په مدينه منوره کې داسلامي نړيوال پوهنتون د بورس حاصلولو لپاره اړين شرطونه
29.12.2013 10:13په مدينه منوره کې اسلامي نړيوال پوهنتون ته د قبلېدلو چانس له لاسه مه ورکوئ
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه.
همدا اوس د مدينې منورې د اسلامي نړيوال پوهنتون )الجامعة الاسلامية بالمدينة المنورة( د بورس حاصلولو لپاره خپل اسناد او اړوند کاغذونه بشپړ کړئ، اوپه لانديني ادرس يې واستوئ:
:http://admission.iu.edu.sa/WelcomePortal.aspx
اسلامي نړيوال پوهنتون ته د قبليدلو شرطونه په لاندې ډول دي:
تاسې بايد لاندې ياد شوي اسناد له ځان سره ولرئ:
۱- د دولسم صنف څخه د فراغت سند. )ثانويه(.
)د ژباړن اضافه: په پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د حکومتي ليسو او مدرسو شهادتنامې اعتبار لري، البته کومې چې خصوصي دي، نو په هغو کې د هغو مدرسو او ليسو شهادتنامې اعتبار لري، چې د سعودي له دولسم سره معادله شوي دی(.
۲- د ثانويې مرحلې کشف الدرجات، يا د نمرو سند. )لسم، يوولسم، دولسم(.
۳- د ښو اخلاقو سند .
)ژباړن: له هغه مکتب او مدرسې څخه يې واخلئ، چې د دولسم سند مو ترې اخيستی دی، د اخلاقو سند بايدد مدرسې يا مکتب له خوا مهر شوی وي(.
۴- د پيدايښت سند.
)ژباړن: چې په هغه کې ستاسې د ځېږېدنې تاريخ او ځای په ګوته شوی وي.
تاسې کولی شئ چې دغه سند له روغتونونو تر لاسه کړئ، يا له خپلې مدرسې او مکتب په دې شرط چې مهر يې کړي، همدارنګه له هغو رسمي دفترونو څخه دغه ډول سند ورکوي(.
۵- پاسپورټ.
۶- د تابعيت تذکره.
۷- شخصي عکسونه، چې برېښنايي وي، نوي وي، رنګه وي، او سايز يې 4×6 کې وي، بدون له چشمو وي، سرلوڅ وي، او بکګرونډ يې سپين وي.
۸- د صحت سند، يا رپورټ، چې د اعتماد وړ روغتونونو څخه تر لاسه شوی وي، دا په کې واضح شوي وي، چې دغه کس په اندامونو، حواسو، روغ دی، او له ساري مرضونو )لکه ايډز، تور زېړۍ، ټي بي، او ورته نورو ساري مرضونو( پاک دی.
۹- يوه تزکيه چې په هېواد کې يې د کومې معتبرې پېژندل شوې اسلامي مؤسسې، يا ديني مرکز څخه تر لاسه کړې، يا له دوه معروفو علمي او دعوتي شخصيتونو څخه يې ترلاسه کړې، چې په هغې کې د محصل د ديني او اخلاقي وضعيت تزکيه شوي وي، چې دی د لمانځه، ديني فرايضو، او ښو اسلامي اخلاقو خاوند دی.
۱۰- که چېرې څوک نوي په اسلام کې داخل شوی وي؛ )يعنې د زېږېدنې له نېټې مسلمان نه وي( نو هغه ته د يو اضافي سند ضرورت ليدل کيږي، چې له کومې اسلامي مؤسسې يې ترلاسه کړي؛ او د هغه د مسلمانۍ ګواهي ورکړي.
۱۱- له پورتني اسنادو څخه غير عربي اسناد بايد عربي ته وژباړل شي، او له يوې معتمدې دار الترجمې څخه ترجمه او مهر شي.
)ژباړن: د ترجمې لپاره د وزارتونو يا نورو دفترونو څخه تصديق مطلوب نه دی. که چېرې خپله دغه مدرسه يا مکتب اړوند اسنادوژباړي، او مهر يې کړي؛ بسنه کوي(.
