د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه (دویمه برخه)

پوهندوی آصف بهاند 30.01.2014 13:48

                             فیسبوک دې خلاص که ځوانیمرګ شې
                             دا څــلـورورځــې انـتــظـارولاړه یمـــه
                             وطن مې لویشـت په لویشـت خـطرشــو
                             خـدای ناتـرسـوډیـرکـرلي دي ماینـونــه
                            
په لنډیوکې دهرزمان دژوندانه رازونه په هنرمندانه ډول ځا ی پرځای شوي دي،دهرزمان ټولنیزې اړیکې په کې په ماهرانه توګه انځورکړای شوي دي،په امانتدارئ سره پیړۍ،پیړۍ ساتل شوي دي.کومې یې چې سینه په سینه تراوسنیوزمانوپورې رارسیدلې دي؛کولای شوچې له هغونه دتیرو وختونودانسانانودژوند دځینوهغواړخونوپه باب مهم اودلوموړي لاس مالومات ترلاسه کړوچې په لنډۍ کې انځورشوي وي.
لنډۍ دهرډول فکردنیلي دزغلولومیدان کیدای شي.دتاریخ په اوږدوکې،دلنډۍ په پراخه دښته اوشین بڼ کې،هرچا ځغاستلي دي،دهرډول فکردخاوندانوبلبلان په کې چغیدلي دي اوپه دې پروسه کې لنډۍ هیڅ چاته اودهیڅ ډول فکر بیان ته یې نه،ویلي نه دي اوله خپل درګاه څخه یې نه دي شړلي.لغړې خبرې،ښکلا،مینه،هجران،وصال،ژوند،مرګ،ماته،بریا،پټې اوښکاره خبرې،فلسفي افکاراوپه پای کې هرڅه چې دلنډیودویونکوپه عیني ژوندانه کې پیښ شوي،په لنډیوکې راښکاره شوي اوتل پاتې شوي دي؛خوحماسي تغزلي څپې له پیل نه ترپایه په کې غالبې وې اودلنډیوډیره سلنه یې جوړه کړې ده.
له ټولوبندیزونو،مذهبي کرښواونرخونوسره سره،هرچا،په تیره ښځو،خپل ټول احساسات دلنډیودنازکووزرونوپه وسیله الوزولي دي اودزړه دسترخوان یې غوړولي دی،حتی عاشقانه اوغریزوي مسایل یې هم نه دي پټ کړي اوپه برالا ډول یې بیان کړي دي.
ټینګه مې مه نیسه په غیږکې
تي مې نازک دي سږنۍ بالغه یمه
دلنډیوشاعر،دهنري انځورجوړونې مواد دژبې له هغه پاک طبیعت څخه راخلي چې دی په کې ژوند کوي،دژبې هغه طبیعت اوداوسیدلوهغه چاپیریال چې دلنډیو ویونکی ژوند په کې کړی دی؛له همدغه چاپیریال څخه دلنډیوداندامونودجوړولوله پاره لومړني مواد راخوښیږي اوپه طبعي مینې سره په کې کارول کیږي؛ځکه لنډۍ پاکه اوسپیڅلې وي.
دلنډیودتخلیق حوزې ،یوازینۍ هغه سیمې دي چې پښتنه میرمن په پوره اندازه آزادي په کې لري،هرڅه چې یې زړه غواړي،هغه وايي.حتی په هغې ټولنه کې چې نارینه په ټوله مانا په کې لومړۍ خبره اوحکم کوي،هم کولای شي دخپل زړه خبره وکړي.ویې غندي؛داسې یې وغندي،لکه دښمن چې پردښمن وارکوي؛ویې ستايي،داسې په ریښتیني ډول یې وستايي،لکه څنګه چې په عیني ډول یې ګوري.
