د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علامه رشاد اودرى لسيزې پرله پسې مقاومت

پروفیسور عبدالخالق رشید 30.12.2013 21:27

رشاد کلنی لکچر :


دعلامه بابا د نهم تلین په درشل کې


بسی دورباید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر

رشاد پوهنه ،

  علامه رشاد اودرى لسيزې پرله پسې مقاومت


پروفیسورعبدالخالق رشید (پی اچ ډی)

********************
دافغانستان په معاصر ادب کې یوڅپرکي ،یوبهیر او یوه اوږده لړۍ لکه دنورې نړۍ په معاصرو ادبیاتوکې دځانګړې یادونې  وړده ، هغه چې  زموږ اونړۍ د ادب تاریخ په پاڼوکې د ټنګتیایی یا دمقاومتي ادب په نامه یاده شوې ده. کله چې موږ پر مقاومت باندې له ادبي پلوه بحث کوو ، مقاومت دهرې ټولنې دادبي او ایجادي مطالعاتو په ترڅ کې یو ثبت شوی او تحقیق شوې څپرکی دى ،په علمی لحاظ د دغه مفهوم دڅیړنې اوپیژندنې دوه جالب اړخونه باید لكه ديوې لرغونې سیكې ددوو جالبو مخوپه شان په پام كې ونيول شي  دغه دوه اړخه  تر هرڅه دمخه ددغه بحث پرسرلیک ( ادب او مقاومت )  باندې چې دوه بیل مفاهیم دي راڅرخي .  
خوموږ دادب په اړه په تمامه پوهیږو او کولای شو هغه لکه چې پوهانو تعریف او توصیف کړي موږهم هماغه شان تعریف او تشریح کړو لکه چې داکارتراوسه په نړیواله کچه دسلګونو لیکوالو له خوا دپرله پسې ادبي مطالعاتو په ترڅ کې تعریف شوی او تشریح شوی دی .  
خو دمقاومت  ( ریزستانس ) په اړه ډیرڅه نه دي لیکل شوي ، خکه چې یوشمیرپوهان دغه بهیر یوه نوې پدیده بولې او آن په دی نظردي چې دایوسیاسی حرکت دي چې لایی د ادب زړه ته د  رسیدو لپاره اوږده لاره په تیره بیا په ایجادي لحاظ  په مخ کې ده . خو زه فکرکوم چې په دغه ترڅ کې باید دا خبره هم  له پامه ونه غورځووچې دغه نومونه په ادب او ادبی بهیرکې دومره هم نوې نه ده لکه چې یاد شوي پوهان یې وایی ، په دې چې دغه بهیرله هغه وخته چې انسان ( په انفرادي او ډله ییزه توګه )  دخپلواکۍ او آزادۍ لپاره تلاش پیل کړی  په ادبي لحاظ ورسره مل  شوې او په عین حال کې یې لکه څنګه چې د خپلو موخو اومراموترلاسه کولو په برخه کې دتودې مبارزې لمنه نیولې همداسې یې دخپل دغه  ماناوي موخي ترلاسه کولو لپاره د قلم په لور هم ورمخه کړې ده. همداده چې دمقاومت اومبارزې څرګندونه په بیلابیلو قاموسونوکې  دخپلواکۍ او روا مبارزې په مانا ثبت شوې اواوس یې په ادبي لحاظ هم یوجدي اود پاملرنې وړ اړخ دځان کړی دی.  خکه نو نن سبا په لویدیز او ختیزکې زیات شمیر لیکوال اوڅیړونکې دادب ددغې څانګی په اړه لیکنې کوي او دادب تیورۍ له مخې زیاتره مقاومت ته هم دیوه ادبي ډول په توګه قایل دي او دیوه ځانګړي بحث په توګه په ختیزاو لویدیز کې کار ورته پیل شوی دي . دمانا له مخې هم مقاومت یوڅوبعدي ویی دی ، چې دبیلابیلو علومو دقاموسونو له مخې بحث اوخبرې پرې کیدای شي¸دمقاومت آره مانا د ناوړتیا او ناروا په وړاندې ضد حرکت دی ، دفزیک په علم کې هم دمقاومت مانا پر مخالف لورحرکت او فشاردی،  په طب کې هم دناورغۍ په وړاندې مقابلې ته مقاومت وایی ، په ټولنیزلحاظ هم مقاومت دیوه تحول او خپلواک بهیرپه لوردانساني هڅې لارښونه اوڅرګندونه ده . یوه امریکایی لیکواله (باربرا هارلو ) د دریمې نړۍ ادبیات د ټینګتایی یا مقاومتی ادب په نامه یادوي اودغوادبیاتوته یې همدغه نومونه کارولې ده ،نوموړې په دې اند ده چې  په معاصرژوند او ادبیاتوکې دامپریالزم اوښکیلاک دغرضواوبې عدالتۍ په وړاندې دآسیا ، افریقا او لاتینې امریکا دخلکو دمجادلې اومقابلې یوډول همدغه ادب دی.
دمقاومت یوه مانا دانسانی غمیزې په وړاندې دنړیوالو اذهانو متمرکزکول هم دي ،ځکه نوادبیات  په تیره بیا دهغو مقاومتي اړخ په دغه ترڅ کې په خپل وارسره په زړه پورې ونډه ترسره کولای شي، داځکه چې ډیرځله بیلابیل عوامل لکه زور زیاتی او ښکیلاک دخپل برلاسي ساتلو په موخه هڅه کوي چې ځان او نارواوې  دعامه اذهانو له نیغې ګوت څنډنې اومقابلې پریوه خواوساتی همداده چې یوشمیر په تیره بیا مقابل لوري (ښکیلاکي ځواک )  دغه بهیرته په سرسري نظرګوري او یاهم په رډو سترګودنه پاملرنې پرده ور باندې راغوړوي اوکله کله ځان دچا خبره دومره پرې ناګاروي چې په پای کې کیدای شي هغه دخلکو له نظره دخپل مادي زرق وبرق  په مرسته پریوه خوا کړي . لکه چې دتیرې یوې لسیزې په ترڅ کې زموږ دادب له دغې څانګې سره دبی غورې  همداسې یوه برالا جفا څه دکورنیوعمالو په لاس او څه هم دباندنیو ځواکونو د زور زیاتی او یاهم مادي خراباتوپربنسټ ترسره شوه ، چې پایله یی اوس موږ دیوه ادبی رسالت په پریکنده کړیو کې په ښکاره توګه  لیدای شو.اوداهغه چاره ده چې  له بده مرغه دتیرې یوې لسیزې په ترڅ کې په افغانستان کې زور زیاتو ځواکونو په تیره بیا امریکې  روانه کړې ده همداده چې د ظاهرۍ نعماتو په څپاوکې موږ او زموږ حساسو لیکوالو دغه بهیرچې په پښتوادب کې تاریخي جرړې لري د پردیو دشعوري بې اهمیتۍ په ترڅ کې له پام او پاملرنې لرې ساتلي دی.
 علامه رشاد دخپل ژوند تروروستۍ سلګۍ  پورې دملي ادب دغه بهیر لکه څنګه يې چې پیل کړی و لارښونه کړ څوچې دهمدغه پراخ ادبي مقاومت  افغاني سرلارې پاتې شو، دمقاومت ويي دکلیمې په رښتینی مانا دده د فکري تمایل او ایجاد پیل دی ، چې نن سبا زموږ هغه شاعر چې ددغه بهیرپه ولولو او هنګامو کې راو پړکید  ددغه ایجادي رسالت په وړاندې په دمه وتلي احساس سره چال چلندکوي.او داسې ښکاري چې ورو ورو به په ډیره آسانه توګه دظالم ځواک هرډول ناروا ته رسۍ په غاړه او لاس په نامه  نن وي که سبا سرټیټی له قلم سره ولاړوو ...

