د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امنیتي تړون او سیاګرد د پېښې په اړه

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مشر تابه شورا 28.01.2014 12:05

د امنیتي تړون او سیاګرد د پېښې په اړه؛
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلامیه
د سیاګرد او وزیر اکبر خان بریدونه غندو
امنیتي تړون باید ولس ته د سولې پیغام راوړي
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مشرتابه په خپله وروستۍ غونډه کې د سیاګرد په پېښه او له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د یو شمېر کسانو لخوا د یو لړ غبرګونونو په باب تر بحثونو وروسته په یادو مسایلو کې خپل دریځ په دې ډول اعلانوي:
په داسې حال کې چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د اوسني دولت په کړو وړو نیوکې او اعتراضونه لري، د ښې حکومتوالۍ په راوستو د فساد په مخنیوي او د بېځایه مصلحت پالنې د نه دوام کلکه غوښتنه ترې کوي، د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د شرطونو ملاتړ کوي، ځینو کسانو او کړیو چې د مدني ټولنې په استازیتوب د نافرمانۍ شعارونه ورکړي د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز  ورسره همنظره نه دی. امنیتي تړون باید زموږ مظلوم ولس ته د جګړې پر ځای د سولې او امن پیغام راوړي، که نه وي نو دغسې تړونونه بې معنا دي.
همدغسې موږ له ولسمشر کرزي هم تمه لرو چې په دې اړه ولس ته ډاډ ورکړي او د سولې لپاره خپل عملي میکانېزم واضح کړي.
د سیاګرد او وزیر اکبر خان بریدونه چې د بې ګناه ملي مرګ ژوبلې سبب شول په کلکه غندو په دې اړه چې د والي او مرکزي ادارې په راپورونو او دریځونو کې کوم تضادونه دي دا هم د خپل مظلوم ولس سره لویه جفا بولو. د طالب په نامه د ملکي وګړو وژل پخپله د غمیزې ژورتوب ښيي، موږ یې غندو، له چارواکیو غواړو چې د ولس پر برخلیک دې سیاسي لوبې نه کوي. د مدني ټولنې همغږۍ مرکز له ټولو ښکېلو لوریو په  ټینګه غواړي چې نور دغسې له وحشته ډک بریدونه تکرار نشي، چې بې ګناه افغانان پکې وژل کیږي.
په درنښت
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مشر تابه شورا