د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه

پوهندوی آصف بهاند 27.01.2014 11:58

                              ( لومړۍ برخه )

                                کابل یې وران کړوران یې مه وای
                          لاس دې یې مات شي چا چې ویشتي راکټونه

                                 جــانــانــه سـمـه امــریـکـا یــې
                           هــم مــلامــت یــې هــم زارۍ درتــه کــومه
                                             
دلنډیوپه باب دغه بحث په څلوروبرخوکې وړاندې کیږي.نوې ثبت شوې لنډۍ به دورستۍ برخې په پای کې راوړل شي.مآخذونه به له نویولنډیونه وروسته،دمتن دشمیرو له مخې وښودل شي.
په لنډۍ باندې خبرې کول کومه نوې خبره نه ده،خوزړه هم نه شوورته ویلای اوهیڅکله به زړه هم نه شي.لنډۍ هرکله نویوخبرواونویوبحثونوته اړتیا لري؛دهمدې اړتیا له مخې به په دې بحث کې دلنډۍ تاریخ،جولې اومنځپانګې په باب خبرې وشي،بیا به دلنډۍ په باب ترسره شویوڅیړنیزوکارونوته تم شو،ورپسې به دنویولنډیودټولولو،ثبتولواوخوندي کولوپرکړنلاره اوستونزوباندې بحث ولرو،له دې نه وروسته به دراټولوشویواوچاپ شویولنډیودمجمعوپه باب معلومات وړاندې شي.
لنډۍ دپښتوفولکلوریکوادبیاتوهغه ټولګی دی چې دشکل له مخې ډیر لنډ،خو دپراخوالي اومنځپانګې له پلوه لکه سمندرونوغوندې داسې پراخ دی چې دعیني ژوندانه ټول اړخونه په خپله لمنه کې رانغاړي.
فولکلوردانسانانود بې پولې اوبې پایه احسا س،یوه ستره برخه جوړوي.دفولکلورمنظومه برخه یا فولکوریک شعرونه دبشري فولکلوردسترې اوشتمنې خزانې یوه لویه اودپاملرنې وړبرخه جوړوي؛اوپښتولنډۍ دفولکوردشعري برخې هغه ستره خزانه ده،چې دپیړیوپه اږدوکې دمیلیونونوخلکوله خوا رامنځته شوې ده،داسې چې همداټول خلک یې خاوندان دي،خویویې هم دملکیت دعوا نه شي کولای.
دلنډیوپه باب دا اودې ته ورته معلومات دلومړي ځل له پاره لویواستادانو لکه علامه حبیبي په خپلوځینومقالو،استادبینواپه« پښتولنډۍ »نومي اثرکې، استادحبیب الله رفیع په « دخلکوسندرې » نومي کتاب کې راوړل شو،بیا وروسته دراټولوشوولنډیودمجموعوپه مقدموکې اودځینومقالوپه ترڅ کې په لږتوپیرسره راواخستل شو،چې دټولوپه ډله کې زما په نظردلنډیوپه باب دښاغلي سلیمان لایق څیړنې دپاملرنې وړعلمي ارزښت لري.
پښتولنډۍ له لومړنیوخوښیو،مینې،غمونو،دردونو،خوندونو،وصالونو،بیلتونونواو...نه نیولې،بیا ترسل ګونواوزرګونونوروټولنیزومطالبوپورې،په خپله لمن کې خوندي کړي دي.دزمانوپه تیریدوسره دلنډیودغه خزانه دهرنسل له خوا داسې بډایه شوې ده،چې اوس نه یوازې دپښتنودفولکلوریوه ویاړمنه برخه ده،بلکې د بشري فرهنګ یوه ستره برخه اولاسته راوړنه بلل کیږي چې عمریې داټکل له مخې زرګونوکلونوته رسیږي.
لندۍ دپښتوشفاهي ادب دمنظومې برخې هغه ډول ته ویل کیږي چې،له ډیرولرغونوزمانوڅخه یې ترموږپورې دتیروزمانواوپخوانیوانسانانوخوښۍ اوغمونه،بریاوې اوناکامۍ،چغې اوخنداوې،ساړه اوتاوده،او...رارسولې دي؛دهرزمان تجربې اوانځورونه یې،لکه اوسنۍ تکنالوژي له ځان سره ساتلي دي،ځان یې ورباندې بډای کړی دی او اوس یې په ټولې امانتدارۍ سره دنوي نسل په مخ کې ایښي دي.اوسنی نسل هم باید دخپل ژوند هراړخیزې تجربې پردې خزانه باندې په لا امانتدارئ سره ورزیاتې کړي.