په ښځینه لنډیوکې که له یوې خوا دنارینه ووپه باب دښځوذوق له ورایه لیدل کیږي،له بلې خوا ټول هغه څه چې دنارینه وو دجلبولوموجب ګرځي،په ماهرانه ډول کارول شوي اوانځورشوي دي،چې په یوازې اوریدلویا لوستلوسره دنارینه په وجود کې مینه اوجذبه پیدا کوي اوډیرځلې دنارینه د دودیزـ قبیلوي حاکمیت دماتیدوسبب کیږي.
له لنډیوسره دنوروملتونواوژبودفولکلوریکواشعارو دورته والي په باب څیړنې دا ښيي چې د روسانو« چستوشکې »، دجاپانیانو« هایکو» اوداسپانویانوکانت جوندو( Cante,Jondo )؛له پښتولنډیوسره یوڅه اړخ لګوي،(۳)خوتوپیرونه هم سره لري.دمثال له پاره پښتولنډۍ کله کله دروسي ژبې له چستوشکې سره پرتله شوې ده.د۱۹۹۹ کال په اوږدوکې استاد انورنومیالي په ماسکوکې دروسي ژبې دچستوشکوپه باب درنه علمي مقاله ولیکله.په دې مقاله کې دلنډۍ او چستوشکې ورته والي اوبیلوالي ته داسې اشاره شوې ده:
« یو وخت اروا ښاد دوست شینواري – چې دروسي ژبې له ادبیاتوسره یې شناخت درلودئ ـ یوچیرې داسې ویلي و،چې دروسي «چستوښکه» دپښتوژبې د «لنډۍ» یا پيښورۍ اصطلاح «ټپې» دژانرسره سمون خوري.خواوس چې زه «چستوښکه» یا دهغې ژوندۍ ښکلا له نژدې څخه ننداره کوم،نویوشمیرداسې ځانګړتیاوې یې وینم،چې دلنډۍ له ښکلاوو څخه توپیر لري اوپه دې حساب نودغه دوه مستقل ادبي ژانرونه یوله بله سره پوره سرنه خوري.»(۴)
که پښتولنډیوته ورته دنوروژبو په بیلابیلو ورته ژانرونوکې موادترلاسه شي ،بیخي جلا اوپه زړه پورې بحث به وي اوجلا وخت اوڅیړنې ته اړتیا لري؛خوکه یې په بیلوالي پسې څوک څیړنه وکړي،دیادوفولکلوریکوشعرونواولنډیوپه منځ کې ډیرجوت توپیرونه هم شته،چې ښايي په څیړنه کې دلنډیوتله په کې درنه وخیژي.
په لنډیوکې په سل ګونه اولازرګونه رنګارنګ موضوعات میندلای شو.که یوازې دلنډۍ پرموضوع باندې کاروشي،ښايي په زرګونومخونه څیړنه پرې ولیکل شي. ډیرنه،یوازې دیوڅولنډیوله اوریدویا لوستلونه وروسته دهرچا دې ته پام کیږي چې په لنډیو کې:
ـ انسان له انسان سره خبرې کوي،
ـ انسان له طبیعت سره خبرې کوي،
ـ انسان له ځان سره خبرې کوي،
ـانسان له څارویوسره خبرې کوي،
او...
