د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانسټ١ سپوږمکۍ يا سټلايټ لس کاله ناوخته خو ښه ګام!

نور رحمان لېوال 31.01.2014 13:00

ډېر خوښ شوم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنيظم ادارې هغه کار چې لس کاله مخکې کول وه اوس يې پيل کړ، يانې د تيارې خېژول شوې سپوږمکۍ د ظرفيت برخه رانيول او "افغانسټ١" سوداګريز نومول، مارک يا برانډ کول. ١٠ کاله پخوا چې کله ښاغلى سنګين په نوري فايبر زور راوړه ما په سپوږمکيو کې ورته د پانګونې مشوره ورکړې وه.

تر افغانسټ١ هم پدې ډېر خوشاله شوم چې يو ځل بيا هېوادوال د يو ستر تاوان څخه وژغورل شول، هغه په زرګونو ميليونو د مخابراتو د مالياتو پانګه چې پديوخت کې د لومړيتوب لمخې بايد د خوارک/څښاک، روزنې/لارښوونې، امنيتي او روغتيايي چارو په برخه کې يو په بل پسې ولږول شي. تېر کال د وزارت او اترا ادارې غوښتنه وه چې هغه سپوږمکۍ يا سټلايټ دې ورباندې مدار ته پورته کړي چې د مخابراتو نړويوالې ټولنې (اي ټي يو) د بېوخته مهرباني لمخې د افغانستان تر جغرافيې، ځانګړو او غيرنادودو پرېکونسيو پورې محدوده وه. د اترا او مخابراتو وزارت دا دنده وه چې په مدار کې لپخوا د ځاى نيولو هڅه کړې واى او ويې کړي.

که څه هم د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې زما لاسته راوړنې په نړيواله کچه د منلو او ستايلو وړ دي خو د کزري حکومت او انډيوالانو يې کله هم زما خبرو ته اهميت ندى ورکړى او تل يې خپله منلې لکه:
د څو کلونو لپاره د انټرنېټي کمپينو د جوازونو محدودول.
کمپيوټري تذکرو په پايلټ ډول نه پيل کولو او څو کاله وړاندې نژدې سپږ سوه ميلونه افغانيو سامانونه اخيستل چې اوس به له کاره لويدلي وه، وارنټي او ګرنټي خو به يې هرومرو پاى ته رسيدلي وى.
له انلاګ څخه ډيجيټل ټيوي سيټم اړولو ته زما وړانديز نه منل.
مالوماتي ټکنالوژۍ پارکونو او کاروبار پراختيا کې زما مشورې نه منل.
د هېواد ژبو او په نويو تګلارو زدکړې ورکولو اسانتياوو برابرولو کې زما سره نه همکاري.

ما د محدودې سپوږمکۍ خېژول چې وزارت يې اوس تجربه او وړتيا نلري غوره نګڼله، خو دا ځل زما څخه وروسته، نړيوالو کمپنيو ته هم د دوى غوښتنه بېځايه ښکاره او مشوره يې ورکړه چې محدوده سپوږمکۍ خېژول د هېواد او کمپنيو په ګټه نده.

دا بايد ووايم، د هغې سپوږمکۍ خېژول چې د مدار ٥٠ درجو کې د افغانستان تر جغرافيې، ځانګړو او غيرمعمول پرېکونسيو پورې محدوده ده، اړينه او غوره لاسته راوړنه به وي، خو په هغه وخت کې چې فساد نه وي او دولت د افغانسټ په نوم يو خپلواکه اداره يا شرکت جوړ کړي، چې غوره کاروباري پلان او وړتيا ولري. د ځانغوښتونکو او ځانمننوکو سياسي وزيرانو د امر څخه پرته خپلې دندې ترسره وکولاى شي. او موخه يې د کاروبار او خدمت پر بنسټ اسانتياوې برابرول وي نه د اسانتياوو سياسي کول. اوهم د وزير او رئيس د "سبا راشه" تش امر ته ملت اړ نوي، لکه اوس چې دولتي اسانتياوې د تر لاسه کولولپاره به پيسې ورکولو سره زارۍ او چوپړمارانو (چارواکو) ته بډې هم ورکوې.

دا ډېره اړينه ده چې د افغانستان دولت د خلايي چارو يو څېړونکي اداره جوړه او اماکانات پلاس کې ورکړي چې په خلا کې د افغانانو د حقوقو څخه دفاع وکړي.

د اترا اداره او وزارت بايد خپل وخت او پانګه تنظيمولو، لارښونو، څارنو او څېړونو ته ورکړي، دا مشوره ما ولس، د اترا کارکونکو، وزير سنګين او ملګرو ته يې بيا بيا ورکړې. د افغانسټ او نورو لاستراوړنو لپاره، اترا او وزارت بايد په لا محدودو جوازونو، لارښوونو او د هېوادنۍ پانګونې په هڅولو څېړنه او د جوازونو ورکړه اسانه کړي. که کوم افغاني جوړښت وغواړي سټلايټ وخېژوي او يا سټلايټ اسانتياوې ورکړي دوى بايد د جواز ورکولو، همکاري او لارښوونو پکچه مرسته وکړي او کورني پانګوال وهڅوي چې د بازار يا مارکېټ په نرخ اسانتياوې وړاندې کړي او دولت ماليه لاسته راوړي. همدارنګه دوى بايد هېوادوال او دولت وهڅوي او حتا مجبور کړي چي په هېواد کې جوړو اسانتياوو کارولو ته لومړيتوب ورکړي. او د کيفيت غوره کولو لپاره يې ورسره مرسته وکړئ.

