د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپرون نيمګړتيا د سبا کورنۍ جګړه ده

سردارولي پښتونزوی 31.01.2014 16:49

چارپوهان وايي چي"که دولت له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي امريکايان به کورنۍ جګړه ته لمن وه وهي".
اې ايف پي خبري اژانس (۱)د امریکا د کانګرس د راپور  له مخه ویلي"تېر کال(۲۰۱۳ز)۱۰۰۰ د ملي اردو سرتيري،۲۴۰۰ملکيان او ۳۹۰۰مخالفين وژل سوی دی"پوليس،اربکيان او سرحدي ځواکونه که ورسره حساب نسي نو به په يوه کال کي شپږ زره ځلورسوه افغانان وژل سوي دي،زه پوښتنه کوم چي اوس هم کورنۍ جګړه نده؟
"..زما له انده خو  دا دريالس کاله کېږي چي کورنۍ جګړه روانه ده،بېلګه يې ږموږ ولسوالۍ(۲)ده چي په ديارلس کاله کي يو بهرنی هم ندی وژل سوی خو په سلګونه ښايي زرګونه افغانان(طالبان او دولتيان)وژل سوی وي ..."
 د طالبانو ترماتي وروسته د لوېديځ تر وزر لاندي ګوندونه د ځنګله دپوڅکۍ په شان يو په بل پسې راپورته سول.دوی ډېرو د لوېديځ يا دګاونډيانو او يو کم شمېريې د هند او روسانو تر لاس لاندي وده وکړه.
اسلام،بيا رغونه،ډيمکراسي،دښځو حقوق،ملت جوړونه...پداسي نومونو چی افغانانو هر يوه ته دخپلي اړتيا له مخي غېږه پرانيسته،خو خبر نه وه چي داسلام استازي به يې  چارتراش قاچاقوي،بيارغونه به يې دنړۍ اول فاسد هيواد جوړوي،ډيمکراسي به پوره کلي او وراوي بمباروي،دښځو حقوق به يې کونډي ډېروي او ملت جوړونه به يې وزارتونه پر قومونه ورويشي اوداسي نور.  
 لوېديځوالو بيا په افغانستان کې قومي تعصباتوته لمن ووهله لږکي یې واک ته ورسول اودافغانستان ډېرکي(پښتانه) یې په لوی لاس له خپلو ټولو وړ حقوقو بې برخي کړل ، دوی دقوم ،سمت، ژبې ، سیمې اوداسې نورو توپیرونو له امله دافغانستان دقومونو پخوانی دوستۍ په دوښمنیو بدلي کړلې ، او ویې هڅول چي خپل وروڼه په خپلو کی سره ووژني ، دوی په لوی لاس دپښتنو په سیموکي په زرګونو قومي مشران مخور روحانیون او هغه خلک چي ملي ګټو ته ژمن وه دبېلابېلو چمو په پایله کي ووژل اوله مخه يې ليري کړل ، دوی دافغانستان دڅو خرڅوسوو پردیپالو سره په جرمني اونورو ښارونوکي دافغانستان دخاورې دوېش په اړه  ناستې وکړې ،دوی په افغانستان کي دډیموکراسۍ له نامه څخه دناسمي ګټي اخیستنې په پایله کي ډول ډول اخلاقي فسادونوته لارې پرانیستې اودافغانستان په څیریو اسلامي هېواد اوسنتي ټولنه یې داخلاقي فساد په مرکزبدله کړه ،د هغو چا تر شا ودرېدل چي پښتانه يې غندل چي طلوع او يک ټلوېزونونه يې ښې بېلګي دي.
پداسي يوه يوهيواد کي چي په سلهاوو ګووندونه ولري او هيچا ته يې سرچينه هم نه ور مالومه نوبايد کورنۍ ښه ډېره پسي و غځېږي.
پښتنو هم په خپل لاس خپل نه پخلاکېدونکي مخالفين(د کرزي تر چپن لاندي)پر ځانو واکمنان  کړل او په خپله په خپل هيواد کي د هر څه څخه بې برخي او د لږکيو دغلامانو په حيث په سخت عذاب کي مړژواندی ژوند کوي.
او چي له چا څخه يې يوڅه تمه وه هغه هم سر چپه وخته،ښه بېلګه يې اوسنی اولسمشر دي چي پښتنو دوه واره (۱۳۸۳/۱/۱۸لمريز کال بيا ۱۳۸۵/۵/۱ل)کي په ډېرو نا امنيو کي ان د خپل سر د قربانی تر بريده ورسره هر راز مرسته وکړه خو پايله يې شکنجې،زندانونه،تورونه سپکاوی(۳)اومرګونه را وه وتل او خپله کرزى بېچاره تر ننه پوري هر څه د بهرنيو په ملاتړ او د شمالي ټلوالې په کاملاً  ګټه او خوشالی تر سره کوي ،نو سړی ويلاي سي چي که چيري همدغه پخواني قاتلان په واک کي سي تر دې به لا افغانان په تېره پښتانه له سختو شکنجو او کړاونو سره مخ سي،چي بيا به يوازي ژوند په بېځایه شکايتونه تېروي .
   
  څه بايد وسي چي وه نه سول؟
د کابل  اداره  ددې پر ځاى چې د بهرنيو او پرديو ځواکونو د نا ممکن شتون لپاره بيځايه او غلامانه هڅې وکړي، بايد پخپلو تيرو کړو توبه وه باسي او د ولس په غيږ کي د ځاى موندلو په غرض د افغان ملت  بشپړ ملاتړ اعلان کړي.
رسنۍ په تېره انځوريزي رسنۍ بايد د کابل د رنګینو ودانیو،سالونونو پارکونو...پر ځاي د کليوالو ستونزي ،له دولته د خلګو سر ټکونګه،دنړيوالو جنايات او کړني وشني او خلګ د راتلونکي په اړه پوښتنو ته وه هڅوي چي زموږ سره څه وسول ؟څه کيږي؟چا وکړل؟ولي يې وکړل....؟
په افغانانو کي د باور لپاره په ټولنيز ژوند کې فزيکي نېږدوالی تر بل هرڅه ډېر مهم ځکه دی، چې انسان پېژندنه د فطري درک له مخې يو د بل په خوی، حرکاتو او کړنو کې څرګندېدلای سي، نه دا چې د هوايي خبرو له لارې تش خپل زړونه يو پر بل تش کړو او هغه هم د پرديو رسنيو له لاري.
پښتانه بايد په خپل ټول توان سره نړۍ په خپل بې پرخيتوب(مظلوميت) وه پوهوي ،زما له انده خو نړۍ همدا اوس ټول افغانستان ته د کابل له کلکين څخه ګوري.

۱:http://www.afp.com/en/news/
۲:دکندهار د ارغسان اولسوالي.
۳:سپکاوی:په تېرو کلونو کي د کرزي څارګرو(امرلله صالح...)د پښتنو په ښځينه جامو کي د مخالفينو د نيولو خورا ډېر مواد د نړۍ په نوموتو رسنيو کي کي خپاره کړل ،چي پښتنو ته تر اوسه چا داسۍ سپکاوی نه وو اړولئ.