د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قافیه اوڅپه په شعر کي

محمد سرور وکيلي 19.01.2014 20:47

قافیې ته په لاتیني (Rhythm)وايي اوپه انګلیسي کي (Rhyme)وایي اوپه جرمني کي ورته (Reim)وايي . دلاتیني اصطلاح د«ریتیوم» د«ریتموس» (Rhythmus)څخه اخست سوې،چي آهنګ،تال او «وزن» ته په موسیقۍ کي وایي . دانګلسي «رویم» دالماني د«ری م» سره یوشی دی،وزن اوبرابرتیاته دشعر وایي اوماناسوي دي په قافیې سره .
قافیه عربي ګړه ده چي څټ ته اویادیوشي ورسته ته ویي .دقافیې لغت ته په پښتو کي شاګونی یا«وروستی» وایي .
قافیه په اصطلاح کي دشعرهغه توري یاتوری دی،چي دبیتو په پای کي راځي اوخوځښت یې دپای دتوري خپل دمخ دتوروسره یوشی وي یاني دیوه غزل دلومړې بیت د دواړو مصراعیو یاني نیم بیتیو په پای کي تکرارداسي راځي،چي ددغه لومړې بیت وزن او«ریتموس»موزون کړي او وروسته بیا په دغه غزل کي دهربیت په پای کي دغسي هم آهنګه توري راځي،چي دپای دتوري خوځښت او «فونېم» ئې یو ډول وي لکه دلومړي بیت دا . لرغوني یاني کلاسیک اشعار پرقافیې او وزن باندي ولاړ دي . دعروضو(بدلمېچ)چي په یوناني کي ورته (Metrik)وایي، په اصطلاح کي قافیه یوه پوهنه ده . دقافیې شرحه اوتفسیر ډېرو ادَبّپوهانو،ادیبانو،شاعرانواولیکوالانو په ډول ډول سره کړی دی؛ خودټولومحتوا یوشی ده .
هغه توري چي قافیه سره جوړه وي لکه : [ لار؛ مار ؛ کار ؛ وار ؛ بار ؛ تار ] دي . په دغوتورو کي « ر » او « ا » قافیه دي او خوځښت یې دخپل دمخ دتوري یاني «ا» سره برابر دی یاني پخپل آهنګ (Rhythm)کي برابر اوموزون دی . که ددغوشپږو پورته یادوسووو تورو سره : (تور،لمراوزر) راسي قافیه نه جوړه وي؛داځکه چي «ر» دخپل دمخ له توري سره هغه خوځښت نه لري لکه «ر» هلته پورته دالپ سره . (تور) بیاد (بور؛کور؛اور؛مور) سره قافیه جوړه وي اوداسي نور .
اوس قافیه په عملي توګه درحمان بابا په یوشعر کي ګورو:
چي نظرکړم په قسمت اوپه نصیب +++ راته هیڅ شي خپل تالاش وخپل ترتیب
دلته په دغه پورته شعر کي «ب» او«ي» اود«ب» خوځښت د«ي» سره قافیه جوړه وي .
څرنګه چي لیدل کیږي دشعر« وزن » قافیه سمه وي .
په پښتوشعر کي «واحددوزن» په غزل کي لومړې مصراع یاني نیم بیت دی کله چي شاعر یوغزل جوړه وي،چي دغزل لومړې مصراع ئې جوړه کړه نوټول غزل ئې پردغه وزن جوړیږي .
په عربي کي «واحددوزن» یو بیت یاني دوه نیم بیت دي .
قافیه دتوروله جلاکولو له مخه په عربي پنځه ډول ده : [مترادفه؛متدارکه؛متکاوسه؛متواتره؛ اومترکبه . ]چي دغه پورته ګړي ځیني ئې القاب قوافي بولي اوځیني ورته دقافیې«حد»وایي .
دقافیې آغېزه په شعرکي :
۱- دشعر پرښکلا باندډېره آغېزه لري یاني شعرته ښکلااوزېب ورکوي .
۲- پوره کونکې دشعردوزن او آهنګ ده .
۳- په هرغزل کي دبیت پای او دبل راتلونکي بیت دسرپایل ښیي .
۴- سربېره پر موسیقي آغېزه باندي دشاعر آنداو واند ښیي .