لنډۍ په پیل کې دیوتن داحساس زیږنده وي،دټولنیزژوند په اوږدو کې نورخلک دخپل ژوندخواږه اوترخه ورباندې ورزیاتوي اوڅه کمونې هم ورنه کوي،داوږدې پروسې له تیریدو نه وروسته یا منل کیږي اویا له خولونه لویږي.په دې پروسه کې داسې لنډۍ هم رامنځ ته شوي دي چې له تخلیق نه ډیره لږه موده وروسته،له چاپیریال اوغوښتنوسره دنه مطابقت په وجه له منځه تللې دي،خودتاریخ له اوږدوڅخه داسې لنډۍ هم راپاتې دي چې دتیرو نسلونو دزړه غږیې په هنرمندانه ډول ترنن پورې رارسولای دی.
څنګه چې لنډۍ دفولکولوریکواشعارویوه برخه ده اودفولکولورپه عام اومنل شوي تعریف کې راغلي چې:
فولکلوردنا لیکل شوي یا ولسي ادب هغه برخه ده چې ځانګړوکسانواومنفردواشخاصوته نه ده منصوبه اودټولوخلکوګډه شتمني ګڼل کیږي.که یې څوک په ځان پورې تړي،دا یومنفي بدعت دی،چې کله کله دا کارشوی هم دی.
لنډۍ دټولوپښتنوګډ تخلیق اوګډه شتمني ده چې درامنځ ته کیدواوآزمیښت پروسې یې اوږد وخت نیولی دی.لنډۍ دپښتني فولکلورداسې عامه اومنل شوې بڼه ده چې که یې څوک دمثال راوړلواویا هم دخپلې ادعا دثبوت له پاره لیکي یا یې رانقلوي،هیڅ ډول مآخذ ته اړتیا نه شته،ځکه چې لنډۍ دټولوخلکومال دی،هرچیرې چې پښتون اوپښتني ژوند شته،هلته خامخا لنډۍ هم شته.منل یې یوازې دوه شرطونه لري:
ــ دشکل له مخې با ید دنه(۹) اودیارلس(۱۳) سیلابونودرلودونکي دوه نا متوازن نیم بیتي ولري.
ــ دټولنیزژوند یوه برخه په کې په هنري بڼه انځورشوې وي.
دا دوه نا متوازن بیتونه چې یويې نه اوبل یې دیارلس سیلابه وي،باید په مانا اومفهوم کې یوله بل سره تړلي وي.داسې نه وي چې بې مفهومه نه سیلابه اودیارلس سیلابه نیم بیتیان سره څنګ په څنګ راوړل شي اوبیا دلنډۍ نوم ورباندې کیښودل شي.که په مفهوم کې یودبل بشپړونکی یا مرستندوی نه وي،بیا لنډۍ نه شو ورته ویلای.لکه:
که له زلمونه پوره نه شوه
دیارله پاره درمسال جاروکومه
دا دشکل له مخې لنډۍ ده،یعنې لومړی نیم بیتی نه(۹) سیلابه اودویم دا یې دیارلس(۱۳) سیلابه دی،خودمانا له پلوه یودبل بشپړونکی نه دي.
لنډۍ ته په بیلابیلوسیموکې،جلا جلا نومونه کارول کیږي.ټیکۍ،مسرۍ،ټپه،آواز،بدله،سندره اوځینې نورنومونه،خولنډۍ یې هغه عام نوم دی چې ټول پښتانه یې ورته کاروي.
