د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو په کلاسیک ادب کي ناروا لاس وهني

عبدالباري جهاني 03.01.2014 14:54

د پښتو ژبي د پخوانیو شاعرانو، په تیره بیا خوشحال خان خټک، اشعار څو څو ځلي چاپ سوي او د لوستونکو لاسته ورغلي دي. د خوشحال خان خټک شعرونه او آثار خو هم په ځانګړي توګه او هم د کلیاتو په شکل یو ځایي چاپ سوي دي، او دا لړۍ لا ښایي اوس هم دوام ولري. زما په عقیده، د خوشحال خان خټک اشعار او کلیات باید دونه چاپ سي چي د هر پښتانه کورته ورسیږي. د پښتو ژبي په تاریخ کي نه په دغه ښایست، نه په دغه ډیروالي او نه د مضامینو په دغه کثرت چا شاعري کړې ده. د خوشحال خان خټک کلیات نه یوازي د پښتانه قام په راپیژندنه کي بې ساري اثر دی بلکه په یقین سره ویلای سو چي که دا کلیات نه وای د پښتنو د تاریخ یو لوی فصل به ورک وای. ما ته دا نه رامعلومیږی چي د خوشحال خټک په اشعارو کي به د کلماتو له مخي څونه قصدي او غیر قصدي لاس وهني سوي وي؛ خو دا چي د هغه له وفات څخه، څه باندي درې پیړۍ، وروسته د هغه په عقایدو کي لاس وهل کیږي دا یوه داسي ګناه ده چي نه د کولو او نه د بخښلو ده.
موږ په یقین او بشپړ مسولیت سره ویلای سو چي خوشحال خان خټک تر خپل عصر ډیر مخکي وو او ښایی چي د خپلي زمانې تر ټولو هوښیار پښتون به وو. هغه څه باندي درې پیړۍ مخکي د ټګانو او پيرانو سره، په هغو شرایطو کي، چي چا د پیر نوم په بې ادبي اخیستلای نه سو، عملي مبارزه کوله. خوشحال خان د شیخ میا نور په څیر ټګانو پیرانو سره، چي دی وایی توبې مي ورباندي ایستلې، د خلکو په مخ کي مباحثې کړي دي؛ او تول تفصیل یې د سوات نامې په یوه فصل کي راوړی دی.
و مغولو وته کښل چي شیخ میا نور کړه            ما وې نور داهسي مه کړه ده منظور کړه
وې یې نور مي له مغولو نه توبه ده                   هر چي ننګ د پښتانه چار مي هغه ده
خوشحال خان خټک د مخزن الاسلام او نورو ګڼو دیني کتابونو د مولف اخوند درویزه او دغه راز د هغه د ستر رقیب پیر روښان دواړو سره مخالف وو. پیر روښان د جلال الدین اکبر په زمانه کي وفات سو خو اخوند درویزه د نورالدین جهانګیر تر زمانې پوري ژوند وکړ. خوشحال خان په هغه زمانه کي، په سوات نامه کي چي موږ یې متن د ارمغان خوشڅال څخه را نقلوو، د پښتنو عقایدو ته د اشارې په ترڅ کي وایی:

هغه وخت چي پیرروښان فساد بنیاد کړ
پښتنو ورسره ټینګ کار د فساد کړ
پښتانه په هغه دور پیر پرست وو
څوک مرید د شاه عیسی څوک د سرمست وو
د رو ښان بخره ورک زي افریدي شول
هغه خوښ په رهزني په عنیدي شول
د قاسم په بخره واړه غوریه خیل وو
ډنګر پیر وته د بنو شیتک ایل وو
قاسمي شاه عیسایی سره په جنګ وو
روښاني پیر منصوري سره دا رنګ وو
درویزه له یوه لوري را پیدا شه
په لږ علم په دا ملک کي لوی ملا شه
چي یې حال د دې عالم مشاهده کړ
خپل کتاب یې په کاغذ مسوده کړ
 د روښان خیرالبیان یې وو لیدلی
هغه هم مجهول بیان وو نا پسندلی
په هغه آوان اکبر بادشاه بادشاه وو
واړه خلق د بادشاه سره ګمراه وو
شاه عیسی ته به یې وړې د زرو بدري
و بلوټ لره ورتلې د خلقو سدري

مریدي یې په کلاه په شجره ده
که پیري مریدي دا ده مسخره ده
در ویشان مرید به وران شو په یقین کښي( د کابل د علومو د اکاډیمي چاپ د روښان مرید)
سل فتنې به یې پیدا کړلې په دین کښي
درویزه د ناکشیسینودین برپای کړو
خارجي یې یوسف زیه ځای په ځای کړو.