۵- شعر ته کلکتیاوربخښي اویوه مصرع له بلي مصرع څخه بېله وي اودشعر غالب سموي .
پرقافیي کله چي خبري کیږي خامخا باید د « رَوِيّ »اودریف خبره هم منځ ته راسي داځکه چي یوه قافیه بې «روي » نه وي او یوغزل بې ردیفه نه وي دغه درې سره دیوبل سره اړه لري .
رَوِيّ :
«رَوِي » دقافي اساس اوبنسټ جوړه وي . په ټول غزل کي دقافیې دپای توری «رَوِيّ» دی اوپه ټوله غزل کي د« رَوِيّ » توری یوشی وي اوخوځښت ئې دمخ له توري سره یوشان ته وي . د« روي » دمخ اودشاه توري باید وپېژندل سي،چي دقافیې تثبیت وسي . دحمیدماشوخېل په دغه لاندي بیت کي «روي » اوقافیه ګورو . ای مدام دنس په زېرمه مبتلا +++ ځان ته ولي ویښه وې اُودې بلا قافیه ئې ( لا)ده او « رَوِيّ » ئې ( ا ) دی . داپه ټولو بیتوکي صدق کوي؛داځکه چي د الپ خوځښت د« لام » سره یوشی دی یاني دآهنګ فونېم ئې سره یوډول دي .
ردیف :
ردیف په اصطلاح کي دعلم عروض (بدلمېچ پوهنه ) په یوناني کي (Metrik)وایي؛ هغه توری یاګړوته وایي،چي په غزل کي دقافیي وشاته یوشان په ټولو بیتوکي دغه تکرار راسي . بل ډول «ردیف » – متجانس ردیف دی،چي په لیکنه اووینه کي یوشی وي خومانائې بدلون ولري . لکه دغه شعر : دحمیدماشوخېل په شعر کي دتجنیس ردیف ګورو!
دامي لاس راکیښ صنم دسر دپاسه +++ که وځمکي ته راکوزشولمردپاسه
دلته « ر » قافیه ده لکه (سر)او(لمر)سره او [ دپاسه ] متجانس ردیف دی . چي لومړی « دپاسه » مانا ئې«پرسرباندي» ده . او دوېم « دپاسه » مانائې ده دلوړي یادپورته څخه .
درحمان بابا لاندي غزل دردیف سره ګورو:
بلبلان کــه لــه ګلزاره مــومـــي خــط +++ مشتاقـــان لــــه خــــپله یاره مومي خط
زه دعشق له تاوده اوره بهره مندیم +++ ســــمنــدر لــه ســره انګاره مومي خط
دچــمن غـــوټـۍ وا دسحـــربــاد کــا +++ عـــاشقــان خـــولـــه ریباره مومي خط
په طلب ئې نفع مندشوم له هرچانه +++ تل ښکاري له خپله ښکاره مومي خط ترپایه !
په دغه غزل کي درحمان بابا« ره » قافیه او « ه » رَ وِيّ ده او [مومي خط ] څرنګه چي د ټولو بیتو په پای کي تکرار راغلی « ردیف » دی .
قافیه د عروضو « بدلمېچ » له مخه یوه پوهنه ده،چي په ډول ډول فورم(Form)اوشکلونوکي دشعرونو لکه :[ غزل؛مثنوي؛قصیده؛بدیع؛قطعه؛ترکیب بندونه ؛ترجیع بندونه ] اوډېر نورو کي راځي یاني ټوله مقفیي دي . نور ئې مُشرحّ دښاغلي عبدالباري «جهاني » په (دپښتو نظم ځیني توکي اواړخونه ) مقالې کي چي په بېنوا اوټول افغان ویبپاڼوکي په ۲۶ .۱۲ .۲۰۱۳ کي خپره شوې ده؛ وګورۍ .
دشعرپه « وزن » کي حتمي نه ده،چي ددواړو بیتونو توري یاسېلابونه سره برابر وي؛داځکه شعر لکه دترازو شاهین بایدسم اوبرابر ولاړ وي . که دترازو په یوې پلې کي یو یوکیلوګرامه پروت وي اوپه بله پله کي دوه نیم کیلوګرامه اویاڅلور دوه نیم سوه ګرامه ډبري برتې وي ؛خو دترازوشاهین برابر ولاړ دی . دغسي هم شعر دی،چي قافیه او«وزن» دشعر سم وي داپروانه لري که دیوه نیم بیت څپې ترهغه بل نیم بیت ئې څپې ډېري ا و یا نه وي سره برابري .