دلنډیوهره برخه ځانته دڅیړنې یوه په زړه پورې موضوع  کیدای شي.دمثال له پاره یو وارې ولیدل شول چې دماسکودمهاجرت په ستونزمن چاپیریال کې دیوپرکاره فرهنګي دوست ښاغلي طاهرکاڼي،دلنډیوهغې برخې ته پام شوچې انسان له څارویوسره غږیږي.کاڼی یوه مقاله ولیکله اوعنوان یې ورته داسې وټاکه:« په پښتولنډیوکې دحیواناتوپه هکله څرګندونې » مقاله په زړه پورې ده،چې له ماسکونه خپریدونکې «امروز» مجلې په دویمه پرله پسې ګڼې په ۲۵ او ۲۶مخونو کې خپره شوې ده.(۵)
له لیونوسپونه راتیرشه
په خونړوچړوبه زه دروخیژمه
په لنډیوکې دڅارویودنومونوراوړل ،انځورول اوله هغوسره غږیدل ددې له پاره هم په زړه پورې دي چې څاروي دکلیوالي انسانانو په ژوند کې ځانګړی ځای اورول لري.داسې هم شوي چې یوبزګر کله خپل څاروي ته په قهرشي او کله یې بیا نازوي.دې مثال ته پام وکړئ:کله چې یوغوايی ډیرچاق شي،کولبه سمه ونه کړي،نوبزګرپه ډیرقهرسره ورته وايي:
کوناټوره خوښ مې نه شوې
سبا دې بیایم په ډنګردې بدلومه
اویا هم کله چې دوه مینان سره یوازې شي اودهلک له وسه هیڅ نه وي پوره،نومسته چټه پیغله یې له یوه ټنبل څاروي سره داسې پرتله کوي:
سپینه سینه درته پرته یم
دمنډیرسخوندره خوب دې زنګوینه
لنډۍ په ټولوپښتني سیموکې ګډشعري ژانردی اودکندهاري،لوګري،مشرقي اوټولوسازیانوپه خولوکې یوشانتې زمزمه کیږي اود محلي سندرویوه غوره برخه جوړوي چې پرته له لنډیویادې سندرې نابشپړه ښکاري.
دلنډیوپه ښکلاووکې یوه ځانګړنه دا ده چې دخلکوله خوا،ددوی په ژبه ویل کیږي اوداسې عام فهمه ژانردی چې جذابیت یې په ساده ګۍ کې دی.دخلکودزړه خبرې،سپینې یا بې پردې خبرې؛دداسې ښکلوتوروپه قالب کې سره نغښتل کیږي،چې په زړه منګولې لګوي.لایق وايي:
« لنډۍ دعواموژبه کاروي اودخواصودادب قراردادي اصطلاحات،لکه:
زاهد،ناصح،محتسب،شیخ،خرابات اوداسې نورسولیدلي توکي نه کاروي اودپردیوقالبونوعاریت کول نه خوښوي.معنا دتکلف په زهرونه لړي اومخاطب دالفاظودسپړلوله پاره په قاموسونوپسې نه ځغلوي،بلکې لاس نیولی یې دګودرغاړې ته بیایي اودکلي کیږدۍ له رښتیاني طبیعت سره يې آشنا کوي.په سحرونو،ماښامونو،ټکنده غرمواوستوروپوښل شویوشپوکې یې ډوبوي،دزمان پراخه لمن کې دلیوال اوپلټونکي انسان دغوښتنواوپلټنوغوټه ورته پرانیزي،له مینواوماتوسره یې آشنا کوي اودژوند په بې تکراره واټ کې،دمینې،لیوالتیا اوبیلتون سندره ورته بولي.»(۶،څوارلسم مخ)
په پښتوفولکلورکې دا یوعام اومنل شوی اصل دی چې لنډۍ داولس مال دی،نه دشخص.بایدځانته څوک دا حق ورنه کړي چې لنډۍ په خپل نامه ونوموي اویایې دخپلولنډیوپه نامه چاپ کړي.که څوک دا کار وکړي،نوبه یې اصیل فولکلورته صدمه رسولې وي.