دا خو د پښتنو  د خرافي عقایدو او ټګانو پیرانو په باره کي د خوشحال خان سپیني خبري وې  چي یوازي د خان جرأت او قلم یې د اظهارولو توان او زړه درلود. خوشحال خان په ډیره څرګنده توګه په خپله سوات نامه کي د پیرانو، اخوند درویزه او پيرروښان، ټولو سره، خپل مخالفت اعلان کړی دی. خو د دانش خپرندويي ټولني، چي په ۲۰۰۸ کال کي د خوشحال خان خټک کلیات چاپ کړي دي، په ډیره بې احتیاطي او بې مسولیتي یې، د پښتنو د دې ستر مشر د وفات څخه څه باندي درې پیړۍ وروسته، په سوات نامه کي داسي تغیرات راوستلي دي چي د هغه په عقایدو کي یې لاس وهلی دی. ددې خبري اساسي علت، زما په عقیده دا دی، چي دانش خپرندویه ټولنه په دې عقیده وه چي پیرروښان یو مترقي او انقلابي سړی وو او د پښتنو په سیمو کي یې د مغولو پر ضد د وسله وال تحریک رهبري کوله او په مقابل کي اخوند درویزه یو محافظه کار سړی وو او د دې تر څنګ لا د مغولو نوکر هم وو او پیر روښان ته یې پیرتاریک لقب ورکړی وو.
پر دې موضوع باندي بحث کول زموږ د دې لنډ مضمون کار نه دی، خو دونه باید ووایو چي خان د دې دواړو مشرانو د عقایدو او اعمالو سره مخالف وو. موږ څرنګه ځان ته دا حق ورکړو چي د خوشحال خان د وفات څخه څه باندي درې پیړۍ وروسته د هغه په عقیده کي تغیر راولو. د دانش د خپرندویی ټولني نسخه د دې فصل لومړی بیت داسي پیل کوي.
هغه وخت چي پیر روښان فساد بنیاد کړ
پښتنو ورسره ټینګ کار د ارشاد کړ.
لومړی خو د خوشحال خان په شعر کي ناروا لاس وهنه سوې ده چي د فساد څخه یې ارشاد جوړ کړی دی؛ ورپسې دا څومره نا معقوله خبره ده چي پیرروښان د فساد کار بنیاد کړ او پښتنو د ارشاد کار ټینګ کړ. منطقي خو دا ده چي پښتانه هم له هغه سره د فساد کار ټینګ کړي. دا څرنګه کیږي چي پیر روښان د فساد خواته زور وهي او پښتانه، په داسي حال کي چي د هغه پیروي کوي، د ارشاد کار ورته ټینګوی.
دغه راز، کله چي خوشحال خان، په همدغه فصل کي، د اخوند درویزه په باره کي ږغیږي، او وایی چي:
 درویزه له یوه لوري را پیدا شه
په لږ علم په دا ملک کي لوی ملاشه
د روښان خیرالبان یې وو لیدلی
هغه هم مجهول بیان وو نا پسندلی
خو د دانش د خپرندویی ټولني په چاپ کي راغلي دي چي:
د روښان خیرالبیان یې وو لیدلی
د هغه په مضمون نه وو پوهیدلی
د دانش د خپرندويي ټولني لویه خطا او حتی ګناه هغه ده چي د پیر روښان په باره کي د خوشحال خان منفي نظر په وچ کلک زور مثبتوي او د همدې فصل اوه ویشتم بیت داسي لیکي:
د روښان مرید محکمه وو په دین کی
درویزه رخنه آغازه کړه په دین کي
د علومو د اکاډیمی په چاپ کي لولو:
د روښان مرید به وران شو په یقین کي
سل فتنې به یې پیدا کړلې په دین کي
په داسي حال کي چي خوشحال خان پیرروښان د فساد عامل او مشر بولي او د هغه خیبرالیان، چې د ټول روښاني تحریک روح دی، یو مجهول او نا پسندلی بیان بولي، څوک څرنګه دا جرأت وکړي چي د پښتنو د پلار په شعر کي، چي له نیکه مرغه ښایی  د پښتو ژبي تر ټولو کلاسیکو دیوانونو زیات چاپ سوی او خپور سوی وي، داسي ناروا لاس وهنه وکړي چي د پیر روښان هغه مریدان چي خان یې بې عقل او غولیدلي بولي دوی یې په دین کي محکم وبولي. ادبي خدمت خو په هیڅ صورت نه بلل کیږي؛ بل نوم به لوستونکي ورکوي. زما له ټولو ناشرانو او د پښتو ادب او فرهنګد دوستانو او علاقه مندانو څخه دا هیله ده چي د پښتو ژبي، فرهنګ او تاریخ سره د دوستی په نیت دغه راز دښمني ونه کړي. زه پر دې نه یم چي د دانش خپرندویی ټولني دا ستره ادبي او فرهنګي ناروا وکړه، بلکه له هغي ورځي ویره لرم چي دغه راز  ناراوو ته لاره خلاصه نه سي؛ او سبا کوم بل د نرزوی  د خوشحال خان خټک د دیوان په کوم بل ځای کي لاس وهنه ونه کړي. یو بل تن د رحمن بابا په افکارو کي د تغیر راوستلو ته ملا وتړي او یو بل تن د نیرنګ عشق سانسورپیل کړي.
