د افغاني کډوالو بېرته راتګ او پر یوې چرګۍ د ټولو افغانانو راغونډېدا، جوړوي چې د یوې ملي تګلار له سمبالښت او د هغې له پلیتوب پرته ناشوني دي.
۲ ــ په دې برخه کې هغه تګلار او نوماندان راځي چې له روانې وضعې راضي ښکاري، غواړي دا وضعه په یوه یا بل ډول جاري وساتي او د هغې پر ساتلو بسیا او حتي ټینګار کوي. دوی لاسته راغلي بریاوې ډېرې پړسوي او د ژور بدلون لپاره، که څه هم هغه انقلابي بڼه نلري بلکې د ریفورمونو له مخې باید وي، لیوالتیا او مینه نلري! دا ډله ایله دومره غواړي چې که پوره امنیت راځي اویا نیمګړی توپير نلري، خو چې ددوی واک خوندي وي. دوی له تحول او بدلون څخه چې ډېره اړتیا ورته لېدل کیږي، ډاریږي. دوی نه یوازې د بدلون لپاره فکري چمتوالی، اراده او سازماندهي نلري، بلکې د هغو په وړاندې هم خنډ واقع کیږي چې بدلون او تحول غواړي. دا ډله له دولتي واک څخه یو میراثي انځور لري او ځان د واک دایمي وارث بولي!
دوی په ښکاره او په پټه د ولسمشر کرزي لخوا حمایه کیږي او دولتي ډېر وسایل يي په واک کې دي!
۳ ــ ددې برخې تګلار او نوماندان بیا هغوی دي چې روانه بده وضعه هم افغانانو لپاره لږه بولي او باید نوره هم بده او خورا بده شي چې پای کې اوبه دومره خړې شي چې دوی پکې په اسانۍ سره د خپلې موخې کبان ونیولای شي. که څه هم په دې ډله کې بېلا بېل ګروپونه شاملیږي، خو د شا تیر يی د اخوان المسلمین د کورنۍ بېلا بېل خاښونه لکه اسلامي جمعیت، اسلامي ګوند او د سیاف په مشرۍ د پخوانیو مجاهدینو پاتې ګروپونه جوړوي.
ددې ډلې تګلار د موجوده نظام اصلاح او سمون نه دی او په دې توګه د نورو تحولاتو لپاره د لارې اواری نه دی، بلکې د نظام بیخچن بدلون غواړي چې هلته هم د نظام په اړه نور تعبیرونه او تعریفونه په پام کې نیول کیږي. اسلامي ګوند او د سیاف حواریون د موجوده نظام شریعت کافي نه بولي او نظام باید څو پیړۍ شا ته لاړ شي چې د دوی په اند سوچه اسلامي شي، خو د اسلامي جمعیت او نظارشورا بیا د پارلماني نظام په پلمه د لوی خراسان په خوبونو او د یوې حوزې په نوم، لومړی فیډرالیزم او روسته د هیواد پاشلو ته په کمین کې شپې سبا کوي!
دا ډلې غواړي یو ډول طالبي نظام، خو نیغ په نیغ د ټوپک په زور چې طالبان يي غواړي نه، بلکې د ټاکنو په مټ پر افغانانو وتپي!
په دې توګه راتلونکې ټولټاکنې یوازې د داسې دولتي واک د ترلاسه کولو لپاره په پام کې نه نیول کیږي چې موخه يی په لومړي ګام کې له روان ناورین څخه د هیواد ژغورون، وداني او د افغانانو سوکالي وي، بلکې له ټولټاکنو سره نورې موخې او اجنډاوې هم تړلې دي.
په ټاکنو کې د ادامې او تحول ټیم ګډون او ددې ټیم بریا، په ټاکنو کې د نورو ملي ضد موخو او اجنداو د پلیتابه د مخنیوي لپارهم زیات ارزښت پیدا کوي.
یادونه:
( ۱ ) وایي ملا نصرالدین یو خر درلود چې ډېر بیکاره او خورا لټ وو. ملا اړ شو چې خپل لټ خر د خرڅلاو بازار ته یوسي او هلته يي جارچي ته وسپاري چې د جار په مټ يی په مناسبه بیه خرڅ کړي او ملا د خره له کړاوه فارغ شي.
بله ورځ کله چې ملا بازار ته د خره د خرڅلاو په اړه د جارچي خواته ځي، ګوري چې جارچي د ملا د خره د ګټو او ښېګڼو په اړه په لوړ غږ او ډېر تفصیل جار وهي، په دومره تفصیل چې ملا حیرانیږي چې دده په خره کې خو دومره کمال نه وو. کله چې ملا د خپل خره د ښېګڼو او فضایلو په اړه د جارچي تبلیغ اوري، تر اغیز لاندې راځي او جارچي ته وايی کله چې زما خر دومره ښېګڼې لري، نو نه يي خرڅوم او بیرته يي کورته بیایم.
ډیری نوماندان چې له څو لسیزو راهیسې يي څېرې او کارنامې افغانانوته مالومې او د افغانانو ترې کانګې راځي، غواړي په ټاکنو کې د خپلو ویاندانو او جارچیانو په مټ، ځانونه لکه د ملا نصرالدین خر، په لوړه بیه بیا پر افغانانو وپلوري!
پای