دلنډیودشمیردمعلومولوپه برخه کې باید وویل شي چې،په اټکلي ډول دنړۍ پرمخ دټولوپښتنودشمیردمالومولوپه صورت کې،کیدای شي چې په اټکلي ډول دلنډیوشمیرهم ښکاره شي؛ځکه داسې پښتون به ډیرلږپیدا شي چې څولنډۍ یې نه وي زده،خودا خبره هرکله هرځای باید وویل شي چې لنډۍ ټاکلی اوښکاره ویونکی نه لري اودټولوخلکومال ګڼل کیږي.لنډۍ شاعرلري،خونومورکی شاعر.دهمدې اصل پربنا دلومړنۍ لنډۍ له رامنځ ته کیدونه ترنن پورې دا اصل دټولوله خوا منل شوی دی چې لنډۍ دهیڅ چا مال نه دی،شاعریې نومورکی دی اوپه اصل کې دټولوخلکومال دی.دهمدې منل شوي اصل پربنا که یوڅوک داسې وانګیري چې یوه لنډۍ ده نوې اوتازه جوړه کړې ده،داسې باید فکروکړي چې کیدای شي له ده نه مخکې بل چا هم دغه لنډۍ ویلې وي اودخپل دردیدلي،ښاد شوي یا ناښاد شوي زړه غږیې په کې اوچت کړی وي.
دا هم دیادولوده،لکه څنګه چې دلنډیوهستوونکي اوشاعران نه دي مالوم،دغسې دتخلیق دقیق وخت اوځای یې هم نه دی مالوم،خودرامنځ ته کیدو وخت یې په اټکلي ډول کیدای شي وویل شي.دغې لنډۍ ته پام وکړئ:
کابل یې وران کړ،وران یې مه وای
لاس دې یې مات شي چا چې ویشتي راکټونه
په راکټ باندې دکابل ورانیدل داوس مهال خبره ده،ددې له پاره دې لنډۍ ته نوې یا داوسمهال لنډۍ ویلای شو.
لنډۍ دسمندرڅپوته ورته ده،که یوه لږه سسته اوزړه شي،ورپسې په لسګونواوسلګونې نورې څپې زیږي اوسا اخلي؛لنډۍ هم همداسې ده چې له نوي ژوند سره نوې سا اخلي اومخ پروړاندې درومي.دلنډیودتخلیق لړۍ نه دریږي،دبشریت دتجاربوداخزانه ورځ تربلې پسې بډایږي.پښتني لنډۍ دټول بشریت له پاره دهغه کتاب حیثیت لري چې هرڅوک کولای شي په کې دخپلې خوښې وړموضوع یا مضمون پیدا کړي.دا هغه کتاب دی چې پښتون اوپښتني ژوند په کې په سم اودقیق ډول پیژندل کیدای شي.
دلنډیودکاراصلي ساحه انسان اودهغه چاپیریال دی.ټول هغه شیان چې له انسان اودهغه له ژونداوچاپیریال سره اړیکې لري؛دلنډیودکارسیمه ده.دا خبره په دې مانا ده چې لنډۍ له انسان اوانساني ټولنې څخه جلامطالعه کیدای نه شي،لنډۍ دانسان اودهغه دژوند تشریح کولوته ځان وقفوي.
لنډۍ دپښتنودټولنیز ژوند هغه رڼه هنداره ده چې هروخت دپښتانه دژوند ټول اړخونه په کې ښکاریږي اوکه څوک وغواړي چې پښتون اودهغه دژوند څرنګوالی وګوري یا یې دلوستلوتکل وکړي اودهغه دټولنې په باب په څه پوه شي،نودلنډۍ بې پایه کتاب ته دې مراجعه وکړي.
که څوک غواړي چې دلنډیواصلي شاعران وپیژني،دهغودپیدا کولواصلي ځای اوپته دپښتنودټولنیزژوند مطالعه ده،اصلي ځای یې ټولنه اوټولنیزې اړیکې دي،چې که په هراړخیزډول وڅیړل شي،داسې څه ورنه ترلاسه کیدای شي چې په تاریخ کې یې هم نه شو موندلای اوبې ساري لومړني مواد ورنه تر لاسه کیدای شي.
