د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کم سنه انتحاري،دستونزې جرړې اودحل لارې

پوهندوی آصف بهاند 08.01.2014 19:32

دټولوتلویزیونونو،رادیوګانو،ویبپاڼو،ورځپاڼواو...مخونه اوخولې په همدې یوه خبرتوردي، ښوري اوستړي دي چې:
ـ یوه لس کلنه نجلۍ له ځانمرګي برید نه مخکې نیول شوې،
ـ دا نجلۍ غولیدلې ده،باید بیرته موراوپلارته وسپارل شي،
ـ حامد کرزی ځانمرګي خوشې کوي،
 او...
دا کومه نوې خبره نه ده چې جنګي ډلې له انسانانو نه،له زړونه،له ځوانانو نه له ... اوپه پای کې له پاکو ماشومانونه هم خپل هدف ته درسیدو له پاره استفاده کوي.
دا دحل لاره نه ده چې اوس له دې نیول شوي ماشوم سره څه وشي،بندیخانې ته وسپارل شي،نورتاوتیرخوالی ورسره وشي،انعام ورکړل شي،بهرته دې ولیږل شي ...او که دې وبښل شي؟؟؟
دا جلۍ یې ورور اړایستلې وه چې ځانمرګی برید وکړي.که یې وروردیوه نسل نماینده ومنواوداجلۍ دورپسې نسل،نوویلای شم چې دواړه دتیري،جګړې،دوداوباروتونسلونه دي.په دې توپیرچې وروریې ښايي دژوند له لومړني تنفس سره دروسانودسلاح اوټانکونودودونه تنفس کړي وي اودې جلۍ له زیږیدوسره سم دامریکايي ټانک اوباروتو دود تنفس کړی وی.اوس ویلای شوچې دا دواړه نسلونه دتیري کونکودټانوکونو د دودونو،وژنو،وینواونفرتونونسلونه دي،هغه هم په وږي نس لوڅ بدن او دناسمې لارښوونې په دایره کې،له دوی نه به اوس دتمدن په اوسنۍ دایره کې داوروح پوهنې داصولوله مخې څه هیله ولرو؟  
زه فکرکوم چې په دې باندې باید فکروشي چې:چا دا ماشوم دې کارته اړایستلی دی اوولې؟
له دې پوښتنې سره سم دا درې نورې پوښتنې هم مطرح کیږي:
۱ـ آیا دلوږې دمجبوریت له پاره دا کار کوي؟
۲ـ آیا دعقیدې اوجنت ته دتګ په خاطر ماشوم قانع شوی دی چې دا عمل ترسره کړي؟
۳ـ اوکه ماشوم دتهدید اوډارولوله لارې دې کار ته اړایستل شوی دی؟
که دلوږې اوپیسو دلاسته راوړلو مسآله مطرح وي باید په دې سوچ وشي چې دا خلک،دا کورنۍ اودا ماشوم چا وږي کړل؟
اوکه دعقیدې اوجنت ته دتګ په خاطر یې دې کار ته غاړه ایښې وي،نوچا دا عقیده ورکړه ؟چا یې ماغزه له ټولوشیانوپاک کړل اویوازې یې دذهن په پاکه دړه ورته جنت ولیکه اوماشوم یې پوه کړچې دا دجنت ښیګڼې،امتیازات اوداهم جنت ته درسیدولار.اوکه دتهدید له لارې وي،نوتهدید کونکی ولې دا کارکوي؟
اودغه ټول چا پردغې ټولنې کورنیواوخلکوباندې راوستل؟
ددغوټولوخبرولکۍ اوسربیرته ورګرځي هغوخلکو،سیستم اوحاکم نظام ته چې دا ډیره موده کیږي له عسکري بوټانوسره دخلکوپرستوني سپاره دي.دهمدې حاکموخلکو دروابطو،ظوابطواوقوانینوپه چوکاټ کې بهرنیواستخباراتو،په تیره د دوو نا اهله ګاونډیو(ایران اوپاکستان)استخباراتوزموږپه ټولنه اوحاکم نظام کې داسې نفوذ کړی دی چې دماشومانو،ځوانانواوښځودځانمرګوحملاتودترسره کولوپلان څه چې آن دپارلمان،وزیرانواورئیس جمهور دکاراجندا هم همدوی جوړوي اودتطبیق له پاره یې په مستقیم اوغیرمستقیم ډول لارښوونه ورته کوي.
