د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حامد کرزي د شرطونو نه منل څه معنی لري ؟

یوسف هېواددوست 26.01.2014 23:33

د پیل خبرې
                                                                                                                  
د وروستۍ مشورتي جرګې له وروستۍ ورځې چې هلته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له امریکې سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو سر غړونه وکړه او په څرګنده یې د ملت د استازو مخکې جهادي مشر جناب صبغت الله مجددي ته وویل چې  امریکایان دې لومړی افغانانو ته امنیت تضمین کړي ، او د هغوي پر کورونو یرغل او د افغانانو د وژلو لړۍ دې ودروي ، بیا به زه دا تړون ورسره لاسلیک کړم ، له هماغې ورځې ترننه  ډېر پرديپاله او لنډ فکره په اصطلاح کارپوهان ، مشران پروفیسران او  چارواکي په پرله پسې توګه پر حامد کرزي دا پړه اچوي چې دی د امریکا پر وړاندې نمک حرامي کوي او ګویا د ځان او خپلې ډلې لپاره د منفعتونو او  امتیازونو له ترلاسه کولو وروسته به  دا تړون له امریکې سره لاسلیک کړي ، په دې ډله کې ځینې داسې انګیري چې  کرزی د وروستیو دولس کالو ټولې لاسته راوړنې او د دموکراسۍ ارزښتونه د طالبانو ، حزب اسلامي او د مقاومت  نورو  وسله والو په لمن کې وراچوي .دا او دې ته ورته خبرې او د ګروهو څرګندونه په دې مانا ده چې دغه ډله کسان د افغانستان له ټول تېر تاریخ او د افغانانو له ټول تېر تاریخي کرکټر او بڼې  څخه سترګې پټوي او دې ته نه ګوري چې دا وطن او دا وګړي نور نو د هر ډول کاذبو په اصطلاح پېرزوینو لکه سوسیالیزم ، د بې طبقاتو ټولنه ، اسلامي اخوت ، او دا اوس اوس د لویدیځوالو په اصطلاح دموکراسۍ  څخه په ځان راغلي او نور نو نه غواړي  افغانان په پرله پسې توګه ووژل شي او د دوي جنت نشان وطن د تل لپاره د بې امنیو او شخړو کور وي .
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې دغه په اصطلاح کارپوهان ،جهادي مشران او سیاستپوهان ددې پر ځای چې د مسُلې رېښې ته پاملرنه وکړي نو لکه د زرخریده نوکرانو په شان  دا ټول افغانستان د یو څو ډالرو او د خپلو ناروا شتمنیو ، ودانیو ، ماڼیو ، شهرکونو او بازارونو د ساتلو په بدل کې په پردیو په بایباد خرڅوي او غواړي قواله یې هم ورته لاسلیک شوي په لاس ورکړي او دا خبره نه راسپړي چې  کرزی د یو ولسمشر په توګه   د تړون د لاسلیک لپاره کوم شرطونه لري او امریکا  ولې دا نه مني ؟
شا لید:
کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې د بن د کنفرانس په پایله کې  ، لویدیځوالو  د طالب واکمنۍ د راپرزولو وروسته د دموکراسۍ په نامه د حامد کرزي په مشرۍ یو موُقت دولت پر افغانانو وتپه ، نو  ورسره جوخت یې د خپل دغه شتون لپاره دا پلمه وکړه چې په افغانستان کې داسې حالات وو چې یوه دموکراسۍ ضد ډله ( طالبان ) پر افغانانو حاکمه وه ،د افغانانو روا  او دموکراتیک حقوق ترپښو لاندې وول ، په افغانستان کې د سړو او د مخدره موادو قاچاق په پراخه  کچه روان و ، افغانستان د نوړېوال تروریزم  پټنځای ګرځېدلی وو او نه یوازې دا سیمه چې د لویدیځوالو د نفوذ د برخې امنیت هم له ګواښ سره مخامخ وه .، نو ځکه خو نړېواله ټولنه دې ته اړ شوه چې  دغه شان سخت دریځه مذهبي دولت راوپرځوي او پرځای یې د افغانانو استازی موُقت دولت جوړ کړي !.