که په ټول کې دلنډيوپه ویونکوپسې وګرځوو،کیدای شي دلنډیو ویونکي پردغودرې برخو وویشو:
ــ ښځینه لنډۍ،
ــ نارینه لنډۍ،
ــ دښځو اونارینووترمنځ ګډې لنډۍ.(۱،دویم مخ)
خودلنډیوله هراړخیزې مطالعې نه ښکاري چې دلنډیوډیره سلنه دښځوله خوا ویل شوې ده:

دبریتوڅوکې دې کږې دي
زما نتکۍ په کې راکاږې مړه دې کړمه

بیا به نری کمیس ونه کړم
باران لمده کړم جانان ټوله ولیدمه

څوک مې له حاله خبر نه دي
لکه دنم دړه پرزړه چاودلې یمه
هغه لنډۍ چې تراوسه پورې خوله په خوله ترموږپورې رارسیدلې دي اویا دچاپ دصنعت اوداوسنۍ تکنالوژۍ له برکته خوندي شوې دي،ددې څرګندويي کوي چې په لنډیوکې دښځوژوند،انګیرنې،رنګارنګ احساس،دمینې داظهارڅرنګوالی،دکورنۍ په تیره دنارینه پرضد داعتراض دغږاوچتول دي اودپښتنې میرمنې داوږدوغمونو،دردونواوناخوالوغږدنورو غوږونوته رسول دي.
دفولکولوریکومنظوماتوپه ډله کې هیڅ یوصنف دلنډیوپه اندازه عام اودمنلو وړنه دی.ټول فولکلوریستان په دې باوردي چې پښتولنډۍ دبشریت دعامیانه ادبیاتویوه مهمه اوشتمنه برخه جوړوي(۱،۳مخ)
سره له دې چې په افغانستان کې اودباندې له افغانستانه څخه دلنډیوپه باب په پوره اندازه علمي کارنه دی شوی،خوهغومره کارچې شوی دی،لنډۍ تریوې اندازې معرفي شوې ده.دلنډیودښې پیژندنې له پاره دې لنډۍ له نوروکورنیواوبهرنیوشعرونوسره نه مقایسه کیږي،دلنډیودښې پیژندنې له پاره ترټولوغوره لاردهغې ټولنې مطالعه اوپیژندنه ده چې لنډۍ په کې رامنځ ته شوې وي.دلنډیودښه درک له پاره غوره لار دلنډۍ مطالعه اواوریدل دي،چې باید واوریدل شي ،راټولې شي،وڅیړل شي،بیا وروسته دژبپوهنې،ادبپوهنې،ښکلاپوهنې اوټولنپوهنې دبیلابیلوعلمي اصولو له مخې خبرې پرې وشي.
په لنډ ډول که وویل شي،لنډۍ دپښتني ټولنې دپیژندلو،څیړلواومعرفي له پاره ترټولونوروژانرونویوه ښه اوغوره نمونه ګڼل کیدای شي.لنډۍ که په هرهیواد اوټولنه یا دنړۍ په هرګوټ کې چې تخلیق شوې وي،په هماغه یوه قالب کې،دوخت له غوښتنوسره سم بیلابیل مضامین وړاندې کوي.دا خبره باید هیره نه شي چې دهغوفرهنګي حوزوپیژندنه اومطالعه ډیره ضروري ده،چې لنډۍ په کې رامنځ ته شوې دي.
لنډۍ داوریدونکواولوستونکوهنري تنده داسې خړوبوي چې هیڅ یوهنري ژانریې په دومره لنډ اوبا مانا فورم نه شي ماتولای.ډیرلوی اومهم ټولنیزمطالب په یو واړه اولنډ شکل کې په هنري اندازسره بیانوي.دلنډۍ په همدا یوه بیت باندې لوستونکی یا اوریدونکی کولای شي:
دټولې ورځې ستړیا وباسي،
خپل قهراوبد حالت هیرکړي،
خپل یار ورپه یاد کړي،
خپل مړی وژاړي،
خپل ژوندی ولمانځي،
خپل قهرڅرګند کړي،
خپله مینه زبات کړي،
خپل علم اوهنرښکاره کړي،
خپل وطن اومینه وستایي،
دبریالیتوب راز په کې څرګند کړي،
غندنه وکړي،
او ...
او په پای کې دخپل زړه ټول منفي اومثبت احساسات په کې څرګند کړي.
څنګه چې په سیندونوکې دغرواورغودواورواوچینواوبه سره یوځای کیږي،مستي اوشور وربښي،دغسې له لنډیوڅخه هم دژوند دټولواړخونوله څپوڅخه درنګینوانځورونوپه یوځای کیدوسره،دژوند دآیینې په څیریومست اوښکلی انعکاس رامنځ ته کیږي چې څوک یې په لیدوسره په لنډ تنګ وخت کې دتیرژوندله بیلابیلواړخونوخبریدای شي،دهمدې له پاره دلنډیوریښتینې پیژندنه اودرک،په خپله له لنډیوڅخه ښه کیدای شي.