دغه اودې ته ورته نورې ستونزې هره ورځ زموږخلکواوټولنې ته په زرګونه اولکونه نورې سونزې زیږوي اوهره ورځ زموږپه لسګونه بې ګناه هیواد وال دمرګ خولې ته ورپورې وهي؛نودلته دی چې باید په جدیت سره وویل شي:
څنګه چې په ټولنه کې دهرې ستونزې ریښه په حاکم نظام اودنظام په چلونکوکې ده،باید دنظام دبدلون فکروشي،نه دشخص دبدلون.
دیوه هیواد اساس اوتهداب دهغه هیواد نوي نسل جوړوي اودنوي نسل سمه جوړونه اوروزنه دهغه هیواد په ښوونیزنظام اوسیستم پورې اړه لري.زموږدهیواد په ښوونیزنظام کې په سل ګونواوزرګونونیمګړتیاوې شته.دهرې ټولنې اوهرهیوادپه تعلیمي سیستم کې دانیمګړتیاوې شته،خوزموږتعلیمي نظام ته راشه کینه(پک مې لیدلی و،نه ماغزه وتلی)
دا تعلیمي نظام لکه دحلواددیګي مواد هررژیم چې راغلی،پرته له دې چې دنړیوالومنل شووعلمي مسایلواوملي او وطني مثبتومسایلوپه باب فکروکړي،په خپله خوښه یې یوخوا بل خوا  اړولي دی،ځکه سم شی اوښه شی نه په کې پیدا کیږي کوم یونیم ټکی ښه شی که له پخوا نه په کې پاتې و،هغه هم په دې اړولورااړولوکې داسې سوی دی چې اوس یې لکه سوی دیګی بوی خیژي اوګټه نه شي ورنه اخستل کیدای.
دښونځیوپه تعلیمي نصاب کې داسې شی نه شته چې زده کوونکي ته دې ددې هیواد دریښتیني تاریخ اوهویت په باب حقایق وړاندې کړي اویادې ماشوم ته مینه ورزده کړي ،له وطن سره مینه اوله خلکو سره مینه اوله پرمختګ سره مینه.زموږتعلیمي نظام زموږدوطن دتاریخ اوزموږدهویت ریښتینې هنداره نه ده؛نوځکه موماشوم دبل چا له پاره دخپل وطن اوخپلوخلکودتباه کولو له پاره،تش په نامه جنت ته دتګ له پاره،ځان الوزولوته چمتوکوي.
زموږمهاجرهیواد وال په هرهیواد کې چې څو ورځې دهغه هیواد دتعلیمي نظام په دایره کې په ټولګي کیناست،بیا یې دخپل هیوادتاریخ جغرافیه اوهرڅه هیروي اودکوربه هیوادترانې یې پرژبه جاري وي.دپاکستاني ښوونځي په چوکۍ یې چې کونه ولګیده،پاکستاني یوه دړه مخ کې ورته نیولي وي چې: « چوده اګست » هیرنه کړې
 ایرانی بیا داسلامي انقلاب، حیسن،خمیني او... ریښکۍ له سره ورتاووي اوغوږکې یې پوکوي چې:« افغانستان جزازخاک ایران زمین میباشد»
اوپه خپل هیوادکې ملاجان؟ورته واي چې داسلام ددفاع اصلي ویاړخدای افغانانوته ورپه برخه کړی دی.منډې ځان والوزوه اوجنت ته ځان ورسوه چې نا وخته نه شي.
دا هغه ترخه واقعیتونه دي چې همدا اوس زموږ په هیواد کې په عیني ډول لیدل کیږي ،روان دي اوزموږدهیوادوالوغوښې اوهډوکي سوځوي.