د خپلواکو، بشردوسته او هیوادپالو افغانانو او یو شمېر نړېوالو غبرګون :
ډېری افغانانو او د نړۍ یو زیات شمېر خپلواکو ،بشردوستو او دموکراتیکو ځواکونو دا ګروهه څرګنده کړه چې:
۱ ـ د طالبانو په شان د یو سخت دریځه او له هغې مخکې د شر اوفساد  د ادارې د ظهور لپاره په خپله لویدیځوالو زمینه برابره کړه  او همدوي یې لکه دا نن حامیان او ملاتړي ول .
۲ ـ دا د افغانانو حق دی چې ځانته کوم ډول رژیم او واکمني ټاکي ، او دا د دوی بشپړ حق دی چې ځانته نوی حاکمیت له کومې لارې غوره کوي .
۳ ـ هیڅوک حق نه لري ( د لویدیځوالو په ګډون ) چې پر یو خپلواک او پر یو د  بشپړ تاریخ لرونکي هېواد ( لکه افغانستان ) اود هغه پر   خلکو،  په بهر کې جوړ شوي دولت و تپي .دغه ډول  تیری د ټولو نړېوالو نورمونو خلاف عمل دی.
۴ ـ اوس چې لویدیځې نړۍ په سر کې یې امریکایانو پر افغان ولس دا سهامي شرکت د ،  ګواکې دولت په نامه تپلی او غواړي د تروریزم او ناامنیو کمبله ورټوله کړي نو باید  لویدیځوال او په ځانګړې توګه امریکا باید هماغه ادعا شوي امرونه  په صادقانه توګه ترسره کړي او هغه هم داسې چې لومړی د افغانانو لپاره یو مستقر مرکزي پیاوړی دولت  ټینګ او پیاوړی کړي ، د قومي ، ژبنیو ، مذهبي  او سیمه ایزو نا انډولیو مخه ونیسي او ورسره جوخت د  افغانستان سرحدونه د هر ډول قاچاق ، تروریزم ، سړي وژونکو ، ځانمرګو ،او پردیپالو پر مخ وروتړي او ورسره جوخت دننه په افغانستان کې خپلې مرستې مخامخ د افغان دولت سره ترسره کړي چې دا کار به د هر ډول فساد ، رشوت ، خیانت ، ناوړه ګټو او بې ثباتۍ څخه مخنیوی وکړي .
خو له بده مرغه د افغانانو او زیاتو بشرپالو نړېوالو دا هیلې په اوبو لاهو شوې او هر څه په ناسمه توګه پرمخ لاړل .
 
څه وشول :
د بن له کنفرانس نه وروسته د افغانستان واک درې ډوله نا اهله او غیر صادقو کسانو او ډلو ته وسپارل شوه :
۱ ـ د کرزي د نا لایقه او بې ملاتړې ډلې ته چې آن په خپله سیمه کې هم قومي پلویان نه لري .هغوي د بې تجربه او مفسدو کسانو په توګه د چا خبره ( پهلوان زنده خوش است ) پر ارګ د واک تنده ماته کړه ، دوي د پیسو او چوکیو وږي دومره په دې کار کې غرق شول چې هم یې د هېواد خپلواکي هیره شوه او هم یې جهادي ارزښتونه .( له دوی څخه یو تن راته وویل : وروره په تاریخ کې به ولیکل شي چې یو وخت د پلاني  فرهنګي ادارې مشر زه وم... ) خو دا چې د ده په وخت کې هماغه اداره کې څه  ناسم عمل روان دی ، د هغې ادارې په تاریخ کې هم نه دي شوي .د دوی په وخت کې د هېواد په وینو روزل شوي کادرونه وتښتېدل او یا ګوښه پاتې شول .د دوي د چور په وخت کې د ډېرو افغانانو عزت لوټ شو او په لکونو بېګناه افغانان ووژل شول او ورسره جوخت له هېواد نه د ملي  هویت او  پیوستون روحیه وکوچېدله .
