د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوګړودمناسباتواوروابطومعیارونه

الحاج انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمې) 13.01.2014 11:57

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

         دهری ټولنې دپرمختګ اوترقی اصلی شاخص د وګړو د مناسباتو او روابطوڅرنګوالی دی.
        څومره معیارونه اواخلاقی انسانی کړنې رعایت کیږی ؟
        اوڅومره په ټولنیزواړیکوکی عینیت ښکاری ؟
        همداشیان دی چی دټولنی دښیرازه کیدومعیارتعینوی .اسلام اواسلامی زده کړی الهی احکام
        دی چی دانسانی ژوند لاری یی تعین کړی.
        ۱ - ښه خلق:
نرم چلند اومهربانی ،مودبانه ګفتار، پاکیزګی، ورین تندی ،نیک مناسباتو څخه عبارت دی.
قرانکریم دپیامبر ص برتری اومزایا دهغه په نیک مناسباتو اوښه خلق کی ګڼی الله ج دلطف اورحمت په رڼا کی ،کلک زړی ، تندخوي اوقهرجن نه وه چی اطرافیان یی ورڅخه لری شوی واي .
۲- دمحبت اظهار:
په اسلامی تعلیم کې دمحبت اظهارکول هغه څه دی چې باید وشی. رسول اکرم ص فرمایی : که تاسو ته کوم ورورګران وی هغه ته دمحبت اظهاروکړی اوهغه ته اعلام وکړی ترڅوهغه خبرشی چی داکاردمحبت په زیادښت اوبقاکې مهم دي .
۳ – دخوښی اظهارپه دیدارکې :
دخلکوسره حسنه اونیک روابط هغه څه دی چې بیان ئی په جملاتو کی مقابل لوری ته انتقالیږی درضایت،احساس دخوښی باعث دی. محبوب ترین عبارت الله ج ته دمومن مخی ته خوښی ده .
دخوښی اظهارپه خصلت کې دری برخی لرې :
الف- وفاداری .
ب- دحقوقورعایت.
ج – په سختی کی لاس ورکول .
۴- په خبروکی مسکاء:
په ټولنه کی دخلکومهم نیازمحبت دی دمحبت شروع په خبروکی مسکاء ده څوک چی مسکاء کوی دهغوی په حسنه کی حساب دی او مقابل مومن ته احسان دی .
دابودرداڅخه روایت دی : هرکله چې رسول اکرم ص حدیث بیانوه اوخبری کولی په مسکاء شونډوبه یی حدیث وایه.
۵ – شرعې ټوقې :
دشرع اوعقل په چوکاټ کی دوخت اومکان په نظرکې نیولو سره دپيامبر ص دسیرت مطابق منطقی اوپرځای ټوقی.
رسول اکرم ص فرمائی :
انی امزح ولااقول الاحقاء
ترجمه : زه ټوقی کوم خوبی له حق نه بل څه نه دی .
۶ – وفاداری :
په عهد باندی وفا دانسانی ټولنی سترشاخص دی .
که څوک په عهد باندی پابند نه وی په هغه څوک اعتمادنه کوی .
دوفادراری په باره کی موپه تیر مضمون کی دمحبوبیت رازتر عنوان لاندی مفصل ولیکل .
۷ – دانصاف رعایت :
انصاف کول په هره ټولنه کې خوپه اسلامی ټولنه کی ستر مشکل دی دانصاف کونکو افرادوکاردیومومن کاردی تقوالرونکی کس په انصاف دژوند ټول اړخونه پالی.
انصاف په کورنیو کی دکورنی شخړی ستر عامل دی لوی اختلاف کشمکشونه دانصاف په نه کړنه کی دی که هر څوک دالله ج په اوامرو عمل وکړی خپل اودنورو حقوق وپیژنی اورعایت کړی انصاف یی کړی .
دالله ج یادونه په هرحال کی وکړو یواځی دانه چی سبحان الله الحمدلله لااله الاالله الله اکبر- یواځی مقصودنه دی بلکه دالله ج داوامرو اطاعت دی په هر حالت اوهر ځای کی .
هرهغه شی چی دځان دپاره ښه ګڼی دبل ورور دپاره ئی هم ښه وګڼی .
۸- تواضع اوفروتنی :
تواضع اوفروتنی دالهی پیامرانو اواولیاوخصلت دی .