عروض پوهنه (بدلمېچ پوهنه)دشعروزن په تقطیع یاني ټوټه ټوټه کول اویابېلښت سره ئې پیداکوي او په سېلابو سره ئې وزن ټاکي . دلته دبولګي په توګه دښاغلي عبدالباري « جهاني » «دوطن ترانه » «دسباوون په تمه» کتاب څخه ئې ګورو .لکه :
ګران افغانستانه تابه بېرته موږ ودان کو +++ لوړبه دي نښان کو
ګران/ اف/غا/نس/تا/نه/ تا/به/ بیر/ته/ موږ/ و/دان/ کو +++ لوړ/به/ دي/ ن/ښان /کو
څرنګه چي په دغه پورته بیت کي ګورو دلومړۍ مصراع څپې تردوېمي مصراع دوه برابره دي؛ شعر موزون دی؛داځکه چي دشعرقافیه اوآهنګ ووشرنګ ئې سم دي؛ کله چي په یوه شعرکي قافیه او رَوِيّ سم وي اوردیف ئي هم پرخپل ځای وي؛نودشعر وزن هم سم وي .
سېلاب یاڅپه (Syllable) :
سېلاب ته په انګلسي ژبه کي سلیبل(Syllable)او په لاتیني کي ورته (Syllaba) او په جرمني کي ورته (Silbe)وایي؛ په عربي هجاده اوپه پښتوکي ورته خوځند توری یاڅپه وایي . څپه یاسېلاب هغه توری یاګړه چي په یونفس له خولې څخه دفونېم (Phonem)په ډول راووزي . لکه : [ د؛ په ډبره کي؛ ډ]یوه څپه ده او په ګړیزه توګه : [ که؛ژر؛اور؛کور؛چي ] هم یوسېلابه دي . [ واښه - وا/ښه ــــــ ډبره - ډ/بره ـــــ شونډه - شون/ډه ـــــ توری - تو/ری ]دوه سېلابه دي . [ناجوړتیا- نا/جوړ/تیاـــــ هوښیارتیا- هو ښ /یار/تیا ـــــ ناروغي-نا/رو/غي]درې څپې دي . [ پښته ورګی- پښ/ته/ور/ګی ــــــ لکه لمی - ل/که/ل/می ] څلور څپې دي .
دلته موضوع دڅپودښوولونه ده؛دلته پردې بحث کیږي،چي یوه ګړه په لیکنه کي مترادف ده یوډول لیکل کيږي خوپه سېلاب کي خپل توپيرلري نوځکه نه سره قافیه کیږي . دغه ګړي ګورو لکه : [ تلل – دخوځښت لازمي مصدر دی . تلل یوه څپه ده .] او [ تلل ـــ متعدي مصدر دی دیوشي دوزن کولولپاره . [ تلل دوه سېلابه ګړه ده لکه : ت/لل ] دغه دوې ګړې نه سره قافیه کیږي؛داځکه چي دپای«ل» دخپل دمخ دتوري سره یوډول خوځښت نه لري . بله ګړه [ کوم - فعل (verb)دی،چي دکول متعدي مصدر( transitive verb)څخه رځي او دوه سېلابه دی لکه : [ کوم - ک/وم ] بله ګړه لکه : [ کوم - ضمیر (pronoun) دی اویوه څپه ده .] دانه سره ردیف اوقافیه کیږي . بله ګړه لکه : [ولاړ فعل دی،چي دلازمي مصدر (intrasitif verb)د تلل څخه راځي او یوه څپه ده . ] او [ ولاړ فعل دی چي دلازمي مصدر درېدل څخه راځي او دوه سېلابه دی . لکه : و/لاړ ] . دغسي بولګي ډېري دي .
دلته ليدل کيږي سربېره پردې چي سېلاب دشعر تقطېع کوي پرقافیې باندي هم آغېزه لري .