د ټینګتیايي یا مقاومتي ادب  دپالنې اوڅیړنې اړتیا  :
زموږ دمعاصرادب ددغې مهمې او ژوندۍ څانګې په اړه علمي خبره داده چې په دغه برخه کې ترهرڅه دمخه باید دیوې علمي تحقیقي څیړنې لارپرانستل شی اودغه ادبي ډول اوسرلیک باید  دیوه  دوامداره بهیر اویوه تیوریکی آرپه توګه  په اکادمیکو اوتحصیلي ټولنوکې دیوه ځانګړي مضمون اوکله هم دټولنیزتاريخ په معاصر څپركې کې ديوې څوبعدي اوپيچلي پديدې په توګه دبحث او تدریس ډګرته راووځي . ځکه چې دایواوږد بحث دی په نړۍ کې هم دنړیوالو زورګیرو په وړاندې د مقابله کونکو د اند و ژوند یوه ژور او غمیز انځور په  پراخه توګه  انعکاس په کې موندلي دی.
پرهغه مهال چې نړۍ دښکیلاک اوامپریالزم په وړاندې په آسیا او لاتینه امریکا کې دتودې مبارزې هنګامه پورته کړې وه ، پرهغه مهال چې کوریا ویشل کیده ، پرهغه مهال چې دویتنام پرونواو ځنګلو باندې امریکایی بمونه لکه ږلۍ اوریدل او وینو داوبوپه بیه ارزښت نه درلود پرهغه مهال هم مقاومت داسې یو شعوری احساس و :
 
Come and give me  your hand
Your young , fighting hand.
Now we are joined by blood and Revolution,
We can face together
This future of war and victory.
And when you love a man
And then when life comes out of your life,
We will be bom yet again ,
May times over,
Keeping our flag colourd red.
(qtd. In Murray 187)

دنړى په اكثروټولنوكې مقاومت دآزادۍ انډول مفهوم یاد شوی دى خوپه ادب کې زه فکرکوم په يوه څه بدلون سره دآزادۍ لپاره ملي او ادبي هڅه ده ، په دې مانا چې يوشميرملتونه اودهغوى خاوره ، ټولنيز برخليك اونورې انساني معنوي هڅې  د بل  زورواکي اوظالم ځواک ، هيواد اوخلكو له خوا په زور اوناحقه دهغو  تراراده لاندې راځي چې په دغه عمل سره دوى دخپلې تورې په زور ځان دنيول شوي هيواد دهرڅه وارث بولي اونه غواړي چې دغه هيواد دخپل برخليك ، خپل واك اوځواك په لورخپلواک ګام پورته کړي ، ځکه نو دیوه منظم جوړښت او تګلارې  په ترڅ کې یوشعوري حرکت دیوشمیرشعوري ځواکونو ( خلکو او رښتینو روڼ اندو ) له خوادتیرې شوي هيواد دخلكو له منځه راپورته كيږي اوخپل برخلیک په تمامه مانا ديوه پرله پسې مقاومت په بهیر كې دخپل ملت اوخپلو خلكو لپاره ونډه كوي ، دخپلو خلكودشعوري هڅوكاروان په څرګنده اوپټه توګه ددې لپاره عياروي او روزي څوله دې څخه غافل  نه شي چې دوى بايد تل دنورو ترواك اوځواك لاندې خپل ارزښتونه او ترټولو مهمه خپله آزادي له یاده وباسي .
په دغه ترڅ كې یوشمیر دمقاومت د داعیی په وسله وال ډګرکې د قربانۍ ډګرته ور وځي خو یوبل ځواک  بیا دا هرڅه يوازې په خاموشۍ سره زغمي اوخپل درد او کرکه ، خپل مقاومت او عکس العمل دالفاظو او کلیمو، دشعرونو او لیکنو په لړکې انعکاسوي اود خپلې روا کرکې انګازي ترنورو حساسواذهانو پورې دالفاظو اوکلیمو په جادو واله او تلپاتې پرده کې ترژوند یو اذهانو پورې څه په وړه کچه اوڅه په لویه کچه رسوي .
زما په فکر ددغې ډلې د رسالت  په ترڅ كې ترهرڅه مخه ديوې ملي روحيې روزل اوهڅول په مخ کې دي ، له روزلو څخه زما موخه یوازې شعوري عمل او نظردی  چې په مناسب وخت اومناسبو شرایطوکې درک او عملي شي .
ترډیرو پورې دنړۍ په يوشميرسیمو اوټولنو كې چې دښکیلاک سیوري پرې غوړیدلی و د مقاومت خبره په وسله وال تشکل اوجوړښت کې خلاصه کیده ، چې دغه تګلاره د فكري مقاومت  هغه هم په ادبي برخه کې دويم پړاو اوفرعي اړخ و ، زه دغه اړخ په اوسني عصرکې ډیرمهم او دپاملرنې وړځکه نه بولم چې زورور اوظالم ځواکونه نن سبا په خورا عصري وسلو (ان اتومي ) سمبال دي ، له دوی سره دوسله والې مبارزې خبره بې نتیجې ده ، پرته له دې چې وراني او بربادي رامنځ ته شي لکه چې زموږ ملت او هیواد یی څرګنده بیلګه دی نورڅه وړتیا نه لري ، زما ټینګار په دغه ټکي دی چې که دیوه فکري اوادبی مقاومت لپاره دیوملي حرکت په توګه  عمومي په تیره بیا ځوان اذهان تربیه او وروزل شی ، اغیز به یی تروسله وال مقاومت زیات  اوپیاوړی وي ،له بله پلوه فکري مقاومت ترهرڅه دمخه ددې لپاره لاره آوارولای شي څو خلك ، افکار اوټولنه دې ته راوكاږي چې په يوه واحد بهير(مقاومت ) كې په ټوليزه توګه برخه واخلي چې دغه حرکت کیدای شي، په سوله ییزه توګه لارښونه او په سوله ییز بري باندې پای ته ورسیږي. په پخوانيوزمانو كې  دخپلواکۍ لپاره دوسله وال مقاومت خبره په دې دپاملرنې وړوه چې يوه ملت  به خپل وار ته کتل ، کله به چې پوه شو چې په دغه برخه کې پرمقابل لوري باندې دبري پردرشل ګام ایښودای شي ، بیا به یې عملی ګام پورته کاوه او ځان به یی د روا بري (مقاومت ) سرمنزل ته دخپلې تورې په زور رساوه . خونن سبا داكار ددې پرځاى چې مثبته پايله ولري ، برعكس په منفي لوري خپل تګلوري وروباسي ، په دوو لاملونو يوداچې دنورو لپاره دلاسوهنې پراخې آسانتياوې برابريږي اودويم داچې دوسلو دكارولو په ترڅ كې انسانې تلفات رامنځ ته كيږي ، هغه څه چې تلافي يې ناشونې ده ، زه دغه ټکی په مطلقه توګه دعدم تشدد دفلسفي پربنسټ دلته وایم هغه چې زموږ په عصرکې تروسلې هم زیاته اغیزمنه اود پاملرنې وړعملي فلسفه او خوندي بریمنه تګلاره ده.  
 په ختیزه نړۍ كې زیات شمیر دمقاومت فكري اړخ ته اوس هم اهميت نه وركوي، اويوازې په دي عقیده دي  چې وسله وال مقاومت هرڅه دى ، په داسۍ حال كې چې داپه دااوسني عصركې يوه لويه تيروتنه ده، زموږ هیواد اوملت د دواړولویو نړیوالوخواوو(امریکااوشوروی )  دسيالي ډګرشو،دوى چې هرڅوك وو، اوهرڅه يې له يوه اوبل سره درلودل هغه تراوسه هم په خپل ځاى نا سپړلي پاتې شول ،دوی په افغانستان کې دخپلوغرضو په خاطر دوه ځواکونه (سره اوشنه ) دمقابلي په ډګرکې ودرول ، نژدي دوې لسیزې دوی سره ووهل ، چې وروستۍ خبره یي بیا هم د يونيم مليون افغانانوتباهي او شهادت و چې د دواړو خواووپه ړنده مقابله کې  له منځه لاړل ، كه ووايو چې ولې اودڅه لپاره؟ ، په دغه اړه دهرچانظرونه ښايي توپير ولري ، هغه څه چې دهغه لپاره اتلوالۍ وشوې ،قربانۍ وركړې شوې اوددغې پايلې په خاطر مودومره انسانان له لاسه ووتل پایله بیاهم هیڅ شوه  ، هیواد تراوسه پورې دپردیو د یرغلونواوغوبلونو ډګردی ، تراوسه هم دغه ملت مري او تراوسه هم دلته د وینو څپې له اوښکو سره یوځای دنامرادۍ په ناڅرګند لوری له دردو اوغموسره رواني دي. که شوروي ماته وکړه ، امریکا لاتراوسه هم دخلکو وینې تویوي اوددغه ملت برخلیک تراوسه هم په یوه درنه تیاره ورمخه دی ، خکه نو دخلکوداخبره سمه ده چې افغانستان تراوسه هم دخپل واک خاوند نه دي ، تراوسه هم دلته یوڅرګند مقاومت روان دی چې فکري اړخ يی اوس هم تروسله وال هغه د هرې ورځې په تیریدو سره پیاوړی کیږي. اوداهغه فکري میراث او مقاومت دی چې دشوروي ځواک له پیل سره یوځای بیا دامریکا ترفجایعوپورې موږ ته دعلامه رشاد د دملي او ژوندي میراث په توګه راپاتې دی.  