ښاغلی لایق دافغانستان دعلومواکادیمۍ په نشراتي ارګان کابل مجلې د۱۳۸۶ هجري شمسي کال په ۱- ۲ ګڼه کې،« دلنډیومسخ کوونکي » ترسرلیک لاندې په زړه پورې بحث کړی دی اودا یې په نښه کړي دي چې،که لنډۍ څوک په ځان پورې منسوبې کړي،نواصیل فولکلورته به یې ډیرتاوان رسولی وي اودایې هم ښوولي دي چې دتاریخ په اوږدوکې چا اوچا دا کارکړی دی.دی دخپل بحث په ترڅ کې داسې وايي:
« ... هغه کسان چې دولسي لنډیودثبتولواودهغودفکراوفورم دغلاکولواومسخ کولوله لارې دخپلوځانګړیومجموعې اودیوانونه خپروي،داسطورواوفولکلورونوپه مسخ کوونکواوادبي جعلکارانوکې شمیرل کیږي.په وروستیوکلونوکې چې لنډیومقبولیت پیدا کړی دی اودنړیوالوپاملرنه یې ځانته را اړولې ده،له دې سره غبرګ دا ستونزه هم رامنځ ته شوې ده چې ځینې ښاغلي دځاني لنډیوهستونواوچاپولوته هڅیدلي دي.ځینې خولا دپښتني فرهنګ ودې ته دخدمت په نیت داسې هم کوي چې خپلې لیکلې لنډۍ له ولس څخه دراټولوشویولنډیوسره په مخلوط توګه اوبې تفکیکه چاپ ته رسوي اوخپروي یې ... »(۶،لومړی مخ)
دغه کاردلایق له نظره « په رډه رڼا ورځ غلاکول اودتاریخ مسخ کول دي » اوهغوکسانوچې دا کارکړی دی،لایق په خپله لیکنه کې،یوپه یوښودلي دي.هغه کسان دا دي:
۱ــ په ۱۹۷۷م کال کې دپیښورپوهنتون پښتواکادیمۍ،دمحمد ادریس صاحبزاده دلیکلولنډیومجموعه د « ټپې اودشعور رود » ترنامه لاندې خپره کړه.
دلنډیودا جونګ ما(آصف بهاند) په کابل کې لیدلې و،لوستلې مې هم واوپه خپل شخصي کتابتون کې مې درلود،خوپه یاد مې نه دي چې څومره لنډۍ په کې خوندي شوې وې او اوس مې په اروپا کې د «قحط الکتاب» په تاریکه کې کله نه دی ترسترګوشوی.
۲ــ دلایق دلیکنې په استناد،دلنډیوبله دې ته ورته مجموعه « عوامي ټپې » نومیږي،چې ښاغلي سید اکبرصابرخپره کړې ده.(۶،له لومړي مخ نه تراوه لسم مخ پورې)
۳ــ دلنډیوبله ټولګه چې په دې لړکې معرفي شوې ده،دسیدا ګل غریبیارټولګه ده په ۱۹۹۷م کال کې په امریکا کې ټوله شوې،ټولې ۳۷۱۵ لنډۍ په کې چاپ شوي  دي او ختیځ کلتوري ټولنې په پيښورکې خپره کړې ده.
ددغودووپورتنیویادوقلموالودغه هڅه لایق پښتوادب ته خدمت نه،بلکې دلنډیوداصالت اوعلمي اعتبارته زیان بللی دی.(۶،دریم اوڅلورم مخونه)
۴ــ ډانمارکي محقق ینس اِنه فولدسین) Jens Enevoldsen ) دپښتولنډیواومتلونویوجونګ،له انګلیسي ژباړې سره،د « سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه » ترسرلیک لاندې خپورکړ.په دغې ټولګې کې یوه مقدمه،سل لنډۍ،سل متلونه،شپږانځورونه اوپه پای کې دنومونویوفهرست راوړل شوی دی.