په قران عظیم الشان کی الله ج دنبی الکریم ص په خطاب داسی فرمائی:هغه کسان چی ایمان راوړی اودمومنینوسره یوځای کیږی تواضع اوفروتنی وکړه .
۹- رازساتل:
درازساتل دانسان یوممتازاوسترصفت دی درازساتلو بحث ډیر مهم بحث دی په طبیعی ډول اسراراودژوند دارتباطاتو خصوصیات مطرح دی اوپه ټولنه کی دټولنیزواړیکودساتلو لپاره ډیر مهم دی احیانآ که رازساتل ونه شی دنزاع اواختلافاتو باعث دی .
څلورشیان مال اوابروله منځه وړی :
الف:دبی وفاشخص سره دوستی .
ب: که چاته بخشش ورکړی اومننه ونکړی.
ج:نااهلوته دپوهی زده کړه .
د:اوهغه چاته چی رازساتل نه شی رازوویل شی .
دشخص کامیابی اوبریالیتوب په دی کی دی چی راز باید هغه ته ووائی چی رازباید محفوظ اوامانت وساتی درازپه بیان کی ډیر احتیاط په کاردی .
۱۰- دغروراوتکبرنه کول:
غروراوتکبرکول دانسان رذیل اوپست صفات دی دمتکبر اومغرور شخص نه خلک ډډه کوی اودنورودنفرت باعث وی خوکه متواضع اوفروتن وی دخلکودلطف اوعنایت وړوی.
لقمان حکیم داخلاقوپه اړوندتوصیه کوی اووائی:
(په بی اعتنائی دخلکونه مخ مه اړوه اوپرځمکه مغرورمه ګرځه ځکه چی الله جهیڅ متکبراومغروردوست نه ګڼی)سورة لقمان ایه ۱۸
۱۱- صداقت اوشفافیت :
صداقت دیومومن شخص دښه صفاتوڅخه دی .
صداقت یعنی په خبرواوعمل رښتین والی .
دصداقت په باره کی مو دصداقت دعنوان لاندی مفصل لیکل کړی .
په صداقت به وکړی شو دالله ج درستګاری اونجات موجب وګرځو په دروغواوکذب به دنفاق اوهلاکت موجب وګرځی.
۱۲-افراط اوتفریط:
دژوند په ټولواموروکی میانه روی به وکړی شی دعدالت اوحق په مسیرکی حرکت وکړو.
۱۳- دمشکلاتواومصروفیت اګاه کول:
مشکلات ،سختی اومصروفیت داجتماعی ژوند یوه نه بیلیدونکی برخه ده ژوند لوړی اوژوری لری مونږباید دخپلوستونزواویا مصروفیتونوپه هکله دوستانوته ووایو.دوستان،ملګری،اوخپلوان خبرکړو اوپه سختیوکی په یواځی ځان کارمه کوی .
۱۴- دعذرمنل:
ددوستی دساتلودپاره دعذرمنل ددوستی په ساتلوکی باارزښته ده په خطاګانو ځان تیرویستل په اشتباهاتوګذشت اودمقابل لوری دعذر کول اودعذرمنل نه باید ردکړو که څه هم پوهیږودهغه عذرناموجه دی دهغه کس سره دوستی پایداره نه پاتی کیږی چی عذرنه منی .
۱۵- په صمیمیت کی دضوابطو(معیارونه )رعایت:
مومن انسان په اجتماعی ژوندکی دالهی احکاموپه چوکاټ کی اخلاقی اوانسانی برخوردکوی.
حضرت علی کرم الله وجهه فرمائی :
(که دوست ته پټ اوغیرمستقیم نصیحت وکړوهغه ته احترام دی ،مخامخ اومستقیم نصیحت کول دوست ته اهانت دی ).  
دهغه دوست سره چی دتاسو سره ئی قهرکړی اوخفه وی دوستی وکړي که مقابل لوری نامهربانه شو ته مهربانه اوسه.
۱۶- دژوند په هربرخه کی زیاده روی (افراط)اویاکمښت (تفریط)په اعمالویاګفتارکی انحراف له حق څخه دی همیشه بایدمنځ لاری یا اعتدال خپل کړودانسان درستګاری اونجات لارداعتدال لارده ، اعتدال به مونږسعادت ته ورسوی داعتدال په حالت کی به فسادکم وی جنګونه به کم وی .
په قرانکریم کی دلقمان حکیم په داستان کی داعتدال په هکله توصیه شوی :
"په خپل تګ کی منځنی حال غوره اوخپل غږټیټ کا (لقمان ۱۹ )"
اعتدال په لباس اغوستوکی هم مهم دی نه باید دعرف نه غیرلباس به موپه ټولنه کی دانحراف په طرف یوسی چی نښانه اوموجب دفساد دی.
تمت البل خیر