دلنډیودتخلیق اوږدې پروسې ته که په ځیروکتل شي،لیدل کیږي چې دلنډیوچینه نه وچیدونکې ده اوداسې رڼې څپې ورنه رازیږي چې یوه څپه دبلې ځای نیسي اوبله دبلې.ترڅوچې ژوند وي،لنډۍ به هم ژوندۍ وي  اومضمون به یې لکه دهرزمان ژوند اودژوندغوښتنې،بدلیږي اوسره اوړي به.دوخت په تیریدوسره دزړولنډیوځای نوې لنډۍ ډکوي اوپه نویولنډیوکې دهماغه زمان غوښتنې،پوښتنې،ښکلاوې اوهراړخیز ژوند منعکسیږي؛داسې چې دژوندپاڼې یوپه بل پسې اوړي،لنډۍ هم دغسې دي.یوه لنډۍ خپل ځای بلې ته پریږدي اودا نوې بیا بلې نوې ته اودا لړۍ پسې روانه وي.
دلنډۍ میدان داسې پراخ اونه تمامیدونکی دی چې هرډول موضوع ته په خپلې لمن کې ځای ورکولای شي.زوړځوان،غم خوښي،شپه ورځ،ژمی منی،رڼا تیاره،پسرلی منی،نرښځه،بډای بیوزلی ... اوپه پای کې دټولنې هروګړی،هرقشراوهرڅوک کولای شي لنډي جوړه کړي،لنډۍ وکاروي اودخپلورنګارنګواحساساتودښودلواوتبارزمیدان یې وګرځوي.
په لنډیوکې نوښت اړین کاردی،خوتکرارهم په کې جوازلري.لنډۍ ژوند په هراړخیزډول انځوروي اودمرګ څرنګوالی بیا،بیا؛خوپه نوې بڼه تکراروي،اساطیرانځوروي،هماغه یوطبیعت وي،،هماغه غراوګودر وي،خودلندۍ شاعردخپل زړه،ذهن،اوغوښتنوله کړکۍ ورته ګوري،په زړولنډیوکې تصرف کوي،اودغوښتنوپه خم کې یې رنګوي.که اوریدل کیږي که نه اوریدل کیږي،که لیکل کیږي که نه لیکل کیږي،دلنډۍ شاعردخپل زړه بړاس باسي.
په پخوانیو وختونوکې دلنډیو ډیره سلنه ویونکي دسواد له نعمت نه محروم وواودلیکلودود یا نه واویا ډیر عام نه و،دهمدې دلیل پربنا ویلای شوچې کیدای شي په سل ګونوزره لنډۍ به له تخلیق نه وروسته هیرې شوې هم وي.
دلنډیودهیریدواوپه یاد پاتې کیدوټول توان په خپله په لنډۍ کې دی،دهغې په انځوراوپیام کې دی اوخلک دي چې لنډۍ یا هیروي اویا یې داسې ساتي لکه قیمتي غمی اودیوه ارزښتناک امانت په څیریې ذهن په ذهن،خوله په خوله نورونسلونوته سپاري اولوی دلیل یې هم دادی چې لنډۍ داسې بدلون منونکې ځانګړتیاوې لري چې دهروخت له غوښتنواوپوښتنوسره ځان برابرولای شي.پرته له ستونزو،نوښتونه مني،هرډول بدلون اوفکرته په ورین تندي ښه راغلاست وايي؛اودلنډۍ دتل پاتې کیدویولوی دلیل کیدای شي همدا وګڼل شي.
په لنډیوکې تکراراوتوارد حتی دنیم بیتونوپه اندازه هم کیدای شي،چې لومړی یا دویم نیم بیتی په پخوانۍ کارول شوې بڼه بیا راوړل شي،چې دا په لنډیوکې ادبي غلا نه بلل کیږي،بلکې دا یوروا تصرف دی،چې دلنډۍ نوي ویونکي خپل فکر،ذوق اوغوښتنې په کې بیانوي.