۲ـ  د شمال ټلواله چې  د لویدیځوالو د بشپړاو( ګوش به فرمان) نوګر په توګه یې د اسلامیت او افغانیت ټول ارزښتونه د دې لپاره هیر کړل چې له یوې خوا ناروا شتمني پیدا کړي، او د قاچاقو په  پراخولو سره د هېواد پر اقتصادي زېرمو خېټه واچوي او له بلې خوا د قومي تعصباتو په پراخولو سره په اصطلاح د ( افغان ) او ( افغانستان ) له نومونو او د دوي په اصطلاح د ( پشتون ها ) له ( حاکمیت دوصد صاله اوغانها ) ځانونه خلاص کړي.هغوي  په افغانستان کې د عام قتل لاامل شول ، د هېواد آر ،او سوچه فرهنګ یې په پردیو خرڅ او پرځای یې د سیمې د مغرضو او ناښادو ګاونډیانو   ګډوله او مفسد فرهنګ پر موږ رواجول پیل کړل .دا هغه خدا ناترسه ډله ده چې د ځان د تثبیت لپاره حاضر دي په شرق او غرب ، کا جې بې او سي آی اې او یا هم  په پاسداران او یا په آی ایس ای  خپل ځانونه ډېر ژر خرڅ کړي .
۳ ـ  دریمه ډله ،هغه ګډوله ډله ده چې دې کې یو شمېر  پخواني کمونستان  ، ستمیان ، شغله یان ،فرصت طلبان ، بلا او بتر،او رسۍ په غاړه  داړه ماران دي چې دوي ته نه مذهب مهم دی ، نه افغانیت ، نه پښتو او نه تاریخ .دا غله چې یو شمېر له لویدیځ نه هم ورغلي او له ځانونو سره خالي بوجۍ وړي او له ها خوا یې بېرته ډکې لویدیځ ته راوړي، د ملت پر ناموس تجارت او سوداګري کوي . دا ډله چې یو شمېر یې ځانته کارپوهان هم وایي ، له پورته یادو شویو دوه نورو ډلو سره په یوځای کېدو سره  حالات نور هم پسې خړ پړ کړي چې له دې ټولو څخه نړېوال ملاتړ هم روان دی .دا په دې مانا چې  دا ډله د هغو اینجوګانو له لارې  د هغو مرستو زیاته برخه خپلو جیبونو ته اچوي چې نړېوال یې په اصطلاح د افغانستان  بیا رغاونې لپاره بېلوي او بیا یې بېرته د همدغو دلالانو له لارې له افغانستان څخه  وباسي
زموږ ګاونډیان
له بده مرغه موږ د ټول تاریخ په موده کې هیڅکله هم یو ملګری او زړه سواندی ، ګاونډی نه درلود .که ایران دی ، که ‎پخوانی شوروي اتحاد ( اوس تاجیکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ) دی ، که چین او که پاکستان دا ټول هغه مغرض ، ناښاده او دښمن ګاونډیان دي چې یا له پخوا زموږ  خاورې او شتمنیو ته یې سترګې پټې کړي او یا لکه پاکستان په اصل کې زموږ د تباهۍ لپاره جوړ شوي .شوروي اتحاد پر افغانستان د وسله وال تیري ، زموږ د هېواد خپلواکي او د ملت خپلواک ژوند له ګواښ سره مخامخ کړ ، ایران د جهاد ترنامه لاندې د پان ایرانیزم لپاره د افغانستان جرړې وویستې .موږ ته یې مذهبي دښمنۍ لاپسې جاغې کړې او د پښتنو سره په دښمنۍ کې  یې هزاره ګان د شیعه په نوم او دري ژبې یې  د تاجیک او پارسی زبانان  په پلمه په شا وټپول او په دې توګه یې د افغان دښمنې او د افغاني فرهنګ او تاریخ او آن د ملي ترمینولوژۍ د له مینځه وړلو  لااملونه یې پراخ کړل .چین چې د کمونستان وخت کې د شوروي اتحاد سره د مخالفت په پلمه د افغانانو په وژلو کې بې برخې پاتې نشو دا دی اوس له امریکې سره په اقتصادي سیالۍ کې غواړي له لویدیځوالو په زیاته کچه کپیتالیستي چلند له افغانستان سره غوره کړي او د افغانانو د زخمونو د  لا زیاتېدو لپاره هڅه کوي یوازې د افغانانو بازارونه راخپل کړي .