۱۲- د شاګرد د قبليدلو په صورت کې اسلامي پوهنتون د ټولو وړاندې شويو سندونو اصل غواړي، چې بايد په هېواد کې د سعودي سفارت له خوا تصديق شوي وي، که چېرې په کوم هېواد کې د سعودي سفارت نه وي؛ نو هر نزدې جهت چې د اسلامي پوهنتون د اعتماد وړ وي؛ په تصديق يې بسنه کېدلی شي.
۱۳- که چېرې ستا د سندونو او کاغذونو په مهمو معلوماتو کې غلطۍ وي، لکه: په نوم، تاريخ او ځای د ځېږېدنې کې غلطي؛ نو تاسو مخکې د کاغذونو د تقديمولو له اړوند جهاتو څخه تصحيح کړئ، ځکه چې د اسلامي پوهنتون د نظام له مخې د شاګرد له قبلېدو وروسته د هغه په اساسي شخصي معلوماتو کې د هيڅډول بدلون او تصحيح اجازه نشته.
اړينه يادونه:
تاسې نه شئ کولی چې د بورس د حاصلولو لپاره د خپلو سندونو او وثيقو د انځوريزو کاپيو )د سکنر په واسطه( پرته غوښتننامه وړاندې کړئ. بايد خپل ټول اسناد سکېن SCAN کړئ، او د پورتني لينک له لارې يې اسلامي پوهنتون ته واستوئ.
هغه اړين صفتونه چې بايد بورس غوښتونکی پرې سمبال وي:
۱- شاګرد بايد مسلمان، او د ښو اخلاقو پابند وي.
۲- د اسلامي پوهنتون د قوانينو او لوايحو د منلو تعهد وکړي.
۳- له طبي اړخ څخه يې بايد حالت برابر وي.
۴- هر تحريري او شفوي امتحان چې پوهنځۍ ورباندې ږدي؛ هغه بايد په کاميابۍ طۍ کړي.
۵- د دولسم سند يا د هغه معادل د سعودي عربستان له داخل يا بهر څخه له ځان سره ولري.
۶- د ثانويې يا دولسم سند بايد له رسمي او دولتي مدرسونو او مکتبونو څخه ترلاسه شوی وي؛ که چېرې له خصوصي مدرسې يا مکتب څخه تر لاسه شوی وي، نو بايد سند يې د اسلامي پوهنتون په نزد د اعتبار وړ وي.
۷- خپل ځان بايد په پوره ډول زده کړې ته وزګار کړي.
۸- بايد د دولسم په سند يې له پنځو کلونو زيات وخت نه وي تېر شوی.
۹- قانوني عمر )هغه چې د ده په سندونو او کاغذونو کې ثبت شوی دی( يې د تحصيل د پيل کېدو سره بايد له 25 كلونو زيات نه وي.
)ژباړن: معنا دا چې د کاغذونو د وړاندې کولو په وخت يې عمر بايد له ۲۴ څخه نه وي اوښتی(.
۱۰- که چېرې شاګرد د قرآن کريم پوهنځئ اختياروي، نو بايد د کامل قرآن حافظ وي.
۱۱- بل هر شرط چې د اسلامي پوهنتون د مجلس څخه د کاغذونو د تقديم په وخت او ارتباط صادريږي، بايد پوره کړی شي.
۱۲- که چېرې د شاګرد سند د سعودي عربستان له داخل څخه وي؛ بايد د سويې د معلومولو د امتحان سند په لاس کې ولري.
اړين تنبيهات:
۱- د مدينې منورې اسلامي پوهنتون د اسنادو د استقبال او د بورسونو د وېش د پروسې لپاره په بهر کې د نړۍ په هيڅ يو ګوډ کې هيڅ ډول دفتر او نمايندګي نه لري.
۲- شاګرد بايد د خپلو سندونو او کاغذونو د وړاندې کولو اجراءات، همدارنګه دهغه کوډ او پټ نمبر د ساتلو مسؤوليت شخصا په خپله غاړه واخلي، کوم چې هغه ته د سندونو له وړاندې کولو وروسته د پوهنتون له خوا د نټ په ذريعه ورکول کيږي.