په افغانستان کې دفکري مقاومت شالید :
په ۱۳۵۸ كال دجدې په (۶) نيټه دشوروي ځواكونو يرغل پرافغانستان باندې  له هرډول نړيوالواوانساني ژمنويوڅرګندتيرى وچې دهغه په پايله كې افغانستان له يوه عمومي ماتم سره مخامخ شو.زه په دغه باره كې پر دې نه غږيږم چې چا څه وكړل ، اوڅوك څوك وو، خو دغه نيټه له دې امله زما لپاره دپاملرنې وړده اوځکه يې دلته دیوه مهم اوتورټکي په توګه یادوم اولیکم چې پر دغه تیاره نیټه دنړۍ په دغه برخه كې زموږ دخپلواک هیواد انسان  د دوو مفاهيمو(  ظالم او مظلوم ) په بڼه زموږ په مخكې ودرید ، انسانان په طبعیی توګه په دووډلوكې خپل احساسات اومطلق پلویتوب له دغو دوومفاهيموسره دحالاتو او شرایطو په پام کې نیولو سره  پتليزوي او په دغه ترڅ كې  په اړینه توګه ديوه لوري په ملاتړ کله شعوري اوکله هم غیرشعوري دریږي. داسمه ده چې انسان حق لري اوددې وړ دى چې خپل دريځ په خپله ديوه لوري په څنګ کې په ډاګه كړي ، خو په څنګ کې یې داهم  مهمه ده چې په لوري او طرف ټاکلوکې  بايد يولړانساني اواخلاقي وړتياوې هم په پام كې ونيول شي. په دې مانا چې يوڅوك به د ظالم ملا په ناحقه ورتړي او بل به له مظلوم سره له ناچارۍ اوښكې تويوې اود ظالم په وړاندې به یې ننګه کوي .
 په دې كې شك نشته چې ظا لم به دځان لپاره ډيرڅه اوډيرې آسانتیاوې په واك كې لري همدالامل دى چې هغه يې په دغه دريځ كې په ظاهرې لوړتیا سره  درولى دى ، دهغه لپاره دهغه همدااسانتیاوې دي چې يوڅوك دهغوپه زوردځان پرخوا دروي اوپرهغو باندې كله كله تورته سپين اوسپين ته دتورویلوبې ایماني هم زغملای شي . داد ظالمو انسانانو ځانګړنه ده  اوله هغې ورځي چې انسان د دغودوو مفاهيموپه پلوۍ باندې ويشل شوې په هره خوا کې  توده  روانه ده اولابه روانه وي ، دپورتنۍ نیټې له پیله را پدیخوا هرکورنۍ او باندني ظالم دخپلو ناوړو كړولپاره يولامل درلودچې دهغه په رڼاكي يې ظالم كړى اوبربادي رايې منځ ته كړې ده ، روسان دسوسيالزم په نامه راپورته شوي وو اودنړۍ پر يوه برخه يې خپله ايديالوژي (دملي آزادۍ  بښوونکو غورځنګونو په نامه ) په یوشمیرسیمو او هیوادو کې دوينو په تويولو سره پر انسانانو تپله اوځان يې دعدالت او لوړو مساوي ارزښتونو او حقوقو بيلګه باله ، امريكايانو اونورو يارانو يې دپانګې رسالت اوجادو دژوند رمزباله او لایی بولي اوپه دغه نامه يې دژورو په شاني انسانې وينې اوزوې دواړې په يوه مزه سره خوړلي او لایی هم خوري . دوى دواړوبرلاسو ځواکونو له خپلو دغو شوموكړو وړو سره خپل ځاني لاملونه هم په خورا انساني بڼه هم ويل اوهم يې هغوته انساني بڼه وركوله . او دپراخو او درنو پوځي تیاریودشونتیاوو په لرلو سره  پرې ولاړ وو. افغانستان ته یې هم لمنه را اوږده شوه اودلته یی خبره ترننه پورې په خورا بی شرمۍ او رسوايئ سره روانه ده.  
داخو يوه خبره وه ، چې نړیوالو زورګیرود خپل مادې اومعنوي ځواك په مرستې ترلاس لاندې درلوده ، راځئ دې بلې خواته چې نه يې زور درلود ، نه يې زر درلودل اونه يي هم دهغو لپاره دكارولو اسانتياوې ، له داسې چا سره چې نه دا لري اونه هغه ، بيا څوك دريږي ؟ له ښکیل شویو او مظلومانوسره ؟
دمظلوم په څنګ دريدل اوله هغه سره  په درد اوغم كې شريكيدل بې له شكه يوه داسې قربانې اوانساني هڅه ده چې په هغې سره انسان كولاى شي ، دخپل ماهيت هغه اړخ هم را برسيره كړي چې هغه انساني سرشت ته ديوې معنوي ډالۍ په ترڅ كې ورپه برخه شوى دى . ځكه نو په دغه برخه كې دريدل اوله دغه ځواك سره خپلى هڅې شريكول په انساني كراماتو اوانساني وړتياوو کې  په طبعیي توګه انساني او اخلاقي پرتم دي ، چې دهغې لپاره کارکول دهرچاله توانه هم پوره دنده او مسوولیت نه دي ، ډيرلږ انسانان داسې راغلي او تللي چې هغوى به په رښتياهم ځاني ګټې  دنوروترهغو ټيټې بللې وي ، په دې چې په دغه دريځ كې دريدل اوياددغې روحیې لپاره كاركول په خپله ژورتفكر اودرانه منطق ته هم جدي اړتيالري ، په څه مانا، په دې ماناچې دژونددفلسفې دڅرګندونې اوتشريح په برخه کې ناپوهئ په درد نه خوري اونه په دغه برخه  كې په خپله انسان دژوند په پوښتنيز بهيركې يوې دقيقي  او خوندی پايلې ته رسيږي.
همداده چې دظالم اومظلوم مقولي اومفاهيم بايد دژوند دفلسفي په رڼااودایجادي ادب له روحیې سره سم له هره پلوه په دقيقه توګه ترارزونې لاندې ونيول شي په دې چې د ژوند درندبار تل دهمدغو دوومفاهيمو خواشينوونكى برياده. په خدايي متونواولارښوونکو درسونو كې دغه مفاهيم نشته ، په دې چې هلته ترهرڅه دمخه دانسان يادونه په لوړتیا او لومړیتوب سره كيږي ، خوكله چې انسان ځان ددغو دوو ليوانو (ظالم اومظلوم ) مفاهیمومنګولو ته سپارلى ، په دغه ترڅ كې  له شکه پرته هستوونکی ځواک د زغم له پولې وزې اودهغودمخنيوي لپاره لارښونكي (كتابونه اوپيغامبران ) ګماري اودلارښوني لپاره یې رااستوي څوچې دغه درسونه اوممتازلارښونکي بشریت له هغو ستونزوچې په سرشت اوبرخلیک کې یې نشته وژغوري ،  انسان اوانسانيت ، له دغو مفاهيمو سره نه دی پیداشوی . دانسان په آربرخليك كې  له دغو ځانګړنوسره  چې ده خپله دځان لپاره جوړې كړې نا آشنادی ځکه نو که ووایو چې بابا آدم ظالم و که مظلوم ؟ هغه خدای ج  په دغو دوومفاهیموکې  له کوم یوه سره جوړاو پیداکړ؟ داهغه پوښتنه ده چې سړی يې په وړاندې له خالقه پرته بې ځوابه دی ، په دې چې انسان ، انسان دى  ، هغه دهستۍ ایجادکر دخپل هم نوع په مقابل کې له دغو ستونزو خوندي پیداکړی ځکه نوباید په انساني شان سره ژوند وكړي . انساني ژوند په رښتينې مفهوم سره دغه څه نه دى لكه چې موږ هغه پيژنواودهغه په قدرنه پوهيږو. انسان هغه څه دى چې هغه دلویې هستې ایجاد اومخلوق دی ،دكايناتوهستوونكي هغه دلويي اولوړتيا دسمبول په توګه دصوفیانو په وینا دځان دبرخې په توګه هست كړى دى ، نه دذلت او خوارۍ د بوج اخيستونكي په توګه ، داسمه ده چې دانسان له مفهوم سره دجبراواختيار پوښتنې هم طرح دي ،خو دچا په وړاندې ؟ دځان ؟ دطبعيت ، اوکه دتلپاتې هستې ؟ يوازې دريم اصل دى چې بايد سړى يې ومنې ،ددوو نوروآرونو په وړاندې دانسان ناچاري څنگځنې اولنډ مهاله ده اوكله كله خوګرد سره په نشت شميره شي.مانا داچې په دريم ټكي باندې ټينګار په دې اړين دى چې ددوونورو آرونو په وړاندې انسان خپله دخپل ځواك ، تجربې اوانساني هڅې په رڼاكې كولاى شي ، يوڅه ترسره كړي.همداده چې كيداى شي  ترډيره حده دخپلواكۍ په ترڅ كې خپله لاره وباسي اوخپل ځان ترهغه چې كيدونى وي دمقاومت په پاپندۍ کې وساتي چې دهمدغې فلسفې له مخې دمقاومت دآراواصل ټیکاو په ژوند كې هم دعملي كيدويوچانس اوکله کله زموږ په وینا د رسالت په توګه دبحث او پاملرنې وړ کیږي.  