پاکستان خو انګریزانو ددې لپاره جوړ کړ چې د افغانستان او هندوستان ترمينځ خپل دغه شان یو ناښاده ځوی ولري  او له بلې خو د نورې پانګوالې نړۍ سره په پیوستون سره یې  له کمونیزم سره په مقابله کې  د خیز دغه تخته زموږ پر زړه کېښودله .هغوي د پاکستان په ایجاد سره د یوې مور ، دوه ځامن سره بېل کړل  او همدغه پاکستان د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داود په وختونو کې د افغانستان د تباهۍ لومړني تحرکات راپیل کړل او ورپسې د نورمحمد تره کي او بیا وروسته د روسانو د یرغل په وخت کې یې د اسلام او مجاهد د ملاتړ په پلمه د افغانانو ملا ورماته کړه ، ملي حاکمیت یې ترې واخیست ، شر او فساد ، تروریزم ، سړي وژنه ، ترور و اختناق ، بې باوري ، قومي شخړې ،مخدره مواد قاچاق او په زرګونو نورې ناخوالې موږ ته راوړې .له بده مرغه موږ د پاکستان په دغو رزیلانه اهدافو نه پوهیږو او ډېر افغانان ددغه شان خبرو په راپورته کېدو خپه کیږي  .پاکستان او آی ایس آی   زموږ ملي پیاوړې اردو دړې وړې کړه او زیات شمېر ملي شخصیتونه یې را ووژل .دغو ناښاده او افغان دښمنه ګاونډیانو هیڅکله هم نه دي غوښتي او نه به یې وغواړي چې یو باثباته ، په خپلو پښو او خپلواک افغانستان د دوي ترڅنګ ولاړ وي . اوس هم همدغه ګاونډیان په تېره بیا پاکستان او ایران موږ ته تروریزم صادروي .همدوي موږ ته ځان مرګي روزي ، قاتلان افغانستان ته رااستوي ، د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د افغانستان د بربادۍ  پوځي مرکزونه جوړ شوي او له القاعدې سره په تړاو کې هر  تروریست او د نا امنۍ عامل موږ ته صادروي .
څه باید وشي ؟
 ښه نو چې داسې بې ثباته حاکمیت لرو ، او داسې  نااهله واکدارن د افغان ولس د راتلونکي برخلیک ټاکونکي دي او بغل ته یې  افغان دښمنه ګاونډیان هم په کراره نه کیني ، په دغه شان حالاتو کې د افغانانو اړتیاوې کومې دي او څه باید وشي  ؟
زیاتره کارپوهان په دې ګروهه دي  چې باید امریکا او نوره نړېواله ټولنه د همکار په توګه له ځان سره ولرو .ورسره قانوني تړونونه لاسلیک کړو او د خلکو په خوښه هغوي ته امکان ورکړو چې دننه په افغانستان کې له موږ سره خپلو اقتصادي او پوځي مرستو ته ځکه دوام ورکړي چې افغانستان او سیمه په امن کې شي او د نړۍ له دې برخې د افراطي  ګروهو خاوندان او د تروریزم عاملان ورک شي ، افغانان د یو هوسا او نورمال انساني ژوند څخه برخمن شي ، بچیان یې پرته له وېرې ښوونځیو او پوهنځیو ته ولاړ شي ، مور او نجونې د  زده کړو تر څنګ د ښځو له ټولو روا حقوقو برخمنې شي  او د، ولس لپاره په کرهنه ، صنعت او بیا جوړونه کې د کار او برخې اخیستنې امکان برابر شي .پوښتنه دا ده چې دا هیلې او اړتیاوې کله ترسره کېدای شي  او څه باید وشي؟