دغه ټولګه مې چې په ډنمارک کې دلومړي ځل له پاره ولیدله،نومې ژر فوتوکاپي کړه او اوس مې په واک کې ده.دغه ټولګه دوه ځلې چاپ شوې ده.لومړی ځل په ۱۹۶۹م کال او دویم ځل په ۲۰۰۰ م کال.(۷)
هغه څه چې لایق خپله مقاله (کابل مجله ) کې طرح کړي دي( لنډۍ دې دولس له آزمینې وروسته ثبت شي )دهغه په باب څیړونکي څه وايي،که پرخپل ځای ودریږواوهرڅه په خپل حالت پریږدوچې لنډۍ مسخ نه شي،بیا دنویولنډيودثبت مسآله څنګه کیږي؟
دلایق نظر داسې دی چې لنډۍ لومړی باید دولسي نقد له میچنې راوزي چې ډله ایزې لاسوهنې اوسمونې په کې وشي،دعاموخلکوله خوا ثبت شي؛بیا نو ولسي سندرې ورته ویلای شو.(۶)
دا چې دلایق له دې طرحې سره نورڅیړونکي څه وايي،زه نه پوهیږم،خوزه خپله په دې نظر یم چې اوس ژوند بدل شوی،هغوپخوانیوټولنیزواړیکوکې ژوربدلونونه راغلي دي.کور،کلی،طرز تفکر،دژوند وسایل،ارتباطات او ... بدل شوي دي او ورځ تربلې بدلیږي پسې.که دلنډیو اونورو فولکلوري ژانرونودثبت څرنګوالی یا لیکل هم بدل شي،څنګه به وي؟ زه هم د دې نظرټینګ پلوي یم چې لنډۍ دیوه ټاکلي شخص مال نه،بلکې دټولوخلکو مال دی.که یې څوک خپله هم جوړه کړي،حق نه لري چې خپل نوم په لنډۍ پسې ولیکي یا دلنډيو کومه ټولګه په خپل نامه چاپ اوخپره کړي؛خوکه یې ثبتول همداسې پریښودل شي،نودهغولنډیوسرنوشت به څنګه شي چې نه دي ثبت شوې؟
په هیواد کې دننه هم حالات بدل شوي ،خوفرضآ وبه یې ګڼوچې په هیواد کې حالات هماغسې پرځای پاتې دي،خوله هیواده بهرداسې نه ده.له هیواد نه دباندې په زرګونو،لکونوحتی په میلیونونوافغانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره دي،ددغو خورو ورو افغانانوپه منځ کې نه هغه اړیکې شته اونه هغه طرز تفکر،خوپښتانه اودلنډیوویونکي اورامنځ ته کوونکي شته،لنډۍ تخلیقوي اودنوي چاپیریال اودهغودخوښیو اوغمونوڅرنګوالی په کې منعکسوي او... ما خپله په شخصي اورسمي محافلوکې په لسګونوداسې لنډۍ له پیغلو،ځوانانو اوسپین ږیرو نه اوریدلي دي چې ماته بیخي نوې اونا ثبت شوې بریښیدلې دي اودلنډیو هغه ثبت شوې اوچاپ شوې ټولګې چې زما له نظره تیرې شوې دي،ددغو لنډیو څرک هم په کې نه لګیږي؛ دهمدې اړتیا له مخې اړینه ده چې دا نوې تخلیق شوې لنډۍ ثبت اوخوندي شي او که ثبت نه شي له دې سره به څه ډول چلند کیږي؟
آیا دنویو لنډیو دنه ثبت دپالیسۍ له مخې به دغه په زرګونو نوې لنډۍ دنابودۍ له غمیزې سره مخ نه شي؟
 اوکه دې پالیسۍ ته پریښودل شي چې لنډۍ دې وروسته له تخلیق نه باید له ولسي آزمون نه بریالۍ راووزي،چاڼ دې شي ،چې دولس له خوا ومنل شوه بیا به یې کوم فولکولوریست ثبت کړي.
دلته دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې له افغانستان نه دباندې، حتی په ګاونډیو هیوادونوکې دافغانستان په څیر روابط نه شته اوڅومره چې یوافغان مهاجرله وطن،کلي کوراونغري نه لرې کیږي،په هم هغه اندازه روابط اوقوانین سره بدلیږي،هرڅه په بل ډول عیاریږي؛اوددغوبدلونونوانعکاسات دیوانسان په ذهن کې بل ډول مسایل رامنځ ته کوي؛نوهمداسې دلنديو دتخلیق پروسه کې هم بدلونونه رامنځ ته کیږي اوداروپا په دې پرمخ تللې ټولنه کې کیدای شي دنوې تکنالوژۍ له بدلون سره ژوند داسې په ګړندي بدلون کې وي چې دلنډیو دچاڼ دپروسې له پاره اصلآ څوک وخت هم ونه لري،نوکه لنډۍ له رامنځ ته کیدو سره سم ثبت شي ښه به وي.
