د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دیني زده کړو او پښتولیک لوست ښوونیزه اداره

الفرقان ښوونيز بهير 19.01.2014 13:24

Alfurqan School


هیوادوال کولاي شي په خپل کورکي خپلو بچیانوته داسلامي زده کړواو مورنۍ ژبې لیک لوست اسانتیاپه ډیره آسانه توګه برابره کړي.
معهدالفرقان ښوونيزه اداره ویاړي چي له څه باندي یوه کال راهيسي د هیوادوالو تعلیمي خدمت کوي،ماشومانوته یې د دیني زده کړو او په مورنۍ ژبه د لیک لوست مناسب چاپیریال برابرکړی دی.

اوس دې ادارې پتېیلې ده چي د بهرمیشتو هیوادوالو ماشومانو ته د نوې ټیکنالوژۍ (أن لاين) په مټ پښتو لیک لوست او ابتدایي دیني زده کړې وړاندي کړي.

د دې ښوونيز بهير میاشتنی فيس اوس له- 50 - څخه راکم - 30 - ډالره وټاکل سو، یعنی هر ماشوم به په لومړي سیمیستر کي د میاشتې ۳۰ دېرش او په دوهم سمیستر کي ۳۵پنځه دیرش او په درېیم کي ۴۰څلویښت امریکي ډالره د ۳ درو مضامینو لپاره تأدیه کوي.
درسي ميتود :
درې مرحلې (سیمیستره) ، چې په هر یوه کې درې درې مضامین دي
لومړۍ مرحله :
1 - د قرآن کريم ناظره 2 - د پښتو ليک لوست درسي کتاب 3 - تعليم الاسلام
دويمه مرحله :
1- قرآنکريم په تجويد لوستل 2 - د پښتو ليک لوست دوهم درسي کتاب 3 - سيرت ښوونه
درېیمه مرحله :
1 - دقرآنکريم اسانه پښتو ترجمه 2 - د پښتو ليک لوست درېیم درسي کتاب 3– اسلامي عقيده/کورنۍ فقه
درسي مهال ويش:
په اونۍ کي څلور ورځې :
1 – هفته 2 – يکشنبه 3 – سه شنبه 4 – چهارشنبه
د درس موده :
1 - مرحله : 30. دقیقې د هر مضمون لپاره
2 - مرحله : 40. دقیقې د هر مضمون لپاره
3 - مرحله : 45. دقیقې د هر مضمون لپاره
SKYPE: jamiatul furqan
YAHOO: jamiatul_furqan@yahoo.com

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
--- معهدالفرقان تعلیمي اداره ستاسی د ماشومانو د ښه راتلونکي په هیله ---