زه چې څه دلته دمقامت په اړه وايم ، هغه مادې مقاومت نه دى ، بلكه هغه يوه معنوي رابطه ده چې دهغې له مخې بايد انسان ديوه موخي اوهدف ( هغه هم په دې شرط چې روا او حق وي ) ترپولې ځان لارښونه كړي . دمقاومت مانا زموږ په پښتوكې په روښانه توګه ټينګتياده ،چې دهغه پربنسټ يوڅوك  ځان يوازې دمعقوليت او منطق ترپولو پورې رسولی او ټینګولی شي. ټينګتيا يامقاومت بايد نه دماتې په مانا وكارول شي اونه  دبري ځكه چې مانا يې  نه ماته ده اونه هم برى ، زموږ تيروتنه په عملي ژوند كې داوه اوتراوسه هم لاداده چې دغه ويي په خپله مانا سره نه كاروواويايې هم نه شوكارولى .
كله چې په ادبياتواوهنر كې پردغه نومونه باندې خبرې كوو ، هلته ترهرڅه دمخه داروښانه ده چې ددغو وييونو(ټنګتیااومقاومت )  موقعيت اوموخه بایدله يوه اوبله سره بيل كړو، موږ په تيرو دریو لسیزوکې دغه نومونه دجګړې انډوله كارولې اويا موهم  دجګړې اووینوتویولو تعبیر ترې کړی دی ،  په داسې حال كې چې داسې نه ده اونه يي بايد په دغه لنډ پاري مفهوم سره وكارو. زموږ یوشمیرلیکوالو دمقاومت بهیرلپاره یوشمیرنومونې کارولې چې له شکه پرته جالبې وې ، دبیلګې په توګه  (وینه په قلم کې ) یا (وینه په مینه ) دغه دواړې نومونې دمقاومت ځانګړتیاوې له ځان سره لیږدوي، خو ډیرلږ شاعران بیا په عملي توګه پردې وتوانیدل چې پردغو سرلیکونو د قناعت وکړي او هغه دې دخپلوموخو او ارمانو په لټه په عملي او نظري توګه په پام کې ونیسي. په دغو دوو نومونوکې یودحیرانتیا وړرمز ، اویا په نوې مانا دجادویی ریالزم یوڅرګند اغیز ښکاري ، خوله بده مرغه چې دمقاومت او انقلاب یارانو ددغو سرلیکونو حق په خپلوایجادیاتواوهستونوسره ادا نه کړ.
 په ادب كې له شکه پرته دغه اصل بیاهم وایم چې یو معنوي رابطه ده ،معنوي رابطه په دې مانا چې له دغه مفهوم څخه باید هغه تعبير ونه كړو لکه چې جگړه مار اويايې هم خودخواه لوړتیا غوښتونكي كوي . لكه چې مخكي مواشاره وكړه ، چې ټنګتيا یوه معنوی رابطه ده چې په خپل وارخپله سپیڅلې مانا اوخپله سپیڅلې معنوي اغيزه هم لري ، خو زه فکرکوم چې  ترټولو سم تعبیر بايد له دغه اصل څخه داوي  چې په دغه سخت مهال اودغه سخته آزموینه كې څنګه كيداى شي هنراوادب دانسان اوانساني ارزښتونو په ننګه خپل غږپورته کړي اویایې دجبرپه مقابل کې ویښ او خوندي وساتي.
زماپه نظرپه تيرو دريولسيزو كې هغه اديب ددغه لويې وړدى چې هغه لورى نه درلوداوپه دغه ناسوركي يې يوازې دانسان په نامه دهغه څه پرضدغږ پورته كړى چې له هغه سره په ټولنه كې ټولنيزه ، اخلاقي ، اومادي وراني اوبربادي پرته له دې چې يوچاته ، يوه لوري اويوه ځواك ته یې کتلي وي دغندنې وړوه . دمقاومت اوټينګتيا لپاره توله اومعيار يوازې اويوازې بايد دلیکوال اوهنرمندمعنوي مسووليت وي . چاچې دتش په نامه جهاد په نامه خوارۍ كړې اویا چاچې تش په نامه انقلاب ته د زړه له سره سندرې ويلي دا هغه څه دي چې دوى د (مقاومت ) د ويي له آرې مانا څخه پر يوه خوا شوي او مقاومت یی دجګړې سره په انډوله مانا له یوې خوا منلی او له بلې خوایی كارولى او دهنر دژبی پرسریی ستایلی دى.
 آره خبره داده ،  په تيردريو لسيزوكې  چې كوم حالات پر افغاني ټولنه باندې راغلي هغه نه دليكوال نوښت و اونه هم شاعر رامنځ ته كړي وو. همداده چې ددغو ليونيوحالاتو په ترڅ كې دوى هم هيڅ ونه شواى كړاى، شاعرانو سندرې ووې خو نه قوماندان ترې جوړشو اونه هم جنرال .
  چاچې د مقاومت رښتینې لاره (معنویت )  څارله  هغوي په معنویت پوره باور درلود ، اوهغوی چې په دغه برخه کې یې یوازې ځان ښود او دځاني ګټو په فکرکې وو هغو په خپل وار په مقاومت کې نه  طبعي دریځ درلود اونه يې په دغه ترڅ کې خپله  اراده درلوده ، دوی ( تش په نامه رهبران )  لکه چې ارواښاد شهید بهاالدین مجروح یي  دمردارې دلیوانو په نامه  راپیژني نه په خپل سر کارکاوه اونه یی اراده خپله وه.
 په افغان ټينگتيایي اومقاومتي بهير كې يوه برخه اویواړخ چې په هراړخیزه توګه دیادونې وړ و ، هغه يوازې دعامو خلكو احساسات اوقرباني وه اوده  چې په وياړ سره يې هم په هيواد كې دننه اوهم له هيواده دباندې دمقاومت روح وپنځوله . روح ته په هندي او سانسکریت کې (اتما ) وایی ، ګاندي ته یی هم دخپلوځانګړنو له مخې د (مها اتما ) یا لویی اروا لقب وکاراوه . زه دلته یوازې دسترملت په روح باندې باوري یم ، دلته یوازې یو ملت  او یو ملي معنوی احساس اتل شو، نه یو څوک اویا فرد ، په دې چې افرادو چې څومره له توانه پوره شوۍ د ملت په نامه  خیانت وکړ. ځکه نو ویلای شو چې په دغه بهيركې  نه اتل و، نه اتل  راپورته شواونه هم اتل و روزل شو ، هغوی چې ځانونه یې اتلان بلل اویایی ځانونه داتلانو پردریځ باندې ودرول ، هغوی دنوروپه لاس جوړشوي ول اوترپايه يې دنوروپه اشارو اوقوماندوباندې دخپل ملت په وړاندې په خاينانه كړو وړواو په پردیو وسلو وژنو باندې لاس پورې كړ. په دغه ترڅ كې تاسې كولاى شئ په دواړو خواووكې په رڼوسترګووگورئ ، په دواړو خواووكې كسانواوڅيرو ونه شواى كولاى چې دهغوى په وړاندې چې دوى يې تمويلول اوتبليغول ديوه خپلواك ږغ اودريځ په غوره كولوسره يوكوچنى ملي خوځون وښيئ . همداده چې په دغه ترڅ كې له بده مرغه ملي كركترنه خپله وروزل شو اونه هم نورو دومره وخت وركړ چې ددغه ملت مخې ته باید دسپراوډال په توګه ودریږي.
په عین حال کې د مقاومت په اړه داخبره هم شته لکه چې دمخه مو یادونه وکړه چې دلته یو ملت قرباني شو،  تاسو وګورۍ یوشمیرپوهان وایي چې دمقاومت ادب مفهوم له هغه مهاله په ادبیاتو کې دپاملرنې وړ شو چې کله دفلسطین دمبارز ملت قرباني داسرایلي صیهونیزم په وړاندې مطرح شوه ، ددغې اتلولۍ انعکاس په نړیوالو ادبیاتوکې دټینګتیایی بهیرپراختیایی اوج شو چې تر نن پورې په خپله لوړتیا سره خپل ځآی په نړیوال ډګر کې لري .
په دغه لیکنه کې هم  هدف اوموخه  يوازې په يوه لورې ( جهاد یا انقلاب ) کې نه خلاصه کیږي ، بلكه دغه آراواصل هغه څه دى  چې په دواړو خواووكې ديوه ملت دارادت ، ايمان ، ژمنې اوسرښندنې استازيتوب كوي . اوهغه تلپاتې هيله اووياړزموږ په وړاندې ږدي چې له مادي شته والي څخه انسان نيغ اومخامخ په يوه معنوي ابديت باندې (هلته او دلته )  سپاري چې دغه خبره زموږ دملت دډله ييزې ارادې څرګندونه ده.چې باید په همدغه نامه اومفهوم سره یاده او په درنښت سره وپالل شي .
 موږ باید دغه اصل اودغه څپرکې په علمي اوادبي لحاظ د یوې ملی حماسې اودافغان ملت دژوندۍ اسطورې په  توګه په درنښت سره یاد کړو څودهغې له مخې دغه ملت  پیړۍ پیړۍ نورهم لکه دفردوسي او خوشال دحماسو دټنګتیایی اومقاومتي روح په ولولواوهنګاموکې  ژوندي پاتې اوژوندي وستایل شي .

