د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردۍ کلیمې څنګه ولیکو؟

محمدعیان«عیان» 01.01.2014 23:24

پردي وییونه(کلیمې ـ لوغاتونه)څنګه خپل کړو؟ که یوشمیربهرنئ اوعربي کلیمې زمونږ په خپل ګړدوداولیک دود(پښتوتورو)ولیکو،سم به وي که نه ؟ په دې اړه هم یوزیات شمیرلیکوال په دوجاله(دوه زړه ـ زړه نازړه)کې پراته دي . ځینې یې دپخوا په شان په عربي اونوروبهرنیو(بارنیو)بڼولیکي اویوشمیر نوریې بیا پښتوګړدود(لهجه)اولیک دود ته را اړوي .ټول سره په یوه خوله نه دي . دځینوپه فکر(پیکر)عربي کلیموته باید بدلون ورنه کړو. یعنې (یانې) چې څنګه دي هماغسې دې ولیکل شي اونوربیاداخبره نه مني . زما په ګډون ، ټول په دې اړه سرکاوته اوپه چروت کې دي چې څنګه یې ولیکو؟ وایي :«لانجمنې خبرې په خبروهواریږي(اواریږي)»او دلیک دود کړکیچ به په لیکنو، سلا مسلات (مصلحت)اودیوعلمي کمیسیون په برکت اواروو. زه هم له ډیرې مودې راهیسې په دې وسواس کې وم چې دابارنئ اوعربي کلیمې په پښتو«لهجه اولیک » ولیکوکه په خپل حال یې پریدو. که داخبره په نظرکې ونیسوچې عربي کلیمې دي باید چې په خپل حال پاتې اوچې څنګه دي هماغسې دې ولوستل شي . دبلې خوانه له دې نه هم سترګې نه شو پټولای چې یوه ژبه یواځې د لیکوالوملکیت نه دی ؛ بلکې عام ولس هم په کې ټاکونکی رول لري او په دې کې شک نه شته چې زمونږ عام خلک عربي کلیمې په خپله پښتولهجه تلفظ کوي . همدغه څو ورځني لوغاتونه لکه : معلومات ، یعنې ، معنا ، حلوا ، محضې(محض)، فکر، صفت اونورچې په«ع ـ ح ـ ض ـ ف ـ ص » لیکل کیږي ، په خپلو خبرو کې په مالومات ، یانې ، مانا ، الوا ، مازې ، پیکر، سیپت(ستاینه) تلفظ کوي . ځکه خو نن سبا زیات لیکوال نه یواځې داچې دغه یوڅو؛ بلکې یوډیرشمیرنورعربي لوغاتونه چې «ث ، ح ، ذ ، ص ، ض ، ط ،ظ ،ع ، ف ، ق»توري په کې شتون ولري ، په پښتوګړدود اولیک دود لیکي . دوی خویې لیکي اوما هم کله ناکله ترې ختا رسا، دانه مانه رااړوله ، لیکین په سوچ کې وم چې دا به یومعقول اودمنلو وړکاروي که نه چې دعربي اونوروپردیوژبو کلیمې بدلوو؟دابه اجازه وي که نه؟ زمونږ دژبې په ګټه به وي که په زیان ؟ کوم حقوقي پرابلم خوبه نه لري ؟ اوداسې نورې ډیرې پوښتنې راته مخ ته دیوال وې . تصادف ته ګوره چې یوڅوکاله مخکې(وخت رانه هیردی) ، په داسې حال کې چې زه لګیا وم ددغه ډول کلیمو لیست مې جوړاوه چې په یوه پښتوویبپاڼه کې مې«ویبپاڼه رانه هم هیره ده ،خوګومان کوم چې بینواویبپاڼه اویابه بي بي سي وه » دمحترم غروال یوه لیکنه ولوستله . لومړی خوپه دې افسوس کوم چې ولې مې ددغې لیکنې دقیق ادرس نه دی لیکلی . دغروال صیب دلیکنې لیک دودراته د کوزې خوا ښکاره شو، خوومې نه پیژندوچې کوم غروال به وي . ځکه چې په دې خوا کې هم مونږ د غروال صیب دکورنۍ ډیرلیکوال اوپوهان لرو. بل داچې ولې مې په هغه وخت کې دالیکنه نشرنه کړای شوه . دنه خپریدا لامل خویې لکه څنګه چې مې دمخکینیو لیکنوپه اړه ویلي وو،همدا دټایپ «میرات مړي»لانجه وه چې رانه پاتې شوه چې پاتې شوه. اوس مې څه ناڅه بدلون هم په کې راوستواو د یوه وړاندیزپه ډول یې دلوستونکو مخ ته ږدم . غروال صیب په دغه مقاله کې «زه یې په خپلو کلیمولیکم ، ځکه چې دهغه دلیکنې متن راسره نه شته» ویلي ووچې : انګلیسانودفرانسوي ژبې یوډیرشمیر لوغاتونه چې ددوی په ژبه کې ورګډشوي ووپه خپله انګریزۍ لهجه اوتلفظ واړول اوهماغسې یې ولیکل .