کیدای شي له هیواد نه دباندې دافغانستان په څیرهغسې ولس اوهغسې ټولنه نه وي،چې ځینې دنظر خاوندان لنډۍ وروسته له تخلیق نه په کې دچاڼ اوآزمیښت له پاره ږدي.دمهاجرت په چاپیریال کې هغسې وطني ولس نه شته اونه هم داسې څوک چې دوی ته پاکه سوچه ژبه اوکلتوروروښیي چې دهغه کلتورپه چوکاټ کې دې لنډۍ تخلیق اوچاڼ شي او وروسته له هغه دې ثبت شي.
زه خو داسې وایم چې هرډول لنډۍ چې چا اوریده،ثبتوي دې.یا له ځان سره،یا په کومه ویبپاڼه کې،یا په فیسبوک کې اویا هم دایمیل له لارې دې له چا سره شریکه کړي اوپه دې ډول دې دکمپیوتر جال ته وسپاري.دخلکو اوټولنې له خوا یې دمنل کیدو اونه منل کیدومسآله بیا په رښتیا هم وخت ته اړتیا لري چې کومې اوڅومره یې دوخت په تیریدوسره منل کیږي اویا له خولواوقلم نه لویږي.
همدا اوس یې که قیاس کړو او اوسنی ژوندی نسل په دروو برخو وویشو،داسې به وي:
ــ له سني پلوه هغه نسل چې عمر یې له شپیتویا اویاوو جګ دی،خدای مه کړه که دوی ته اجل دروازه وروټکوي،له هغوسره به شته زده کړې اوتخلیق کړې نا ثبت شوې لنډۍ ضایع نه شي؟
ــ دشلواوشپیتو په منځ کې ځوان نسل چې تراوسه یوڅه له ژبې اوکلتورسره بلد دی ،لنډۍ زده کولای،تخلیقولای اوحافظې ته سپارلای شي،که دا هم دزمان تر میچنې لاندې دآزمیښت له پاره پریښودل شي اوثبت نه شي،بیا یې هم دضایع کیدو خطر شته.له بلې خوا همدا ځوان نسل دنوې وخت له نویو بدلونونوسره ځان مجبورآ بدلوي،اوکه ددوی نوې تخلیق شوې لنډۍ هم ثبت نه شي،نوڅنګه به شي؟
ــ له دې نه وروسته راتلونکی نسل دلته دمهاجرت په چاپیریال کې دا دی زموږ ترسترګو وړاندې خپل هرڅه له لاسه ورکوي،له هغې ډلې نه مورنۍ ژبې ویل اولیکل.له دوی نه دلنډیودتخلیق څه چې دیوې لنډۍ دیادولو تمه هم بیا نه شو کولای.
 نوي نسل له نوې تکنالوژۍ اونویوبدلونوسره ځان ګړندی بدلوي اوکه یې بدل نه کړي په دې نوې اوپردۍ ټولنه کې له نوروستونزوسره مخامخ کیږي.له دوی نه ددې تمه چې له مشرانونه لنډی یادې کړي اوبیادې دآزموینې له پاره وساتي،یوڅه له تصورنه لرې ښکاري.دهمدغو دلایلو له مخې که تیر میراث چې ترموږ پورې رارسیدلای دی،چې یوه برخه یې همدا لنډۍ دي،ثبت اوخوندي نه شي،دبربادۍ له خطرسره مخامخ کیږي چې په ټول کې زموږدفرهنګ اوتاریخ دیوې برخې پوپنا کیدل یې ګڼلای شو.
