دمور او پلار په احترام
17.01.2014 13:48مور او پلار ته (روښانه قبر )حفیظ ملیار
خپل قبر مې روښان وینم رڼا راته کوي
پنځه وخته لمانځه کې مور دعاراته کوي
په غیږه داخلاص کې مې راونغاړي په مینه
دنیا راته جنت شي چې خندا راته کوي
چې خپې لاسون یی ښکل کړمه داوښکو سمندر کې
په سر مې لاس راکش کړي تصلا راته کوي
ثواب شي برکت شي که وي مور او پلار خوشاله
ګلبڼ د آخرت شي او ښکلا راته کوي
ژوندون د سترګو رپ دی ای حفیظ ملیاره واوره
لحظه دې ژوندی نه یم که ښیراراته کوي