د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روهیلگهنډ کتاب چاپ شو

جعفر هاند 05.01.2014 14:13

د پښتو ژبې د لیکوالې او څېړونکې صفیه حلیم یو بل تازه کتاب هم له چاپه راووت، روهیلهنډ په هند کې د مېشتو پښتنو د ژوند په تړاوو د اغلې حلیم د څېړنیزو اثارو پنځم او وورستی کتاب دی. دغه کتاب د هند په یوه تر ټولو لوی ایالت اترپردیش کې د روهيله پښتنو د ژوند، د هغوی د پرمختگ او د مغل سلطنت په ټينگولو او پرځولو کې د هغوی پر ونډې ورټول دی.
مومند خپرندويه ټولنې په ننګرهار کې دغه کتاب چاپ کړی دی.
د روهیلګهنډ تر مخه بهوپال، مالیر کوټله، باره بستي او بهار د هند د پښتنو په تړواوو د صفیه حلیم څلور نور چاپ شوي څېړنیز کتابونه دي.
د اغلې حلیم نور اثار، تحقیقي څېړنې او لیکنې په خپله د هغې په وېبپاڼه کې هم لوستلی شﺉ:
www.safiahaleem.com