هغه وییونه (کلیمې ـ لوغاتونه ـ لغات) یې دخپلې ژبې یوه نه بیلیدونکې برخه وګرځوله. ددې لیکنې په لیدوسره مې که ریشتیادرته ووایم،زړه ډیر ښه شو اودځان سره مې وویل چې داړولواجازه خویې شته . که چیرې زمونږلیکوال ، دنظر خاوندان ، ژب پوهان اوفرهنګیان په یوه پیکر(فکر)اویوه خوله دې درنې موخې ته اړم شي نوپایله به یې سمه وي اونوروته به هم دمنلووړوي . داموضوع ځکه ډیره مهمه ده چې : که دټولویازیاتوادب پوهانونظریونه وي نوهمداسې به یې هرڅوک په خپل سرلیکي ، څوک به یې مني اوڅوک نه . یوشمیردنظرخاوندان ددغو عربي اوبهرنیولغاتونودپښتو دتلفظ سره دبرابرولواویوشان کولومخالفت کوي اوځینې نوریې تاییدوي . که دې خبرې ته ځیرشوچې په یوه ټولنه کې دعواموژبه اوتلفظ (ګړدودـ لهجه)لکه دلیکنې دژبې په څیرترډیره دوام کوي اوڅومره چې دلیکنې دونیا دعوامودنړۍ سره نیژدې وي، همدومره دهغوی د پاره دپوهیدووړوي . که مالومات، مانا، یانې،مازې، الوا، سیپت اوپیکرپه همدې بڼه ولیکواوتلفظ یې کړونوعوام پې سم پوهیږي اوفکرکوم چې دلیکلوژبې ته به هم چندانې زیان ونه رسوي .که چیرته «ع،ح، ف او ص »موښه په حلقي توګه په عربي لهجه اوتلفظ له خولې راووځي نوډیرعوام به لا راپورې پټ پټ وخاندي هم . زماپه اند ښه خبره داده چې دعربي اونوروبهرنیوکلیمودلیکنې اوګړنۍ پوله یابیخي له منځه یوسو اویاداچې سره نیژدې یې کړو . یاده موضوع چې اوس اوس ډیره دپام وړده ،دیوه لیکوال په خوله او لیکنه نه هواریږي . دحل کلي لکه چې ما یې مخکې دیوې بلې موضوع په اړه یادونه کړې وه ، دیوه ګډ واکمن کمیسون په لاس کې ده.دغه ډول صلاحیت لرونکی کمیسون چې دژب پوهانو،ژب ښوونکو استازانو،فرهنګیانو،دنظرخاوندانواودعلوموداکاډمۍ دمسوول ډیپارټمینټ نه په شریکه جوړشي نوددې واک به ولري چې په دې اړه ټولوته یوه دمنلووړپریکړه وکړي اومونږټول له دې ګډودۍ نه وژغوري. دلته ما څه ناڅه(ټول نه)لوغاتونه (لغات)راټول کړي دي چې یوشمیریې ډیرزر پښتولیک دود ته راوښتلی شي. بله برخه یې لږه وروسته،خودریمه حصه یې په کرار کرارـ په تدریجي ډول پښتوکیدای شي . دا خبره به یوځل بیا تکرارکړم چې په دې باره کې پریکړه به یادکمیسون کوي . یوه ډیره ضروري یادونه مې داده چې ځينو عربي کلیموته که په پښتوکې مونږمنلی انډول ولرو بیاهم باید چې یادې کلیمې دپښتوپه لیکدوداوتلفظ وساتل شي . داکارزمونږ ژبه لا پسې غني کوي .دبیلګې په ډول به دلته یوڅولوغاتونه وګورو : ــ حصه ـــ ایسه . چې پښتوانډول یې، برخه ده . ــ صفت ـــ سیپت . (ستاینه) . ــ فکر ـــ پیکر .(اند) . ــ انفلا ق ـــ اینپیلاک . (چاودنه ) .
دلومړۍ برخې پای . پاتې لا هم شته . ¬¬¬ ********