زه خو دا وایم چې ملت باید  د ټینګ پیوستون ترڅنګ د خپل هېواد د سرحدونو د امنیت کولو لپاره تر هرڅه دمخه ګام اوچت کړي او ورور وژنه ډېر ژر ودروي او دغه اوامر  د نړېوالې ټولنې له مرستې پرته نه ترسره کېدونکی دی .زما په ګروهه زموږ د ولس استازي باید  په یوه پرېکړه کې  څرګنده کړي چې له نړېوالې ټولنې او له هغې ډلې له امریکې سره دې  امنیتي تړونونه لاسلیک شي ، او دا کار له نېکمرغه څه موده مخکې افغان استازو په یوې لویه جرګه کې ترسره کړ او د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته یې مشوره ورکړه چې  د افغانستان د امنیت ، ثبات ، پرمختګ او بیا رغاونې په صورت کې دې دا تړون لاسلیک شي ، خو همالته د نوموړې لویې جرګې  په تالار کې ښاغلي حامد کرزي له استازو څخه په مننې څرګنده کړه ترهغې چې امریکا  په خپلو ژمنو عمل و نه کړي دا تړون به ورسره لاسلیک نه کړم .د لاسلیک لپاره کرزي څو غوښتنې وړاندې کړې او هغه دا چې امریکایان دې لومړی  افغانانو ته سوله او امنیت تضمین کړي ، د خلکو پر کورونو دې بمباري ودروي او دشپې د افغانانو پرکورونو دې یرغلونه ودروي  او موږ سره دې د یو رښتیني دوست په توګه ،او لکه یو خپلواک هېواد او  ولس چلند وکړي . خو لکه څرنګه چې ولیدل شول امریکایان د حامد کرزي په دې خبرو او دغه شان وړاندیزونو قهر او غضب دي او ظاهرا یوه سړه جګړه د کرزي او اوباما ترمینځ راپیل شوي .
نږدې دوه میاشتې کیږی چې دا جګړه او تاوتریخوالی روان دی خو امریکا هڅه کوي هره ورځ له بېلا بېلو لارې پر کرزي فشار واچوي او  هغه دې ته اړ  کړي  چې له دوي سره دا امنیتي تړون  ډېر ژر پرته له نورو شرطونو  لاسلیک کړي ، خو هلته کرزی او د هغه اداره ټینګار کوي چې زموږ شرطونه راسره ومنۍ او بیا به دا تړون لاسلیک کوو .
اوس نو افغان ولس ته د امریکا چلند ډېر امپریالیستي ، آمرانه ، اشغالګرانه ، حاکمانه ، ظالمانه او مغرورانه ښکاري ،هغوي وایي :
شکر دی  زموږ بیده ولسمشر اوس له دولس کالو وروسته راویښ شوی او  له تا یو څو غوښتنې لري  لکه :
زموږ ولس مشر له تا د سولې او امنیت  تضمین غواړي  او ته دا کار نه کوې، ولې؟
زموږ ولس مشر له تانه غواړي چې بېګناه افغانان مه وژنه او ته دا کار نه کوې ، ولې ؟
 زموږ ولس مشر وایي زما د خلکو کورونو ته دشپي د چپاو او یرغل لپاره  مه وردانګه ، او ته  ورادنګې  ، ولې ؟
زموږ ولس مشر تا ته وایي چې د بګرام په زندان او نورو زندانونو کې د طالب جوړولو فابریکه ودروه. خو ته دا نه منې ، ولې؟
زموږ ولس مشر درته وایي فساد او بې ثباتۍ ته لمنه مه وهه ، له بده مرغه  ته له مفسدینو اوغلو ملاتړ کوې ، دا ولې؟
موږ ته خو دا ښکاري چې ته د افغانستان د ولس روا غوښتنو ته منفي ځواب ورکوي او  له بده مرغه یوه ورځ دې هم اعلان ونه کړ چې : هو ! سمه ده .په رښتیا هم افغانان برحقه غوښتنې لري او موږ نړېوال به ورسره مرسته وکړو چې نور نو د دوي د میندو او خویندو  له سترګو اوښکې وچې شي او د کورنیو فریادونه  یې نور تر آسمانونو ونه رسیږي .
د حامد کرزي شرطونه په دې مانا  دي چې موږ دا تړون نه چې سلګونو نور تړونونه به هم درسره لاسلیک کړو خو ته موږ ته سوله راوله او موږ په دوامداره توګه په نا امنۍ او بېسوادۍ کې مه ساته .
امریکا ته تړون غواړي خو موږ ته سوله نه تضمینوي ، بس نو( تو ره راهیت و مره راهیم )