نن راته هره بیدیا ،
نن را ته هره غزیدلې دره ،
هم راته شنه، هم راته سره ښکاري
شاید زموږه دسروینوبدل ،
شاید زموږ دعقیدې ستوری ،
شاید ځلیږي را ته خپلې هیلې ،
چې راته هرقدم کې ،
دشک په سوو اوشګلنودښتو
دسروغاټولو ډیوې
په بلیدو ښکاري ...
(دسحر په غیږ کې ۳۷ مخ )


علامه رشاد د مقاومت اوادب پرپیچومي :

د مجنون ژوندون به څه وي چي ليلا مري
څه په كار دى تش كالبد چي زړه د چا مري
زړه ډېوه ده دا د خټو په قالب كي
خداى ومه كړي چي به دا ډېوه د چا مري
چي مرغه ولاړ سي قفس د ماتیدو دى
كه به زړه مري تش كوګل دي لا پخوا مري
هيڅ ممكن نه دى پايښت د هغه پږي
زړه چي مري كالبد مجبور دى خامخا مري
حريت د هر ملت د بدن زړه دى
كه دا نه وي هم ملت مري هم بقا مري
چي د بل د اسارت په لومه اړ سي
په هغو زړو كي غيرت، خودي، غنا مري
بیاهم وایم چې زموږ په ټولنه او زموږ په عام تعبیرکې مقاومت يوه له هغو خبروڅخه شوې چې هرڅوك غواړي له هغې څخه یا د انقلاب اویا هم جهاد (مراد مې ددغودواړورښتینو مفاهيمومسخ شوې بڼه ده چې   دافراط اونادانۍ منګولوته ولويدل )  تعبیروکړي ، هغه څه چې  نن سبا تش په نامه اصلي عاملين (هم جهادیان اوهم انقلابیان )  له هغولاس په سرشول اوپه خپلو هغو پخوانيوكړو وړو اوس دخپلو ناوړو اوشرمناکو کړو او ژمنو له امله شرميږي اوياداچې په يوه عادي څرخ يې  (۱۸۰ ) درجې ځان اوڅيره بدل كړل. داكار ښه شو، په دې چې رښتيا پر درواغو برلاسې شوه څيرې اورنګونه ټول اوس په ډيره ساده توګه دتاریخ پرمخ را بربنډ شول. اواوس هماغه نامتو خبره شوه چې : ( څوک په کې خانان شول دچا لاړې ... په کې  ... )
 دهمدغې رښتياینې په ترڅ کې باید په دې هم باوري یو چې دادب كتنه اوارزونه اوپه ډاګه كونه له سياست  هغه سره په تمامه توپيرلري ځکه چې په علمي لحاظ  په ادب کې هرڅه ديوه بشپړ معنويت په رڼاكې دبحث وړكيږي. په څه مانا؟
که خبره په سیاست راڅرخووموږ نه پوهیږو چې په چا پسې وګورو ، له چا پوښتنه وکړو چې آیا هغه څه چې په دغه هیواد کې ترسره شول سم وو اوکه ناسم ؟  په اقتصاد پوهنه کې هرفعالیت ته کار نه وایي ، بلکه وايي کار یوازې هدفمند فعالیت ته ویل کیږي ، په مقاومت ادب کې دوه پړاوه مهم دي ، یو آزادي اوبل دآزادۍ لپاره مبارزه ، زموږ په ټولنه کې ددغه ادب یوازې دایو اړخ تریوه حده تحقق وموند ، خو دادویم هغه (خپلواکي ) ورکه شوه ، تراوسه پورې دغه ملت سرګردانه ورپسې ګرځي ، دآزادۍ لپاره مبارزه د مقاومت دتیورۍ له مخې په دي ماناده چې دیوې اوږدې تیارې په پایله کې دیوې رڼا دڅرک په لور د قربانیو کاروان خپل سرمنزل ته ورسیږي ، خو داچې دابه کله وي ،  په دغه اړه یوه اوږده پوښتنه زموږ او زموږ په شان خلکو په وړاندې له پخوا څخه مطرح ده ، دفلسطیني ملت دمقاومت ادب همداسې یو خوځنده بهیردي چې تراوسه هم روان دی ، تراوسه لا غزه په ماتم کې ډوبه او دجابروامریکایی لاسپوڅوصیهونستي ځواکونو له خوا په دوامداره محاصره کې ساه باسي ، تراوسه هلته دآزادي پرورشو باندې دوینوګلان غوړیږي ،تراوسه هلته دوه نسله په مبارزه اومهاجرت ورواښتل چې لا هم دآزادۍ په درشل کې مخ په وړاندې روان دی . څه کم دری کاله دمخه مې د  تبت له نامتو روحاني مشر(دلایلاما ) سره په نوي ډیلي کتنه درلوده ، داکتنه په داسې حال کې وه چې دی نوی له امریکا راغلی و،  هلته چې داوباما په بلنه تللی و او چین  پرهمدغو ورځوکې پرپسې انتقادونه دده د تګ له امله پرامریکا کول ،  ده پراوباما افغانستان ته د اضافي ځواکونو داستولو په اړه ګوت نیوی کړی و، غوښتل یی چې دغه خبره دافغانانو ترغوږ ه ورسوي ، زما یوه  بودیست ملګري زما نوم ورکړی و، ماته یې  دلیدو لپاره خپله غوښتنه را واستوله ، ما هم پرته له هرډول نه اونوویلو ومنله او له هغه کس سره چې پرما پسې را استول شوي ویوځای په اوسنی سوت ایکس (  دنوي ډیلی مرکزي برخه ) کې وکتل ، موږ اوږدې خبرې  وکړې ، ده راته وویل چې : « ما اوباما ته دامریکا دوې تیروتنې ورپه ګوته کړې ، یوه افغانستان ته د پوځونه استول ، که څه هم داکار بوش کړي و خو ما ورته وویل چې تا هم اوس دیرش زره اضافی ځواکونه نورافغانستان ته اعلان او  ور روان کړل ، تاسو به له دغه هیواده څنګه وخئ  دامو لویه تیروتنه وه .  دویمه لویه خطا مو دغزې دمحاصرې غم نه خوړل دی ، چې تاسو هم داسرایلو ددغه انسانی جنایت مخه نه نیسې او تراوسه هم دنندارچې په سترګو ورته ګورۍ ... » د دالایلاما ټول تاکید پردغه ټکي و چې افغانستان اوس هم دښکیلاک دور تیروي او امریکا په دغه برخه کې په لوی لاس ځان ښکیل اودغه ملت یې له بدبختیو سره مخامخ کړی دی . دده په نظر دوی له روسانو زده کړه ونه کړه اوله دغه ملت سره يي په ناحقه ځان اوپوځونه لاس اوګریوان کړل .
له دغې خبرې مې موخه داده چې دټینګتیایي ادب دتیورۍ له مخې هم موږ باید په دغه ټکي باندې باور ولرو چې دمقاومتي ادب اصول اوموازین باید ددغه ادب په برخه کې په تمامه مانا په علمی لحاظ په پام کې ونیول شي  . اوداهغه اصل دی چې علامه رشاد په خپل وخت اوخپله مبارزه کې دخپل ژوند  ترپایه په عمل اونظر کې په پام کې ونیو . دی زموږ دمقاومت ادب په برخه کې یو بیلګه ییز مشال اومثال دی چې پوره دری لسیزې یۍ په دغه برخه کې خپله تاریخی او ادبي دنده او رسالت له یاده ونه ایستل . علامه رشاد دمقاومت پرلور له هغه مهاله ورمخه کړه چې دی دوخت حکومت په جبرې توګه ( ۱۳۵۷-۵۸) تقاعد ته برابرکړ، له پوهنتون څخه يې چې دده په کچه استاد نه درلود، ځواب ورکړ او پرکوريی کیناوه ، اویونسل دده دپوهې له تجربو بي برخې شو، په سیاسي او تاریخي لحاظ دا هغه پړاو دي چې تردغه وخته چا په ښکاراو پټه د نظام په وړاندې دمخالفت غږ نه شوپورته کولای دپردیوځواکونو مداخله تراوسه نه وه شوې اوهرڅه په خپله دیوه مطلق  خو کورنۍ نظام په ولکه کې وو.  
 علامه رشاد لومړني څوک و چې په دغه تاوده بهیرکې آرام پاتې نه شو ، هغه دمبارزې یوې پیاوړې آزموینې ته په خپل سبک اوخپل ملي ډول سره د  وخت دنازکیو په پام کې نیولو سره دوام ورکړ ، هغه کله هم  دمادي مقام په خاطر چا ته شکایت ونه کړ او نه یې له چا دشاباسي او امتیاز تمه په راوروسته کې  درلوده اوهغه دغني کشمیري بیت دده په اړه صادق و چې :    

