د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راڼه خوبونه

پوهنمل محمدوارث 24.12.2013 10:57

ته په ګناه کی ثوابونه ګوری
که په رڼو سترګو خوبونه ګوری
د زړه هنداری دی غبار نیولې
ستړي ستومانه تصويرونه ګوری
دلته د هيلو څانګی وچی شولی
دسپرلي څنګ کی توپانونه ګوری
چی مو په حال باندی غمجنه ښکاري
د سپوږمۍ مخ باندی داغونه ګوی
خزان رنګونه له چمنه ټول کړل
د غوټۍ زړه کی پرهرونه ګوری
لاری اغزنی او کوڅی ورانی شوی
شاړی حجرې او ګودرونه ګوری
چی مو بورا ته د زړه راز ووایه
له غره پریوتي نصيبونه ګورې
وارث به چاته خپل ګریوان څيري کړي
دلته هر ورځی عذابونه ګوری