ما دا خبره څوځلې کړې ده:زموږتعلمي نصاب کې کرکټ په ویاړسره شاملیږي،خولومړنۍ طبي مرستې،ترافیکي نښې.مدني نړیوال قوانین،اساسي قانون اونوراړین مسایل اصلآ ماشوم نه پیژني.کله چې څوک خپل ملي هویت،اصلي تاریخ،دخپل هیوادجغرافیه اوملي ګټوباندې پوه نه شي اودزیږیدو له ورځې له آذان سره سم یې په غوږکې هماغه یوشی یعنې جنت ورپوه کړای شي،بیا به خود بهرني استخبارات اوجنګي ډلې جنت ته دتګ په نامه زموږ له پاکو ماشومانواوخلکونه همداسې استفاده کوي.
زمادپوهې اوعقیدې له مخې جنت ته تګ یوازې دخدای دصلاحیت په دایره کې دی،خواوس زموږدخلکودناپوهۍ اوبیسوادۍ نه په استفادې سره بهرنیواستخباراتو،ځینوپه اصطلاح مذهبي رهبرانواودجنګي ډلومشرانوله خدای سره سمه سیالي پیل کړې ده.جنت ته دتګ لیسنس اوسندونه همدوی ورکوي اوله دې نه هم حیرانونکې چې زما هیواد وال یې مني اودجنت له پاره خلک اوځان هم قربانوي.اودجنت په نامه توروخاوروته ځي،ګټه یې هم مالومه ده چې دچا ده.
له عقیدې چې ورتیرشو دنورومجبوریتونومسآله ده چې یوپه کې لوږه ده.ډیرځلې همدې لوږې لوی او واړه اړایستلي دي چې دا کار وکړي.په بی بی سی ویبپاڼه کې مې څوکاله مخکې دامضمون ولوست:« طالبان ده دالري » یونفرتوپک په لاس پوز تاو کړی ولاړ و ،ویل یې چې وروره زه نه طالب یم اونه هم مالب،زما بچیان وږي دي،دغه خلک دورځې لس ډالره راکوي اوزه هم ورسره روان یم.په همدې نږدې څوورځوکې مې په کوم تلویزیون کې ولیدل چې په عراق کې همداسې چا ځان الوزولی و.یوتن سره یې دچاودنې په باب مصاحبه کوله ،هغه دنوروګڼودلایلوپه ترڅ کې دا په جدي ډول وویل چې :
دخدای پاردی خلک مه وږي کوئ چې هرکارته بیا غاړه ږدي.
اوس دهمدغه فاسد رژیم په راتګ سره په پیل کې دخلکو ټول مادي اومعنوي شیان تالا شول يا دغنمیت په نامه ورنه یوړل شول  اویا دتنظیمي ټوپکوالودخپلمنځي شخړوپه ترڅ کې ایرې شول اواوس ځینې کسان ښايي دخپلې کورنۍ دلوږي له پاره هم دې کارته غاړه کیږدي.
زموږتعلیمي نظام باید هغه څه ماشوم ته ورزده کړي چې له هماغې ورځې یې دعمرترپایه په درد وخوري،نه داچې زموږمډیا تعلیمي سیستم اوقلموال،ماشوم،نوی نسل اودا نورخلک په خاموتارونووتړي او ورته ووایي:
که ځان دې وښوراوه، په دوزخ کې یې!
 اوسني رژیم له پیل نه ترنن پورې هغه کارکړی دی چې باید نه یې وای کړی.نه خلکوته څه کولای شي اونه څه ورکولای شي او نه نور ورته پریږدي.هغه د دري ژبې ډیر له مانا ډک متل دی چې وايي:
« دور نرو که شیر میخوریت،پیش نه بیا که بوی میتي»
دا خلک به ترڅه وخت پورې دخوف و رجا په پوله کې ساتل کیږي،دا خلک به ترڅوپورې په دې منځ کې سوځي.