کاسه خود پرمکن ازخوان احسان کسي       داغ از احسان خورشید است بر دل ما را

علامه رشاد نه انقلابی و اونه هم جهادي ، هغه یو افغان ملي ګرا شاعراو عالم و چې په هیواد کې یې له هرې ډلې په زرګونو فکري پلویان درلودل، اوداهغه ویاړ و چې په مقاومت اواستوګن  دواړوادبي بهیرونوکې یې دخپل ملي کرکتراوملي پلویتوپ په زورپه خپل وخت کې دځان کړی و. هغه کوم لښکر نه درلود ، هغه له چا دوینوتویولو په موخه یوه روپۍ هم  ترلاسه نه کړه او نه یی دغه لوبه دانسان اوټولنې په خیربلله ، هغه نه چا ته دجهادي سنګرپه لور داستولو قومانده ورکوله اونه هم دانقلاب دساتلو دپاسوالۍ په لور ، دهردولت پرملي ضد دریځ باندې یې تل ګوتنیوی کاوه ، دهغو پرضد یي شعرونه ویل او دهغو پرضد یی دخپلو فکري پلویانو اذهان را ویښول ، پرهغه مهال چې  یوشمیر تش پامه مجاهدین !  پرکابل راننوتل او په کابل کې یې چوراوتالان  را پیل کړ،زه یي له یوشمیرروڼ اندو سره دمجاهدینویوه مشرته له خپل پیغام  سره ور واستولم چې په هغه کې یې کښلی وو : « که کابل ته  ستا راتګ هم په دغه شان وې چې باید کابل لکه دسقاویانو غوندې چور کړئ ، تردې به دا ښه وي چې ځانو ته دآزادۍ پتنګان ونه وایاست ...او دابه غوره وي چې نه پرکابل راننوځي او نه یرغل پرې وکړې ... » دعلامه رشاد موخه په دغه ترڅ کې داوه چې نورباید جنګ پای ته ورسیږي ، دپردیو لپاره باید نوره پرافغانستان باندې د برلاسي  پلمه او بهانه له منځه لاړه شي ، خو چا ددغه لوی مصلح دغه سوله ییز فکري تمایل ته ونه کتل او کابل پوره شپږکاله د مرګونو جګړو ډګر وګرزید چې په زرګونه اوسیدنکې یي ووژل شول اوپه ملیونو نور په ګاونډیوهیوادوکې دهیواد په ارمان ترننه له بیلا بیلو بدمرغیو سره لاس اوګریوان دي.
ما له یو شمیریارانو داخبره هم واوریده چې که علامه رشاد او علامه حبیبی دجهاد سنګر ته ور وتلي وای کیدای شو چې دوی به دغه حرکت دافراط د توپان له څپو ژغورلی وای ، خو دوی بیا په دې نه پوهیږي هغه روڼ اندي چې  له ملي ایدیالونو سره له هیواده ووتل  اود افراط اوښکیلاک دوی چم ګاونډ ته  ور ورسیدل ، هلته یې ځانونه  دخپلواکې ارادې پرځای په  پردۍ پاله اراده باندې نه معامله کول له څه ډول برخلیک سره مخامخ شول ؟  پژواک څه وکړل ؟ د مجروح برخلیک څه شو ؟ ارواښاد غمخور یو مهال ویلي  وو :