اوبل په «رَوِيّ» کي که دمخ دتوري خوځښت نه ووسره سم که توري سره یوډول هم لیکل سوي وي؛خوقافیه نه جوړه وي . دغه توري لکه : [ شل ستاینه « Adjective» دی مانا ګوډدی اوبل «شل » شمېره « Numeral» یاني ۲۰ دی .] بله بولګه : [غُوټه مانا دوه تاره سره تړل اوبله غُوټه په اوبوسرننه ایستل هم نه قافیه کیږي .] مترادفي ګړي که په سېلاب کي سره «یو»هم وي اوکه نه وي، چي دشاه دتوري سره ئې خوځښت نه وو سم نه قافیه کیږي .
شعرپه خپل جوړښت کي ډېرنازک حالت لري،چي یوږغ اندازه بدلون په قافیه کي او یووړوکی توری،چي په مصراع کي ډېر وي نې مني . په مصراع کي دیو توري ډېرواله یاکم واله ته دخزم عیب وایي . پورته وليده سوه،چي خوځښت د«رَوِيّ» دمخ له توري سره قافیه جوړه وي،چي قافیه دشعر ښکلا ده . په مصراع کي دتوروشمېر دتقطیع له مخه دشعروزن ښه یي .
اوس به دوتیلي ددې پېړۍدپښتو شاعرعبدالباري «جهاني» د(سباوون په تمه)نومي کتاب د۹۷ مخ څخه دغزل ۲بیته وګوره :
خمارمي نه ماتیږي شرابـونـه بېـګانه دي++++ساقي راته اشنادی خـوجـامـونه بېګانه دي
پښېمانه درته نه یم بدګومانه راته نه سي++++جنونه ته مي خپل ئې ځنځیرونه بېګانه دي ترپایه !
دغه شعردقافیې له مخه ګورو! « نه » قافیه ده له خوځښت سره او « بېګانه دي » ردیف دی . په دغه شعرکي دعلم عروض له مخي قافیه، « رَوِيّ » اوردیف ټول سم اوپرخپل ځای دي . دغه لامل دی،چي شعرخپل ښکلااوښایست لري . اودشعرتقطیع هجا ئې ګورو!
خ/مار/مي/ نه/ ما/تې/ږي/ ش/را/بو/نه/ بې/ګا/نه/ دي/ ۱۵
سا/قي/ را/ته/ اش/نا/دی/ خو/جا/مو/نه /بې/ګا/نه /دي/ ۱۵
شعر په مقام کي خپل موزون دی دخزم عیب نه لري .
دشاعر احساس :
شاعر ځان پردی احساس وي اوځان یوازي بولي تنده ئې په بېګانه چیښاک نه ماتیږي اوهغه کسان چي هلته دي هغه دی پېژني خونور توکي اولوښي چي هلته دي هغه ټول ورته پردي دي . شاعراحساس دجلاوطنۍ کوي . شاعرنور هرشی لري خوهغه شی چي دی ئې غواړي نې لري . دشاعر احساس به لاتردې هم اوچت وي خوزه ئې دلته بسنه وم .
شعر دماناله مخي :
شعر له معنی څخه ډک یوښایسته شعردی . شاعر خپل هېوادوالوته پیغام لري اوداښیي،چي په پردیوکي ژوندکول ستونزه لري . هرشی به وي خوهېواداودهېوادښکلې فضابه نه وي . شعردپیغام اومانا ډک دی .
دشعر منطق :
شاعر څوکلمې په شعرکي منطقي اوسمي داسي خوږي اوښایسته ځای کړي،چي هم ئې قافیه په سمه کړې اوهم ئې آهنګ اوشرنګ دشعر ئې موزون کړی . هغه کلمې دغه دي .لکه : خمار؛ شراب؛ساقي اوجامونه اوبیائې په شعر کي له یوبل سره دشاعرپه نازک خیال سره تړاو ورکړی . اودشاعرآنداو واندپکښې لکه لمرغوندي ځلانده څر ګنديږي .

اخځونه :
۱- ویکیپېدیا
۲ - د رحمان بابا دیوان
۳ - دعبدالحمیدماشوخېل دیوان
۴ - دعبدالباري «جهاني» دسباوون په تمه
۵ - دوکیلي دپښتوبدیع اوبیان