د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الوګانو قحطی په ایرلیند کي

امرالله کامه وال 09.01.2014 21:10

په کال ۱۸۴۴ کی د یو ایرلیندی ځوان د الو ګانو عادی خوراک ۱۳ پونده وو که هر پوند ۵ الوګان حساب کړو نو ۶۵ کیږی او په اوسط د سړو ښځو او ماشومانو ۹ پونده وو نو داهم ۴۵ کیږی ددی خوراک باره کی د اتلسمی یو سیاح هم حیران کړی او وایی چی حیران دی ته چی ایرلیندیانو ددی بی ساره خوراک سره څنګه یی معده کوم مشکل نه پیداکاوه .

اتلسمی پیړی پیل کی دوه نوی نباتات د امریکا څخه اروپا ته راوړل شول چی دغه دو کرنیز محصولاتو (جوار-الوګان )چی له دی جملی څخه الوګان په ایرلیند کی د ښیرازو ځمکو په لرلوسره په کال ۱۸۰۰میلادی کی د اصلی خوارو ځای خپل کړ.

په کال ۱۸۴۵ ایرلیند کرنیز محصولات فنګسی مرض چی late blight یادیده او عامل ددی مرض phytophthora infestans وو سره مخامخ شول د یو کال په دوران کی یی دالوګانو محصول نیمایی ته راښکته شو ورځپانی هم ددغه وحشتناکی قحطی باره کی خبرونه نشرول راتلونکی کال۳۰٪دغه محصول نورهم کم شو چی مجموعی ۸۰ کمښت راغلو دغه قحطی د الوګانو قحطی په نوم هم مشهوره شوه خلک په دی فکر کی وو چی دغه ناورین لنډ مهال لپار به وی زر به پاي ته ورسیږی په لومړی کال د دغه ناورین نښی ظاهری شوی وی خو بیا هم بزګرانو د الوګانو ګښت ته ادامه ورکړی وه وروسته معلومه شوه چی دالوګانو کرل په دی معنا دی چی په لوی لاس یی د خوراک څخه اوباسی.

یوی لسیزی په پای ته رسیدو سره د ایرلیندیانو د مړینی کچه پو میلون وګرو ته ورسیده او د مهاجرو ایرلیندیانو کچه هم دوه میلونه وګړو ته رسیده دغه شمیر وګړی چی مهاجرشوی وو په شمالی امریکا ،استرالیا،بریتانیا او سکاتلند کی میشته شول.

د شیکاګو پوهنتون استاد شروین روزن دتحقیقاتو په لړ کی ددی پیښی په هکله دیرو ښی موضوع ته اشاره کړی او وایی ایرلیندیان به اتلسمه پیړی کی الوګان یی زیات خوړل او غوښه یی کمه خوړله کله چی الوګان کښت کم شو نو په اسانی سره نه پیداکیدل .ځکه تقاضا زیاته وه او عرضه کمه نوقیمت یی هم پورته شو او دغه فشار په ایرلیندی کورنیو دومره زیات شو مجبور شول د غوښی مصرف مخکی څخه هم کم کړی چی وشی کړای الوکان ورباندی واخلی ددغی تقاضا دالوګانو قیمت هم نور لوړ کړ نوموړی استاد زیاتوی که ایرلیندی بزګرانوددی پرځای د الوګانو د کرلو پرځای نور کرنیز محصولات یی کرلی وو نو راتلونکی کال ته به یی ددی ناورین مخه نیولی وه.
ددی قحطی څخه په درس اخستلو سره باید ووایو چی یو محصول باندی ۱۰۰٪دادمن ونه اوسو ځکه کرنیزمحصولات د چاپیریال تر نیغی اغیزی لاندې راتلای شی چې چاپیریالی عوامل هم ددې ضایعاتو له لاملونو څخه ګڼل کیږي. ددې ضایعاتو ځینی نور لاملونه د تولید د مخه او وروسته د کرنیزومحصولاتو د ناسم مدیریت په پایله کې منځ ته راځی. باید وویل شي چې ددې ضایعاتو یو شمیر سرچینی د مخنیوی او کنترول وړ او د یوشمیر نورو کنترول او مخنیوی د انسان له توان څخه اوچت کار دی