۳- د مدينې منورې اسلامي پوهنتون يوه تعليمي او کلتوري مؤسسه ده، چې د دعوت، تعليم، د پوهنتون د درسي مرحلې، نورو لوړو زده کړو، تحقيقاتو، علمي پروژو، ژباړو، د هغو ټولو د خپرولو، او په اسلامي ارزښتونو د اهتمام له لارې د اسلامي دعوت، تبليغ او پيغام رسونې په هدف فعاليت کوي، او اړوند خدمات وړاندې کوي.
۴- په اسلامي پوهنتون کې زده کړې په عربي ژبه دي.
۵- د تحصيلي بورس لپاره غوښتننامه وړاندې کول پوهنتون ته د قبلېدلو په معنا نه دي، د شاګرد د قبلېدو په صورت کې د پوهنتون له خوا هغه ته ليکلې اطلاع استول کيږي.
۶- که په غوښتننامه کې د ثبت شويو معلوماتو سره اړوند ثبوتي سندونه وړاندې نشي؛ نو غوښتننامه د اعتبار وړ نه ده، او خپل قيمت له لاسه ورکوي.
۷- هغه شاګردان چې جعلي سندونه اوکاغذات وړاندې کوي، له هغوی سره قانوني چلند ترسره کيږي، او قبلېدل يې لغوه کيږي.
۸- د پوهنتون د نظام په اساس د شاګرد له رسېدلو وروسته د هغه لپاره د هغه وخت د غوښتنې سره سم پوهنځۍ ټاکل کيږي.
۹- هغه شاګرد چې دتحصيل لپاره قبليږي، د پرواز د ټکټ نمبر د پوهنتون له انترنيټي پاڼې تر لاسه کولی شي، له هغه وروسته به د ټاکل شوي هوايي شرکت دفتر مراجعه کوي.
۱۰- هر هغه شاګرد چې د درس ويلو لپاره د مدينې منورې په اسلامي نړيوال پوهنتون کې قبليږي، د پوهنتون د درسي نظام، تنظيمي او اداري لوايحو په هکله د هغه اګاهي او پوهېدنه دهغه شخصي مسؤوليت ګڼل کيږي.
۱۱- ټول هغه توافقات، تعهدات او تنبيهات چې په الکتروني بڼه د محصل په په دوسيه کې ځای پر ځای کيږي، د هغه په حق کې الزامي دي، او محصل شخصا د هغو په اړه د مستمرې څارنې مسؤوليت په غاړه لري، د کومو په اړه چې معلومات د نوم، کوډ، او سري نمبر له لارې تر لاسه کولی شي.
۱۲- ټول هغه تعهدات، معلومات او شروط چې شاګرد يې په دې غوښتننامه کې ګوري، بايد عمل پرې وکړي؛ او ټول به دده په دوسيه کې په عربي ژبه ځای پر ځای کيږي.
وروستۍ تعهد:
زه اقرار او تعهد کوم، ټول هغه معلومات چې ما په دې غوښتننامه کې ځای کړي دي؛ سم دي، زما ټول ثبوتي وثيقي، سندونه له جعليتوب، او محرم بدلون څخه روغ دي، همدارنګه پوهنتون ته د قبلېدو په صورت کې تعهد کوم چې د پوهنتون په ټولو قوانينو او لوايحو به عمل کوم، چې يو له دغو قوانيو څخه دا دی، چې لهد درس پرېښودو په صورت کې يا فراغت وروسته د شاګرد لپاره په سعودي کې د پاتې کېدو اجازه نشته، همدارنګه حق نه لرم، چې خپل کفالت له جامعې څخه بل جهت انتقال کړم، خپل هېواد ته به ګرځم، د مخالفت په حالت کې پوهنتون حق لري چې لازم اجراءات ترسره کړي.
لطفا, تاسې اوس خپل اسناد د لاندينې ادرس له لارې وړاندې کړئ:
:http://admission.iu.edu.sa/WelcomePortal.aspx
موفق او کامياب اوسئ.
ستاسې د دنيوي او اخروي موفقيت په هيله