د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نشي توکیو په استعمال سره مو ژوند په خطر کی مه اچوئ !

امرالله کامه وال 31.01.2014 16:51

روغتیا د الهی نعمتونو له ډلی یو با ارزښته نعمت دی چی رسول الله ص یی هم یو له هغه نعمتونو څخه شمیری چی دیر انسانان پکی تیروځی اوپه قدر یی نه پوهیږی  که انسان هغه کړنی چی روغتیا یی ګواښوی ځان ورځخه وساتی او د هغی د ښه والی ،ودی او تقویت لپاره کار وکړی  نو د یوښایسته او سوکاله ژوند څخه به برخمن وی او که په ژوند کی د روغتیا مخالفه لار خپله کړه او شدید نفسی انفعالاتو په اساس یی نشه یی توکیو استعمال ته مخه کړه نو بیشکه چی له ځان او ټولنی سره ظلم کړی ځکه الله (ج) په قرانکریم کی په څرګندو ټوکو کی فرمایی چی (( د نشه یی توکیو په استعمال ځان په هلاکت کی مه اچوی –البقره۱۹۵ ایات) او همدارنګه رسول الله( ص) فرمایی ((خپل ځان ته ضرر رسول او نورو ته ضرر مه رسوه )).                                                                               
نو ویلی شو چی اسلام هر هغه څه چی مسلمان ته پکی د دین ،عقل ،جسم ،مال او د اولاد په سالمی روزنی  باندی بده اغیزه کوی حرام کړی نو په اساس د نشه یی توکو استعمال حرام دی  ساینسپوهانو هم د ډیرو څیړنو وروسته ثابته کړی چی نشي توکی  په حقیت کی د انسان د بدن په کمزوی، حافظی په لمنځه وړلو سربیره د ټولنیز ژوند ورځینو چارو څخه یی اوباسی  اوهم نشی توکو استعمال دچاپیریال  ککرټیا سبب ګرځی چی له دی امله د نورو کسانو ژوند هم ګواښل کیږی.
نشه یی توکی په تنفسی سیستم کی د سږو او حنجری سرطانونه ،هضمی سیستم کی د مری او پانقراص سرطانونه په اطراحی سیستم کی د مثانی سرطان ،په سترګو کی د حساسیت او د ړونتوب رامنځ ته کول ،جسمی اوجنسی ځواک کمښت اویاهم له منځه تلل،کولسترولو او شکری ناروغیو سبب ګرځی که چیری ښځی په مخدره توکو روږدی وی نو د امیدواری واری حالت کی د زیږیدو په وخت کی د ماشوم د کم وزنه پیداکیدو او یا ممکن د امیدواری حالت د مړنی سبب ګرځی .
د نشی توکی د لمنځه وړلو مبارزه کی دولت باید چټک ګامونه واخلی او خلک دی   پاید د نشی توکو خیالی ګټو او علطو انګیرنو په مقابل کی د هغه ضررونو په هکله د ورځپانو-جریدو  او تلویزیون له لاری وپوهول شی تر څو د کښت او استعمال څخه یی لاس پر سر شی .او معتادینو لپاره دی ځانګړی روغتونه جوړ شی تر څو له دغی وژونکو موادو له استعمال څخه وژغورل او خپل عادی ژوند ته راوګرځی .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