د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مکلفه ملي اردو د وياړلي، خپلواک او پځان ويسا

نور رحمان لېوال 27.01.2014 01:18

ښاغليه کرزيه که له تاسره په رښتيا د سولې او د هېواد د مظلومو بچيانو د مرګونو ناورينونو څخه په تلپاتې بڼه د ژغورلو غم وی او ددې ښکار نه وې چې "غله، غلا کوه او د کور څښتنه بيدار اوسه". که په رښتيا غواړې چی هېواد لدې مرګونو ناورينونو او ډېر سخت تاريخي پړوا څخه وياړلى، خپلواک او پځان ويسا بهر کړې نو ښه به دا وي چې زما لاندې غوښتنه ومنې.

ځکه د ملت د برخليک هر څه ستا پلاس کې دي، تاريخ به ستا په کړنه او زما پر دغه غوښتنه قضاوت کوي، همدا يې وخت دی چې په چټکۍ سره د اجيرې اردو ترڅنګ د مکلفې اردو جوړول پيل کړې، افغانستان پدې وخت کې دواړه عسکري سيسټمونو څخه کار اخيستلو ته اړ دى. له ټاکنو او د امنيتي تړون لاسليک څخه وړاندې بايد مکلفه اردو په لاندې ډول رامنځ ته شي:

د اوسنۍ اردو مسلکي او تجربکار غړي بايد اختيار ولري چې په اجيره يا مکلفه اردو کې خپله دنده ترسره کړي.

ملت دې هم اختيار ولري چې د هېواد لپاره مکلفې اردو يا اجيرې اردو په ليکو کې ملي عسکري خدمت وکړي، هغوى چې نوي اجيرې اردو ته ځي بايد تړون يې له لس کاله څخه کم نه وي، هغه کسان چې خپله د مکلفيت دوره تېره او اردو کې دنده خپل مسلک ټاکي اجيري اردو کې دې په دنده وګومارل شي.

هغوى چې د عسکري وړ خپل بچي د مکلفيت عکسري دورې ته نه استوي او غواړي خپلې شتمنۍ د هېواد د عکسري خدمت لپاره وکاروي. د مکلف غړي د کورنۍ د ټولو اساسو د څېړلواو نرخ ټاکلو څخه وروسته دې کورنۍ د مکلف غړي د مکلفيت په پيل کې د ټولو شتمنيو ١٠ سلنه برخه د ملي اردو بوديجې ته ورکړل شي. او له دې سره سره د مکلفيت د دورې د هر کال په پاى کې د کورنۍ د کاروبار له خالصې ګټې څخه ٢٥ سلنه بايد د ملي اردو بوديجې ته ورکړل شي، چې په دواړو وختونو کې بايد دغه ورکړه د ملي اردو د يو عسکر د کلني لګښت څخه کم نوي.

هغه هېوادوال چې په بهرنيو هېوادو کې هستوګن دي، بايد د مکلفيت دوره ترسره او يا د افغانستان تابعيت اخيستلو سره هېواد ته په راتګ هم د ويزې فيس ورکړي چې لږ تر لږه د يوې مياشتې ويزې فيس بايد د يو عسکر د مياشتنۍ تنخوا سره برابر وي.

د ملى اردو لپاره پخپل هېواد کې د وسلو جوړولو فابريکې ځاى ټاکلو سره ژر تر ژره د وسلو جوړولو هوډ وکړه، او د پانګې لپاره ټولو هېوادوالو څخه مرسته او بسپنه وغواړه، زه په خپلو هېوادوالو باور لرم چې د ټولو لويديځوالو څخه به درسره ډېره مرسته وکړي. نران خو پرېږده چې خويندې او ميندې به خپله ګاڼه درکړي، خو که ته دا باور ورکړې چې غلا کېږي به نه.

دې سره به د نومياليو افغانانو چې د خپل هېواد د ساتنې او پرمختګ لپاره د خپل مال او سر څخه تېر دي مورال اوچت او هېواد به د ستونزو څخه وژغورل شي. د مخالفينو، بهانه به ورکه شی چی ملي اردو د بهرنيو په چوپړ کې ده. د بهرنيانو به هم لاس سپک شي چی زموږ اردو د دوى د ولسونو د مالياتو په خيرات چلېږي. د دوستو هېوادو بې قيد او شرطه مرستې دې په ملکي برخو کې ومنل شي، اردو دې رښتينې خپلواکه وي، تر څو اردو خپلو خلکو ته بشپړه ژمنه پاته شي. شکر دی ټول مسلمانان يو، د مسلمان لپاره "حب الوطن من الايمان" دى، تاريخ ددې شاهد دى چې افغان ملت ددې وړتياوې او ځواک لري چې ملي نواميسو څخه دفاع وکړي . دا هېواد د ملت په ټولو وګړو حق لري او د هر وګړي ايماني دنده ده چی د مکلفيت دوره ترسره کړي.

دا کار به ولس ته په ملي اردو کې د رښتينې ملي يووالي نظم او ژ منتيا درس ورکولو سره سره، زموږ عسکري اړتياوې په زغرده د بهرنيو مرستو څخه پرته پوره او په سوله کې به مرسته وکړي. دا وخت زموږ ګاونډيانو سره- سره، د نړۍ نيم هېوادونه مکلفه اردو لري. د ارواپوهانو او سياست پوهانو له انده مکلفه اردو د هماهنګۍ او ټيم جوړولو تر ټولو غوره تجربه ده چې افغانان پدې وخت کې ورته تر ټولو ډېره اړتيا لري. ملي اردو به د هرې کچې، سيمې، ژبې او توکم خلک په يوځاى راټولو او کارکولو سره ملي يووالي او ملي پېژندګلوي رامنځ ته کولو ته اړ کړي، د ولس او اردو ترمنځ به درناوى رامنځ ته شي، او هېواد به مو له سترو ناورينونو او مرګونو ستونزو انشاءالله خلاص شي.
نور رحمان لېوال
١٣٩٣ کال ولسمشرۍ ټاکنو د نوملړڅخه پلاس اېستل شوى نوماند