د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردۍ کلیمې څنګه ولیکو؟

محمدعیان«عیان» 14.01.2014 18:29

دویمه برخه : ددې لوغاتونو(وییونوـ کلیمو)شمیرچې په وروستنۍ (دریمه)برخه کې به یې وګورئ ، بیخي زیات دی ، خومایې دغه څوسوه دبیلګې په توګه دلته راوړي چې په درې برخویې ویشو. یابه داسې ووایو چې په دریو پړاوونوکې یې پښتوګړدود اولیک دودته رااړولای شو. بیلګې به یې داسې وي : ــ الف : هغه لوغاتونه چې همدانن سبایې په پښتوګړدوداولیکدود لوستلای اولیکلای شو : ــ معلوم ــ مالوم . ‎ ــ معلومات ــ مالومات . ــ یعنې ــ یانې . ــ صفت ــ سیپت ، (ستاینه) . ــ فکر ــ پیکر . ــ معنا(معنی)ــ مانا . اونور... داډول کلیمې خویوزیات شمیرلیکوال لا مخکې له مخکې همداسې لیکي . ــ ب : دویمه برخه : که دیوڅه وخت په تیریدواوهم په داسې ترتیب یې پښتولیک دود اوګړدود ته راواړوو چې دهرلوغات(لغت) نیمه برخه په پښتواونیمه یې لا په پخوانۍ بڼه ولیکولکه په دې ډول : ــ تصدیقنامه ــ تسدیقنامه . ــ حوادث ــ حوادیس . ــ حلق ــ الق . (تالو) . ــ تفریق ــ تپریق . ــ حیثیت ــ حیسیت . ــ تعقیب ــ تاقیب .ــ ــ فاسقوجنګ سالارانو ــ پاسیقوجنګ سالارانو . ــ قصاص ــ قیساس . ــ انفلا ق ــ اینپیلا ق . ــ سقوط ــ سقوت . ــ عبث ــ عبس . ــ منطقه ــ منتیقه . ــ فقیر ــ پقیر . ــ صادق ــ سادیق . ــ توقیف ــ توقیپ . ــ موافقه ــ مواپیقه . اونور... ــ ج :ــ دریمه برخه : دانوبیاهغه پړاودی چې دلوغاتونوبشپړې بڼې ګرسره سوچه شوې وي اوپښتوته رااوښتلې وي لکه همدغه یادشوي څولوغاتونه چې په وروستۍ مرحله کې به یې داسې لیکو : ــ تسدیقنامه ــ تسدیکنامه . ــ حوادیس ــ اوادیس . ــ الق ــ الک . (تالو ـ ستونی) . ــ تپریق ــ تپریک . ــ حیسیت ـ ایسیت . ــ تاقیب ــ تاکیب . ــ پاسیقوجنګسالارانوــ پاسیکوجنګ سالارانو. ــ قیساس ــ کیساس . ــ اینپیلا ق ــ اینپیلاک . ــ سقوت ــ سکوت . ــ عبس ــ ابس . ــ منتیقه ــ منتیکه . ــ پقیر ــ پکیر . ــ سادیق ــ سادیک . ــ توقیپ ــ توکیپ . ــ مواپیقه ــ مواپیکه . داړونې دامرحله ډیروخت ته ضرورت لري . یانې چې زربه پې رامنډه نه کوو. ماخویې داڅوبیلګې یادې کړې ، لیکین شمیریې بیخي زیات دی . کله چې دنوروژبوداډول لوغاتونه خپلې ژبې ته رااړوونوبایده دي چې ډیراحتیاط وشي اواصله کلیمه ورکه نه شي. داډول کلیمې دې پړاوپه پړاوپښتوګړدوداولیک دود ته واړول شي . یوشمیر یې چې ټول پې زرپوهیدای شي لکه مخکې چې مې یادونه وکړه په لومړۍ مرحله کې ـ اوهغه چې بشپړه بدلیدنه یې ستونځمنه وي نودیوه لوغات نمایي برخه دې پښتوشي . بیادې دښایسته ښه وخت نه وروسته ټوله کلیمه بدله شي . ددرې واړوپړاوونویو یومثال : ــ معلوم ــ مالوم . ــ فقیر ــ پقیر . ــ پقیر ــ پکیر . داچې وایوانګریزانودفرانسوي ژبې کلیمې(لوغاتونه) دانګلیسي ژبې په ګړدوداولیکدود واړولې او خپلې یې کړې نوزمونږ په مخ کې هم کوم قانوني خنډ نه شته چې عربي اونورې بهرنئ کلیمې پښتو کړو . دبلې ژبې کلیمې په خپل تلفظ اوخپله لهجه لوستل اوبیاهماغسې لیکل یې ګونا(ګناه)او تیروتنه نه ده او له حقوقي پلوه هم کومه ستونځه نه لري ، خویره : داهرڅه چې مې ولیکل داټول یونظراویو وړا ندیز دی. وروستنۍ پریکړه به لکه مخکې چې مې وویل دعلومواکادمي اوله اکاډمۍ نه بهریوشمیرنور ادب پوهان په ګده سره کوي او بیا به نولیکوالوته شین چراغ لګوي . ددې یادونه باید هم وکړم چې هره بدلونه ښه پوره په احتیاط اوپه دومره موده کې وشي چې په کوزه پښتونخواکې پې لوستونکي هم په اسانۍ اوسم پوه شي .« ددویمې برخې پای» . «پاتې په دریمه برخه کې » .