... یويې خوري  بل ورته ګوري  
هغه خاندي دغه ژاړي
یوه عجیبه ډرامه ده ،
دهجرت دنندارو
نه واکمن او واکداري شته
نه واحده رهبري شته
زعامت دی دټوپکو ،
نیابت دي د پیسو
څوک یې سرته غلي ناست دی
څوک یې مال وهي په بډه
دغازیانو دي خدای مل شي
داسلام د ننګیالو ...
دعلامه رشاد لپاره هم ترټولو مهمه خبره  او لویه پوښتنه همداوه ، دهغه لپاره له هیواده وتل  څه ګرانه خبره نه وه ، خو هغه په دې پوهیده چې له وطنه دباندې دده دملت د وینوپه قربانیو څه معاملي روانې دي. دی پوهیده چې مقاومت په دي پورې اړه نه لري چې ځان دنورو په تورو اوټوپکو باندې اتل اوقهرمان وښيې ، دده لپاره مقاومت او اتلوالي یوفکري غورځنګ و چې دنده یي دملت ویښول وو، هغه یومهال داخبره دنظام واکمنانوته کړې وه چې « زما لپاره ستاسې داټول حکومت چې دالوی شوروي مو ترشا ولاړدی  زما دکتابتون دیوه عادي کتاب په اندازه ارزښت نه لري » . خو داباید ووایو چې دعلامه رشاد درسونه نه ګوندي وو او نه هم زیرزمیني ، دده پرکور باندې نه پیرې ولاړې وې اونه هم داستخباراتو څارنو دده هوډ ته بدلون ورکړ .
  دا څوکاله چې زه پر معاصروادبیاتو اوکره کتنه باندې یوڅه خواره واره لیکم  اویا مې یوڅه د ټنګتیایی ادب په باره کې لیکلي او ویلي دي ،په دغه تړاویو ځل بیاهم په ډاګه غواړم داخبره  وکړم چې علامه رشاد دافغانی ټینګتیايی ( مقاومت ) ادب سرلارې دی او دی لومړي څوک و چې په دغه برخه کې یې د روا حق ، خپلواکې او بشري حقونو د دفاع برخه کې خپل غږ پورته کړ او په دغه برخه کې په شعوري توګه ترټولومخکښ او په رښتینې توګه دافغاني مقاومت  لومړني معنوي لارښود شو . زما اوهغوی لپاره چې د مقاومت ادب په نومونه اودهغې په څوبعدي والي باندې پوهیږي ، موږ هغه لیکوال او شاعر ته  د مقاومت ادب شاعراو لیکوال ویلای شو چې هغه دغه بهیر په رښتیا هم دواقعي بري اویا ورنږدې پولې پورې لارښونه کړي ، ما مخکې هم وویل چې په ټینګتیایی ادب کې ترټولومهم اودپاملرنې وړ پړاوونه  یوه آزادي اوبله دهغې په لاره کې مبارزه ده، چې کیدای شي دغه دواړه دمقاومت په ترڅ کې یو هدف او بل تګلاره وبولو . زموږ  په مقاومتي او انقلابي دواړو لوریو کې لیکوالو تردغو دواړو خپلې هلې ځلې په . خوراتندۍ سره هنګامه کړې وې ، دوی هریوه په خپل خپل دورکې دومره تودې سندرې وویلې لکه په لویدیزو ادبیاتو کې چې یومهال لیکوالواوهنرمندانو ، روڼ اندو او پرمختګ پلوو دسرمایدارې په اړه  ویلې او فکريی کاوه چې سرمایداری لنګه غواده چې کله بریمنه کیږي ، دنیا به جنت وي او دوی به دجنت حوری او غلمان اویا دهغو یاران او یاوران ... زموږ په دغودوو ادبي بهیرونوکې هم خبره همداسې شوه دواړو خوا ځانونه په سوسیالستی او امپریالستي طرز تفکرسره خپلو خپلو خیالي جنتوته رسولي وو، خو چې کله په آره خبره پوه شول ، بیا نو وخت له وخته تیرشوی و، اوپه داسې څه واوښتل چې تراوسه (۱۳۹۲) پورې نه پوهیږي چې دچا لپاره  یی فریاد کاوه ، دکومې آزادۍ لپاره یې دمبارزې غږ اوچت کړی واوولې يې هغه توپاني تودوخه په ناڅاپي توګه په چیچلي سړه څله باندې بدله شوه ؟  
خوعلامه رشاد څه وکړل ؟  دهغه تودې سندرې دهغو له پیله بیا ترپایه په یوه تال او ترنګ کې پاتې شوې ، هغه دکلیمې په رښتیني مانا دمقاومت جوهراوسټه په عملي او نظري توګه زموږ دیوه نسل په وړاندې تشریح او عملي کړه چې دآثارولړۍ یې زموږپه مخکې ده چې په هردم اوقدم او هرانځور کې موږته دیوه رښتینی فکري مقاومت په اړه په زړه پورې معلومات او لارښونه کولای شي ،  چې زه یې دم ګړۍ  ددغه کلنې لکچرپه ترڅ کې یوازې په نومونواوموضوعاتو باندې دلته بسنه کوم .  
استاد رشاد دفکري مقاومت  دانعکاس تیوري په دریو پړاوونو او دریو اثرونو کې ډیره ښه خلاصه کړه ، زموږ لوستونکي او دمقاومتي ادب زده کونکي  په دی پوهیږي چې داستاد لومړني شعري اثر ( ملحد شاهي دی ، په دغه اثرکې موږ دشوروي نظام اودهغو د یرغل په اړه ددغه نامتولیکوال  نظر په ډیره ښه توګه لوستای او ارزولای شو.  ملحد شاهي په تمامه مانا دده دفکري تمایل هغه مخالف ټکی و چې نه یی دده له کرکتر سره جوړښت درلود اونه هم دده له ملي تمایل سره ، داسمه ده چې یوشمیر په ملحدشاهی دوره باندې دعقیدوي تنګسیاوو تور لګولی شي .خو موږ چې تراوسه دهغه مهال ژوندي شاهدان یو، ویلای شو چې پرهغه مهال زموږ په ټولنه کې دعقیدې په وړاندې څرګند بندیزنه و لګیدلې اونه هم څوک په دغه دوره کې  داوس غوندې بې غوري او بې تفاوتي په هغه دوره کې په ګوته کولای شی. په ملحد شاهي دوره کې ټولنه دنن په انډول  ډیره اسلامي او مذهبی اومذهبي ارزښتنونو ته  دارزښت ورکولواو درناوي دوره وه ، هسې چې هندوان پر مغلي واکمن اورنګ زیب باندې تورلګوي چې دنورو مذهبوپرپیروانو یې جزیی اوبندیزونه لګولي وو ، خو دومره هندي مندرونه او له مندروو سره مرستې چې دده په زمانه کې دهغو دخوندي ساتنې په برخه کې  شوې دي دبل مغلي پاچا په دوره کې کله هم نه دي شوې ، دومره احتیاط چې په ملحد شاهي دوره کې له مذهبي ارزښتونو سره کیده ،هغومره احتیاط په هیڅ وخت کې نه شو لیدای ، څومره چې نن زموږ عقیده د افراط ، تعرض او تنفر منګولو ته لویدلي بې شکه چې په هغه مرحله کې نه وه، دعلامه رشاد فکري تمایل هم موږ پرهمدغه پراخه تګلاره باندې بې خطره لارښونه کوي ، دهغه لپاره په دغه پړاو کې ترټولو لویه غمیزه پر هیواد د یوه بهرني ځواک تیري او دهغه هیواد دعصري پوځونو اووسلوشته والي و . دعلامه رشاد ملحد شاهی اثرپرهمدغه کرښه باندې روان دی او همدغه کرښه په یوې ملي روحیی سره دعصر ژوندیو اذهانوته داکه په ملحد شاهي پورې تړلي وو اویانه وو په ملي احساس سره  ور انطباع کوي.
دویم اثرپرهمدغه کرښه باندې تنظیم شاهي یا ملا شاهي دی، هغه دوره چې د ملت دیوې پراخې برخې لپاره داهم لکه ملحد شاهي دیوه تورتم الهام وه، دغه دوره  دعلامه رشاد لپاره هم دزغم وړ پدیده نه وه ، په دغه ترڅ کې دکابل ورانۍ ، پرښځواوماشومانو باندې جنسي تیرې ، قومي او ژبني توپیرونه ، د هیواد دهویت په تمامه مانا له لاسه وتل ، دیوې واحدې پلازمینی نشته والی ، دملي وحدت لپاره دهرډول شونتیاوو له منځه وړل ، داټول هغه څه وو چې موږ یې په ملاشاهۍ نومي منظوم اثرکې لوستلای او لیدای شو، په دغه اثرکې موږ دمقاومت پرکرښه باندې دیوه شاعراویوه حساس انسان فکرتمایل پرهم هغه تول او تال سره لیدای او اوریدای شو لکه چې تردغه دوره دمخه تمایل دده په شعرونوکې له ټولوهنري ځانګړتیاووسره خپل ځای دځان کړی دی .  
دریم پړاو(طالب شاهي )  بیا هم دعلامه رشاد لپاره یوبل له درد اوله تحمل نه وتلي پړاو او چاپیریال دی، هغه چې ملت اوخلکو دملاشاهي دغیرانساني کړنو، شوونستی  او تجزیوې ایدیاوو پرضد دیوه ښه فال په توګه په ذهن او ضمیرکې نیولی و ،علامه رشاد دغه پړا دخپل دغه اثر په ترڅ کې زموږ په وړاندې په رښتیاینې سره تشریح کړ. هغه هم دغه پړاو ته په پیل کې  ملت او خلکو دریځه کتل اوفکریی کاوه چې کیدای شي  افراطي  تیروتنې  اوبې پرواییۍ یې ورو ورو د زمان په تیریدو سره سمې او له منځه لاړې شي ، خو وروسته یې په هراړخیزه توګه درک کړه چې ددغه ځواک یوه مهمه برخه ملي ځواک نه دی بلکې واګې یې دنورو په لاس کې دي علامه رشاد په طالب شاهي کې همدغه دریځ ددغه اثرپه ترڅ کې پرته له دې چې ځان پرې ناګارکړي ، ترکلک علمي او اخلاقی انتقاد لاندې په ډاګه کړ.چې موږ یې دڅرګندوانتقادونو عکس العمل په خپل وخت کې په دغه جمله کې : « چې زه ویښ زلمی وم اوویښ زلمی به یم» په ډاګه کړ.
څلورم پړاو شداد شاهي ده ، داهغه بدرنګه پړاو دی چې دعلامه رشاد په دغه اثرکې یې څیره ترپورتنیو دری واړو توره او بدرنګه ده ، علامه رشاد  دغه پړاو ترپورته دریوهغوزیات په خپل ټول وحشت سره دیوې انسانی او بشری غمیزې په توګه ترسیم او تصویرکړ ، ددغه اثر په ترڅ کې موږ دتش په نامه امریکایی دموکراسۍ پرټولو غیرانساني کړنو په تیره هغه چې په افغانستان او عراق کې یې دلکونو خونړیو پوځونو په استولو سره پلې کړې شاهدان یو اوددموکراسۍ ددغه امریکایی کاریکاتور څیره یي دیوه رسالت من او ملت ته ژمن لیکوال او پوهاند په توګه لکه چې ارواښاد سخاروف افغانستان ته دشوروي پوځیانو داستولو پرمهال پرشوروي واکمنۍ باندې انتقادوکړ او ویي غندله ،علامه رشاد هم  داکار دامریکایی پوځیانو په وړاندې لکه دشورویانوهغو په وړاندې په شهامت سره ترسره کړ اوهغه ناوړتیاوې چې دغو پوځیانو پرافغانانو باندې  وزغملي او خپله هم تر دری زره زیات په کې مړه اومات شول دنړیوالو په وړاندې د امریکایی ظلم د څرګند تیري غضب وباله او درښتنې ټینګتایی بهیردشاعر درسالت  دیوې برخې په توګه  یې دبشریت په وړاندې یوبشري ناورین وباله . علامه رشاد، دامریکا څو بعدي تیرې لکه ړندې بمبارۍ ، دبشری حقوقونه درناوی ، ټولنیز او اخلاقی نورمونه ترپښو لاندې کول ، دغلو او داړماروځواکونو ملاتړ، پرښځواوماشومانو باندې د درنو وسلو په مرسته نا پایه تیرې اوپه زرګونو نورغمونه  دخپل دغه اثر په ترڅ کې زموږ اونړیوالوپه وړاندې یویو تشریح کړ ، په دغه اثرکې دعلامه رشاد خبره په ډاګه په هرذهن او ضمیرکې داسې انګازې کوي :
عام قتلونه دي جاري شداد شاهي ده
افغانان کړول کیږي تباهي ده