که د پانګونې او جواز ترلاسه کولو لپاره کوم افغانى جوړښت نه تيارېږي، بيا بايد د افغانسټ تصدى جوړه او د ونډو لپاره بازار ته وړاندې شي، که د تصدى له برخو پانګونه پوره نشوه او يا پانګوالو پکې برخه وانخيسته، نو دولت اړ دې او پدغه وخت کې يې دنده ده چې د ماليې څخه پانګونه وکړي او په ورو-ورو يې بازار او خصوصي سکتور باندې وپلوري. پدې ډول به اسانتياوې د بازارلپاره برابرې او هم د ولس او دولت ترمنځ همکاري زياته شي. د نړۍ پدې دوران کې، بريالي دولتونه، حکومت کوي، ماليه اخلي او ولس سره رقابت نکوى، مانا هغه کارونه چې ولس يې کولاى شي دولت يې نه کوي. په افغانستان کې دولت ماليه اخلي او په ټولو برخو کې انحصار او رقابت هم کوي، چې همدغه کار د خلکو او حکومت ترمنځ د ناخوالو بنسټ، او هغوى چې دولت څخه ګټه ترلاسه کول غواړي په حکومت نيولو مرګونه او درغلي کوي، ځکه چې په دولت کې انحصاري ګټې شته.

اوس چې وزارت او اترا له بازار څخه تياره خېژول شوې سپوږمکۍ رانيولې او د افغانسټ ١ تر سوداګريز نوم يا برانډ لاندې به يې ظرفيت کاروي او خداى دې وکړي بازار ته يې هم وړاندې کړي، زه يې يو غوره ګام بولم، خو اترا يا وزارت سره ددې د چلولو او انحصار کولو په حق کې نه يم. د حيرانتيا خبره داده چې د نرخ غوښتنليک د سپوږمکۍ د جواز د نااهلتوب لومړۍ ماده کې وزارت او اترا ليکي:
" که وړانديز کوونکى يا شريکباڼتوب (جواينټ وينچر) د کوم بهرني هېواد حکومتي جوړښت وي نو جواز ترلاسه کولو اهليت نلري".

دا خبره څرګندوي چې کله اترا او وزارت د بهرنيو دولتي ادارو سره کار کول نغواړي، همدا ډول ولسونه هم نه غواړي چې حکومتي ادارو څخه اسنتياوې په پيسو اخستلو سره زارۍ، رشوتونه او خپل وخت برباد کړي.

د اترا د نرخ غوښتنليک يا ټنډر ډاکومېنټ لمخې دوى بايد د افغانسټ ١ لپاره شپږ ټرانسپانډره ظرفيت رانيولى وي، که دغه شپږ ټرانسپانډر، چې هر يو يې ٥٦ مېګاهرډزه وي نو ټول ٣٣٦ مېګاهرډزه کېږي. پدغه پيمانه ظرفيت رانيول، د ١٩ميليونو افغانيو (٣٣٦ زرو ډالرو) په شاوخوا کې په ماشتني لګښت لاسته راځي. دغه نرخ ډېر کمېداى هم شي:

که سپوږمکۍ زړه وي، ځکه چې هره سپوږمکۍ خپل عمر لري.
پوښښ ساحه يې کمه او د پوښښ لاندې سيمه کې يې قوت کم وي .
د پريکونسيو تر ټکر لاندې وي .

نورې ډېرې ځانګړتياوي شته چې لمخې يې د ظرفيت نرخ ټاکل کېږي. دا چې په مطبوعاتي اعلاميه کې د سپوږمکۍ په هکله تخنيکي مالومات نشته، نو زه دقيق نشم ويلاى. يوه ستره ستونزه زموږ په هېواد کې دا هم ده چې حکومتي چارو مالومات ولس سره نه شريکېږي، چې د بډو اصلي لامل هم دى. خوکه ښاغلى سنګين د يو مېګارهرډ ز د رانيولو نرخ تر ٥٥ زره افغانيو (زرډالرو) لوړ وي په تاوان کې دى. همدرانګه که ددغه ظرفيت د کارولو او يا په نورو د پلورلو لپاره پلان نه وي، او ونکارېږي، لکه د کمپيوټري تذکرو د سامان اخيستلو څو کاله پخوا، نو دا د افغانسټ ١ سوداګريزکول د يوې ګرانې سياسي ډنډورې څخه پرته بل څه نه دي، هېواد به هره مياشت د افغانسټ ١ د برانډ کولو، لږ تر لږه شل ميليونه افغانيو تاوان ګالي.

نور رحمان لېوال

١٣٩٣ کال ولسمشرۍ ټاکنو د نوملړڅخه پلاس اېستل شوى نوماند
له پروګرامونو "چې يې نه کوي خاين دي"