زموږنیم عمردپنځه زره کلن تاریخ دافتخاراتوپه هغه تکرارتیرشو،چې هیڅ شی په لاس نه شي راکولای،نس مو وږی دی،خلک بیسواده له تمدن اوهرڅه بې خبره اودجګړې په اورکې سوځي،اوموږدپنځه زره کلن تاریخ ترانې غږوو،پنځه زره کلن تاریخ ویاړ دی،خوپه دې باید پوه شوچې ددې ترانوبې ځایه اوبې وخته تکرارنه نس مړوي اونه هم خلک هوښیاروي اونه دجګړې اور وژلای شي،بلکې نوریې هم په تورو تیاروکې بې خبره ساتي.
زه په جدي ډول دا وایم چې پنځه زره کلن تاریخ موله ویاړونواوددرناوي نه ډک دی،دبابا ګانو اوشاعرانوشعرونه اودتوریالیوتورې او ویاړونه دې پرځا ی وي اواحترام دې یې وشي،خوموږباید دا پوښتنه مخې ته کیږدو چې:
موږچیرې یو؟
په کوم وخت کې ژوند کوو؟
چیرې روان یو او ولې روان یو؟
اوڅه باید وکړو؟
ځکه دنوروخلکودتمدن کاروان دبریښنا په څیرچټک روان دی اوزموږپښې دناپوهۍ په خاموتارونوتړلې همداسې پراته یو.« مړه مړه دي،دخدای پار دی دژوندیوغم وخورئ»
موږهغه څه چې بایدوکړونه یې کوو،که یې کووهم ډیرناوخته یې کوو.ټول هغه څه چې حاکمه ډله اوس کوي،باید دیارلس کاله مخکې یې کړي وای.ښوونه روزنه،دملي ترمینالوژۍ دکارولو اوساتلومسآله ،امنیتي تړون او...
په ټولنه اوخلکوکې دپوهې سطحه دومره ټيټه ده چې که په یوځای کې دوه لوحې لیکلي وي،یوه دیوه طبي ډاکتراوبله دفالبین. په دې ډول:
ــ پوهاند دوکتور... متخصص ...
ــ آغای جن ګیر،زهرخورومارګیر،دیدن روی طالع،دردکمر،دردجګر...بې اولادي ،بې زني ...وغیره.
تجربې ښودلې ده چې تحصیل کړی پوهانددکتورخپل ډیروخت په بیکارۍ سره په خپله معاینه خانه کې تیروي،خوآغای جن ګیرته به دهغومریضانولیکه ولاړه وي باید همدې ډاکترته دتداوي له پاره ورغلي وای.
اوس په دې ټول پوهیږي چې دافغانانوپه وجودکې چاړه له غوښې تیره اوهډوکو ته رسیدلې ده.اوس خبره دې ته رسیدلې ده چې بهرنیان په ځانمرګودومره وخت اوپیسې نه مصرفوي ،هرکورته یې ځان وژنوته دچمتوکیدولارښود کتاب لیږلی دی.ما دا مسآله په خپله « زموږتعلیمي نظام اودجهادي کتابونولړۍ»نومې مقاله کې له مآخذونواواسنادوسره وړاندې کړه چې اوس هم په ځینو ویبپاڼوکې ترلاسه کیدای شي.چې یوازې جنت ته دتګ عقیده،اوخیال ورسره وي،نورشي ته حاجت نه شته ،کتا ب دې ولولي ځان دې وژلو ته چمتوکړي ،بس خبره جوړه ده،دهماغې ورځې په پای کې به جنت کې وي.اودپردې شاته دډرامې اصلي لوبغاړي دخیرپه غونډۍ ناست دي اوخاندي.
اودا ټول له نشت یا غلط تعلمیي نظام څخه،ناسموټولنیزواړیکوڅخه اودناقابله اوفاسد رژیم دحاکمیت له کبله.دهمدې له پاره یې زه بیا تکرارووم چې ترڅو دا سیستم،رژیم اوپالیسي بدله نه شي همدغه به موحال وي.
                                            پای