دادب ددغې څانګې کره کتونکې ټول په دې سره یوه خوله دي چې دټینګتیایی (مقاومت) ادب ډیره برخه دلویدیزدښکیلاک دبدمرغیو او غیرانسانی کړو په وړاندې داوږدې مبارزې یوه برخه ده ، دمقاومت ادب لیکواله باربرا هارلو دغه بهیر:
“Strggle over the cultural/historical record.”
بولي ،
 همداسې دعلامه رشاد ټول ټینګاردخپلې مبارزې له مخې څه په شداد شاهی او څه هم دمقاومت په نورو پړاوونو کې دښکیلاک په وړاندې په مقابله او دومداره مبارزه باندې دي . رشاد له خپل فکري مقاومت سره له هغه ملته دملاتړ ډګرته راووت ، هغه چې بی ګناه  ووژل شو او لاهم وژل کیږي ،وځورول شو او لاهم ځورول کیږی چې  دځورولو دغه اوږده لیکه یی له کابله تر ګوانتانامې پورې دم ګړۍ رسیدلې ده ، هغه چې دیوه نامعلوم جرم په نامه کلونه کلونه په هماغه شان لکه چې انګریزي ښکیلاک په ختیزکې آزادي غوښتونکې اندیما ن جزایرو(تورو اوبو )  ته چې یوې خواته یې هم د وتو لاره نه وه استول اواوس امریکایان دهم هغې تګلارې په تکل آزادي غوښتونکي په یو ویشتمه پیړۍ کې دمرګ ترپولې پورې  په مرګوني حالت کې ساتي اوځوروي.
علامه رشاد او دهغه دفکري مقاومت پلویان په دې پوه شول چې ،  هغوي (مراد رهبران ) ته چې دووملیونو قرباني ورکړه ، او دوی دهغو پروینوباندې ځانونه دظاهري شتو اوشوکتو خاوندان کړل  نن یې هغه هرڅه هیرکړي او دپیړۍ انسان وژونکو ته يې دخپل برخلیک سپارلو په خاطر د زاریو او ننواتي لاره نیولې ده اوپرکرزي ګرمه وراچوي او چغي پروهي چې زر ترزره باید امریکا او دهغې خونړیویارانو ته ددې وطن دسپارلو پرقواله باندې یوه بله تاریخی او له شرمه ډکه امضا وکړي ...
خو موږ باید په دې پوه شو چې داخبره دعلامه رشاد او د ملیونو شهیدانو ( هغوی چې د مقاومت شمعی يې پروینو باندې تراوسه هم بلې دي ) د قربانیو او فکري ټنګتیا خلاف خبره ده ... اوکرزی باید دملت او تاریخ ومني نه د غلواوجاسوسانو چې دهرې ورځې په ترڅ کې څیرې اورنګونه بدلوي... اودمقاومت ناوې د نړۍ دجابراوظالم ځواک تورو منګولو ته بی لامله ورډالۍ کوي .
کرزي باید دکونړۍ عایشې  ( هغه نجلۍ ، چې کورنۍ ، څیره اومخ یې امریکایی بمونه ترې وړي دي اوړنده کڼه ګوډه  اوماته ماته د روغتون پربسترباندې لویدلې ) ننګه وکړي او زموږ دتاریخی او ادبي مقاومت پرآسمان باندې  باید دعلامه رشاد پرپله ګام کیږدي اوهغه څه چې  د قرباني شوې کونړۍ عایشې پرپته وایی  پرهغو باندې باید لکه چنار دنګ  اوسرلوړی ودریږي ،که دی دا کارترسره او د تاریخ دغې بي ځوابه پوښتنې ته دغه اوسنی ځواب ورکړي  په دې کې شک نشته چې دغه ملت به پرده پسې هم  لکه چي پرمیرویس او احمدشاه پسې  ولاړ روانیږي . له نن څخه لس کاله دمخه علامه رشاد هم له کرزي څخه دهمداسې یوه دریخ هیله درلوده ، خو له بده مرغه چې پرهغه مهال دهغه لوی عالم دغه خبره ده وانه وریده او یاهم چاپلوسو  او له افغان طبعیته پردیو یارانو ترده پورې په امانتدارۍ سره  ونه رسوله . خو علامه رشاد نن هم پرده اوهغوی چې نه غواړي دخپل ملت په وړاندې سرټیټی او درواغجن شي غږکوي چې :    
حريت د هر ملت د بدن زړه دى
كه دا نه وي هم ملت مري هم بقا مري


--------------------------------------------------
په دغه لیکنه کې له دغو ماخذونو ګټه اخیستل شوې ده
۱ : علامه رشاد ، ملحد شاهي ، ملاشاهي ، طالب شاهي او شداد شاهي .
۲: رشید ، دپښتواستوګن اونااستوګن ادبیات ،
۳ عارف خزان ، دسحرپه غیږکې ،
۴: دعبدالله غمخور ، شعرونه ،
 ۵: دبهاوالدین مجروح ، ځان ځاني ښامار اونورشعرونه ،
۶ : درفیع صاحب شعرونه لکه ږلۍ اوګولۍ او نور
۷ : د پژواک دمقاومت دشپو ورځو شعرونه ،
8 :BARBARA, HARlOW Resistance Literature





نوی ډیلی ،
 د دوه زره دیارلسم کال
د دسامبر دولسمه