لایق په خپله مقاله کې ځوځایه وايي رفیع اوهیواد مل،دفولکلوردساحې دمتخصصینو په توګه باید په جدي ډول دنویولنډیوجوړونکومخه ونیسي،خورفیع اوهیوادمل بیا استدلال کوي چې هرڅوک خپله باید پام وکړي،موږچاته دستورنه شو ورکولای.(۸)
درفیع اوهیوادمل ددې نظرپه څنګ کې لایق په سختګیرانه ډول وايي:
«له غلواومسخ کوونکوڅخه دلنډیودژغورنې،ساتنې اوتوثیق ګټوره اواغیزمنه لاره دا ده چې دهغوی دراټولولو،فهرست اوزیرمه کولوله پاره دفولکولورونودخوندي کولونړیواله طریقه وکارول شي اودهغې په موجب ټولې چاپ شوې اونا چاپ شوې لنډۍ له نوي سره دهمدې طریقې مطابق راټولې،ترتیب اوزیرمه شي.» (۹)
دا په ریښتیا یوعلمي نظردی،خوپه دغه اوسني تیت اوپرک بحراني فرهنګي سیاسي حالت کې چې افغانان،په تیره پښتانه یې لري،څنګه کیدای شي دا علمي نظرتطبیق کړو.دچاپ شوولنډیودفهرست کولوزحمت خوبه یوڅوک پرځان ومني،خودنویولنډیودثبت مساله به څنګه کیږي؟اوکه همداسې پریښودل شي،لنډۍ خوموږته نه دریږي،تخلیقونکي یې هستوي،اودنه خوندي کولوپه صورت کې لنډۍ خپله دخلکوله اذهانوتښتي،ورکیږي او دپناه باد یې له ځانه سره وړي؛ښه خبره خو دا ده،چې هرڅوک هرچیرې چې دي،په هره طریقه چې وي،هرډول لنډۍ چې اوري،باید ثبت اوخوندي یې کړي،څوله نابودۍ څخه وژغورل شي.کره کول،چاڼول،دهستونکي حالت،دهستولوچاپیریال او... به یې وروسته بیا څیړنکي معلوموي.
البته دا ډیره اړینه ده چې لنډۍ څنګه چې په ټولنه اوخلکوکې شته اوڅنګه چې تلفظ کیږي،هماغسې باید ثبت اوخوندي شي،دثبت اولیکلوځای او وخت یې مالوم وي اود راوي اوثبتونکي په باره کې ډاډمن مالومات راټول شي.له دې مالوماتوپرته دراټولوشویواوچاپ شویولنډیواعتبارپه علمي څیړنوکې ډاډمن نه وي.(۹،۷مخ)
زه دلته نه غواړم په دې پسې خبره اوږده کړم چې چا دلنډیودتاریخ،تعریف محتوا اوثبتولوپه باب سمه خبره کړې اوچا ناسمه.کوم کارچې تراوسه پورې دلنډیوپه باب شوی دی،دلږوتیروتنوترڅنګه ډیرعلمي ارزښت هم لري په تیره دلنډیوپه باب دښاغلي لایق څیړنې.
خوددې ټولوخبروسره سره ټینګارکوم چې:
په اوسني کړکیچن حالت کې دلنډۍ دله منځه تلودخطردشته والي په خاطردې لنډۍ په هرځای اوهروخت کې چې وي،دخلکواوټولنې دآزموینې دمیچنې له دتیریدوپرته دې ثبت شي.دآزمویلوکیسه به یې پریږدوخپله دلنډیو قوت،مهم والي،منځپانګې اوښکلایزوځانګړنوته.
                                پورې لیلاکوره چې مونځ کړي
                         قبول یې مه کړې توراوربل پرخاوروږدینه

                               پــرکـــابــل بیا راکـټ را اوري
                         دآســمايــي لـــــه ډډو وخـــتــل دودونــــــه

                                                                         ددویمې برخې پای