لنډۍ دپښتني ژوند هغه بهانده چینه ده چې ترڅوانساني ژوند  شته،پښتوژبه شته اوپښتون شته؛دغه چینه نه وچیږي.هرنسل به دخپل ژوند حالات اوغوښتنې په کې په هنرمندانه ډول بیانوي.قوت اوضعف به یې دانځورولو په بڼه پورې تړلی وي اودتل پاتې کیدو دلیل به یې هم دموضوع دمهموالي اودانځورولوڅرنګوالی وي.
لنډۍ د پښتني فولکلورهغه همیشه بهارصنف دی چې خزان نه پرې راځي اونه دخزان په نامه کوم شی پیژني.دوخت په تیریدوسره،دسړواوتودوپه راتګ سره یوازې خپلې پاڼې بدلوي،نوې اولاتازه غوټۍ پرته دشنیلي دفصل له راتګ څخه په کې غوټۍ کوي اوګلان غوړوي.
دوخت په تیریدوسره په لنډیوکې،لکه دونوپاڼې،فکربدلیږي او ورسره توري هم په نوې بڼه ځان جوړوي.یو وخت به ریبارانواحوالونه رسول،دباد په څپوکې به سلامونه لیږل کیدل:
سبا به لوړ چنارته خیژم
باد به پوښتم چې یارمې څه ویلي دینه
خواوس دریبارانوځای تیلیفون،ایمل،اس ام اس او... نیولی دی:
په اِس اِم اِس دې احوال راکړه
زړګی زخمی دی چې ټکورمې شي ټپونه
یارمې دغرونواستوګن دی
موبایل ناخلي ښايی نه وي آنتنونه
 ژوند بدل شو،نوې تکنالوژۍ دزړوشیانوځای ونیواودژوند په هر اړخ کې دپاملرنې وړبدلونونه راغلل،لنډیوهم په خپله لمنه کې ټول نوي رامنځ ته شوي بدلونونه راونغاړل اونوي رامنځ ته شوي شیان یې په نوې بڼه انځورکړل:
ایمل دې خلاص کړه حال مې ګوره
ایمل کې ښکاري دزخمي زړه پرهرونه
که په لنډیوکې دهرټولنیزقشردژوندخوږوالی یا تریخوالی وپلټل شي،دټولنیزژوند دڅیړنې له پاره په کې نوي اودلومړي لاس توکي ترلاسه کیدای شي اودهرې برخې له څیړنې نه یې کتاب نه،بلکې کتابونه جوړیږي.
څنګه چې ډیره سلنه لنډۍ دښځوله خوا تخلیق شوې دي،نوهرکله که څوک پنځه لنډۍ ووايي،یا یې وواوري،یا یې ولولي؛نولیدل کیږي چې له هغوپنځولنډیونه په دریوکې،یا ښځه خبرې کوي،یا دښځوپه باب خبرې کیږي.
په لنډیوکې دښځودریځ دهغودودونوپرخلاف لیدل کیږي،چې دهغوله مخې په ټولنه کې له ښځوسره ناوړه چلند کیږي.کوم دريځ چې ښځه په افغاني ټولنه(په ځانګړي ډول پښتني ټولنه ) کې لري،په لنډیوکې ښځه دهغه دریځ پرضد راجګیږي،غږاوچتوي،انتقاد کوي ،په مستقیم اوغیرمستقیم ډول دخپلوحقوقودغوښتلومسآله مطرح کوي.دلنډیومیدان دومره پراخ دی چې ښځه کولای شي  دهرډول کورنیو،کلیوالي،قبیلوي،ښاري اونوروچاپیریالونودمنفي اړیکوپرضد خپل غږاوچت کړي،خپله مینه څرګنده کړي،ددرد،غم،خوښيو،ظلم،تیري،عدل او... په باب خپل احساسات څرګند کړي اوپه ځانګړي ډول دټولنیزوظالمانه نا وړه شرایطوپرضد غږاوچت کړي.(۲،دمقدمې۴۱-۴۷مخونه)
په رڼا ورځ یې درنه یوړم       
پلارمې ظا لم شوپه بوډا یې خرڅه کړمه

صورت زما واک یې دبل دی
صورته وسوځې چې نوردې واک لرینه

په زلمیتوب دې اور شه پورې
ستا په نامه مې نن سبا سنګساروینه
                                       دلومړۍ برخې پای