لومړی مي ددې مضمون له لوستونکو څخه عاجله غوښتنه دا ده چي سمدستي د دانش د خپرندویی ټولني له خوا د خوشحال خان د خپاره سوي کلیات په ۹۳۴ او ۹۳۵ مخونو کي راغلي تحریف سوي کلمات او بیتونه هغسي اصلاح کړي چي ما درته لیکلي دي؛ او خپل ټول ملګري دي، په تیره بیا هغه کسان چي دغه کلیات لري، خبر کړي او ځوانان دي له ګمراهی څخه را وګرځوي. دوهمه غوښتنه مي دا ده چي د خدای روی وګوری د خپل فرهنګ او تاریخ سره د دوستی په نوم دغه راز دښمني مه کوی. زه د اسدالله دانش د ټولو فرهنګي خدمتونو او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو د ستایلو او قدردانی سره سره، د هغه د یوه مشر ورور او خواخوږي په حیث، د دغي ناروا له امله، له امریکا څخه یوه څپیړه ور لیږم؛ او هیله مي دا ده چي زما څپیړه منظوره کړي. که څه هم چي د خوشحال خان خټک په څیر لویانو، حتی وړو لیکوالانو او شاعرانوپه املاء او انشاء کي لاس وهنه هم بد کار دی خو د پښتنو د پلار او د پښتو ژبي د لمر له عقایدو سره داسي لوبي کول نه بخښل کیدونکي ګناه ده. هیله ده چي ګوندي بیا به تکرار نه سي.
د یوه نا پیژندل سوي توري احتمالي ترجمه:
د دانش خپرندویی ټولني د کلیات په دغه فصل کي یو بیت دی:
درویزه د ناکسینو دین برپای کړه( خدای دي وکړي چي قصداً یې تغیر کړی نه وي)
خارجي یې یوسفزیه ځای په ځای کړه.
د ارمغان خوشحال په ۱۰۳۳ مخ او د علومو د اکاډیمی د سوات نامې په ۶۷ مخ کي راغلي دي:
درویزه د ناکشیسینو دین برپای کړو
خارجي یې یوسفزیه ځای په ځای کړو
د علومو د اکاډیمی په نسخه کي یې لیکلي دي چي د ناکشیسینو کلمه په ( ار، مر) او خطي نسخو کي کټ مټ دغسي ده چي هیڅ معنی نه لري.
زما زړه ته نه لویږي چي خوشحال خان به داسي توری لیکلی وي چي هغه به هیڅ معنی نه لري. دلته به ضرور د کاتبانو څخه غلطي سوې وي او دا توری به یو څه سره اوښتی وي. زما په عقیده دا توری  Nakshastras  دی  او په    Classical Dictionary of India    کي هغو اسماني اجسامو ته ویل کیږي چي د هندو ستورو پیژندونکو  په عقیده یې د انسان د زيږیدني څخه بیا د هغه په ټول ژوند کي اغیزه درلوده. یا هغه نیمه خدایان دي چي رضا او خوښي تر لاسه کول یې د انسانانو لپاره لازم دي ځکه چي قهر یې انسان ته مرګانی ناروغي پيښولای سي. د دغو نیمه خدایانو یا ناکشستراس څخه د هندوانو ټول طبقات ویره لري او د برهمنانو د طبقې لپاره د عاید یوه ښه منبع ده. د زیږیدني، ودونو، سختیو، ناروغیو او اندیښنو په وختونو کي د دغو نیمه خدایانو مرسته غوښتله کیږي.
څرنګه چي خان د اخوند درویزه څخه ډیر زیات نفرت درلود او د هغه مخزن یې له هره پلوه غندلی دی نو لیري نه ده چي هغه به یې د هندو عقایدو په لرلو تورن کړی وي.
والله اعلم بالصواب